(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

خاطره

[07.Jul.2020 - 14:51]

خاطره/ بازمحمد عابد

تېر کال په جلال اباد ښار کې د پاکستانیو تاریخ تېرو ریکشو د ټولولو کمپاین په سرکاري توګه پیل شو. ریکشه لرونکو ته یې اعلان کړی و چې خپلې ریکشې د اډې فارم پارکینګ ته راوړي او لس زره افغانۍ چیک دې تر لاسه کړي او چا چې په خپله خوښه ریکشه تر ټاکلې مودې پورې تسلیم نه کړه،  ترېنه ضبطیږي.

ډېرو ریکشه لرونکو خپلې ریکشې حکومت ته حواله کړې وې، خو یوه نیم به لا هم تاریخ تېره ریکشه چلوله.

یوه ورځ له خپل کور نه مخابراتو ته په سایکل سپور روان وم چې د جنرال سیداغا کوڅه کې مې له ښوونځي رخصت شوې ډله نجونې مخې ته راغلې. په دې دوران کې زما موبایل ته د یوه داسې نازولې رنګ راغی چې باید ځواب کړی مې وی. موبایل مې په یوه لاس غوږ ته نیولی و او په یوه لاس مې د سایکل انډل نیولې. ما نزاکتاً له ډلې نجونو سایکل ته غېل ورکړ او منځ سرک ته شوم. په دې وخت چې ما پسې ریکشه راروانه وه، هغې له ما غېل وکړ او چې رانه مخکې شوه، مخې ته مې ودرېده. زه چې له ریکشې تېرېدم نو یو شډل ځوان چې نامنظمه چج ږیره یې وه، تڼۍ یې خلاصې وې او د وحشي ځنګل ویښتان یې تر مرۍ رسېدلي وو، خوله یې راته په سپکو سپورو راپرانیسته:

شوده! سایکل ته دې وګوره او.موبایل ته دې وګوره، که اوس مې چخریټ کړی، خوله به دې وازه نیولې وه. لږ په سړیتوب سایکل باندې ګرځه.

ما چې وکتل نو د دوه درې ماشومانو په ګډون یې درې سیاسرې هم په ریکشه کې سپرې کړې وې.

ورته مې وویل:

وبخښه صوفي صاحب ما سایکل د ډله مکتبیو نجونو بچ کړ. ښه شو.چې چخریټ کړی دې نه یم، که نه بیا به دې زما په سر ټول ژوند زندان کې تېرولو.

هغه راته کړه:

ورک شه واله که دې رانه چا پوښتنه هم کړې وه.

که څه هم غوصه مې ورته راغلې وه خو په موسکا مې هضمه کړه او ترې روان شوم.

ریکشه چې بیا زما له مخې تېرېده، دومره پول ایکسلیټر یې ورکړ چې کوم یو لیټر لوګي مې تېر شول.

ریکشه مخکې او زه ورپسې وم.

کله چې له ګارنېزون چړاهي وختله او د مخابراتو لار یې ونیوه. له جیبه مې موبایل راواخیست او د ترافیکو مدیر پاچا صاحت ته مې زنګ وواهه. پاچا صاحب زما ډېر خیال ځکه ساتلو چې د اریانا ټلویزیون د کامره مین  محمود نعیمي کامره چې یو ترافیک پولیس ماته کړې وه او رحمت الله زیارمل د ترافیکو مدیر او هغه ترافیک چې کامره یې ماته کړې وه، د ننګرهار رسنیو دفتر ته احضار کړي وو، زه یې هم غوښتی وم. پولیسو د کامرې تاوان ومانه او دا چې ما ته زیارمل صاحب واک راکړی و، ما ترافیک پولیس وبخښل.

د ترافیکو مدیر راته وویل چې د سولې کاروان چوک کې ولاړ یم.

ما ورته ویل تاریخ تېره ریکشه دروانه ده، ویې نیسه.

پاچا صاحب وویل: موږ ولاړ هم دې ته یوو.

زه چې د سولې کاروان چوک ته ورسېدم.

دوه درې پولیسو ریکشه غاړې ته کړې وه. سپرلي یې ترې ښکته کړې وې او ریکشه وان کله د ترافیک مدیر پښو ته او کله زنې ته لاس کړي او ورته وایي چې څنګه کور ته ورسېدم، کباړ کووم یې.

زه چې د سرک بلې غاړې ته په ولاړ سایکل سپور یم، یوه پښه مې په ځمکه لګولې وه، د ترافیکو د مدیر راباندې نظر ولګېده او له مخې سره یې لاس تندي ته پورته کړ او وویل:

سلام څارنوال صاحب، امر مو پر ځای شو.

دې سره ریکشه وان هم ما ته راوکتل، زه.وپوهېدم که چېرې پاچا صاحب نه وای، خدای خبر نور څه پلوکت به راته ریکشه ویل، خو دا ځل یې یوازې غاښونه راوچیچل او زه په خپله مخه روان شوم.

د جولایي اومه نېټه ۲۰۲۰

جلال اباد

 

د سوات بحرین خاطره

بازمحمد عابد

زموږ کورنۍ د ۱۳۶۵ کال په لومړیو کې چې ننکرهار کې کورنی جنګ اوج ته رسېدلی و، پېښور ته په کډه ولاړه. له مشر کاکا سره مو په شریکه پېښور لالي باغ کې یو کور په کرایه ونیوه. دا چې د پېښور ګرمي له حده زیاته وي، پکي، کولرونه او حتی ایر کنډشن هم په کې سم کار نه کوي او مشر کاکا مې دې الله تعالی وبخښي، د زړه ناروغ وي او ډاکټر ورته سپارښتنه کړي وي چې په سړه او معتدله هوا کې واوسېږي، نو زموږ کورنۍ مجبوره وه چې نیمایي یې له مشر کاکا سره د سوات کالام، مدین یا بحرین ته ولاړ شوو او د ګرمۍ سیزن هملته تېر کړو. تر هغې مو.چې کاکا ژوندی و، موږ څو.کاله سر په د سوات بېلابېلو سیمو ته د اوسېدو لپاره تللو. د ۱۹۹۸ ز کال خبره ده. په دې کال مو د سوات بحرین بازار سره نېږدې یو کور د څلورو میاشتو لپاره په ۱۲۰۰۰ کلدارې کرایه کړ. زما ورونه او د تره زامن چې په صدر بازار کې یې دوکانونه لرل، پېښور کې ياتې شول او زما په شمول د کورني اکثره ښځینه او نارینه غړي په بحرین کې مېشت شول.

کور مو په داسې یو غونډې باندې و چې که د بام  سر ته به وختلم، نو د بحرین چوک او بازار به د یوې نظارې په بڼه ښکارېدل.

یو ماخوستن تېر د سګریټ څښلو او موج اخیستلو لپاره د بام سر ته وختلم. نری نری باران هم تازه پیل شوی و. لا د بام پرده دېوال ته نه وم نېږدې شوی چې په خواږه غږ کې د موسیقي له ساز سره د مرحوم صاحب شاه صابر دا غزله پیل شوه.

ورېځې راوله، باران راوله

زلفو له څنډ ورکړه توپان راوله.

دا سندره مې تر دې د مخه د استاد ګلزار عالم په غږ کې وخت نا وخت اورېده او خوند مې ترې اخیسته.

کله چې د تبلې اواز لوړ شو نو په کټ کې ټینګ نه شوم. پرده دیوال نه د پنجو په څوکو شوم، ومې لیدل چې د بحرین چوک په منځومانه کې یو باجه مار او تبله یي نه ډله سیالانیان راتاو دي.

ما هم دوه خپلې او دوه پردۍ کړې او بحرین چوک ته مې ځان ورسولو.

و مې لیدل چې د لالي باغ د هنرمندې کورنۍ دوه تنه ورونه دي چې یو یې باجې ته او بل یې تبلې ته ګونډې وهلي دي.

زه هم د سیالانیانو په کتار کې ودرېدلم. کله چې سندره خلاصه شوه، سیالانو چا پنځوس، چا سل او چا شل کلدارې په باجې ورته واچولې. خو سیالانیانو تمعه لرله چې نورې سندرې هم ورته ووایي. په دې وخت کې د باجه مار په ما نظر ولګېده، له مخې سره راولاړ شو او له ډېرې مینې راغاړې وت او د خبرې لاندې به یې هم او د خبرې باندې به یې هم راته استاد وایه

ټولو سیالانیانو موږ دواړو ته په ځیر ځیر کتل.

له ډېر جان جي نه وروسته مې باجه مار ته وویل چې دا ځوانان منتظر دي چې څو نورې غزلې هم درنه واوري. مهربانه وکړه ساز شروع کړه.

هغه بیا هم په سینه غبرګ لاسونه کېښودل، په ملا مات شو او څو قدمه وروسته ولاړ او راته یې وویل:

 ښه استاز جي په سترګو.

هغه باجې ته کېناست، لا یې په پردو ګوتې نه وې ایښې چې د سیالانیانو له ډلې یو ځوان راته کړه:

استازه که زحمت نه وي او خپله دې یو غزل دوه ویلی وی، چک به یې لګولی و.

ما ورته په موسکا وویل:

ساري، مرۍ مې خرابه شوې، سندرې نه شم ویلی.

هغه بیا خوله چنګه کړه خو ما یې په خوله کې خبره وروچه کړه:

درته مې وویل چې مرۍ مې خرابه ده اواز نه شم ایستلی.

او دې سره باجه مار ساز پیل او دا سندره یې پرې سوره کړه.ږ:

د شنو سترګو هلکه، تندی هر وخت پیچه که، زارې درته کوم چې یارانه راسره وکه. د شنو سترګو هلکه.

په دې وخت کې زما په یو تنکي زلمي چې شنې سترګې یې لرلې، نظر پریوت او هغه خپلې سترګې په ځمکه وګنډلې

د جولای ۶ مه ۲۰۲۰

جلال اباد

-
بېرته شاته