ته ما پسې او زه
[07.Jul.2020 - 15:15]د پیښور یادونه:
«ته ما پسې خبرې، زه په تا پسې خبرې!»
استاد حبیب الله رفیع صاحب یو وخت موږ ته يوه ټوکه کړې وه، ویل يې، پخوا په ټول افغانستان کې ډېر دولتي مامورین لغمانیان ول، یو وخت داسې هم راغی چې د کندهار دولتي ادارو کې ټول لغمانیان ځای پر ځای شول، د کندهار په ځينو اداري چارو کې ګډوډي را منځته شوه، دا نو هغه وختونه دي چې هېواد کې ولایتي وېش نه دی شوی، تنظيمه ریاستونه هېواد کنټرول او اداره کوي...
ارګ کې شاهي حکومت فیصله وکړه چې د خپلې شاهي کورنۍ هغه پلانی مشر دې کندهار ته د تنظیمه ريیس په صفت ور واستول شي.
سردار صیب ومنله، خو شرط یې دا کېښود چې زه به کندهار کې په نوم لغمانی نه پرېږدم او تاسې به هم لغمانی خو څه چې حتی سروبیوال یا که ښه کوئ له څرخي پله چې ور هاخوا وي، کندهار ته به يې نه را استوئ!!
د هوکې سرونه وخوځېدل، سړی ولاړ کندهار کې ريیسِ تنظیمه شو، څه چې ویل شوي ول کارونه هماغسې روان دي، ډېر وخت وروسته یوه لغماني په کابل کې کوم لغماني چل وهلی و د رشوت، زهر سنګتیا په زور یې ځان بیا ځلي کندهار ته ور سم کړی و.
د ريیسِ تنظيمه پر مېز یې خپل کاغذ ایښی و چې د موافقې تر وروستي لاسلیک لغمانی رسماً مقرر او خپله دنده اشغال کړي.
ريیسِ تنظيمه ترې پوښتلي ول چې فلانی خانه! د کوم ځای یې؟!
از کجا هستی؟!
ویل صاحب! از کابل هستم!
از کجای کابل؟!
صاحب! یک کمی طرف مشرقی!
از پلچرخی؟!
نه صاحب! کمی پائین!
از نغلو؟!
نه صاحب!
او بچه! دیګه از سروبی هستی؟!
نه خیر صاحب!
اخر ريیسِ تنظیمه ورته حیران شوی و چې سروبي نه پس خو کابل ختم شو!
لغمانی هم په سلو چورتونو او فکرونو کې ډوب دی چې اوس به يې نو سردار څه حشر کوي!!
لغماني ورته زړه را غټ کړی و، ورته ويلي يې ول، سردار صاحب! توکل ما به خدا از لغمان هستم!
سردار هم د شاهي خاندان غړی و، غل یې تر کوره پورې نه ځغلاوه، پوهېده چې دا وطن او دا یې ولس دی، زموږ د اوسني حکومت غوندې یې بېځایه له قیصاري او حکیم جي سره زورونه نه وهل. په نيمه پوهېده، له ولس سره یې پړی ډېر نه کش کاوه، لغماني ته په خندا شوی و، ورته ويلي يې ول، توکل ما هم به خُدا! برو مقرر شدی!!
دا دومره اوږده کیسه مې هسې نه ده کړې، دا مې ځکه وکړه چې غواړم نن د ځان په اړه درته ووایم، ما په ځان هم په خپله الفت مجله کې تر خپلې څارنې لاندې داسې لیکنې چاپ کړې چې فکر نکړم بل څوک به یې د خپل ځان په اړه د خپرولو زور ولري!
ما د ښاغلیو ادیبانو او لیکوالو پر چم خپلې ګډې وډې خاطرې او د شال دادا په اصطلاح «لفافې» هسې د قرنطين د تېرولو په پار لومړی دوه- درې ولیکلې، څه یارانو مې مشوره راکړه چې وليکه، بس کوه يې مه!
زه په دې هم پوهېدم چې یوه ډله یاران مې غواړي له سیاسي خرابو فکرونو او لیکنو مې مخ بلخوا واړوي، بله ډله غواړي ما مصروف وساتي، ځکه زه کله یوازې شوی نه وم (اوس خو قرنطين هر څه...) هسې نه خبره د جامو تر شلېدو ورسېږي. هسې ناروغي، یوازېوالی او په یوه ځای ناسته مې مایوسه او خپه نکړي.
خو خیر! هر څه چې ول، د دوی دې کور ودان وي چې زما دا ګډې وډې را سره لولي او تشويقوي مې.
ما لیکل پیل کړل، فکر کوم لا هم قرنطین شته، که ژوند و نور ډېر څه به هم ولیکم!
څه درواغ به سره وايو، پدې لیکنه کې غواړم تاسې ته له دې رازه پرده پورته کړم چې د ليکلو په برخه کې زه شاوخوا دوه دېرش کاله کیږي د سموَنو، ګوتڅنډنو او ان تر لاسوهنو او لاس منډنو پورې ددې میدان یا ګراونډ لوبغاړی پاتې شوی یم!
د استاد محمد آصف صمیم صیب په ګندهارا مجله کې مې هم هسې کلهنا کله بېځایه ملکي او کلانکاري کوله، اخر مو د استاد محمد داود وفا او امین درېځ په مشوره د الفت په نامه یوه دوه میاشتنۍ مجله پیل کړه...
په لومړيو دوه- درې ګڼو کې وفا صیب را سره و، خو د ښاغلي وفا صیب چې زما ملکۍ، لاسوهنې او جسارت ته پام شو، سړی نور ورته ټینګ نه شو، ان تر دې چې یو وخت په مجله کې په اجمل اند صیب پسې یوه لیکنه نشر شوې وه، وفا صیب ته چا ویلي ول چې په اجمل اند پسې سخته خطرناکه لیکنه نشر شوې! نو وفا صيب ددې پر ځای چې لومړی مجله وګوري، بیا له اند صيب سره خبره وکړي، له ننګرهاره په هغو خرابو لارو کې -چې هغه وخت د پېښور او ننګرهار د لارې سفر اته ساعته و- پیښور ته له رسېدو سره سم مخامخ د BBC په دفتر کې اند صيب ته ورغلی و. اند صيب ته یې د ثبوت په پار د هغه په مخ کې د خراب سفر سر له دوړو څنډلی و! ورته ویلي يې ول، زه اوس له کامې راغلم، له هېڅه خبر نه یم، دا ټول د اسد لالا کارونه دي!!
دا نو زما او اند مینه وه چې وفا صیب تر دانش کتابخانې رسېده، زه اند صیب له ټولې کیسې یا د سایل صیب خبره له وارداتو خبر کړی وم، دا کیسه به دلته پرېږدم، اوس به ټوپ ترې واچوم، بيا به کله شي...
بیا مې څه وخت وروسته د لغمانیتوب هوا په سر کې را ولګېده، د لغمان لپاره مې د کاوون په نامه یوه مجله پیل کړه، ښایسته ډېرې ګڼې چاپ او مينهوال لوستونکي یې پيدا کړل. بيا د څه ستونزو له لامله بنده شوه. اوس اوس مو د اوربند په نامه یوه سیاسي مجله ښه په زور و شور وچلوله، خو بس:
د حالاتو مجبوري بده بلا ده
ګنې چا لمن پريښې د اشنا ده
سر خوړلی دا عادت را کې خراب دی چې يوه خبره کوم بله را په یاد شي!
لنډه دا چې زه غواړم تاسې ته ووایم، هغوی چې د الفت مجلې لوستونکي پاتې شوي، زه به ورته ښه معلوم یم، نه غواړم په ډېرو مسایلو کې هغه د کونړیانو خبره ځان قورنا قورنا کړم، خو تر دې وروسته دې خدای خیر کوي! د قرناتوب شوق را کې راغلی! زما قرناتوب به داسې ډېر خلک -چې د پیشپشم خانۍ هوا یې په سر کې ګرځي- را کښته کړي، خپل لېول ته به یې را ولي!!
د یارانې لارې اوږدې دي،
یاران له ما سره په لنډو لارو ځینه!
زه د بیان د ازادۍ مکمل سپاهي او علمبردار یم، ما په الفت مجله کې په ځان د ښاغلي شهرت ننګیال یوه داسې لیکنه چاپ کړې چې تر سلو ډېرو ملګریو راته ویلي، لېونی به هم په ځان د چا داسې لیکنه چاپ کړي؟!!
هغه وخت مې خپلو ټولو ملګریو ته چې کوم ځواب و، اوس مې هم هماغه ځواب دی، که د چا شخصیت دومره د پاڼ پر غاړه ولاړ وي چې په یوه ټېله د کندې تل ته رسېږي، نو دومره نمایشي او جعلي شخصیت ته اړتیا څه ده؟!
خدای دې ما نن وغورځوي، که د پورته کېدو شوقي وم بل ځل به ځان سم را پورته کړم، داسې د سوال یاري خو کسم دی که خوند کوي!!
زما اوسنۍ خاطرې تر اوسه نرمې او یو څه بندې دي، تر سانسور لاندې مې روانې کړې دي، خو فکر کوم داسې خوند نه کوي! زه په جلالیت کې ښه ښکارم! زه باید جلالي، غوڅ او قاطع و اوسم!!
ما یوه غټه ډله ملګري وپالل و مې روزل ستر مې کړل ما فکر کاوه دا زما زامن یا ورونه دي خو وروسته مې چې ور پام شو دوی یوازې غوښتل زما اوږه د زینې یا پوړۍ په شان وکاروي. زه ښه پوهېدلم، خو ځان به مې غلی کړ، ځکه ويل مې دوی به هم څه مجبوريتونه لري، څه د تربيې مجبوريتونه، څه د عادتونو او څه د نورو...
خو دوی پخپله بې تربيهګۍ کې دومره وړاندې ولاړل چې د مالګې او اوبو پاس يې ونه ساته، په هغو لوښيو کې وختل چې ډوډۍ يې ترې خوړله...
زه به دغه کارغان هم وخت ناوخت يو يو در وپېژنم، زما د ښېګړو او د دوی د بدګړو کيسې يوه يوه درته وکړم!
پدې کار به دوه ګټې وکړو، يو به د دوی له مخونو دغه رنګين پوستکی لرې کړو او بل به د دوی منحوس او مطلبي مخونه ټولنې ته ور وپیژنو!
شعر مې دی جاري
اواز مې د زمري!
اوس هم څه یاران خپه شوي چې دا دې ولې لیکلي او هاغه دې ولې ولیکل!
وه زوروره! دا نو څه خبره ده، مه ډارېږه ما خو دومره څه نه دي لیکلي چې ته دې پرې د جهنم اخري کندې ته ولاړ شې! او ته ولې ځانته په دومره کاغذي، مصنوعي او جعلي شخصیت قایل شوی یې؟!
دا یو جلا بحث دی چې زه هر وخت د ننګیال صیب د لیکنو وِیلَن یا بدماش پاتې شوی یم، یا هر وخت چې ننګیال صیب غواړي داسې خبره وکړي چې خپله یې د کولو جرئت نشي کولای، نو دوه کسه خو شته! سید شکر الدین آغا او اسد دانش دې زنده باد وي!!
ما د ننګيال صيب په ليکنو ځکه بد نه دي وړي چې ماته تر اسمايي غره ځان دروند او وزنداره ښکاري، ما د چا افسانې او خیالات نشي ګډوډلی، زه په زړه کې وایم چې زه مضبوط یم! د ننګیال له لیکنو که هر څوک هر ډول مطلب اخلي، هېڅ پروا مې نه پرې راځي!!
د لوستونکیو دې کور ودان وي چې پوهېږي اسد او ننګیال یاران دي، خپلو کې ټوکې کوي، دواړه سره پوهېږي، هېڅ غږ و غوږ نه لري.
د ننګیال صیب ګپونه هسې هم جلا خوندونه لري، که کله زه، عصمت قانع او ننګیال سره یو ځای وو، بیا مو نو خدای له هغو ګپونو مه خبروه.
ننګیال صیب به دانش کتابخانه کې وخت ناوخت دومره خطرناک ګپونه، ډرامې او یا د قلندر مومند خبره ډرنامې جوړولې چې ډېر به ورته د ټینګې نه ول. الله دې معافي وکړي کله نا کله به مو د مشرانو زړونه هم پرې ازار کړل!
پیښور کې یو وخت داسې ورځې او وختونه هم راغلل چې د دوو فرهنګي سټو خپلو کې په څه معامله یا د منافعو نرمه شان لانجه راغله...