محمد دین ژواک
[22.Jul.2020 - 14:46]دپښتو ژبي دوتلی ليکوال،شاعر،اديب اوسياستوال څېړنمل محمددين ژواک
لیک: : حبیب الله غمخور
دافغانستان دعلم اوپوهی دډگر ديوشمېر لارويانو په غوښتنه به تريوه بريده چې وخت اوصحت ياري راسره کوي دگران افغانستان پښتواودری ژبې ددرنو را نه جلاسوو او ژونديوپوهانو،ليکوالو،اديبانو اوشاعرانوله ژوندليک سره به دخپل راته بې اندازې راته گران ځوان نسل دپوهاوی اوخبرېدو په موخه ددوي ژوند ليک ليکنو ته دوام ورکړم ترڅو ددوي یې نه يوازي نومونه زده وي بلکې دهغوي په هکله يوڅه لنډ اوغورچاڼ معلومات هم ولري .
ددې سلسلې په دوام خپله يوه ليکنه چې ما په ۲۰۱۲ ز کال دجرمني دکلن په په ښارکي داگست پر ۲۵ دافغانستان دادبي اوسياسی څېرې اولوړ شخصيت مرحوم څېړنمل محمد دين ژواک د۱۵ تلين په مناسبت درنې اوشانداره ياد غونډي ته پيغام ورلېږلې وو،همداپيغام مي اوس ترنظر تېرکړ له نېکه مرغه ما پدې پيغام کښي ددې وتلی اومنلی څېرې دژوند ليک په هکله يوڅه ليکلی دي . فکر کوم همداليکنه به وکولاي سي ددې علمی شخصيت په پېژ ندلوکښي دلوستونکي سره مرسته وکړي .
دمغزاوقلم دلوي څښتن په نامه !
دپښتو ژبي دوتلي ليکوال ،شاعر ،اديب اوسياستوال څېړنمل محمددين ژواک دتلين غونډي درنو برخه والو!
ارواښا د څېړنمل محمددين ژواک دیو بشپړ علمي اوفرهنگی مکتب دهستونکی په څيردخپل ژوندپه (( ۸۱ ))کلنه موده کې دپښتوژبې اوادب دپراختيااودغه راز دملي سیاست دروښانتياپه لارکې ډېر زيار او زحمت ايستلۍ،په خپلو ليکنواوقلمی هستونوکښي ئې دژبې اوافغان ولس سره مينه انځورکړېده . هغه نه يوازي پښتو بلکي دری ژبې ته هم دخپل توان تربريده خدمت کړی اوپدې ژ به ئي هم اثارليکلي چې دبېلگې په توگه ئې زه په دری ژبه دده دشعرونو يوه ټولگه د((شمع فروزان)) په نامه يادولاي سم .
مرحوم ژواک د پښتو ژبې د ودې لپاره ډیري لاسته راوړنې لري ، او په ډیرو علمي سیمینارونو،ادبي او فرهنګي غونډو اوکنفرانسونوکښي ئې د هیواد په د ننه اوله هيوادنه بهرفعاله ونډه اخیستې ده .
زموږ دهيوادډيروليکوالو مرحوم ژواک دخپل هیواد د طبعي او ټولنیز چاپیریال محصول بللۍ اودده زیاتره لیکنې ئې دهیواد پیښو او ټولنیزو نا خوالو انعکاس اودهغوي سره مبارزې ته وقف گڼلي اوڅرگنده کړې ئې ده چي ښاغلی ژواک یومهربان ، متواضع ، زړه سواندې اودپراخې حوصلی خاوند انسان وو. ده له خپلو دوستانواویارانوسره ډیره مینه لرله اوپه ځانګړي توګه یې د ځوانانوداستعدادونو روزنې او پالنې ته زیاته پاملرنه کوله . دده دهمدې علمی زيار اوزحمت په پايله کښي دته د(څیړنمل) علمي او اکادیمیک لقب ورکړه سو .
دعالی انسانی احساس اوغښتلي قلم خاوند ارواښادڅېړنمل محمد دین ژواک په خپلو ټولوليکنو،ويناوو،مقالو اوڅېړنيزواثاروکښي دیو نامتوادیب ، شاعر، ژورنالیست ، څیړونکی اوسیاست پوه اوددرناوی وړ ټولنيز شخصیت په توګه ځلیدلی دی . هغه دوېښ زلميانودخواخوږ و اوپر وطن مينوملي مبارزينوله جملې نه دافغانستان دملي سياسي مبارزينوپه ليکه کښي خپل ځانگړي ځاي درلود .
مرحوم ژواک دادب اوشعرپه برخه کي دقلم چلولو تر څنگ يومبارز اووتلې څېره هم وه . هغه د ژوند په اوږدوكې د افغانانو دروا حقوقو په خاطر مبارزه كړې او په دغه لاره كې يې ډېركړاونه، لوړې ،ژورې اوزحمتونه زغملي اوگاللي دي، خوژواک صاحب پدې لارکښي په متانت اومېړانه پر مخ روان وو،هيڅکله نه ستړی شوی اونه ئي هم دملت په وړاندي خپل ملي مسولتونه له نظره غورځولي دي . دژوندتروروستيوشېبوپوري یې خپله پوه ،فزيکي اومعنوي توان اودقلم له څوکي نه دخپل ولس په وړاندي ديو بې پرې او صادقانه چوپړ په خاطر پراخه اونه هېرېدونکې استفاده کړې ده .
داهغه ځانگړتياده چي له بده مرغه په ډيرو نوروليکوالواوسياستوالوکښي نه ليدل کيږي؛همدا داليل دی چي څېړنمل محمددين ژواک دخپل ولس وزړونوته داسي لارپيداکړې چې هيڅکله به ئې هير نشي، يادې ابدي وي .
مرحوم محمد دین ژواک د ارواښاد غلام محی الدین خان زوی په ((۱۲۹۵)) لمریز کال کې دکندهار د ډنډ ولسوالۍ د رو ربات په کلي کې زیږیدلی دی . لومړنۍ زدکړې یې په خصوصي ډول ترسره کړې، د ځوانۍ په لومړیوکلونوکښي په کندهارکې دکندهار دښوونې اوروزنې مستعجل کورس تر لوستو وروسته په (( ۱۳۱۶)) ل کال کې د ډنډ ولسوالۍ په ښوونځۍ کښي دښوونکی په توگه لمړنۍ دنده پيل کړه . ژواک صاحب په (۱۳۱۸) ل کال کې کابل ته ولاړ او هلته په نجات ليسه چي اوس داماني لیسې په نوم يادېږ ي د ادبیاتو دښوونکي په توگه په دنده وګمارل شو .
په ((۱۳۲۰)) لمريزکال پښتو ټولني ته راغی چي اوس دافغانستان دعلومو اکاډمی په نوم شهرت لري،په پښتو ټولنه کي دزيري ادبي جريدې مرستيال سو، بيا يي دپښتو ټولنې په بېلابېلو څانګوکي دغړي اومديرپه توګه کار کړی.
مرحوم ژواک په (( ۱۳۲۶)) ل کال کې دوخت د ملي دفاع وزارت دپښتو سرمفتش وټاکل شو . په ((۱۳۳۱)) لمریز کال کې د پښتواوقواعد ود صرف و نحوي د څانګي مدیر شو او په ((۱۳۳))کال کې د ادبیاتو دمد یریت دمدير دنده ور په غاړه شوه . په ( ( ۱۳۳۴)) ل کال کې دکابل مجلې مسؤل و ټاکل شو ، په (( ۱۳۵۲ )) ل کال کي د زيري دجريدې مسؤل مدير وچي په خپله خوښه ئې ددولتی رسمی ماموريت نه تقاعد واخيست.
ده په پښتو ټولنه کي د کار تر څنګ له راډيو افغانستان سره هم همکاري درلوده او د راډيو په تعليمي پروګرامونو کي يې برخه اخيسته ، د سردارمحمد داود د جمهوريت په دوران کي سره له دې چي دی متقاعد و، خو له مطبوعاتو سره يې روابط وه ، او آثار يې چا پېد ل .
په کورکښي تر يوې لنډې مودې ناستی وروسته دوخت ددولتی چارواکوپه تکرارغوښتنه او وړانديزد ۱۳۵۶ لمريز کال په جريان کي د اطلاعاتو او کلتورد وزارت د پښتو پراختيا او پرمختيا په څانګه کي د اجير همکار په حيث مقررسو .
د ۱۳۵۷ لمريز کال په جوزا کي په رسمی توگه دپښتو ټولني د تدريساتو عمومي مديرسو ،خو کله چي دتدريساتو مديريت لغوه سو نو هغه بيا د مطبوعاتو په کلوپ کي په کار وګومارل سو ،څه موده يې دا کار وکړ، بيا وزګار وو .
په ۱۳۵۹ لمريز کال د افغانستان د ليکوالو اتحاديې مرستيال وټاکل سو خو هغه مرستيالي تش په نامه وه او تر پايه يې هلته کار ونه کړ او د ۱۳۵۹ کال له اوايلو نه يې د افغانستان د علومواکاډمي د ژبو اوادبياتو په مرکز کي د اجير علمي همکار په توګه کار کاوه او د شپېتمو کلونو په وروستيو کي يې دا وظيفه هم پرېښوده .د شپېتمو کلونو په جريان کي د کابل له مرکزي اخبارونو(ورځپاڼو او نيزو)،راډيو افغانستان دځوانانوله خپروني، د افغا نستان دعلومواکاډمۍ له خپرونو، دهنرمندانو د اتحاديې او دقومونو او قبايلو وزارت له خپرونو سره جوخته همکاري کوله .
ارواښاد ژواک صاحب په ۱۳۷۲ لمريز کال لکه نور ټول پوهان اوعالمان په هيواد کي دتورتم په غوړېدوسره جبرأ خپل هغه هيواد چي پرده ترهرچا زيات گران و دبهرنيو د نوکرانوله شامته پرېښوداوپېښورته ئي کډه وکړه . ژواک صاحب هلته هم ارام نه کښېناست ،هلته يې هم له ادبيانو، شاعرانو،ادبي جرګو، ټولنو پښتو اکاډمۍ اونوروعلمي فرهنګي موسسو سره تګ راتګ درلود، د خپلي خوښي ادبی پارچې ئې ليکلې د ځينو ادبي آثارو په باب يې خپلي نظر يې او برداشتونه او هم ځينو علمي غونډو ته مقالې ليکلې چي په پېښور کي په افغاني او پېښوري مطبوعاتوکي چاپ سوې .
ژواک صاحب په پېښور کي تر شاوخوا دوه کاله اوسيدو وروسته جرمني ته کډه سو اوهلت له خپلي کورنۍ سره اوسېده ،هغه له جرمنی څخه هم له ځينو افغاني خپرونوسره قلمی همکاری جاري وساتل اوخپلې ليکنې اوڅېړنيزمطالب ئي هغوي ته دنشرلپاره لېږل.
ژواک صاحب د ژوند تروروستيو شېبو پوري له قلم او ليکلو سره خپله اړيکه نه وه شلولې .خدای بخښلی محمدين ژواک د (۱۹۹۷ )ز کال داګست پر اوولسمه په آلمان کې د زړه د ناروغۍ دورپېښېدوله کبله د ۸۱ کالو په عمر په المان کي له دې پانی دنيانه دابدلپاره سترگي پټي کړې او هلته خاوروته وسپارل سو .
د دغه شان ملي اوعلمي څېرواو شخصيتونو یاد ژوندی ساتل اودهغو دآثاروخپرول او ورسره جوخت د هغوي له علمي فیض اوبرکت نه ځانونه اوځوان نسل برخمن کول زموږ د ټولوفرهنګپالو افغانانو اوفرهنگی ټولنو ملي او انساني دنده بولم .
دپښتوژبي لوي آدب پوه،پرهيوادمين سياستوال محمددين ژواک دخپل عمرله ((۸۱ )) کلونوڅخه (( ۶۰ )) کاله گران هيواداودهيوادځوان نسل پوهاوی اوملي چوپړته دهڅونوپه لارکښي مصرف کړی اوخپل شيرين ژوندئې دې لاري ته وقف کړی وو . هغه علاقه لرل اوددي لپار ئې تلاښ کاوه چي ځوان نسل پداسی روحيه وروزل سی ترڅودده په وينا بايد هم عالم اوهم له خپل وطن سره ليونۍ مينه ولري اوهم ديوتل پاتی افغان په توگه دنړی وال پرمختگ له کاروان څخه شاته پاته نشي .
هغۀ په خپلوليکلو اثاروکښي ترموږ پوري دا دملی غږور يو منلی اصل را رسولې چې يو افغان زلمی بايدپه آدب،کلتور،فرهنگ، ټولنيزواړيکو،له وطن سره ميني انسان او انسانيت ته په درناوي اوچوپړکې دسالمې سيالی جوگه وي؛بشري عاطفه ،انسان دوستی اونوع پرستي هيره نکړي. دهغه له نظر يوه هوښياره موربايد خپل ماشوم له وړکتوب نه د وطن او انسانيت سره دميني په روحيه وروزی .
دگران استادملي،اسلامی اووطنی چوپړ ارزونه اودرناوی زما په دغو نيمگړويادونواوڅوکرښوسره نشي کيداي . متاسفانه دهغه ژوندعلمی اوفرهنگی چوپړلکه زموږ دډيروعلمي وتلوڅېرو دژوند ډير اړخونه لا تراوسه ندي راسپړل سوی دهغه د ملي هڅواوعلمی ز يار په رمزونوباندي پوهېدل لويو تبصيرو اودکتابونو په کچه ليکنو او څېړنوته اړتيا لري .
مرحوم ژواک په خپل لنډ ژوندکې ډيرعلمی اوڅېړنيز ادبی اثارليکلې اوزموږ دجگړه ځپلی هيواد راتلونکو نسلونوته ئې ديوې علمي اوفرهنگی پانگې په توگه پرې اېښيدي .
ژواک صاحب يوله هغو سياست والوڅخه ووچي نه يوازي ئې په سياسي ليکنواومقالو کښي ددولتی فساد، ظلم ،ستم اورشوت سره نه پخلاکېدونکې مبارزه کول بلکي دشعر په پېيلو جملو اوالفاظوکښې ئي هم په دولتي کچه پدې فسادککړ چارواکي رسواکړی اوغندلی دي .
ژواک صاحب يوله هغوعلمي،فرهنگی اوسياسي شخصيتونوڅخه و چي دقومي، ژبني، مذهبی اومنطقوي توپير اواختلاف ته ئې دکرکې په سترگه کتل . هغه ملي يووالي اوملي تفاهم ته دافغان ولس دنجات دوسيلې په توگه عقيده درلوده اوخپل ولس ئي ملي يووالي ،ملي گټواوملي غرورساتلوته هڅاوه .ځکه خو به دهغه نوم اوياد نه يوازي دمنلی اديب ،غښتلی شاعر اوليکوال بلکې ديو تل پاتي اوافغان ولس ددرناوي وړ سياسي شخصيت په توگه پاته وي .
مرحوم ژواک دهیواد پرخپلواکۍ مین انسان په توگه پردې بشپړه عقیده لرله، چې افغا نستان د افغانانو ګډ کوردی اوخپله افغانان ئې جوړولای شي اودا حق باید هیڅ بېگانه او باندني ځواک ته ورنکړ ل شي .
روح دې ښاد او يادې ابدي وي .