(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

لوي او کبر

[24.Jul.2020 - 10:45]

د لویی ،کبر او غرور ،خود خواهی تکبر او ځان لیدني په هکله د انسان بی حده عاجزی

لیک: سیدعبیدالله نادر

ته چــې هر چاته په خـــــــوارو سترګو ګوري

لا ړومبی ، به ستا صورت په خاورو خوار شي

هغــــــــــــه زړه به له تــــــــوفانه ،په امان وي

چې کشــــــــتۍ غوندي ، دخلکو بار بردار شي

«««««««««««««««««««««««««««

د ځینو خلکو مرګ داسي هیر وي چی د هیڅ عبرتناکه واقعی یا صحني څخه عبرت نه اخلی ،او نه بیداره کیږي، خو تر څنګه یی داسي انسانان شته ،چې هره لمحه هره شیبه یی په خپل حال باندی پام وي، خو څوک داسی هم وي چې د ګور کَن د کَلندونو په آواز راویښ شي ،لکه زما د دي شعرپه حواله چې د غربی عالم یوه لنډه وینا می په دي دوه بیتوکې راوستی :

څوک هر لمحې کې د دنیا له مکارۍ وي خبردار

څوک په آواز د کلندونو، د ګور کن کې شي بیدار

خو نن مونږ داسي غافلان ګورو چې د دغی پورتنیو ټکو د درک احساس ورسره نشته ، خو د دي با وجود د حیرانتیا خبره دا ده ،چی د داسي مطالبومضامینو په مفهوم او معنی هم نه رسی .او د زماني په سلګونو اشاراتو باندی نه بیداره کیږی .یعني غافل دنیا ته راځي او غافل مری .دومره د دي دنیا په ظاهری بڼه غولیدلي او تیروتلی دي چې په تش قدرت او مقام ځان ورک کړي .او داسي لویي کوی چې خپل عاجزی هیره کړي .نور خپل ځان نه ویني او په یو ساده بحث کې يی ډیر عادی او ساده خلک د دوی د کبر او لویی درک کولای شي ، د پوهي او معرفت خاوندان خو لا پریږده ، د ښمن له خوا به ترې کاذبه شخصیتونه جوړ شوی وي ، او سرمایه به یی د چور غلا د لارې پیدا کړي وي ، خو په بحث کې که ورسره ګډ شوی ،نو د خبرو څخه به یی داسي ښکاري ،چې مرګ د ده په خپل لاس کې دی ، او مرګ یی سره هیر وي  . چې زما دا شعر د دوی د حال سره سمون خوري چې د حضرت بیدل د دي شعر ژباړه هم ده :

یک قدم راه است بیدل ، از تو تا دامان خاک

بر سر مژګان چو اشک استاده ای هوشیار باش

 

آترڅـــو به په غرور کې یی لویدلی

په نشـــــو کې دقـــدرت یي لوبیدلی

خبر اوسه چې تر ګوره مزل لنډدی

لکــــه اوښـــکه، په بڼو یی دریدلی

خواجه عبدالله انصاری چې ډیر لوی عالم شاعر او متصوف دی او په فارسی ادب او په تیره د فارسی ادب په دنیا کې لوی مقام لري نو د ده په یوه څلوریځه کې د عاجزۍ د درک په هکله د اهل ذوق او عبرت د خاوندانو د پاره ښه پیغام په کې نغښتی دی دا شعر می ډیر خوښ دی .او د ډیر ورکوټوالي څخه می په ذهن کې ثبت دی .او دا شعر دی:

عیب است بزرګ برکشیدن خود را

وزجمــــــله خلق برګزیدن خود را

از مردمــــــــک دیده بباید آموخت

دیدن همه کس را و ندیدن خود را

«««««««««««««««««««««««

درنه چوپتیا ده ، په نظر کې د غافل په ادیرې کې

د عبرت رســــا غوږونه ،ترې نه اوري حکمتونه

نادر

تر دي لوی عبرت نشته چې ادیرې ته وګورو ،او په خپل حال نظر واچوو ،چې په دي درنه چوپه چوپتیا کې د عبرت غوږونو ته دا آواز راځي ،چې ګوندي مړي د حال په ژبه دا وایي :

چې تیریږې می له قبره په غرور او په خرام

دلته وګوره آیینــــــي کې د عبرت خپل انجام

نادر

په ریښتیا چې د عبرت په آییني کې کتل د معرفت څراغ په زړه کې روښانول دي .د نازک بینواو عبرت بینو سترګو له نظره که دي دنیاته ځیر شو. د څښتن تعالی د قدرت په وړاندي ، د خپلي عاجزۍ درک کول او دزماني د اشاراتو څخه درس اخیستل دا د صاحبدل او روښانضمیره انسانانو خاصه ده ، مړی ښخول او په تیاره ګور کې یي یواځي پریښودل دا هم د عبرت اندازه او عبرت بینو سترګود عبرت او انتباه د اخیستو د پاره بیدارونکی درس دی.خو د دي د پاره د لټون سترګي او د عبرت اوریدونکی او شنوا غوږونه په کار دي .د عبرت خاوندان په خپل عبرت اندازه نطر کې د ګل د هر پاڼی د توییدو څخه دا څو کرخي د عبرت راټولوی .

هره پاڼه چې دګل څـــــــــــخه تویږي

صاحبدل په خپل انجام باندی پوهیږي

نادر

ځکه په هره پاڼه هر ښاخ کې ،لنډه یي دا چې په خس وخار کې د عبرت ټکي پراته دي .

هر ورقی د ګلشن کې ستا حــکمت دی

د بلبلو په ثنــا کې ستــــــــا صفت دی

په نظر د عبرت بین په دي چمن کې

هره پاڼـــــه یي ، دیوان د معرفت دی

نادر

خو دلته د رڼو سترګو خاوند په کار دی ، چې  په اړخونو او ماحول په خلاصو سترګود معرفت له دریچی څخه نظر واچوی .

د رڼو ســــــترګو خاوند دلته په کار دی

چې اسرار د دي چمن ورته ښکاره شي

نادر

او یا دا چی :

د عبرت نښي به ډیری ورښکاره شي

چا چې سترګي دي پرانیستی د لټون

 

د عاجزۍ د درک د پاره ښه لاره ، دا ده چې انسان لمړی خپل ځان د معرفت په جامه او زیور سمبال کړي ،او له دي لیارې خدای تعالی ته هم نژدي کیدای شي .لکه د فارسي  د دي شعر په مصداق سره :

چو شمع از پی علم باید ګداخت

که بی علم نتان خدا را شناخت

ځکه دا یواځینۍ لاره ده چې انسان د خپل عاجزۍ درک کولای شي . د معرفت خاوندان هره لمحه ،هره لحظه ، او هره شیبه خپل حال ګوري . لکه هره شیبه چې یی مرګ نژدي وي ،او د اجل په انتطار وي ،او دا حالت هم انسان ته بصیرت بخښي ،او بصیرت یی ورزیاتوی ،او دا موضوع دردمند شاعر رحمن بابا چې په فاني د نیا باندی ترټولو فلسفیانو زیات فکر کوی ،او په خپل هر شعر کې د فاني دنیا د مکارۍ او بی وفایی څخه سر ټکوی .نو په خپل دي شعر کې د فاني دنیا د سست بنیادۍ په هکله د معرفت د خاوندانو د پاره ستر پیغام لري . داسي وایي :

زه له دي دنیـا نه ،تلونـــۍ په شــــــــتاب یم

لکه پاڼه د خــــــزان پښـه په رکـــــــــاب یم

که هزار آبادی کـــــــــړمه په جـــــهان کې

غرض دا چې نهـــایت خـــــــانه دخراب یم

که می اصـــــل د حیات ، لـه اوبـــــــو دی

بیا خو داچــــی د اوبو په ســـر حــــباب یم

دا جهان قصــاب خانه کړه خــــــدای وماته

پا بســـته ولاړ ، په غـــــــولي د قصاب یم

چې د خـدای د مــعرفته خـــــــــــــبر نه یم

معلومیږي چــــــې یا دیــو یم ، یا دواب یم

که صورت می د سړي دی زه یی څه کړم

په معنی کې د چهـــــار پایو، په حساب یم

لکه بت چې ، په رڼو ســــــترګو ویده وي

هسي زه په بــــیدارۍ کې ،وړی خواب یم

دا د رحمان با با ژړا ده په خپل حال باندی ،چې ظاهرأ خپل ځان ته خطاب کوي ، خو داسي د معرفت په صاحبدلانه وینا کې راپیچي چې هر دمعرفت خاوند د عبرت په دي هنداره کې ځان ویني .او هم د عبرت د خاوندانو د پاره ډیر یو ټکان ورکونکی نقش لوبوی .رحمان با با د دنیا د بی وفایی نه لاس په سر او هومره ژړه غونی دی ،چې خپل یو بیت کې داسي وایي :

په خندا کې مي ژړا ده ، لکه شمع

له عالمه پټ پنهم ، د ځان په وير یم

او بل ځای د غافلانو د پاره چې فکر کوي ،چې تل تر تله به ژوندي وي ، داسي وایي:

چې په نور څـــــــه پوري زړه تړي بی خــدایه

څه دي زده چې دا به ځایی  کړی، که بی ځایه

داخـــونشـــــــته چــــې به تل تر تلـــــــــه پايي

که بیا پایي، خــــو تر ســـــلو کــــــــــــالو پایه

که دي ســــل کاله شــــي عمر خو به تیر شي

دغـه پســــــــه به بیا څــــــه کړی ، راته وایه

سم دلاســـــــه چـــــــاری نشـي ، مرد هغه دی

چــــې بیدار وي ،له غلــــــــیم و تـــه له ورایه

ته په اصــــــل کې سړی یی ، څــاروی نه یی

د چـــارپایو ، چـــــاری مـــــــه کوه ، دوپــایه

وړاندی ســـــرای لــــره توشـــه تړه ، رحمانه

څو سفر دي کــــړی نه وي ، له دي ســـــرایه

بل ځای هغه انسانانو  ته چې ، غفلت ،لویي او تکبر یي د عبرت سترګي ړندي کړي ،او ځینو ته په خوار نظر ګوري .داسي انسانانو ته وايی :

ته چې هر چاته په خوارو ســـــترګو ګـــــوري

لا ړومبی ، به ستا صورت په خاورو خوار شي

هغه زړه به له تــــوفانه ،په امـــــــــــــــــان وي

چې کشـــــــــتۍ غوندي ، دخلکو بار بردار شي

***************************************

او یا دا شعرد رحمان با باچې وایي:

چې مدام یی ، د سنجاب د پاسه خوب کړ

اوس په خمـــکه بی بستره ، بی بالین شو

د رحمان خاطر به ولي ، پریشان نه وي

چې پریشان ورڅخه ، جمع هم نشین شو

معرفت خاوندانو ته دا پاتي چې په خس و خار باندي وژاړي ، یعني د هر څه درک وکړي،یعني خپلي د بصیرت سترګي پرانیزی، او خس او خار هم بی حکمته و نه ګڼي ،لکه څرنګه چې حضرت ابوالمعاني بیدل په دي شعر کې داسي وایي :

تا چـــــــند به هر مرده و بیمار بګریم

وقتست ، به خود ګریم و بسیار بګریم

زین باغ ګذشـــــتند ،حریفان به تغافل

تا من به تمــاشــای ګل و خار ،بګریم

بربیکســیم ، رحم نه کردند رفیـــــقان

فریاد به پیــــش کی ، مني زار بګریم

اګر که د رموزاتو لیدل او اوریدل هم هم هماغسي د عبرت شنوا او محرم غوږونه غواړي ، هر څوک دا پیغام نه شي اوریدلای ،لکه څرنګه چې حافظ علی الرحمه وایي:

تا نګردي آشنا ، زین پرده رمزی نشنوی

ګوش نا محرم نباشد ، جای پیغام سروش

او دا د علم خاوندان دي چې دي دنیا ته په فلسفي نظر ګوري او د علم او حکمت په پوهیدو سره د رموزاتو د پوهیدوخواته لاره پیدا کولی شو

،نو مونږ ته په کار ده چې د ژور سوچ  څخه کار واخلو ،او خپل مسوولیتونو ته ځیر شو .او په فاني دنیا کې په داسي یو حالت کې اوسو .چې ګواکي هر لحظه هر لمحه ،د رفتن آواز په مونږ کیږي ،

لکه دا دوه شعره :

بی خـــــــــبره یو شیبي کې ، له فاني دنیا یم تلونی  

په خپل حال باندي مي پام دی ، ځکه یمه ژړه غونۍ

نادر

«««««««««««««««««««««

په وجود کې روح او تن راته ژړیږي

اشارت چې د رفتن راباندی ، کیږي

نادر

خبر دار له خپله حاله وي ، مدام

چې د زړه په سترګو چا ولید انجام

نادر

ډیر د بصیرت خاوندان دي ، چې په رڼو سترګو او شنوا غوږونو عالم فاني ته ځیر دي ، لکه زما دي شعر کې

له لويی او له غروره بصــــیرت کړمـــــــــه جــــــلا

له صحرا نه ، دامـکان یي کړم ، عـــــــالم ته د معنی

کرامت او بزرګي ، راته هلــــــــــــــته شـوه حـاصله

چې خیشتی می ، دخپو خاوري کړي ، د عجز په ژړا

د عبرت خاوندانو د فاني دنیا څخه همدا درس اخیستی ،ځکه د حال خاوندانو او ټولو د معرفت خاوندانو چې لږ علم هم ورسره وو ،د خپل عاجزۍ درک یی کړی .ځکه کله په عاجزی درک او په خپل عجزی پو هیدل هم د عبادت نه کمه نه ده و

لکه زما د دي شعر په مصداق :

کله کله په خـــپل عجز باندی نظر

په حالت د هر انســـــان کوی اثر

بزرګانو لدې ،لیارې نه و هر کله

په حــــــریم د ولایت کړی ، ګذر

بده به نه وي چې دا د فارسی څو بیته ، د پروین اعتصامی د مزار د ډبری څخه رانقل کړم ،چې ډیرو پوهو خلکو او د معرفت او حکمت خاوندانو دا شعر خوښ کړی .

او بیدارونکی پیغام په کې پروت دی:

بیند این بســـــــتر و عبرت ګیرد

هرکه را چشم ، حقیقت بین است

هر که باشی و ،ازهر جا برسی

آخرین منزل هســــتي این اســــت

آدمی هرچــــــــــــه توانــګر باشد

چو بدین نکته رسد ، مسکین است

اندر آنجـــــــا که قضا حمـــله کند

چاره تســلیم و ادب ، تمکین است

زادن و کشـــــتن و ، پنهان کردن

دهر را رســم و ره ، دیرین است

خرم آنکـــس ،که درین محنت ګاه

خاطری را ، سبب تســـکین است

نو که د روح په بڼ کې سیر د عالم معنی کوئ،نو په رڼو سترګو په خپل حال نظر واچوئ ،ځکه د معنویاتو ګنج په تکبر ،لویي ، او ځان خانۍ کې لاس ته نه راځي ،په خپل حال نظر کول انسان دمعنی و خواته راکاږي .یو قدم د ځان ځانۍ څخه راوتل او عاجزی اختیارول ، معنی دا چې خپل ضمیر روښانول دي ،په خپل حال نظر کول هم د عبادت نه کمه نه ده ،ځکه ډیرو د عاجزۍ د لارې نه د معنویاتو د عالم وخواته لار موندلی ، که انسان ځان ځانۍ کې ډوب شو ،نو خپل ځان یواځي ویني نو هیڅ هم نه شي لیدلای ،

په پای کې

زما د یو شعر یو څو بیتونه دي چې د دي لیکنۍ سره سمون خوري ، او وینا ته هم بلاغت ورکوی دا لوستونکو ته وړاندی کوم،

تر څــــــــــو به سپړو، د یو بل عـــــیبونه

خپل آیینــــــي کې ،ځـــان کــتل دي په کار

لویي ګـــــــذار کړو ، د ذلــــــت کندی، ته

په خپل حالـــــــت باندی ، ژړل دي په کار

هر قدم مخي ته ، عـــــــبرت نښـــــــي دي

لږ په رڼو ســـــــــترګو، لیدل دي په کـــــار

له مکــــــارۍ د دي دنیـا یو ، غــــافــــــــل

لدې غفلـــــــــــــــــته ، راوتل دي ، په کار

چې په اسرارو باندی ، سر مو شي خلاص

په رموزاتـــــــــو ، پوهیــــدل دي ، په کار

نادر

-
بېرته شاته