Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
روښانه ستوري
چـې دا زمــکــه د وطــن مــې پـاس اسمان دی ځکــه سـتـوری مـې ځــلاند د هــر افــغــان دی په اســـمـان کـې کـه د ســتـورو کـهکشان دی دا زمـــونــږ سـتـوری کـبـیـر دی هـم تابان دی هــای تـوبه د مرګ اوازه خدای دی ورک کړه چې پـه مـړیــنـه کــې سـتاڅــه ګـټـه تاوان دی څه مې لوړ دی څه سپوږمۍ څه مې ستوري پـښـتانه پــوهــان هـــر یـــو مې لکــه ځان دی رقـــیــبانــو ویــل پــښـتون په شـمـیـره لـږ دي اوس دی وګــوري چې ډک تـری نه جهان دی لکـــه ســتوري پـکــې ځــلــــنـــده ځــلـــــیــږي واشـینـګټن دی کــه لـنـدن دی کـه الـمان دی مــرګ ئــې هــم تـــیـارو کــې نــشـي ورکــولی دهـــر یــــوپـــښــتون پـــه قـــبـر چــراغـــان دی پــښـــــــتـانــه ور کــې دلـــــردي کـــه دبـــردی پـــیـښوردی کــه کابـل دی پـه مــاګـــران دی خــدای دی نه کانـدي چـې لـراوبــر جداشي په روانــه هــــــره کـــــډه مــې خــــــفـګان دی دغــه تـلـــي کـــه راغـــــلــي افــــــغــانــان دی هـــر ښـــاغــلـــی لکـــه خــوږ راته جـانان دی پــښــــتـانه دی د دهــشـت نه پـه امــــان شی د ودود اشــــــنــغـــري دغـــــــــه ارمــــان دی
Wadoud Ashnaghari