بابړه
[14.Aug.2020 - 14:12]بابړه ، د پښتنو سیاست او د پښتنو د ازادئ جدوجهد .
——————-
تاریخ خو دادې چې انګریز تقریبا یو نیم سل کاله د پښتنو په علاقه پاتې شوی او دغه ټول وخت د انګریز د پښتنو سره په جنګونو کښی وتلې ، لکه مثال د ملاکنډ جنګونه د امبیلې جنګ ، د چترال جنګ ، د فقیر اییی او د ترنګزو بابا جدوجهد ، لومړې ، دوئم او دریم افغان انګلو جنګونه .
د ډیورنډ د فرضی کرښې نه ښکته دغه جنګونه تقریبا ۲۶ کاله پس د موجوده پښتونخوا پورې محدود شو او هم دغسې د خدای خدمتګارو په شکل کښی د پښتنو جنګ په سیاست کښی بدل شو ، د پښتنو د دغې وسلوالې مبارزو نه واخله د سیاسی مبارزو پورې یو مثال داسې نه میلاویږی چې مونږ ووایو د پښتنو دغه جدوجهد ، مبارزه ، ستړې او کړاونه د پاکستان د پاره وو . بلکې دغه ټولې مبارزې د پښتنو د خپلې ازادئ د پاره وې .
په تاریخ کښی داسې یو شحصیت د پښتونخوا د خاورې نشته چې هغوی د پښتنو نمائنده ګان هم وو او د مسلم لیګ نمایندګی یا د پاکستان د پاره یی جدوجهد د پښتنو د سیاسی بینر د لاندې کوو .بلکل داسې خلګ ضرور وو چې هغوی د پښتونخوا نه د پاکستان د پاره سیاست کوو خو حقیقت دا وو چې هغوی ته به انګریز پروټوکول ، پیسې او سیاسی لارې چارې ورکولی خو د هغې باوجود ددغه خلګو د پښتنو په جدوجهد کښی یا په ټولنېز ژوند کښی هیڅ کردار نه درلود ...
لکه په مثال
د پاکستان په نصابونو کښی پښتنو بچیانو ته انجکشنې لګولې کیږی چې صاحبزاده عبدالقیوم خان عظیم لیډر وو ، کله چې برطانوی هند په لومړی ځل د ۱۹۳۵ ایکټ لاندې د انتحاباتو اعلان وکړو نو د صوابۍ د خاورې نه سر صاحبزاده عبدالقیوم د انګریزانو په ملاتړ سره د خدای خدمتکار عبدالعزیز خان کاکا د لاسه شرمناک شکست وخوړ .
یواځې صاحبزاده عبدالقیوم خان نه بلکې د هغه سره نور د انګریز منتحب کړی شوو نوابانو او خانانو ته د پښتونخوا پښتنو د خدای خدمتګارو په لاس بدترین شکستونه ورکړل چې د هغوی ګوډاګیانو نامې دا دی ،
نواب سر صاحبزاده عبدالقیوم
نواب محمد مظفر خان —- بنو
نواب زاده اله نواز خان __ ډیره اسماعیل خان
نوابزاده محمد سید خان
خان بادر سعدالله خان ( لینډ لارډ )
خان بادر محمد زمان —- هزاره
خان صاحب اسد الله خان —— ډیره اسماعیل خان
خان صاحب عبدالمجید خان —- هزاره
خان صاحب راجه عبدالرحمان ——هزاره
او خان صاحب محمد عطائ خان —— هزاره .
او دغسې یو ځل بیا خدای خدمتګارو د انګریز ګوډاګی مسلم لیګ ته د ممبۍ لاره وښودله او د ټولې صوبې نه یی صفر نشستونه واخستل او د شرمناک شکست سره مخ شو
د ۱۹۳۷ انتحاباتو نتیجه
د صوبه سرحد ټوټل ۵۰ نشسته ۱۹ نشسته خدای خدمتګارو د کانګریس د بینر لاندې او مسلم لیګ صفر نشستونه
د ۱۹۴۶ د الیکشن نتیجه ټوټل نشست ۵۰.
خدائ خدمتګارو ۳۰
مسلم لیګ ۱۷
جمعیت العلما ۲
اکالی دل ۱
همدا زمانه وه چې په یورپ کښی دننه د نازییانو حکومتونه ختم شوی وو او روسی کمیونزم . د مغربی کیپټلزم سره په ټکر کښی وو نو برطانیه هم دغه جنګونو کمزوری کړی وو او د هندوستان نه یی د وتلو لار کتله خو هغوی دا خطره محسوسه کړی وه چې زمونږ د وتلو نه پس به کمیونسټ روس د دنیا دغه د ټولې نه اهم یعنی جنوبی اسیا ته به ورسیږی او دغسې به زمونږ په راتلونکی وخت کښی په مشرقی دنیا اثر رسوخ او تجارت ختم شی نو د یو ګیری سن ریاست جوړولو د پاره یی د کار شروع کړی وو چې دغه ریاست د جنوبی اسیا په مینځ کښی یو بفر زون وی چې نامه یی د مخکښی نه پاکستان تحلیق شوی وه نو هم دغه وجه وه چې د خدای خدمتګارو په مینډیټ پښې کیښودلې شوی او د پاکستان سره یی د الحاق په حق کښی د ریفرنډم تابیعه وکړه او د هغې نه یی د پښتنو د وطن پښتونستان اپشن د مینځه دوړه کړو وجه دا وه چې د پښتونستان په موجودګئ کښی د روس خلاف بفر زون جوړول مشکل وو .
خدای خدمتګارو دا ونه منله او د ریفرنډم بائکاټ یی وکړو
د صوبه سرحد (پښتونخوا ) ریفرنډم
په دغه ریفرنډم کښی نه ۷ قبایلی ایجنسۍ بشمول ملاکنډ ، ریاست سوات ( بونیر ، شانګله ، دیر ، امب بلکل نه وو او په ۶ ضلعو کښی د ریفرنډم تابیعه وشوه چې کل بادی ۵۳ لاکه وه رجسټرډ ووټ ۵ لاکه د پاسه او ټوټل ووټ ۳ لاکه
او بیا هم د انګریزانو د درغلۍ او ټګئ باوجود د پاکستان په حق کښی ۵۰٪ ووټونه صرف په شپږو ضلعو کښی وغورځیدل چې دغه ضلعو د تمامو پښتنو نمایندګی هم نه کوله .
بحرحال پاکستان یی جوړ کړو او د هندوستان نه راغلو مهاجرو د برطانیه د یو انګریز چې د پاکستان د فوج لومړی چیف اف ارمی سټاف General Sir Frank Walter Messervy په مشرئ کښی د هندوستان نه راغلی مهاجر ، محمد علی جناح ، لیاقت علی او د هغوی نورو هندوستانی مهاجرو ملکرو باچاخان ، ولی خان او د هغه نور ملګری جیلونو ته واچول او د صوبې حکومت یی غیر قانونی طور ختم کړو او د کشمیر نه راغلی خان قیوم یی د پښتنو په وچ کلک زور وزیر اعلی کړو .
ددغې غیر قانونی عمل په خلاف پښتنو احتجاجی لاریون وباسو او چې د بابړې مقام ته ورسیدل نو د برطانوی General Sir Frank Walter Messervy ، د هندوستان د مهاجر محمد علی جناح ، لیاقت علی په حکم په دغه جلوس په بې رحمانه طریقه ګولې وچلیدلې او څه د پاسه ۶۰۰ یی شهیدان کړل او د زرو د پاسه زخمیان چې پکښی ښځې او بچی هم شامل وو.
د مسلم لیګ سره تر ټولو زیاته ویره دا وه چې د پښتنو خو نه زمونږ اسلام ومنو او نه قران او بیا هم د باچاخان ملګری دی او د راروان پښتون سیاسی طاقت د ویرې یی په بابړه کښی خپله ویره د مدام د پاره ختمه کړه ..
څه وخت پس د پښتنو نسل ته پښتانه مشران د نصاب د لارې غداران شو او دا دوکه تر ننه روانه ده چې پښتنو د پاکستان په حق کښی ووټ ورکړی ،،
د بده مرغه د بابړې نه پس د پښتنو د سیاست ډایرکشن هم بدل شو او دغه بدل ډایرکشن یوه حلا پیدا کړه او هغه حلا د برطانوی اسټبلشمنټ نه پاتې خلکو په خپلو ګوډاګی ګوندونو پوره کړه او د پښتون نیشنلزم بیخ یی پرې وباسو او دغسې د خدای خدمتګارو په کوښښونو د تیارو نه راوتې پښتون د تباهئ په یو داسې ډګر ودریدو چې د انګریز هغه وارثانو پسې د خپلو ذاتی ګټو د پاره د نړئ د ګوټ ګوټ نه ټوپکمار راوستل او د نړئ جنګوونه یی ورله کور ته راوړل خو پوه نه شو ..
ځکه د سیاسی پوهې د کمی او د خپلو مفادو نه نا خبره وو
زه به خپل پوسټ د نورالبشر نوید صیب په دې نظم ختم کړم
لکه مستی چې د شراب نه ووځی
لکه معنې چې د کتاب نه ووځی
ستا د وجود نه ساه ختل داسې دی
لکه غورځنګ چې د دریاب نه ووځی
د باچا خان روح ته جنت کښې وایه
د پښتنو په کور کښې جنګ کیږی
اوس دې د ګل د تخم خوی بدل دې
ستا د سپرلی خاوره کښې بنګ کیږی
د شیشم باغ اونو کښې جالې نشته
او ستا زیارت کښې مینجور نه کینی
په تاؤده زمکه ورختل ګران دی
اوس په کابل کښې پیښور نه کینی
د پښتنو بابا ته دا ووایه
د مارګلې کرښې دې ورانې ښکاری
چې چا به ستا په تاریخ فخر کوو
هغوی ته ستا خبرې ګرانې ښکاری
د ابدالی تُوره چا پټه کړله
د پښتنو د سر پټکی ورک دې
مُلا د خدائې په نامه پوزې پریکړې
د ملالۍ نه میخکې ورک دې
چې خاموشۍ ئې ماتولې د وخت
هغې میګونو خلو کښې شور چپ شو
د اباسین د غورځنګونو بهیر
لکه د ستړی په لاهورچپ شو
اسلام آباد راله رانجه پورې کړی
خو په سرونو راله خاورې نولی
ماله خپل نوم د شناخت نه راکوی
په تاریخونو راله خاورې نولی
ستا د وطن غرونه د زاڼو ډک شو
ستا د سُورسترګې شهباز سترګې ګل شوې
ستا په زمرو پرکالی داسې زور شوه
ټولې ستانې دې د پردې غوبل شوې
د سر دریاب چپې دې غریو نیولې
د ناګمان د ارمان مخ شین شو
د هشنغر خاوره دې زوز ټوکوی
د صوابۍ د مردان مخ شین شو
د پښتنو سیاست نوې دې اوس
د دوړو ډک دې زوړ تصویر پروت دی
ستا د کابل نه تر خیبره پورې
د پښتنو څټ ته زنځیر پروت دې
ستا د لوئې کټ نه غریبان پاڅیدل
ستا په حجره کښې نوابان ډیر شول
ستا د ښاغلو نه خپل نیت هیر دی
ستا په جومات کښې امامان ډیر شول
زما بابا ته ښه ریښتیا وایه
ستا د څادر نه څوک زونډی پریکوی
ستا د وطن غربت په دې پټوی
ستا د زلمو نه څټوکی پریکوی
د انقلاب رهنما کور اوده شو
انقلابیانو ځان له مخ تور کړو
د نظرېې د سبقونو اُستاذ
په کتابونو باندې بل اور کړو
زما شاعره خپل بابا ته وایه
ستا د پښتون نه بګیلې جوړ شو
د پښتونخوا د وظیفې باوجود
ستا د یو خان نه کشمیرې جوړ شو
ستا د لوئې ښار د سرماېې دلالان
ستا د ناموس د پګړۍ ول پرانیزی
ستا د تاریخ ستا د تحریک وارثان
ستا د کاله تړلې غل پرانیزی
د اکوړی میدان له سوړ نه دی
لکه خوشحال به باچاخان یادوی
د هشنغر جاګیر به نه غواړی خو
هریو پښتون فخرافغان یادوی
د مچ د جیل خټک هم ستا پشان شو
لکه لاله په زړه کښې داغ ګرځوی
ستا د خاطره چپ دی هیڅ نه وائی
اوس هم جولې کښې ولی باغ ګرځوی
ستا د دومې نه بل ملنګ پاڅیدو
د پښتو زوړ کچکول دی بیا خالی شو
د پښتنو رباب دې بیا مات شو
یو نر غریب مئین دې بیا سوالی شو
د بیټ نیکه دعا دې بیا ښیره شوه
لښکر لښکر پښتانه بیا مات شو
د بیلتانه خواسړې ډیرې وشوې
ټبر ټبر پښتانه بیا مات شو
امیر یوسفزی