ډیورند کرښه
[14.Aug.2020 - 14:15]میرزاعلي خان (ایپي فقیر): د ډیورنډ کرښه 60 ګزه ده . 35 ګزه تورخم او 25 ګزه سپېن بولدک دی.
په ۲۰مه پېړۍ کښې ایپي فقیر په وزیرستان کښې د انګرېزانو په مقابل کښې پاڅون او مبارزه وکړه- په وزیرستان کې یې خپلواک پښتونستان اعلان کړو.اوس له وزیرستان نه د منظور پشتین تر مشرۍ لاندې دپښتون ژغورنې غورځنګ راټوکېدلی. دمشر منظور پشتین ملاتړ په هر پښتون او پښتنې فرض او ستر جهاد دي.
...........................
شمالي وزیرستان په 3 سب ډویژنونو او 9 تحصیلونو (علاقه داریو) وېشل شوی دی. د میرانشاه په ډویژن کښې مرکز میرانشاه، غلام خان او دته خیل تحصیلونه دي. دمیرعلي په ډویژن کښې میرعلي، سپین وام او شیوه او د رزمک په ډویژن کښې پخپله رزمک، دوسلي او گړیوم تحصیلونه شامل دي. شوال په ۲۰۰۳ ز کال کښې د ېوه بېل تحصیل په توګه منځ ته راغی.
سویلي وزیرستان په 3 ډویژنونو کښې 8 تحصیلونه (علاقه دارۍ) لري. د واڼه تحصیل کښې مرکز واڼه، برمل او توی خوله، د لادا په ډویژن کښې لادا، ساړه راغه او مکین او د سرویکي په ډویژن کښې پخپله سرویکي او تیارزه تحصیلونه شامل دي. واڼه دسویلي وزیرستان مرکز دی.
رزمک، شوال او میرانشاه د شمالي وزیرستان او واڼه، ګاڼیګروم (شوره)، شکی، مکین او لادا د سویلي وزیرستان مشهوري سېمې دي.
( وزیرستان وروستی تمځای27مخ)