جومات کښې فاتحه
[14.Aug.2020 - 14:39]جومات کې فاتحه او قاري ته د تلاوت اجوره حرامه ده:
جومات نه پخلنځی جوړول نه دي په کار:
ــــــــــــــ
د استاد عزیزي یو مضمون چې څه موده وړاندې یې لیکلی او خپور کړای و د اهمیت له پلوه یې زه پښتوته په تخلیصي بڼه را اړوم هیله ده چې د مضمون حق مې ادا کړی وي .
ــــــــــــ
مسجد یا جوما ت اسم مکان دی ، اوجومات یوازې د لمانځه او دلمانځه ورته مسائلو لپاره وقف وي لکه تعلیم او تعلم ، همدارنګه د وعظ، نصیحت او پوښتنه ایږني ځای دی چې په پنځه وخته لمانځه د جومې او د اخترونو په لمانځه کې یو بل وګورئ او د خیر احوال یې واخلئ ‼
ګرانه‼
په یاد دې دي چې کله جومات ته راغلی یاست ،؟
که را غلي یاست ایا ځیر شوي یاست چې جرابې مو بوې نه کوي ؟
ایاځیر شوي یاست چې تخرګونه مو بوې نه کوې ؟
ایا جومات ته په راننوتو سره مو زړه د شیطاني وسوسو سپيځلی کړی که نه ؟
کبر ، غرور ، شیطانت ، بدبیني بخل، غیبت او عصبیت نه مو زړه پاک کړی که نه ؟
پوهیږم چې د پورته پوښتنو ځواب نه لرې، خو ددې سره سره مو له جوماته د فاتحه خوانۍ صالون جوړ کړی دی چې هیڅ مشروعیت نه لري ، په کارده چې په جومات کې علمي او فرهنګي کانفرانسونه ونیسئ، خو تاسې ورته قاري په اجاره اخلئ او تلاوتونه پرې کوئ او له جوماته مو پخلنځی جوړ کړی .
له مانه دا ناروا نه شي ، او زه د عامو عامه او دخاصو یوه ځانګړې هیله لرم چې د جومات په هکله لاندې اصول مراعات کړي:
۱: ټول روغتیايي اصول مراعات کول، ځاني پاکوالی د جرابوپاکوالی ، د تخرګونو پاکوالي او د خولې پاکوالې ته دې ځانګړي پام وشي.
۲: په جومات کې د پاتیاګانو روانه بڼه هیڅ شرعي نه ده ،هیڅ عالم یې نه شي روا ثابتولی دا یو افغاني عرف دی.
د تسلیت مجالس باید دمتوفی په کاله او یاکوم بل صالون کې ونیول شي ، او دا لړۍ دې جوماتونو کې ودرول شي .
۳: په پاتیا کې د قران لوستل دقران سره بې ادبي ده ،مړي ته هیڅ ګټه نه لري ، خاصتا چې کله ورته قاري په اجاره واخیستل شي ، چې قاري او د پيسو ور کونکی دواړه سخت ګناه کار دي او ددې معصیت مخه نور ه ونیسئ ‼
۴: او ژمنه وکړئ چې د اجاره شوي قاري پسې تراویح وه نه کړئ مګر داچې امام خپله حافظ وي او له جوماته معین معاش ولري
۵: او ژمنه به کو ئ چې له جوماته به پخلنځی او د ډوډۍ خوړلو صالون نه جوړوئ ، او جومات به په دې نوم اجاره هم نه ورکوئ‼
.....
ویانا اپریل ۹ دوه زره م کال