(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ژوندی ضمیر

[19.Aug.2020 - 16:17]

ژوندے ضمير 

افسانه 

همدرد يوسفزے  

-------------------------

د رابعې دا څلورمه رشته وه چې هلک کور والا به د ليدو نه پس خبر راولېږو چې مونږ ستاسو د لور دغه رشتې ته سمے نشته .وجه به څه وه رابعې په رغوڼه کښې بد رنګه هم نه وه . نرې نرې شونډې ، د رنګ نه سپينه خو نه وه ولې توره هم نه وه . غنم رنګې وه . په وجود جوړه موټه وه او د ټولو نه غټه خبره دا هم وه چې د فائين ارټ ګريجويټ وه. د رنګونو په امتزاج هم پوهيده او د فن د باريکيو نه هم خبر وه او څنګه به خبر نه وه د هغې پلار د دغه سيمے لوے اديب شاعر ؤ . په وړمبنو وختونو کښې چې د رابعې بابا لا هلک ؤ نو د قامي سياست يو لوے نوم هم ؤ . خو ورستو چې د ډوډې د ګټلو وخت شو او هغه په يو سکول کښې استاد شو نو عملي سياست نو خو قلار شو خو فکري سياست يې تر ننه هم داسې تاند په ذهن او زړه کښې په غورځنګ ؤ . سعيد وارث بلا ډېر کتابونه ليکلے ؤ . لوے لوے مشاعرو صدراتونه به يې هم کول خو چې د سکول د استازې نه ريټارډ شو نو بيا يې ګير چاپيره د شاعرانو د چاپلوسۍ او سازشي ذهنونو زړه مات کړو او راغے کور کښې ګوشه نشين شو . خو دا وه چې خپل ادبي ليک لوست ته هم هغه شان په جذبه کښې ؤ . د ادب سنجيده حلقو کښې د هغه اهميت او ارزښت ، درناوې هم هغه شان ؤ . کله کله به يې دغه سنجيده ملګري کور کلي ته راچکر شو

تيرو څو کلنو نه هغه دغه يو غم په زړه کښې ساتلے ؤ چې رابعه د خپل کور ميرمين شي نو د زړه بوج به يې سپک شي . مرګ او ژوند څه پته لګي رابعه د سعيد وارث يو لور وه . نور اولاد خداې نه ؤ ورکړې . د رابعې مور د مرګ دا شاهد دولسم کال ؤ

سعيد وارث به سوچ کوو چې زما لور کښې به څه کمے وي . چې خلک رشتې له راشي خبره راسره اوکړي او بيا يک دم جواب اوکړي چې مونږ دغه رشتې ته تيار نه يو .شاهد چې د هغه د کور نه د خلکو د جهيز تمه وي او زه دومره توان نه لرم چې دومره جهيز ورکړم . او دا رشتيا هم ؤ چې وارث پنشن کښې بس د دغه کور ګزاره روانه وه بيا د رابعې د مور په علاج چې څه لټه غوټه وه هغه هم ختمه شوې وه .

دغه فکرونو سوچونو کښې به کله کله هغه ډير دلګير شو . رابعه هم په دې پوهه او خبر وه خو هغې ته دغه احساس به هغه وخت نور زړه راډک کړو چې پلار به يې کله کله داسې په اوږد سوچ کښې اوليدو

د کتابونو د رائلټۍ نه هم هغه خبر نه ؤ بيا وارث د يوې علاقائي ژبې شاعر ؤ د هغه کتابونو يو دوه ايډيشنو نه به هغه څه پېسې ګټلې وې

تېر کال چې د هغه يو شاګرد چې د دغه سيمې کمشنر ؤ هغه ته وې چې تاسو نوم به دا ځل ايوارډ ته ضرور لږم او هغه کميټۍ کښې مې ملګري هم شته . ګوره دا ستا حق جوړيږي تا دومره خواري اوکړه دومره ادب دې تخليق کړو راتلونکې نسلونه به په تا وياړ کوي

وارث هغه ته په کلکه وئيلي ؤ چې ګوره زه د يو داسې فکر سړئ يم چې ستا د سرکار په کتابونو کښې به چرته هم زما نوم صفا نه شي . بله خبره دا ده چې ما تل د خپل ضمير اواز ليکلے دے او دغه اواز چرته هم ما ته ستا د سرکار د ايوارډ په معياراتو کښې نه شي شميرلئ . مونږ چې د خپل سياسي اختيار خاوندان نه شو نو تر هاغه داسې خبرې کول هيڅ ګټه نه کوي . زما وطن زما خاوره نن هم د څو بادارو په لاسو کښې ده دغه سيندونه ، غرونه ، پولې پټي ، معدن ، دا هر څه چې مې د قام شي نو بيا د څه غم او ما خپل ټول ژوند هم د دغه فکر نه زار کړو .کمشنر صاحب بيا هم د هغه د دغه خبرو باجود کوشش کوو چې هغه دا ځل خامخا ايوارډ واخلي . او د هغه په شا د هغه سوچ هم دا ؤ چې دا دومره خودداره سړے دے چې دې به هيڅ کله هم چاته لاس او نه نيسي . که د دغه ايوارډ سره د نهه لس لاکه روپې ورته ورکړې شي نو څه نه څه ژوند به په ارام شي

د وطن سياسي اړې ګړې هم هغه شان روان ؤ . سرکار د خپل فکر خلاف ټول خلک د خپل اعلي رواياتو په رنګ هم هغه شان ځورل. کړول ، ډبول او شکنجه کول . د قامي سياست کوونکو خلکو ژوند د عذاب نه ډک ؤ . وارث به چې دغه خبرونه په اخبارونو کښې کتل نو لا به دلګير شو

تازه تازه د قامي غورځنګ ګوند بلا شے کارکنان د جيل د تمبو شاته ؤ . د فکر او سوچ په ازادۍ قدغنونه ؤ . خو د دغه دلګير دلګير. ماحول کښې د د وارث د پاره د خوشحالۍ خبر دا ؤ چې دا ځل د رابعې رشتې له چې کوم خلک راغلي ؤ هغوي ته دا رشته منظور ؤه . او تر ډېره حده هغوي پلار او لور مطمين يو . ځائ هم ښه ؤ

رابعې سره دا فکر مل ؤ چې زه واده شم نو د بوډا پلار خدمت به څوک کوي . خو دغه فکر سره سره د غر هومره دغه ژوند يوازې تيرول هم اسان نه ؤ .دا ځل چې سرکار د قامي ګوندونو په احتجاجونو کوم ردعمل ښودلې ؤ هغه د وطن جمهوري سياست پلويانو ته هيڅ هم د زغملو نه ؤ . هره ورځ جلسې ، جلوس ، مظاهرې پيل شوې . سياسي کارکنانو نه جيلونه ډک شو .

څو مياشتې هم داسې تېرې شوې .يوه ورځ چې سحر سحر وارث اخبار سرخيانو کتلو کښې بوخت ؤ نو هر خبر به د هغه زړه ارې ارې کړو . د هغه د ګوند په لسګونو مشرانو باندې د بغاوت او غدارې مقدمې پيل شوې وې

د جلسو او جولسونو وينې وينې عکسونو نه اخبار ډک ؤ . د اخبار په دريمه صفحه يو دوه سرخۍ خبر دا هم ؤ چې ممتاز اديب شاعر دانشور سعيد وارث د لوے سرکاري ايوارډ د پاره نامزد شو . خبر کښې لاندې ليکلي ؤ چې دغه ايوارډ د هغه د ادبي خدمتونو په سلسله کښې به پنځه لاکو روپو سره په دغه تاريخ په يوه لويه دستوره کښې ورکولې شي . هغې دغه خبر رابعې ته هم اوښودو . دواړه خوشحاله ؤ

د ايوارډ د دستورې نه يوه مياشت پس د رابعې د واده نيټه هم اوټاکلے شو. سعيد وارث دا سوچ کولو چې په دغه پيسو به لور ته د واده سامانونه واخلي او بل اړخ ته د رابعې د سخرانې هم تمه پېدا شوه چې دا خو بلا پيسې دي کار به اوشي

سعيد وارث د ايوارډ د دستورې نه پنځه ورځې وړاندې يو اوږد خط دغه ادارې ته اوليکو چې د دغه اړي ګړي ، زور زياتې ، جبر په دغه ماحول کښې هغه د احتجاج په توګه د دغه ايوارډ اغستو نه انکار کوي

سباني اخبارونه چې دغه خبر چاپ کړو نو د رابعې رشته په پنځم ځل هم ماته شوه. هغې اخبار په سترګو پورې جوخت اونيو او د خپل پلار نه چاپيره شوه ...............

-
بېرته شاته