غامدیان
[19.Aug.2020 - 16:19]#غامديان_څوک_دي_او_څه_رنګه_عقيده_لري؟
لیک: شبیراحمد قیومي
#ژوند_لیک
د غامدي تګلاري بنسټ جاوید احمد غامدي ايښی دی. غامد د عراق په بغداد کي موصل ښار ته نژدې د يوې سیمي نوم دی. جاويد احمد غامدي چي اصلي نوم يې محمدشفیق دی او د پاکستان د پنجاب ایالت د ساهيوال ولسوالۍ په جيون شاه کلي کي په (۸ اپریل ۱۹۵۱ م) کي زېږېدلی دی، په خټه ککی زی دی او دا مهال يې خپل نسب بدل کړی او ځان غامدي ټبر ته منسوبوي. د هغه کور د پاکستان د لاهور ښار په ډیفینس ساحه کي دی او خپله دی د امريکا په یوه پوهنتون کي د اسلامي مطالعاتو استاد دی. نوموړي خپل لوړي زده کړي په انګریزي ادبیاتو کي کړي دي.
#د_غامدي_مشهور_کتابونه
البيان، میزان، برهان، مقامات، خیال و خاتمه، د اشراق په نوم مجله او داسي نور... .
#عقيده
غامديان الحادي عقیده لري. د اسلامي تاریخ په بیلا بیلو برخو کي د پیدا سوو ځینو ډلو او فتنو لکه: خوارج، معتزله، منکرین قران او منکرین حدیث په څېر د نن زمانې یوه ستره فتنه الحادی فکر دی چي مقصد یې مسلمه امت د خپل شالید څخه پرې کول او د اسلام د مبارک دین څوارلس سوه کلن منل سوي دیني میراث څخه محرومول دي. د دوی موخه دا ده چي په اسلام کي باید تجدید وسي، د احادیثو څخه منکر دي، الحاد او ګمراهي پر مخ بیایي، د امت له اجماع منکره دي، په هر شي کي خپل فاسد تاویلونه کوي، له معجزو څخه منکر دي او په اسلام کي ترمیم او تنسیخ خپل حق ګڼي.
#د_غامديانو_د_عقایدو_ځيني_بېلګي:
د جاوید احمد غامدي ډیر نظریات د قرآن او حدیث له صریحو نصوصو خلاف دي او د اهل سنت والجماعت د اجماعي او اتفاقی عقائدو سره په ټکر کي دي. غامدي وايي چي عیسی علیه السلام وفات سوی دی [۱]، قيامت ته نژدې د مهدي په نوم څوک نه راځي [۲]. مرزا غلام احمد قادياني کافر نه دی، یوه امتي حق نه لري چی څوک کافر وګرځوي [۳]. احادیث په دين کي د عمل او عقيدې د زیاتوب له پاره دلیل نه سي کېدای [۴]. د ټولو سنتو تعداد ۲۷ دی [۵]. ږیره د دين او سنتو برخه نه ده [۶]. په دین کي اجماع بدعت دی [۷]. د مرتد شرعي سزاء د نبي علیه السلام زمانې پوري خاص وه [۸]. د رجم او شرابو څښلو شرعي سزاء حد نه دی [۹]. په اسلام کي په مځکه کي د فساد خپرولو او د نفس د قتل پرته بل داسي جرم نه سته چي څوک دي قتل سي [۱۰]. قرآن مجید صرف یو قرأت دی، نور د عجمو فتنه ده [۱۱]. د فقهاو رأيي به د عقل او علم په پیمانه کتل کېږي، هر سړی د اجتهاد حق لري. د اجتهاد له پاره اهلیت نه دی شرط، چا ته چي تفقه فی الدین حاصل وي، اجتهاد کولای سی. [۱۲]. د نبي کریم صلی الله علیه وسلم او صحابه کرامو څخه وروسته د دین د لوړوالي له پاره د قیامت تر ورځي پوري جهاد ختم دی [۱۳]. تصوف یو نړيوال ضلالت دی، د متوازن دین له پاره دا یو جلا دین دی [۱۴]. حضرت امام حسین رضی الله عنه باغي وو، یزید متحمل مزاج او عادل بادشاه و. د کربلا پېښه سل فیصده افسانه ده [۱۵]. د مسلمان او کافر، ښځي او خاوند په شاهدي کي کوم فرق نه سته [۱۶]. د زکوة په نصاب کښي حکومت د رد او بدل حق لري [۱۷]. د یهودو او نصاراوو له پاره ضروري نه ده چي پر پیغمبر علیه السلام باندي ایمان راوړي؛ بې له هغه هم بخښل کېږي [۱۸]. موسیقي فی نفسه جائز ده [۱۹]. د بت پرستۍ له پاره له جوړ سوي تصویرونو څخه پرته، هر ډول تصویر جائز دی [۲۰]. بیمه جائز ده [۲۱]. یتیم لمسی د نیکه د وراثت حقدار دی، د مړي وصیت د یو ثلث پوري محدود نه دی، د وارثانو په حق کښي هم وصیت صیح دی [۲۲]. د خنزیر مرداروالی یوازي د غوښي پوري محدود دی، له ویښتانو، هډوکو، څرمن او نور برخو څخه فائده اخیستل جائز دی [۲۳]. سنت صرف د دین ابراهیمي هماغه روایت دی کوم چي نبی کریم علیه السلام د دین حیثیت سره جاري کړی او دا تر قرآن مقدم دی، که چېري له قرآن سره دیهود او نصاری فکري او عملي اختلاف راسي، ترجیح به یهود او نصاری ته ورکوو [۲۴]. ښځه د سړو امامت کولای سي [۲۵]. پوړنی زموږ د مسلمانانو رواج دی، شرعي حکم نه لري [۲۶]. پر مسجد اقصی باندي د مسلمانانو حق نه سته، صرف د یهودو حق دی [۲۷]. د نیت پرته د طلاق په الفاظو ویلو سره طلاق نه واقع کېږي [۲۸] او دې ته ورته نور ګڼ خرافاتي عقاید...
#منابع:
[۱]: میزان علامات قیامت ص:۱۷۸. [۲]: میزان، علامات قیامت، ص: ۱۷۷. [۳] اشراق، صفحه: ۶۷. [۴] میزان، صفحه: ۱۵. [۵]: میزان، ص: ۱۴. [۶] مقامات، ص: ۱۳۸. [۷] اشراق، ص: ۲. [۸] اشراق، ص: ۹۵. [۹] برهان، ص: ۳۵. [۱۰]. برهان ص: ۱۴۶. [۱۱] میزان، ص: ۳۲. [۱۲] سوال او جواب. [۱۳] اشراق، ص: ۲. [۱۴] برهان، ص: ۱۸۱. [۱۵]. غامدیت کیا هی، مولانا عبدلرحیم. [۱۶] برهان ص: ۲۵. [۱۷] اشراق، ص: ۷۰. [۱۸] اشراق، ص: ۷۰. [۱۹] اشراق، ص: ۶۹. [۲۰] اشراق، ص: ۶۹. [۲۱] اشراق، ص: ۲. [۲۲] اشراق، ص: ۶۳. [۲۳] اشراق، ص: ۸۹. [۲۴] میزان، ص: ۱۴. [۲۵] اشراق، ص: ۳۵. [۲۶]. اشراق، ص: ۴۷. [۲۷] اشراق. [۲۸] اشراق، ص: ۶۵
لیکنه او راټولونه: شبیراحمد #قيومي