وطن بچیانو
[03.Sep.2020 - 15:31]د وطن دردمنو بچیانو ته
لیک: سید عبیدالله نادر
نن دی که سبا دی ، مونږ روان یو،دا ځمکه دا وطن دا جهان او دا آرمانونه به تاسو ته بچیانو پاتي کیږي ،دا وطن ستاسو د مټو،او ستاسو د زیاراو همت انتظار کاږي . دا باغونه دا ډاګونه به ټول تاسي ته درپاتي وي ،مونږ به نه یو ،خو په دي ښه وپوهیږئ ،چې د وطن د انتظارسترګي ستاسو په لور دي ،ځکه د فنا په دي کاروان کې ،د ډیرو دردمنو وخت نور پوره شوی ،یاني د فاني دنیا څخه روان دي . د دوي تګ د دي فاني دنیا څخه د ژوندیو دردمنو په زړونو کې ،ویره اچوي ځکه هر چاته داسي بریښي چې په دي لوی ډګر کې ،دي لویولویو رسالتونو، او نورو ستونزو ته یواځي پاتي شو ،تاسي ته په کار ده ، چې د همت لمن د لاسه خطا نه کړئ ، او په ډیر متانت د علم او معرفت په رڼا کې ،خپل مستقبل په رڼا بدل کړئ .تاسي ته ښایي چې د خپل تاریځ او اسلافو څخه عبرت واخلئ د بدو څخه یی پرهیز او د ښیګڼو څخه یي ، نقش قدم ولاړ شئ ، ځکه د دي ستونزو حل د معرفت په رڼا کې ، او د خپل وطن د تاریخ پیژندني او آشنايی په رڼا کې ښه کیدای شي ،ولي چې تر اوسه مو ډیر د جهالت په کندو اوکندوالوکې لاس او خپي ووهلي ،چې لا تر اوسه هم لګیایو ،د عبرت سترګي مو ړندي ، او عبرت اخیستونکي غوږونه مو کاڼه دي . تاسي ته ښایي چې د تیر بَرم او عظمت په نظر کې نیولو سره د خپل د راتلونکي تاريخ پاڼي زریني کړئ ، او خپل د دردمن او وطنپالو ، د زړه له کومي احساسات درک کړئ ، او دا احساس په ځان کې وپالئ ، او بیا یي نوروته په میراث پریږئ ،ځکه اوسنۍ دردمنو په ډیرو پریشان حالۍ د دي دنیا نه سترګي پټي کړې، د وطن په حال غمجن او سوکالۍ ته ، سترګي په لاره پاتي شول ،ځکه هغوی ولیدل ، چې په دي فقیر قوم کې یوداسي څوک نشته چې د رهبرۍ او مشرۍ واګي په لاس واخلي ،او دا ملت د دي غرقاب څخه د نجات او خلاصون ساحل ته راوکاږي ،نو ځکه هغوي د دي دنیا څخه ارمانجن لاړل ،او په بله معنی د تل له پاره یي ، د دنیا نه سترګي پټي شوی ،نو تاسي ته ښايي چې د وطن او عالم بشریت د درد د درکولو احساس په ځان کې وروزئ ، او د سولي د ساتلو د پاره نه یواځي په افغانستان کې بلکه په ټوله نړۍ کې ،خپله پوهه په کار واچوئ . او په دي لار کې د سرشیندنۍ نه هم دریغ و نه کړئ . ځکه چې د آزادۍ او سولی نیالګۍ به خامخا د زړه په وینو اوبه کوې ،او دا نعمت په ډیرو قربانیو لاس ته راځي
...............
سید عبیدالله نادر
اعتراف
هر ځای ته چي ځم ، ځان یواځي ګورم ، په هر ځای کې یواځي توب او تنهايي احساس کوم . ولي چې زما په وینا خلک نه پو هیږي .دا ځکه چي زه یو درد من یم او د ټو لني دردونه ناخوالي په خپلو حواسو تر ټولو شه احساسولای شم .او په هغه زوریږم خلک د دردمن خبره نه اوری ځکه زما او د خلکو تر مینځه ډیره فاصله ده . نو یو بل ته بیګانه ښکارو .زه د خلکو په څیرو کې ، د بیدردۍ آثاروینم، او د دوی د نا آشنا کتو څخه بیزاره او سټړۍ ستومانه یم . زه د دوی په مستقبل چې کومی لوبی رواني دي ، زه هغه ناولي لاسونه وینم ،نو ځکه زه د خلکو په غم کې پریشانه یم. یا زما خبری په دوی اثر نه کوی ، او یا زه نه شم کولای د خپل زړه او ضمیر احساس او شور د دوی په زړونو کې پلي کړم . کیدای شي دا زما قصور وي .زه په خپله نا رسایي اعتراف کوم