(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

احمدشاه بابا

[10.Sep.2020 - 15:40]

لوي احمدشاه ابدالي بابا څوک و؟

لیک :بختورشاه

احمد خان د زمان خان زوی د دولت خان لمسی او د سرمست خان کړوسی کیږي. سرمست خان د شیرخان زوی د خضر خان لمسی او د سدو خان کړوسی دی. سدو (وروسته سدوزي) د عمر زوی د معروف خان لمسی او د ګني خان کړوسی د بامي کوسی دحبیب کودی بلل کیږي.

حبیب خان د پوپل (وروسته پوپلزي) زوی، پوپل د ځیرک زوی د عیسی لمسی د اختر کړوسی د ابدال (وروسته ابدالیان) کوسی، ابدال (په ۴۳۰ هجري کال تیر شوی دی) د ترین زوی د شرخبون لمسی او د سړبن کړوسی دی.

احمد خان په ۱۷۲۲م کښې په هرات کې زیږیدلی دی. پلار یې محمد زمان خان د هرات حکمران و. مور یې زرغونه او د مشر ورور نوم یېذولفقار ؤ

کله چې نادرشاه افشار د هرات محاصره کړې وه نو په دغه جنګونو کښې ذولفقارخان او احمدخان دواړه وروڼه قندهار ته تلي وو ، او کوم وخت چې قندهار د نادرشاه لاس ته راغی نو دا دواړه وروڼه هم د نادرشاه افشار په خدمت کښې پیش کړی شول ، نادرشاه چې دا دواړه وروڼه ولیدل نو د دوي د شرافت او ظاهري خط و خال نه هم ډېر متاثره شو او دا دواړه وروڼه يې هم د نورو پُښتنو سره مازندران ته ولېږل ، دغه وخت احمدخان د پینځلو شپاړسو کالو هلک ؤ ، ولې چې نادرشاه افشار هندوستان ته روانېدو نو احمدخان يې راوبللو او د مازندران د علاقې انتظام يې په ده وسپارلو ، دا کار احمدخان په داسې ښه طریقه سر ته ورسولو چې کوم وخت نادرشاه افشار د هند نه بیرته راغی نو هغه د احمدخان په کارګزارﺉ دومره خوشاله شو چې دې يې د هغه پښتون فوځ افسر مقرر کړو کوم چې د نادرشاه افشار زړه ته ډېر نزدی ؤ.

دی د خپلو خدمتونو له کبله او د هغې پوهې له مخي چې څښتن ورکړې وه نادر شاه افشار ته دومره نږدې شو چې بیا یې د شلو زرو سرتیرو مشر وټاکه.

د احمد خان لپاره دغه دنده د ده په سیاسي ژوند کې ډیره مهمه وه. دی یې د افغانستان په شمول د ایران، هندوستان او د منځنۍ اسیا هیوادونو له سیاسي، اقتصادي او کلتوري چارو سره اشنا کړ.

 

احمد خان څه رنګ د افغانستان بادشاه شو؟

-----------------------------------------

د نادرشاه افشار وروستی ژوند له ستونزو او کړاوونو ډک و. د خپلې بې باورۍ له کبله یې په هر چا شک کاوه او ډیر کسان د ده د همدغې ناروغۍ له کبله ووژل شول. ډیر پارسیان، آن د ده ډیر نږدې سرداران او دوستان، له ده څخه خوابدي شول چې په همدغه لړ کې د ده وراره علي قلي خان په سیستان کې پاڅون وکړ.

نادرشاه په دې پوه شوی و چې د پارس سرداران غواړي دی له منځه یوسي نو ځکه خو ده د افغان پوځ مشران راوغوښتل او په خپل ګارډ باندې یې خپله بې باوري په ډاګه کړه او دا یې هم ورته وویل چې دی په افغانانو ډېر باور لري. د ده دغه خبره یو جاسوس محمد قلي خان ته ورسوله او هغه یې له صالح خان سره شریکه کړه.

د شپې پر مهال محمد قلي خان، صالح خان، محمد خان قاجار، موسی بیګ افشار او د فوجا بېګ په لارښوونه اویا تنه مشران د نادر د خېمې لور ته روان شول. نور له خېمې نه بهر ودرېدل او یوازې صالح خان او مخمد خان قاجار ورننوتل. صالح خان د ده لاس په توره غوڅ کړ او قاجار یې سر ورپرې کړ.

 

کله چې نادرشاه افشار ووژل شو نو بیا احمد خان د نادرشاه د بدل اخستلو په غرض خپل فوځ راجمع کړو او ازبکان يې هم ملګري کړل او د ایراني فوځ سره يې د جنګ اراده ښکاره کړه ، ولې د نادرشاه افشار د قتل په سازش کښې د ایراني فوځ ټول سرداران او امیران شامل وو او د ټول ایراني فوځ سره بې انتظامه مقابله کول ګرانه وه

په دې موقع احمدخان دا مناسب وګڼله چې قندهار ته لاړ شي ، او هم دغه شان د پُښتنو ټول فوځ د هرات نه د قندهار په نیت راروان شو ، کله چې دوي قندهار ته راورسېدل نو د پښتنو د دې خاص فوځ کوم لس سرداران چې نادرشاه افشار مقرر کړي وو نو هغوي په خپلو کښې صلاح وکړه او په دې خبره متفق شول چې زمونږ د غلامۍ اصلي وجه زمونږ په خپلو کښې بې اتفاقي ده ، او د دې بې اتفاقۍ په نتیجه کښې زمونږ طاقت په خپلو کورنو جنګونو کښې خرڅ کېږي ، او د دې بې اتفاقۍ په وجه دښمن په مونږ کښې لارې وباسي ، که چېری مونږ په خپلو کښې اتفاق وکړو نو دښمن په زور په مونږ غلبه نه شي موندی ، د دې نه پس هغوي دا فیصله وکړه چې په هر دستور چې وي د ایران نه خپل تعلق پریکول ضروري دي ، او د خپلې آزادۍ کومه موقع چې مونږ ته په لاس راغلې ده د دې نه فایٔده اخستل پکار دي ، د دې مقصد د حصول په غرض دوي دا خبره غوره کړه چې د ټولو مشرانو په صلاح په خپل مینځ کښې یو سړی بادشاه کول پکار دي.

د بادشاه د انتخاب په غرض دې مشرانو د ټولو قامونو مشرانو ته بلنه ورکړه ، د بادشاه د انتخاب جرګه د قندهار سره نزدې د " شیر سرخ بابا " په مزار کښې جمع شوه ، او هم د دې ورځې نه په پُښتون قام کښې د " لویه جرګه " بنسټ کېښودی شو ، ولې په دومره مشرانو کښې چې د هری قبیلې مشر به خپل حق د نورو قبیلو نه زیات ګڼلو نو په دا حال کښې د بادشاه منتخب کول څه اسانه خبره نه وه ، پرله پسی په دې غرض آته جرګې وشوې او په هره جرګه کښې د هر سردار حق پیش شو او بحث پرې وشو ، ولې تر اوسه پورې په دې جرګو کښې د احمدخان د حق یادګیرنه هیچّا نه وه کړې ، او نه پخپله هغه خپل ځان وړاندې کړی ؤ ، په دې نهمه جرګه کښې د حاجي جمال خان محمدزي په حق کښې ډېر سرداران وو ، دا سردار د هغه " محمد " د اولاد نه ؤ کوم چې د شاه عباس د لوري نه د ملک " سدو " سره د بارکزو قبیلې مشر شوی ؤ ، خو فیصله په دې جرګه کښې هم ونه شوه ولې چې ځنی طاقتور سرداران د حاجي جمال خان مخالف وو.

په دې جرګو کښې به صابرشاه نومی یو پرهیزګاره او نیک سړی هم موجود ؤ او هغه د احمدخان د سنجیده رویې نه ډېر متاثر شوی ؤ ځکه چې احمدخان تر اوسه د خپل ځان په حکله هیڅ هم نه وو وېٔيلي ، په نهمه جرګه کښې چې هم څه فیصله ونه شوه نو صابرشاه پورته شو او دې سردارانو ته يې ووېٔیل! د خداﺉ په خاطر دا جرګې پرېږدﺉ او احمدخان په تاسو کښې د بادشاهۍ لایٔق دی او د بادشاهۍ د دې لوي ذمه وارۍ دپاره خداﺉ پیدا کړی دی که چېرې تاسو نن هم هغه په خپله خوښه او رضا صلاح خپل بادشاه ونه منیٔ نو د خداﺉ په قهر به اخته شیٔ ، د دې نه پس صابرشاه د یو نزدې پټي نه د اوربشو د خید یو قوده راپرې کړه او د احمدخان د سر نه يې تاؤ کړه ، او ورته يې اووې دا دې خداﺉ پاک ستا تاج کړي.

د صابرشاه د دې کارواییٔ نه پس نورو سردارانو هم خپلې خپلې دعوې پرېښودې او د احمدخان په بادشاهۍ رضا شول او د قام ټولو سردارانو په اتفاق د هغه بیعت وکړو ، ولې د حاجي جمال خان دا خبره هم ومنلی شوه چې د وزارت عهده به د بارکزو په قبیله او په بارکزو کښې به د محمدزو په څانګه کښې وي.

احمدخان په اکتوبر ۱۷۴۷م کال کښې په قندهار کښې د پښتنو بادشاه شو د تخت نشینۍ په وخت کښې د هغه عمر پینځویشت (۲۵) کاله ؤ ، احمدخان ته د فیاضۍ ، وفادارۍ ، ننګ و غیرت ، نیک نامۍ او خیر ښېګړی له سببه " دُرّ دوران " لقب ورکړی شو ، دغه وجه ده چې د دوي اولاد د درانیانو په نامه هم یادیږي.

لوي احمدشاه ابدالي بابا د پُښتنو تاریخ کښې اولنی پُښتون مشر ؤ چې د پُښتنو خورې ورې او بې اتفاقه قبیلې يې په یو مزي وتړلې او هرې قبیلې ته يې خپل پوره پوره حق ورکړو او د حکومت په چلولو کښې يې د ځان سره شریکې کړې او ټول وطن ته يې افغانستان نوم ورکړو.

د هغې نه وروستو يې کهوکهران ، جهټان ، سیکهان ، مرهټه ، راجپوت او نور ډېر وټکول او ملتان ، لاهور او په هندوستان يې هم قبضه وکړه ، احمدشاه بابا د پاکو خویونو خاوند ؤ ، په لوظ او معامله کښې کره ؤ ، د پښتنو اتفاق ، آزادي او خوشالي هغه خپل مقصد ګرځولی ؤ ، او د ټول قام مرسته ورته حاصله وه ، هغه په پُښتون قام او پُښتنه خاوره د جنون تر حده مېٔین ؤ ، د دې مینې اظهار هغه په خپلو شعرونو کښې هم کړی دی چې د هغې نه یو څو شعرونه دا دي:

د ډیلي تخت هېرومه چې رایاد کړم

زما د ښکلی پُښتونخوا د غرو سرونه

که هر څو مې د دنیا ملکونه ډېر شي

زما هېر نه شي دا ستا ښکلي باغونه

که تمامه دنیا یو خوا ته بل خوا يې

زما خوښ دي ستا خالي تش ډګرونه

احمدشاه به دغه ستا قدر هېر نه کا

که ونیسي د تمام جهان ملکونه

لوي احمدشاه بابا د ۲۷ کالو د بادشاهۍ نه پس په ۱۷۷۳م کال کښې د بیمارۍ له آمله د دې پاتې دنیا نه د تل دپاره سترګې پټې کړی ، چې قبر يې د قندهار په شاهي جومات کښې دی.

روح يې ښاد په ګور يې  رڼا شه _ آمین

-
بېرته شاته