کابلی
[10.Sep.2020 - 15:45]کابلے/ افسانہ
لیک:ھمدرد یوسفزے
د کابل ماښامونه داسې غمژن ؤ که نه ماته غمژن
ښکارېدل په ښار کښې به سم د ماښامه تکه توره تياره خپره شوه چې وحشت به يې لا پسې زيات کړو . د ښار نه چار چاپېره غرونه چې د ورځې به پکښې د خاورو او ګټو جوړ قط په قط کورونه ښکاريدل سم د ماښامه به هغه ورک شول . بس تکه توره تياره به ښکارېده .لکه چې دغه کورونه استوګن نه لري . که څه هم استوګن کم ؤ خو داسې هم نه وه چې بيخي دغلته څوک نه ؤ . ځکه چې د ورځې به خال خال د دغه کورونو په چتونو بنيادم ښکاره کېدل . تکه توره شپه ....لکه د کونډۍ د بخت غوندې په ټول ښار به خوره شوه...او دغه وحشت به هله يو په لس شو چې د غر د بل اړخ نه به يوميزايل يا د لانچر مرمۍ ډز شو . لږ ساعت له به دغه ښار يو پړق اوکړو . خو دغه رڼا او پړق به د دغې تيارې او شپې نه زيات وحشت ناک ؤ . ما په اول ځل د خداې نه دا سوال کوو چې داسې رڼا دې نه وي .... ما په اول ځل
وئيل چې تياره ښه ده . ويره خو لږه کمه وي دغه رڼا خو زروړنه چووي . خو خداې خو هم د هر چا خبره هر وخت منلو ته تيار نه وي خپله خوښه کوي. دغه ډزې ، پړق ، رڼا او د دغه کورونو نه راوتونکې د ماشومانو انګوله ....... لږ ساعت له به د زما د زړه ټکان داسې شو چې ما به وې زړه به مې اوس باهر راوځي .د ماشومانو د ژړا نه پس به د خندا يوه چپه په هوا کښې خوره شوه . زما اشپيز او په يو وخت ترجمان ماته وې . مادام ( ميډم ) دا مجاهدين دي . دوي لکه چې دغه بل غر قبضه کړو . واوره پونه پونه وريده خو لا په ځاے جمع شوې نه وه . باهر به چې ګاډۍ تير شو نو زمونږ د اوسيدو د دغه ځائ چې په دويم منزل ؤ داسې به محسوس شوه چې زلزله ده . زړګے اشپيز به د خندا شين شو او زما وار خطائي به د هغه د خندا سره لږه کمه شوه . ماته به غصه هم ډېره راغله خو د زړګي دغه خندا به وحشت کم کړو هغه به چې خندا بس کړه نو ماته به يې وې
" میډم وار خطا کېږه مه دا د مجاهدينو ټانک ( ټينک ) ؤ . ټينک لاندې د اوسپنو او فولادو جوړه پټرۍ وي دغه اواز د دغه پټړۍ نه پېدا کېږي . "
ما به په ډېره ګرانه په خپلو وچو شونډو د مسکا راويستو يو ناکام کوشش اوکړو.
دغه ښار کښې دا زما اته ويشتمه شپه وه . د تيرو اته ويشتو ورځو او شپو حال هيڅ د يو بل نه بدل نه ؤ . وران ويجاړ ښار ..... ډزې ... چغې ... ژړا ... د ټينکونو په سړکونو ګشت .... او بيا غمژن ماښام پسې بوږنونکي شپه...
زما په خپل هيواد کښې د خپل چينل سره اخري رابطه اتلس ورځې وړاندې شوې وه . چې ماته پکښې د چينل د مشر تابه نه دا کلکه او جوخته سپارښتنه او حکم شوې ؤ. چې زه خپل راپورونو نه نور بس کړم او ځان زر تر زره له دغه هيواده اوباسم . خو د وتو هيڅ رو نه ؤ . مخابرې مکمل خرابې شوې وې . زما په ټرانسسټر به د کابل راډيو غږ راتلو چې نن به د يو ګروپ مجاهدينو په قبضه کښې ؤ سبا د بل ګروپ . زړګي سره اشپيز خانه کښې خوراکي مواد په کميدو ؤ. داسې ښکاريده چې دوه درې ورځې پس به د خوراک هيڅ هم نه وي .پخوانے اولس مشر ډاکټر نجيب چې څو ورځې وړاندې ورسره ما مرکه کړې وه . اوس هيڅ خبر نه ؤ چې چرته دے؟ ژوندے هم دے کنه ؟
ماته د هغه د غرور نه ډکو سترګو کښې پټې اوښکې رايادېدې . زما د سوالونو جوابونو کښې د هغه عزم او حوصله هيڅ داسې نه ښکاريده چې ماته ده. هغه وې بس وبال دے د خداې نه لاس په دعا يو چې د روغې جوړې کوم صورت پېدا کړي .
ما وې " صدر صاحب! ايا تاسو داسې نه ګڼې چې ستاسو ژوند ته خطر دے ؟"
د هغه په شونډو يو نه ختميدونکي مسکا خوره شوه ، لږ ساه نيولے شو او بيا يې وې
" ژوند د مرګ امانت دے . له مرګه تېښته نه کېږي چرته چې خداې ليکلے وي هم هلته راځي ، خو زه خوشبين يم چې زما د روغې جوړې دغه عمل به زما وروڼه دې ته اړ کړي چې د مرګ او ژوبلې دغه لړۍ ودروي .زه دا ګڼمه چې وطن زمونږ شريک دے . مونږ مرګ لرو ، غم ښادي لرو . د پښتو وطن دے سبا به مو سترګې لګي . مونږ بايد يو بل ته درناوې اولرو . او زما هيله ده چې داسې به کېږي . هغه خلک چې د پردو په شومو موخو کار کوي هغوي ته زه نن هم خواست کووم چې سره کينې دغه وطن زمونږ مور ده . مونږ د دغه مور حلالي بچي يو . چې مور مو اوساتو ، خپل ناموس ننګ او غيرت خوندي کړو نو ګرانه نه ده چې دغه وطن اباد نه شي . تاريخونه دا هر څه خوندي کوي . چا څه کول چاله يې کول دا به د تاريخ برخه وي ."
ما په دغه مرکه سوچ کولو چې زه د ټانک د اواز سره بيا اوبګنېدم . او دا ځل د زړګي د خندا اواز هم رانغې هغه اشپيز خانه کښې تريخ چاے جوړولو کښې بوخت ؤ .زما زړه بيا ټکان اوخوړ . د بمونو او مرمو د اواز سره چې دا ځل به رڼا شوه نو د کابل د غرونو ښکلا به يو ساعت له اوپړقېده او د واورې سپين څادر به په دغه رڼا کښې ښکاره شوه خو د ماشومانو انګوله به دغه منظر بيا د مرميو او ګولو د اوازونو په شان د وحشت نه ډک کړو . او د درنګ ساعت له به بيا د توپونو په اواز کښې دغه د ماشومانو انګوله او ژړا ورکه شوه. ياداسې به وه چې انګوله او ژړا به وه خو زما د غوږونو نه به لرې شوه . زړګي چې تازه تريخ چاے راوړو نو ما زر زر خپل ټرانسسټر بيا ان کړو . يو ساعت مخکښې چې د کوم ګروپ قبضه وه هغه اوس ماتې خوړلې وه . زړګي هم دې ته غوږ نيولے ؤاو ماته يې ترجمه کوله . خبرونو کښې هيڅ هم د خوښې خبر نه ؤ . ما د تريخ چاے نه يو ګوټ اوکړو خو چاے دومره تريخ ؤ چې زما حلق تريخ شو او ما پياله د ځان له لرې کېښوده . چې چرته په خطائي کښې ترې بل ګوټ اونه کړم .
زړګي ته زه حیرانه په دې وومه چې د دغه سړي هډو پرواه هم نه وه يا خو داسې وه چې هغه زما د حوصلې د پاره په ځان هيڅ ويره ترهه نه حاوي کوله . او زما ګومان هغه وخت درست ثابت شو چې هغه د دغه کمرې په بالکونې کښې د واورې نظارې په بهانه باهر ولاړ ؤخو چې زما پام شو او د توپ د ګولۍ سره پړق شو نو هغه ژړل او د رڼا سره يې زر زر په خپله لمن اوښکې پاکولې . ما ځان بيخي داسې ناغرضه کړو چې ما هډو هغه په ژړا لېدلے نه ؤ . د هغه دغه ژړا بې معنا خو هم نه وه . د تېرو اته ويشت ورځو نه هغه له خپله کوره او ماشومانو د غمه هيڅ خبر نه ؤ . او د هغه د مخې مرګ هم ولاړ ؤ او د هغه نازبين ښار د اور لمبو اخستے ؤ . چې هغه ښه زړه سپک کړو نو ما غږ کړو او ورته مې وې ساعت څو بحې دے ؟
هغه په خپل لاس ګهړۍ کښې يو بټن له زور ورکړو او د وحشت د يوې رڼا سره يې ماته وې ووه نيمې بجې دي .
او د ځان سره يې وې ياره دا خو لا شين ماښام دے خو دغه ماحول کښې خو داسې ښکاري لکه چې نيمه شپه وي . ما وې زړګيه ته لږ دا خوا او شا کورنو اوګوره چې څوک شته . هغه د بالکونې نه سر اويستو سره له دې چې چم ګاونډ کښې هيڅوک هم نه ؤ خو هغه زما د تسلي د پاره وې دغه دريم کور خلک شته ګوره د احمد ظاهر سندره يې لګولے ده . ته راشه غوږ شه .
ما وې کومه سندره ده . هغه مسکے شو
وې " اوبه درته راوړم سابه درته پاښم درځم درسره خانه دې ورانه شه جوګي " او د جوګي د ټکي سره يې پير اوخوړ . زه چې بالکونۍ ته شوم او غوږونه مې بوڅ کړل نو هيڅ اواز نه ؤ . صرف يو اواز ؤ شاهد چې جمع شوې واوره له يو چت ته ښکته پریوته . ما وې زړګيه ته کوم جهادي ګروپ خوښه وې
هغه يو اوږد سوچ واخستو لکه چې ما ډېر ګران سوال ترې کړې وي .
وې "ټول وبال دے په درد نه خوري بلا ورپسې "
ما وې بيا هم هغه يو سوړ اسويلے اوکړو او راته يې وې" ډوډۍ ګروپ" هغه ګروپ چې ډوډۍ راکړي فقر ختم کړي. خېټه په جهاد څه کوي . ډوډۍ غواړي . زما شپږ اولادونه دي . وږي دي تږي دي . ناروغه دي رانه مړه نه شي . او دا ځل د هغه د سترکو نه دوه اوښکې راغلې او هغه هيڅ د اوښکو د پاکولو هڅه اونه کړه ، اوښکې د هغه په ږېره کښې داسې ورکې شوې لکه د دې شين ماښام په تياره کښې چې کابل زمونږ نه ورک ؤ . ما بيا د هغه نه بل تپوس او نه کړو . يا مې ترې کولې نه شو.
پوره ساعت له هم داسې ناست ؤ چې د ټوپونو اوازونه نور جيګ شو بيخي داسې محسوسيده چې زمونږ د ور مخې ته چا توپ خلاص کړو . انکهټۍ کښې زړګي زر زر لرګي سم کړل. د کابل د سړې هوا کښې دغه لوے غنيمت ؤ . خو زړګي وئيل که سبا د لرګو څه درک او نه شو نو مونږ دواړه به د کابل دا سړه هوا ژوند ته پاتې نه کړي .
خوراکي مواد هم په ختميدو دي .
ما يو درنه بړستن راوخسته او زړګي ته مې وې زه ووده کېږم . ته هم ووده شه . سبا به څه چاره کوو .
ټوله شپه لکه قيامت تيره شوه . دغه ويره ترهه کښې به چا سترګې پټې کړې وي .
يخنې دومره وه چې ما پښې غوزولی ته شوې .سهار سبا چې لږه رڼا شوه نو ما د تسلۍ يو اوږد ساه راښکله . د ډزو اوازونه هم راتلل خو ډېر د لرې نه ؤ. ناڅاپي زمونږ د کوټۍ لاندې نه غږ شو . زړګي د خوبولو سترکو سره ښکاره شوه . او يو څو لمحې پس راغې ماته يې وې " کرفيو ختمه ده هله شابه سامان راخله ستاسو ميډيا ګروپ ايمبولينس رالېږلے دی . اولوتکه تياره ده خارجي خلک ټول اوباسي ما زر زر خپل سامان راغونډ کړو .او درنګ ساعت له ايمبولينس په فرش ناست ؤ . ايمبولينس څه ؤ خو يو سورے سورے ګاډۍ ؤ .شيشه يې يوه هم جوړه نه وه. د کابل په مات مات سړکونو ګاډۍروان ؤ. ځاے په ځاے مړي پراته ؤ . بلډنګونه زمين بوس شوي ؤ . کله کله به سړک درک نه ؤ . په کندو کپرو به روان ؤ . چې مونږ هوائي مېدان ته اورسیدو .نو د درې څلور ملکونو نامه نګاران مې اوليدل زړه مې ډاډه شو . ما زړګي نه رخصت اخستو خپل پرس نه مې درې زره ډالره راوخستل او زړګي ته مې ورکړل . زړګي زما بيګ په اوږه کړو او جهاز پله راوان شو . سفر په خير تير شو . زه چې کور ته اورسيدم ما سامان راخستو نو زما د بيګ په جيب کښې هغه دره زره ډالره هم پراته ؤ کوم چې ما زړګي له په هوائي ميدان کښې ورکړي ؤ . ما ډالرو ته کتل او دوه تړمې اوښکې زما د سترګو نه په ناقلارې کښې روانې شوې او هغه درې زره ډالرو کښې جذب شوې .ض