حاجي خدای رضا او
[10.Sep.2020 - 15:56]حاجی خدای رضأ خان مهمند موسی خیل د چارمنګ د جنګ سرلښکر او فاتح
واقعا” د ډیورند د فرضی کرغیړنې
کر ښې په اوږدو کې په قبایلي سیمو کې د پاکستان اردو دا جرأت نه درلوده چه دې خوا راشی نو کله ناکله به د خپلو شومو اغراضو په خاطر به دوۍ غوښتل چه د ډیرند کرښې ته ځان راورسوی، ولی د افغانستان غیور او په وطن مين ملت هیڅ وخت دا اجازه نه ورکوله چه د انګلیس استعماري دولت او پاکستانی ارودو د آفغانستا ن پولو ته ځان راورسوي.
د آفغان او انګلیس دریم جنګ چه تازه ختم شوئ و او افغانستان د غازی امان الله خان په مشرۍ بشپړه خپلواکي اعلان کړه ، او زمږنږ غیور ملت چه د جنګ ستړیا يې لا تر اوسه نه وه رفع شوې، نو اشغال ګرو یو ځل بیا پلان ونیو چه دا ځل د باجوړ له طرفه او بیا د چارمنګ له طریقه د افغانستان شرقي ولایت کونړ ته او بیا د کونړ لوی او خروشان سیند ته ځان راورسوي ، دا په دې هدف چه د کونړ سیند چه د افغانستان د لویو دریابونو یا سیندونو څښه دئ ورته د یو بین المللي سیند اهمیت ورکړي، جه بیا هیڅ مملکت حق نه لري چه د بین المللی اوبو څښه یواځې استفاده وکړي.
همدا وجه وه چه د خاص کونړ شریف ولس د مومندو موسی خیلو د
د حاجی خدای ضآ خان مهمند او حاجی علی رضآخان مهمند په مشرۍ
یو لښکر جوړ کړ چه د لښکر سر مشري یې حاجی خدای رضأ خان مهمند کوله ، دغه لښکر د چارمنګ په لور روان شو ، په دغه خت کې د اشغال ګرو لښکر د باجوړ نه چارمنګ ته رارسییدلئ و چه زمونږ زړور لښکر د
حاجی خدای ر ضآ خان مومند په مشرۍ چارمنګ ته ور ور سید، او سخته جګړه پیل شو ه او ډیر وخت يې دوام پیدا کړ ، دشمن ډیر تلفات ولیدل ، چه په نتیجه کې دشمن د بشپړې ماتېی سره مخامخ شو!
زمو نږ د جنګیالیو څښه هم يو څو ټپیان شول ، او هم دخاص کونړ نه ګل ملک د حاجی محمد پلار چه هغه هم د منطقی خان او ملک و د چارمنګ په غزا کی د اشغالګرو په مقابل کی په شهادت ورسید ،
روح دې ښاد ووي!
باید دا هم ذکر کړم چه په بر کونړ کی زموږ غیور ملت د غازی میر زمان خان بابا په مشرۍ د ارنوۍ په منطقه کی اشغالګرو ته هم غاښ ماتونکئ ځواب ورکړ ، روح دې ښاد وي!
یو څه نوي نسل ته:
د خاص کونړ د همدغه خانانو حاجی خدای رضآ خان مهمند او حاجی علی رضآ خان مهمند او د مدار خان تر منځ ډیری نژ ې دوستانه اړیکي
مو جودې وي، او دوۍ سره عزیزان و !د میر زما ن خان بابا سره يې هم ډیره ښه دوستي وه!
http://pashtoonkhwa.com/?page=pashtoonkhwa&cnt=292