(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

مفلس دراني

[19.Sep.2020 - 19:26]

مفلس درانے:ژوند،شخصيت او فن

ليك:سيدالامين احسن خوېشګي

دازاد سكول اتمانزو تربيت يافته،صحافي،شاعر او افسانه نګار دعمر په دې پوخوالي كښې هم دهشنغر دښكلا اومردانه وجاهت ټول توكي لري،سور سپين،ځلېدونكېو سترګېو كښې دخندا نمي لرونكے،سپين واؤره اوږده رنګي وېښتهٴ، پست اوازسره خبرې كؤونكے،دتجاهل عارفانه ډېره غوره نمونه،  شمس الدين چې په  ادبي دنيا كښې د مفلس دراني په نوم ياد دے، دجون په څلورمه كال نولس سوه دوه دېرشم 1932ع كښې دحُسن الدين دراني كره په اتمانزو كښې وزېږېدو،والد صاحب ئې چارسده كښې  دپټواريتوب پېشې سره منسلك وهٴ او ګرداور جوړېدونكے وهٴ چې د مصلح خان عبدالغفارخان په اپيل، چې لوستي پښتانهٴ دې په ازاد سكول كښې دلولؤلو فريضې ترسره كړي،دوي خپله نوكري پرېښوده او داتمانزو سكول كښې ئې دلسو روپو په مشاهره تدريسي فريضې ترسره كؤل شروع كړهٴ، دډاكټر سهېل خان دتحقيق مطابق دوي دكال 1936ع نه تر 1946م پورې  دغلته مدرس پاتے وهٴ.دڅهٴ وجوهاتو له كبله  دوي له اتمانزونه  رځړو ته منتقل شول.ددرانيانو عليزئ ښاخ سره تړون لرونكے مفلس ترشپږم جومات سبق ازاد سكول كښې ووئېلو او وروستو اووم اتم دپاره  دمتحده هندوستان دكرتارپورد وسيدونكي پي ټي:ګرداري لال سلوان( 1902ع)جوړ كړى شوي سكول سناتن دهرم سكول پېښور،چې دخپل پلار پي ټي: مولراج سلوان په ياد كښې  ئې دسلوان ايجوكېشن ټرسټ ترسېوري  په كال (1941ع) کښې جوړ كړے وهٴ، ته په كال نولس سوه پينځهٴ څلوېښتم 1945ع کښې لاړلو. او په كال نولس سوه اووهٴ څلوېښتم كښې ئې لسم  جومات دچارسدې هائي سكول نه پاس كړو، وروستو ئې اېم اې پښتو اردو ئې هم وكړهٴ.

دنثّارماسټر عبدالكريم په حقله مفلس صاحب وائي چې 'دوي ددغه  ازاد سكول استاد او هېډماسټر پاتے وهٴ،دوي دغلته دبنو ديو بل بارعبه منتظم،ښكلي شخصيت امير ممتاز خان ذكرهم كوي چې په ازاد سكول كښې هېډماسټر وهٴ .دډاكټر محب وزيردوېنا اودګل ايوب خان سېفي د كتاب 'تاريخ بنون وزيرستان' مطابق 'مقصود جان په 'علي ګړھ كښې باچا خان ته بنو ته دراتلو دعوت وركړے وهٴ ،اميرمختيار او زامنومقصودجان او امير ممتاز خان سره په ليدلو دبنو دخلافت كميټي په كانګرېس كميټۍ كښې مدغم شوه' ډاكټرمحب وزير امير ممتاز خان دبنو دميراخېلو وړومبنو خدائي خدمتګارو كښې ګڼي' .ولې ډاكټر سهېل خان ليكي 'چې ليدل كتل ئې دلاهور جېل كښې شوي وهٴ او دسول نافرمانئ په وجه ئې دتعليم تحصيل پرېښے وهٴ  او په اتمانزئ ازاد سكول كښې مقصودجان وړومبے صدر مدرس او بياددهٴ په چټۍ امير ممتازخان صدر مدرس ټاكلے شوے وه'ٴٴ.

شعر ته دمېلان په باب مفلس صاحب وائي ،'پلار مې شاعر وهٴ ليكل به ئې كؤل،او 'پښتون' مجله به زمونږكورته راتله'،.. 'اول مې شاعري اردو كښې شروع كړې وه ،پېښور كښې بالاحصار ته مخامخ دسيكانو كالج وهٴ،'كېسركياري' دهغوي رساله وه،يو سيك وهٴ چې  'نارنګ ' تخلص ئې كولو، هغهٴ به زمونږ دشاعرئ اصلاح كؤله. خو په ازاد سكول كښې دخپل استاد اجمل خټك صاحب په مشوره مې پښتو كښې شروع كړه، جهانزېب نياز صاحب  په سبق كښې زمونږ نه يو كال وړاندے وهٴ،دهغوي دسكول پريښودو تقريب كښې مې  داجمل خټك په وېناپه دې طرحه شعرونه ليكلي وهٴ،'ددے چمن نه دغه ښكلے بلبلان وزي

ماپرې نظم وليكلو او بيا مې دپښتو دشعر سفر شروع شو'،ادبي دنيا ته درسمي داخلېدو متعلق دوي وائي چې 'ډاكټر خانصاحب سره يو طبي معاون (كمپاؤنډر)وهٴ،بائي جان نومېدو،هغهٴ سره 'اسلم' مجله وه،درضا مهمندي ډېر ښكلے اوخوندور نظم'لوږه' پكښې شائع وهٴ،،ما چې ولوستو، (مدير) ته مې خط ولېږلو،هغه (كاكاجي صنوبر حسېن) خط پسې دلته  هشنغرته راغلو، زه منډۍ كښې منشي وم،چې زهٴ ئې وليدم،او په تپوس ورته ماووئېل' چې زهٴ مفلس درانے يم،ډېرحېرانه شو،وېل خط تاماته ليكلے وهٴ،؟ ماوئېل جي هو'،كاكا جي بيا زمونږ حجره كښې راسره شپه وكړه،اعظم(ډاكټر اعظم مرحوم) وېل خان دادا(ماته به ئې خان دادا وئېل) دا څوك دے؟،ماورته وېل داخولوے  عالم اوشاعر دے'،دماسټر عبدالكريم متعلق پوښتنه باندې مفلس صاحب اووئېل ،'ماسټر صاحب ښهٴ مقرر،ښهٴ منتظم،اوډېر متاثر كونكے وهٴ،دازاد سكول دسرګرميوپه حقله ئې وئېل.'موهن داس كرم چند ګاندهي ازاد سكول (دمئ په اتمه كال نولس سوه اتهٴ دېرشم) ته معائنې دپاره راغلے وهٴ،او ماته ياد شي نور مشاهير به هم راتلل.ازاد سكولونو باندې د خوانينو درد عمل متعلق ئې اووئېل،'مقامي خانانو دانګرېزانو مرستې كؤلې او هغوي دانهٴ غوښتل چې پښتانهٴ دې سبق اووائي'

دازاد سكول دنصاب په حقله ئې  دپوښتنې په حقله ئې ووئېل چې 'ازاد سكولونو كښې ددينيات برخه زياته وه'

'كله چې ترې دناويشلي هند دوېش دمخالفت متعلق پوښته وشوه نو دوي ووئېل چې'دپاكستان دجوړېدو مخالفت هغه وخت په بل بنياد وهٴ چې مسلمانان دې متحد او يوځاے پاتے شي،خو كهٴ اوس پاكستان نهٴ وهٴ نودلته به څهٴ وهٴ'؟ددوي په خيال داولسي شاعرانو'شادمحمد ميږي،عبدالمالك فدا،ماسټر عبدالكريم،اوستي جان نظمونو كښې ډېر اثر وهٴ،دتعليم درڼا دخورېدو په باب دوي وائي چې ' دازاد سكول نه پس (نورو ښارونو/علاقوكښې) تنظيمونه جوړ شوهٴ او ددغه تنظيمونو په ذريعه دغه سكولونه نورو كلو ته خوارهٴ شول ځكه نورو مشرانو هم غوښتل چې ماشومان ئې دعلم او پوهې په كالوښائېسته شي،مونږه په سكول كښې هم دطالب علمانوهلكانو يو تنظيم جوړ كړے وهٴ،خداے بخښلي جهانزېب نيازصاحب سره هم يوه عهده وه پكښې (هېر دي رانه) اوزهٴ ئې جنرل سېكرټري وم،يو هندو هم راسره وهٴ،ګوهر(؟) راسره وهٴ،'

داولسي ادبي جرګې داشنغرښاخ  متعلق دوي وائي،'كاكا جي صنوبر حسېن چې دلته راغلو نو دلته ئې داولسي ادبي جرګې يو ښاخ جوړكړو،دۤډاكټر اعظم اعظم صاحب په ذكر ئې ووئېل 'هغه جينئيس وهٴ ، دسائينس طالب علم وهٴ كهٴ ادب ته نهٴ وهٴ راغلې ،بلې شعبې ته تلے وهٴ ،هلته به ئې نوم ګټلے وهٴ،ادب كښې هغهٴ وقار جوړ كړو،دهغهٴ اصلاح ما كؤله، ځان ئې امر كړو'.كاكا جي سره دليدو كتو په بحث كښې وائي 'كاكاجي سره زما بل ملاقات دپېښور ډبګرئ خواؤشا كښې شوے وهٴ،يوه وړه كمره كښې وسېدو،(عبدالخالق)خليق او سمندرخان سمندر(صاحبان) ورسره ناست وهٴ،زهٴ چې ورغلم كاكاجي ورته وئېل 'داشاعر دے' هغوي اووئېل 'چې بيا خو دې مونږ ته څهٴ واؤروي'،ماغزل واورؤلو:

'دكټ پوزي مرګ ته هم مرګ وائې   مرګ خو په سرددارمزه كړي'

هغوي كاكاجي ته وئېل دے خو دې هم په خپل خيال راړؤلے دے'،'زهٴ ښهٴ شاعر وم،خو دنورو په مشوره نثر ته لاړم،اوافسانې ليكل مې شروع كړهٴ. په پوښتننه ئې اووئېل چې 'افسانه مې ځكه خوښه شوه چې افسانه كښې ابلاغ په اسانه كيږي او بل افسانې ته راتلل ضرورت وهٴ،ماداردوافسانې لوستې وې،خصوصا دكرشن چندر...بيا په كال نولس سوه دوه پنځوسم 1952ع کښې ائرفورس ته لاړم كوېټه كښې دوه نيم كاله تربيت نه پس مشرقي پاكستان چټاګانګ ته مې بدلي وشوه،يوه ورځ دفتر كښې ناست وم،ائېر فورس پوليس زما دافسانو كتاب لاس كښې نيولے راغلو،هغوي ته چا ترجمه بدله كړې وه،روزانه به ئې راغوښتلم هسې به ئې انتظار كښې كښېنولم،ذهني كوفت وهٴ،دپېښور يو افسروهٴ مانه ئې تپوس وكړو ماورته قصه تېره كړه،بل افسر رانه دتعليم تپوس وكړو ماوئېل لسم،نو وئېل تعليم دے لسم دے او ليكي دا،؟،وئېل ئې 'ائي اېم بي اېس سي'،وروستو معلومه شوه چې دغه رپورټ له افغانستان نه راغلے وهٴ چې هلته زماداغزل او نظم شائع شوي وهٴ'.

'غم ددوران هغسې دے څنګه چې وهٴ تراوسه'.'وروستو دلته 'هشتنغر ادبي جرګه' جوړه شوه،دسروس دوران كښې ډېر سخته زمانه وه پښتو كښې خبرې كؤل ګران وهٴ افسانې ،لكه 'الله كے نام پر' شايد دهم دغه حالاتو عكاسي كوي.

دسبكدوش كېدو نه پس ادبي هلوځلو ذكر كوي چي 'زهٴ چې  ريټائرمنټ باندې  راغلم نو بيا ادب زما ضرورت وهٴ خلقو زهٴ هېر كړے وم،اشرف غمګين او مرتضي شاهين قابل انسانان وهٴ غمګين ډېر بنيادي كاركړے دے ،شايد كهٴ دوي نهٴ وے  نو پښتو به له دې ځايه وتلې وه،دپښتو ادب دموجوده رجحان  په حقله وائي چې' پښتو اوس جنوبي ضلعو ته تلې ده'.

دخپل دور دنظم او نثر متعلق خپله رائې داسې څرګندوي،'دماسټر كريم دنظم اونثر جواب نشته، ددوي طريقهٴ كار اسلوب ځانله دے،دهغه زمانې نثرليكونكيو خدادقابليت لرلواوبيا غني خان،جينئس وهٴ،هغه يو ازاد سړے وهٴ،دباچاخان زوے وهٴ،هغهٴ له دوېنا چل ورتلو،الفاظ ورسره وهٴ،الفاظ ئې ايجاد كړي وهٴ'.

دخدائي خدمتګار تحريك پښتو ادب ته  دوركړو ضمن كښې وائي،' سياست او س ادب نه لاړو خو سياسي شعور ئې وركړو،تنقيد او تحقيق نظريه جوړه شوه،او اوس پرې نور كار اسان دے' ماحول معاشره ډېر په تېزئ سره روانه ده،اوس(ادب كښې) سطحيت دے،ژوروالے نشته'.

دادبي تنظيمونو ذكر كښې وائي،'سرحد پښتو ادبي جرګه شېرشاه ترخوي صاحب جوړه كړه،اجلاسونو كښې به ئې ما ګډون كؤلو'.دوي دخپلو همعصرو اديبانو ذكر كښې وائي چې ،'قلندر اومهدي شاه باچا به اعظم له راتلل،زما هم ورسره ملاقات وهٴ،ساهو ليكونكيو مركې ته به پابندئ سره تلل وهٴ'

صحافتي هلې ځلې بيانوي چې 'اوس هم دانګرېزۍ ژبې ورځپاڼې' فرنټئر پوسټ' دنمائنده په توګه زمانوم راځي،هغه وخت به زهٴ مازيګر رپورټونو جمع كؤلودپاره پېښور ته تلم،صحافت كښې مې دفضل احد باچا اوحاجي ګل كرم نه انسپائرېشن اخستے وهٴ'.

دپښتوافسانې متلعق ددوي په خيال 'دمهدي شاه باچا افسانو كښې سياست ډېر دے،تاريخ دبادشاهانو او ادب داولس خبره كوي،' 'نو ايا ادب كښې سياست نهٴ دے پكار؟''،نه،اوس هم سياست ادب كښې ضرورت دے خوادبي فنپاره ځانله حيثيت لري'

دچارسدې دادبي تنظيمونو په باب دوي اووئېل چې د'پشكلاوتي ادبي مركز'ډېر اجلاسونه شوي دي،سليم راز،ودود اشنغرے،مرتضي شاهين،اشرف غمګين،اكرام الله ګران،اشرف مفتون او اعظم صاحب غوندې لوے اديبان ئې راغونډكړي وهٴ ،او(ډاكټر)مصطفى كمال په خپلو كوششونو دغه تنظيم متحرك ساتلے وهٴ،البته اوس هغسې متحرك نهٴ دے پاتے'.

دخداے بخښلي اشرف مفتون باره كښې وائي' دمفتون زما راغوښتل په خاص انداز وهٴ،ماله به  ئې څهٴ خاص ډالۍ راولېږله لكه قلم،ګړۍ وغېره،يوه ورځ ئې رقعه راولېږله،لاندې ورته مفتون ليك وهٴ، زهٴ پوه شوم،ورغلم ،ورته مې وئېل  د'غني ورځ' نمانځو،راضي شو،دتقريب په ورځ دوېم نشست كښې جهانزېب نياز صاحب هم راغلے وهٴ،دروان تقريب اختتام كښې ددوي دمرګ خبر راغے،مازيګر ئې جنازه وشوه،مفتون ښهٴ شاعر وهٴ خو ځانته محدود وهٴ،ماته به ئې وئېل چې 'خلق وائي چې مفتون ځانته خوښه دے زهٴ چاله لاړ شم؟'.

دافسانو مجموعه 'دسروغاښ' نومبر1995)ع) كښې 'مخ روڼےترعنوانه مفلس صاحب ليكي چې'شايد وړومبۍ افسانه 'رقاصه' مې په كال 1945ع كښې ليكلې وه چې هغه وخت'افغان' كښې شائع وه' وړاندے ليكي،' دملازمت دوران كښې دوي د'بې سره' او 'ګران شهزاده' په نومونو هم ليكل كړي دي' .محترم ډاكټر شېرزمان طائزے ئې دغه مجموعه كښې 'غونډې افسانې د ګجرې،پت نشان،دبوډۍ ټال شيندي ګل،نوے سحر،چارګل،اوهينداره همزولې ګڼي' او ليكي چې 'كهٴ هغه وخت چاپ وې نو يقينا دوي سره به كلاسيك ګرځېدلې وې' دې مجموعه كښې 'خازه' نومې افسانه 1950ع كښې ليكلې شوې ده چې په پوره ډول علامتي ده' نولس افسانې 1948ع نه تر کال 1993ع پورې،زياتې افسانې داووَمې لسيزې پورې  لیکلې شوي دي  چې ددوي دملازمت دوران ښائي.

'ساخني'(1987) ددوي دشعرونو مجموعه ده. خداے بخښلے پروفېسر افضل رضا صاحب ئې 'پشتوكتابيات' كښې د' پشتو او انګرېزي  استاد او لارخوونكے'( 1984ع) كتاب ذكر هم كوي.دوي په خپله سينه دننه دادب،تاريخ،اوشعر يوژور سمندر لري خو څنګه چې حق لري هغسې ئې ذكر په ادب كښې نهٴ راځي تردې چې داشنغر ادب كښې هم نهٴ ،الله پاك دې ئې په عمر،علم او عمل كښې بركت واچوي.

اټوګراف كښې ئې راته وليكل،'خپل ځان پېژندل لوے علم دے'مفلس درانى ' دستخط سره ئې 29-8-2020نېټه ليكلې ده.

— mit Muhammad Usman Seemab.

-
بېرته شاته