(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)
Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
خـــــــــــــــوږه رهبره زمونږ
یادونه: دانظم دپښتنو د رهبر ولي خان با با په جنازه ویلی شویدی
د رڼا ستوری د پښتون د سپين سحره زمونږ
خـــــــــــــــوږه رهبره زمونږ ، زمونـــــږ نه مه ځه
په خپل کردار د سياست د اسمان نمره زمونږ
خــوږه رهــبـــره زمــونــږ ، زمــونږ نه مــــه ځــــه
تۀ مـينـه، مينه د بــابـــا فـــخـــر افــغــان يــې زمـــونــــــږ
د ننګ په توره پښتونخوا ته خوشحال خان يې زمونږ
د رورولیــــو د کـــــاروان ، لـــويــــــه خـــېــبـــره زمــــونــږ
خـــوږه رهــــبـــــره زمـــــونـــــږ ، زمــــونــــــږ نــه مــــه ځــــه
هلته د جنګ د آزادۍ د مورچلونو غــــــــازي
دلته د سرو جامو لښکر د سنګرونو غـــــازي
په پاکستان کې د جمهور د مېدان سره مه ځه
خــوږه رهــبـــره زمــونــږ ، زمــونږ نه مــــه ځــــــه
د قام پرستو د روښانه سياست رهـــبره
د سړيتوب د شرافت او د خدمت رهـبـره
د سړي خور نظام ډغرې ته لښکره زمونږ
خـوږه رهـبـره زمونــږ ، زمـونږ نه مــه ځــــه
ته ځورېدې بندي کېــدې توره فضا دغـــه وه
چې سر دې نه ښکته کولو ستا ګــناه دغــه وه
نن دې قايل خپل او پردي د زړګې سره زمونږ
خـــــوږه رهــبـــره زمــونــږ ، زمــونږ نه مـــه ځــــه
که په نړۍ دا دی راغلی دی طوفان د بدلون
ستا په تکل د رورولۍ تړلې ملا ده پښتون
ستــا د مرام چغه راځي د لر او بره زمونـــــــــږ
خــوږه رهــبـــره زمــونــږ ، زمــونږ نه مــــه ځــــه
د جدايۍ غږ دې بېدار کړو پلی سور رهـــبـــره
کۀ خېر وي دغه دی جوړيږي کور او رور رهبره
سره به شي چغه د خټک له هر ډګره زمـــــــــونږ
خــــــوږه رهــبـــره زمــونــږ ، زمــونږ نه مــــه ځــــه
دپښتنو قامی سنګر
Koga rahbara zamong
Ajmal Khatak Baba
بېرته شاته |