ویښ زلمیان
[14.Oct.2020 - 09:33]دویښ زلمیانویوسیاسي شخصیت
عبدالغفارفراهي
دنیکه مرغه ښاغلی عبدالغفارفراهي اوس زموږسره شتون لري اوژوندی دی اودامریکا په ویرجنیاښارکي ژوند کوي.زه فکرکوم چی ښاغلی عبدالغفارفراهي به دویښ زلمیانودورستیومشرانوڅخه وي چي نن زموږ سره دنیکه مرغه سته. عبدالغفارفراهي دافغانستان یوسیاسي، تولنیز،لوړفرهنګي شخصیت دی. چي موږ افغانان ئې په مبارزواوادبي لاسته راوړنوباندي فخرکوو. ښاغلی فراهي صاحب دډیروسترو،مهمواثارواو کتابونوخاوند دی. هغه نه یوازی دسیاست په میدان کي یو ځلیدلی ستوری دی، بلکی هغه دپښتودادب اوقلم ډیرښه لیکوال دی.دګران استاد فراهي صاحب سره دنیکه مرغه زه ډیره ښه ملګرتیااوپيژندلګلوي لرم.زه دښاغلي فراهي صاحب دآزادفکر، هیواد پالني روحیه او دهغه ټولنیزدریځ دې ته ااړایستم چي دده په باب هغه تاریخي لاسته روړني چي ښاغلي فراهي صاحب ئې لري هغه دتاریخ دزرینوپاڼوجزء کړم.
په دې کي شک نسته چي دښاغلي عبدالغفارفراهي صاحب دژوند ډیره برخه به دهیوادپالني په سیاسي اوټولنیزوکارونوکی تیره سوې وي.اولااوس هم دهیواد پالني په روحیه دهیواد پالني مینه پالي. موږ دښاغلي فراهي صاحب دژوند ځینو برخو ته را ګرځو.
لومړی : ښاغلی عبدالغفارفراهي په ۱۹۳۷م کال کی دمی دمیاشتي پر ۳۱ نیټه چي د۱۳۱۴هـ ش کال دجوزا دمیاشتي د۱۱ سره سمون خوري دې نړۍ ته سترګي رڼي کړی دي. چي په دې حساب اوس د۸۳کالو په عمرزموږ سره ژوند کوي.
عبدالغفار فراهي ددین محمد خان نورزي زوی اودعبدالرحیم خان لمسی نورزي دی، چي نوموړی پلاراونیکه ئې دولس خدمتکاران اودخپلوسیمونامتوکسان وه،دعبدالغفارفراهي پلاردین محمد خان په ۱۹۵۵ م کال کي دلوی جرګې غړی وو. اوهمدغسي دفراهي صاحب اکا ښاغلی سلطان محمد خان فراهي هم دقوم وتلی لوړشخصیت تیرسوی دی چي زما دخدای بخښلي نیکه حاجی محمد انورخان اڅکزي دپيژندوکسانوڅخه هم وو.ښاغلی عبدالفغار فراهي په قوم نورزی او دنورزو دقوم دنامتو کورنۍ څخه دی.دښاغلي غفارفراهي پلاریو ښونیزشخصیت وو. چي دښووني او روزني دبهیر سره ئې مرستي هم کولې، او همدغسي دوخت په ځینو رسنیو کې مقالې او شعرونه هم د دفراه په اخبارکي چي دسیستان په نوم اخبار ؤهم هلته خپاره سوی دي.او خپله عبدالغفارفراهي صاحب هم دخپل پلارپه تشویق په نوموړي اخبارکي مقالې خپرولې. چي لومړۍ مقاله ئې دپښتانه ترعنوان لاندي په کال ۱۹۵۸ م کي خپره سوه.هم دغسي دخدای بخښلي محمدین خان دعلاقي له مخي دوخت نامتو اخبارونه به فرا ته راوړل کیده.لکه : انګار ـ وطن ـ ندای خلق اوولس اخبارونوئې دټولني دمنورینو سره شریکول. اوخدای بخښلي محمد ین خان به دوخت دمنورینو سره دملي مبارزوپه درشل کي ټینګه همکاري کوله.دهمدغو اخبارونو په ډیره بیا دانګارجریده چي دسیمي ژبه ئې کاروله دفیض محمد انګارپه توانمندی سره خپریدله اودامتیازخاوندئې خپله خدای بخښلی انګارصاحب وو.دښاغلي عبدالغفار فراهي صاحب افکاردویښ زلمیتوب وسیاسی مبارزې ته تشویق اوپه سیمه کي نامتوسیاسي مبارزاودخپرونو په میدان کي لیکوال کړ.
محترم عبدالغفارفراهي صاحب اوس هم دهغه اخبارځیني علمي اوانتقادي مضمونونه په ذهن کی دي اودغه بیت چي دانګار داخبار څخه را انتقال سوی دی او س هم دفراهي صاحب په لیکنوکي دنوموړي دذهن څخه انعکاس کوي چي وا ئي: ( دنبی پر مسئله ناست ئې فاسقه ـ که می نه کړې مسلمان انګاربه نه یم ) او همدغسي دیوه دری شعر نمونه هم ښاغلی فراهي صاحب یادوي :
انګاربه وطن افتید وندای خلق برآمد
همدغه اخبارونه او دسیاسي غورځنګ څپې په هیواد کي خپرې وې، چي خدای بخښلي دین محمد خان فراهی به دخپل زوی عبدالغفار فراهي سره شریکول او ده به لوستل چی دغه منورموج په پراخه پيمانه دښاغلي غفارفراهي پرافکارو ټینګه اغیزه وکړه اودملی غورځنګ وشاته ودریدی.اودغه وخت به ښاغلی فراهي ددولسوکالو په عمروو. چی دښوونی اوروزني بهیر ته ئې ملاوتړله او دحبیبې لیسه ئې دبکلوریا ترکچی ولوستل اورپسې ئې دحقوقودسیاسي علوموپه څانګه کی زده کړه تر سره کړه او دهمدغه فا کولتې څخه فارغ التحصیله سو. اودافغانستان دبهرنیو چاروپه وزارت کې دنده ترسره کوله. اودهغه څخه وروسته بیا دخپل محبوبیت او سیاسي پوهي له مخي دافغانستان ددیرلسمي تقنینی دورې دولسي جرګې انتخابی غړی وټاکل سو.
ښاغلي عبدالغفارفراهی په دغه ستونزمندو شرایطوکې ځان اعیارکی، داهغه وخت ووچی دی دحبیبې دلیسې په منځنیو ټولګیونهم اویا لسم ټولګۍ کي به زده کونکی وو، چی دنوموړی پلار خدای بخښلی دین محمد خان ۱۹۴۹ م کال هغه کال وو چي دپاکستان او دافغانستان ترمنځ اړیکي خړی پړي سوي وې. اودپاکستان حکومت خان عبدالغفارخان،خان عبدالصمد خان، محمد ایوب خان اڅکزی اونورمشران دپښتنو بندیان کړه.اودافغانستان دولت هم په نظامي برخه کی خپل قوتونه تقویه کړه، دلته دافغانستان اوپا کستان سرحدونه وتړل سوه اوپا بندۍ ډیري سوې. تجارتي مالونه بند کړه سوه دخبرولاره هم بنده کړه سوه. اوپه مقابل کښې د۱۹۵۵م کال په لویه جرګه کښي دافغانستان اوانګلیستان هغه ټوله تړونونه چی دانګریزانوسره سوی وه . هغه لغوه اعلان سوه په دغه جرګه کی خدای بخښلی دین محمد خان فراهی هم غړیتوب درلود.اودلوی جرګې انتخابی غړی وو.اونوموړې لویه جرګه که دیوه پلوه دخپلي خاوري یا دډیورنډ د نا منلي کرښي ټولي پریکړي لغوه کړې وې،خو دبلي خوائې دهغه احتمالي جنګ په مقابل کی دخلکوڅخه دافغانستان ددولت اختیارترلاسه کړ، چی دجنګ پرضد دجنګ وسلې ترلاسه کړي.اودغه مؤافقه هم وسوه. نو دافغانستان دولت دخلکودغوښتني سره سم داتحادي جماهیری شوروي اوچک سلواکې دهیواد څخه دنظامي مرستوغوښتنه وکړه.ځکه ئې دسوسیالیستي دولت څخه غوښته وکړه چي: داوخت هم پا کستان دامریکا او انګلیستان دپاره یوه نظامي پایګاه وه. اوجنګی ستراتیژیکی ساحه وه.او پټ اوښکاره به ئې دپا کستان ګټي ساتلې ځکه دغه هیواد هم خپله دوی دهند اوافغانستان پرخاوره جوړکړی وو.
ښاغلی عبدالغفار فراهي په دغه وخت کې چي حالات ترینګلی وه،پلاراوکورنۍ ئې دسیاست پرمیدان دهیواد په چاروکی بوخت وه په همدغه دوران کی چي ښاغلي غبدالغفارفراهي لادحبیبي په لیسه کي دنهم ټولګی زده کونکی وو.دجمیلې نومي پیغلی سره واده ئې وکړ. چي دغه وخت ئې هم دکور مسؤلیت ورپه غاړه سواوهم دښووني اوروزني په زده کړه اخته وو.هم ئې دهیوادپه چاروکي فعاله برخه درلودله.چي دواده ثمره ئې دوه زامن اودرې لوڼي سوې.زامن ئې هریوعبدالجبارفراهي ، بریا لی فراهي او لوڼی ئې بلقیس فراهي، تورپيکۍ فراهي او ګلالۍ فراهي دي، چی دوخت ښوونیز کسان حسابل کیږي.
ښاغلی عبدالغفارفراهي دکورنۍ په جوړښت کي لس ورونه اوپنځه خوندي درلودلې. چي ټوله ئې دهیوادپالني په روحیه دهیوادپه چاروکی بوخت دي.
چي ددې جملې څخه ئې زما ډیرنژدې دوست اودښوونی اوروزنی دبهیرترډیره وخته ټولګی وال تیرسوی دي، غلام نبی فراهی دی. چي دپوهنتون ددورې څخه را نیولې بیا دماسترۍ تراخیرنی وخته په یوه ټولګي اویوه چوکۍ کی سره څنګ پر څنګ ناست اوخواږه ملګرتیا موتراوسه هم دوام لري.برسیره پردې مو دبلغاریا هیواد ته هم یوڅومیاشتنی دستونزوډک سفرهم سره تیرکړی دي.چي تفصیل به ئې نوروخت ته پریږدو.
دښاغلی فراهي صاحب پيژندنه :
ښاغلی عبدالغفارفراهي دوخت دډیرومنوروکسانوسره پيژندلګلوي اوشناخت درلود. چي دځینو نومونه به دنمونې په توګه ولیکم .
قاضي القضات پوهاندعبدالسلام عظمي ،ډاکټرمحمد حسن شرق ، پوهاند محمد حسن کاکړ،غلام محی الدین زرموال،ګل پاچاالفت ، محمد علم بڅرکی ، ننګیالی بڅرکی ،خان محمد ایوب خان اڅکزی،محمد حسن ولس مل، محمد ګل خان مومند،کاندید اکاډمیسن محمد صدیق روحي،کاندیداکاډمیسن محمد ظاهر افق.حبیب الله تږی، عبدالحمید شنواری،عبدالستارشالیزی،محمدهاشم میوندوال،محمدموسا شفیق و عبدالروف بینوا،سید تاج الدین خان،سیدمسعود،محمدابراهیم خوا خوږی،کاندید اکا ډمیسن محمدابراهیم عطائي،محمدانورنومیالی،نوراحمدشاکر،ډاکټرمحمد انورافغان،ډاکټرمحمد طاهربورګی،محمد عمرساتی، نورمحمد نور،اویو تعداد نورو دوستانواومخوروکسانو سره دښاغلي عبدالغفارفراهي سوسیالوژیک ژوند اواړیکی داپه ډاګه کوی چي دډیرو مهمو کسانو سره ئې ناسته اوولاړه درلودله. چی دغه ملګرتیا او محیط دده دژوند فعاله برخه جوړوي.
عبدالغفارفراهی دخدای بخښلي کاندید اکاډمیسن محمد ظاهرافق په باب لیکي:
دمحمد ظاهرافق سره زما دوستي او پيژندلګلوي په کال ۱۹۶۳م کی را پیل سوه.او ترننه ادامه لري. دکابل پوهنتون دژورنالیزم دپوهنځی څخه فارغ التحصیله سوی دی. او پوره بادانشه اوپرانډیوالۍ باندي ټینګ انسان دی.
افق صاحب ددیموکرا ټیک خلق دلومړۍ کنګرې یا مؤسیسي کنګرې غړی وو. او دخپلو خاصو اصولو پر بینا ډیرژرددغه جریانه جلاسو.چي اوس هم دخپلي عقیدې ملګری لري.دده پخوانیوملګروبله لاره غوره کړه ولی دی؛ درحمان بابا ددغه شعرپرجوړښت :
لکـه ونه مستقیم پر خپل مقام یم
که خزان را باندي راسي که بهار
ښاغلی محمد ظاهرافق :دپښتنویوې دانشمندی او مبارزي کورنۍ ته منسوب دی.چي دډیورنډ دکرښي پردواړوغاړوپه ګلیستان اوکندهارکي ژوند کوي.چي ددغه کورنۍ غړودکندهاراوکوټي په سیاسي مبارزاتوکې فعاله برخه اخیستې اوبندیان شوی دي.چی دلته دویښ ځلمی محمدانورخان اڅکزی وخان عبدالصمدخان اڅکزی،محمد ایوب خان اڅکزي محمد علم بڅرکي،جعفرخان اڅکزي اومحمود خان اڅکزي نومونه دیادولووړبولم. دغه وخت افق صاحب په کاناډاکی ژوند کوي.
دښاغلي عبدالغفارفراهي صاحب نظردسیمي په کچه:
برسیره پردې چي دنړۍ په کچه دستروقدرتونوترمنځ رقابتونه موجود وه.اوامریکا دوخت دسوسیالیستی هیوادوپه مقابل کې دcento نظامي اتحاد رامنځته کړ.چي ددې اتحاد اصلی غړي پاکستان ، ایران اودترکیې هیوادنه دي.ښاغلی فراهی صاحب په دې اند دی: امریکا ئیانوغوښتل چی افغانستان هم ددغه اتحاد غړی سي.خو څرنګه چی افغانستان دایران او اوپاکستان سره په اړیکوکې ستونزي درلودلې،چي دایران ستونزه دهلمند داوبوپرسررامنځته سوې وه او ډیری اوبه ئې دافغانستان څخه غو ښتلې.اوافغانستان ددوی غوښتنوته مثبت ځواب نه سوورکولای.اوهم پاکستان دپښتونستان پرسرخبروته نه اماده کیدی.ددې علت ممکن داوی چي ترڅوچی دایران اوپاکستان سره اوسني کړاونه موجودوی،افغانستان نه سي کولای چی ددغو هیوادونوسره په نظامی اتحادکی شامل سي، خو دبله پلو اتحاد جماهیری شوروی چی دافغانستان سره ۱۴۸۱میله اوږدسرحددرلود افغانستان ددغه سترقوت په مقابل کی ودریږي. دغه وخت داسي وختونه دي چي دنړۍ نوي دپرمختګ په حال کی هیوادونه یعني دریمه نړۍ هیوادونه خپلی آزادۍ ته درسیدوپه حال کی دي او دهند نیمه قاره هم دانګریزانو داستعماری ستمه خلاصه سوې ده خو انګریزان بیا هم دځان دپاره دپښې دقدم ځای دپا کستان په نوم هیواد کی ځان ته پریښوداودننه،په افغانستان کی هم دډموکراسۍ غورځنګ سررا ښکاره کړی دی او دسردارمحمد هاشم خان پرځای سردارشامحمود خان صدراعظم سو.داغه کال ۱۹۴۶م کال دی او داومی دورې شوراته هم ځینوچپواومنورو۱۵ کسانولاره پیداکړه . چي ددې جملې څخه : میرغلام محمد غبا ،عبدالرحمان محمودی،عبدالحی حبیبي ګل پاچا الفت او داسی نورکسان وه. برسیره پردغه لوی قدم دهیواد قانون هم به ۱۹۵۱م کال کی تصویب سواودانګار جریده ،ندای خلق ،وطن ،ولس او داسی نوري خبرونی را منځته سوې.چي ددغه وخت نړیوالوشرایطواوداخلي شرایطودښاغلي عبدالغفارفراهی پرافکاروځانګړی اغیزی وکړې اوښاغلی فراهی صاحب ئې دهیوادپالني وښوافکاروته اماده کړ، البته لکه مخکی چی هم یادونه وسوه، چی دیوه پلوه که په هیوادکي ملي غورځنګونه دتحول اوپرمختګ په حالت کی وه، خو دبله پلوه دښاغلی فراهي صاحب کورنۍ هم دځپل وخت په مترقی سنګرکی ولاړه او دمبارزې په لومړی قطارکی یوه مبارزه کورنۍ وه. چي دښاغلی فراهی دیادونی سره سم دهغه خدای بخښلی پلار چی دخپل وخت دسیاسی غورځنګ فعاله حمایه کونکی وو، دعبدالغفارفراهی په روزنه کې ډیره مرسته کړیده.اوعبدالغفارفراهي هم دخپل پلاردین محمد خان دښې روزني اوپالني یادونه په بیا،بیا کړیده، هغه ئې دخپل وخت دمترقي غورځنګ یو پياوړی مخکښ ګڼلی دی. چی نه یوازي به خپله کورنۍ کې بلکي؛دفراه په ځوانانواودهیوادپه کچه په ځوانانو کې دتنویرڅراغ لګولی دی. ښاغلی عبدالغفارفراهي دخپل پلارحق هم په بیا،بیا سرادا کړی دی. او خپل یو نامتو کتاب یا اثرئې چي (افغانستان ددموکراسۍ او جمهوریت په کلونوکې) د ۱۹۶۳ – څخه تر ۱۹۷۸م کلونوپوری لیکلی دي نوموړی اثر ئې دخپل پلاردین محمدخان په نوم داسي اهدآ کړی دی ( داکتاب خپل محترم پلارارواښاد دین محمد خان ته اهدآ کومه).
دښاغلی فراهی صاحب کتاب چي په ۳۰۶مخونوکي لیکل سوی دی، یوخورا ډیر درنداودوخت دپيښو پربنسټ یوبارزښته کتاب دی، چی ویل ئې دهرافغان دپاره پر ضرورت برسیره یوحتمي کاردی.په ځانګړې توګه دهغوکسانو دپاره چي دافغانستان په سیاسي چاروکي فعاله دي. په نومړی کتاب کی دخپل وخت دډموکراسۍ دوختو دشاه محمود خان دوخته را پيل کیږي اوبیا په مختلفووختونوکي دډ موکراسۍ دشکل دتغیرسره سم یو بشپړه تحلیل په همدغه کتاب کي دهغو موضوعکانو سره لیدلای سی، کوم چی فراهي صاحب په ډیرمستند ډول دغه موضوعګانی څیړلی دی اوپه تاریخی اسنادو ئې هره موضوع راوړې ده.په کتاب کی بشپړه بیطرفي په نظرکی نیول سوې ده، اودغه ثابت اثربه دافغانستان داوسنی وخت اوپه تاریخي لحاظ دراتلونکي نسلونودپاره یوپه زړه پوري کتاب وي اوارزښت به ئې ورځ تربلي ډیریږي.
ښاغلی عبدالغفارفراهي صاحب دافغانستان دملي او ډیمو کرا ټیکوخلکو دجملې څخه دی.چي دهر ډول سیاسي افراط څخه کرکه لري. اویووتلی سیاست پوه،ټولنیز شخصیت دی، چی خپله ئې په رسمی ډیپلوماټیکو ماموریتونوکې کارکړی دی .او هرځای چې ئې رسمي کارکړی دی هم هلته ئې دخلکو په منځ کی ښه محبوبیت هم درلودلی دی.ما تر ډیره وخته ښاغلی عبدالغفار فراهي نه ؤ لیدلی،خو دهغه دسیاسی ژوند اوفعاله هیواد پالنی دروحې څخه می معلومات درلودله. دا ځکه چی لکه څنګه چی می مخکی یادونه وکړه چی دعبدالغفارفراهی ګشرورورغلام نبي فراهي زما دډیرونژدوملګرواودوستانو دجملې څخه دی.اوماغلام نبی فراهی څخه دهغه دکورنۍ اوعبدالغفارفراهي صاحب په باب خبری اوریدلي وې.اوهمدغسي زما داکازوی محمدظاهرافق چي دعبدالغفارفراهی دډیرو نژدوملګرو دجملې څخه وو، هغه هم ماته دفراهي صاحب دښوافکاروڅخه یادونه کړې وه.نومی ځکه دعبالغفارفراهی سره دلیدو مینه ډیره سوه. چی دنیکه مرغه دښاغلي نبی فراهي په پيشنهادیوه ورخ دښاغلي عبدالغفارفراهی کورته چی په مکرویانوکی وو. ورغلم.اوهلته چی زه ورغلم خوراډیردرانه کسان ناست وه.چی ځینی ئې ما پيژندل. اودځینومی نومونه اوریدلی وه، خو ځینی بیارا ته نا بلده ښکاریده.په دغو کسانو کي خدای بخښلی محمد ابرا هیم عطائي صاحب چی تل دمجلس مالګه وه هغه هم ناست وو.خوزلمی صاحب هم ناست وو.مجلس پرورځنیو خبروباندي ډیرګرم وو.زه هم پسله پيژندلګلوي ، سلام اوروغبړڅخه دغلام نبي فراهي په څنګ کې یو ځای کښیناستم،دمشرانو خبروته مې غوږ نیولی وو. او ډیره توجومی دغفارخان فراهی خواته وه. غفار خان فراهي دهر چاه خبري په غورسره اوریدلې اوخپله هم چپ ناست وو. کله، نا کله چی به ئې په خبروپيل وکی نو هغه به لږ خبری کولې خو ډیري ښې اوپراسنادوبه ئې خبري کولې او په طبعت کي یوه اندازه خاموشه عالم یا پوهه و.دهغه سیاسی تحلیل او پر موضوع بندي خبري زما دپاملرني وړوګرځیدې ځکه زه هم دغه وخت په سیاسی خبروکي اخته اودسیاست په میدان کي فعاله وم او دزحمت کښانودانقلابي جمیعت فعاله غړی وم.اودعلومواکاډمۍ دخپرونودڅانګی دریاست مرستیال وم.پسله هغه چي مجلس یوه اندازه خاموشه سو. نو خدای بخښلي محمد ابراهیم عطائي صاحب زه دمجلس وهغه کسانو ته چي دلومړي ځل دپاره ئې زما سره لیدلی وه.وهغوته وروپيژندلم. عبدالغفارفراهي زما سره مینه پيدا کړه. نو می دهغه سره یوه اندازه مجلس دځان او دفراهی صاحب دپيژندلګلوی په باب وکړ.خو تر یوه وخته هم دلته سره ناست وو. او بیا زه دخدای په امانۍ څخه وروسته دکورپرلوری دغلام نبي فراهي سره رارهی سوم. دهغه وروسته بیاڅوځلی مي دعبالغفارفراهي صاحب سره په کابل کی مجلسونه وکړه. خو دهغه مجلس زما دپاره یو سیاسي زده کړه او سبق ګڼل کیده. داوخت دشورویانودوتلو خبري وې اوبیا وروسته دنجیب دسقوط خبربي اوترهغه راوروسته دمجاهد ینورا تګ کابل ته اودبینسیوان پلان د۳۶کسیزه افغانی نماینده ګانو خبري چي په دغه کي دښاغلي عبدالغفارفراهی دنامه هم اوریدل کیده چي ددغومنورینوڅخه یو مؤقت حکومت پر لاري دی او نجیب به خپل مسؤلیت وه دغه مؤقت حکومت ته پریږدي. خوهغه ټوله خبری امریکا، ناټو اوبینسیوان خرابي کړې.اودپاکستان څخه اوه ډلی او دایرا ن څخه اته ډلي پرافغانستان راوبهیدل اودافغانستان اردو ئې دمنځه یووړاو هغه اسلحې چي ددوی په لاس ورغلې دپا کستاني او ایراني مشاویرونو په قومنده او لارښوونه ئې پر خلکو استعمال کړې هیواد داخلي ناپيش بیني سوي جنګ ته ولاړی. او کوڅه په کوڅه جنګونه ومښلول سوه.زه هم دپا کستان دکوټي ښار ته دمیلنوکسانوپه شان رامهاجرسوم.خوعبدالغفارفراهی صاحب هم دجنوبی پښتونخوامرکزکوټي ته راغلی.او دغه وخت مونودیرښه سره وپيژندل.غفارفراهي دډیرو معلوماتو او دډیرو تجریبودپوهي څخه غني لوی ډیپلوماټ وو. هغه خبري په ډیراحتیاط او سنجش سره کولې اوپرخپلوخبروباندی ئې بشپړه باوراوحاکمیت هم درلودی.که څه هم عبدالغفار فراهی صاحب چی دنورو افغانانو سره چي نا پيژنده وه او ډول،ډول عقیدوخاوندان وه ، چندان شناخت ئې نه کوی. خو زما سره دکورنۍ دشناخت او پيژندلګلوی په اړیکوباندې مجلسونه را سره درلودله اوزموږ کورته هم راتلی.همدغسی کله نا کله به زموږ ښونیزمرکز داحمدشاه بابا علمی ادبي ټولنی ته هم دمجلس دپاره را تلی. اوزما دهغه وخت دده خوږ مجلس هم نه هیریږي. همدغسی دوخت په تیریدوسره څه وخت چی زه دهالینډ هیوادته را مهاجرسوم او بیا می دیوه سفرپه ترځ کي دخور کوربرښنا بڅرکي چي دامریکابه اورجینیاپه ښارکې ژوند کاوه ورغلم . نو سمدلاسه مي دعبدالغفارفراهي صاحب دلیدوغوښتنه وکړه اودهغه په لیدوپه داسی حال کي بریالی سوم . چی زما یوبل دوست یوسفۍ صاحب په مرسته مي دتلفون په وسیله دخبروچانس پيداکی .اودواعدي سره سم محترم غفارفراهی صاحب زما دخور کورته راغلی اوموږ دلته ددریم ځل دپاره سره ولیدل او پرتیرو خاطرومو مجلسونه سره وکړه،هغه دخپل عادت له مخي دهیواد دپيښو په باب دوخت عیني تحلیل او منطق درلودله اوزما دپاره هم په زړه پوري وه.برسیره پر دې ئې دهغه کسانو سره چي دده ئې مجلس خوښ و دهغوی په باب ئې ډیري اوږدې خاطرې را سره بیان کړې، دبیلګې به توګه دخان محمد ایوب خان دزړه ورتیا په باب اوهمدغسي دجعفرخان اڅکزي دکتاب سوالآ او جواب په باب ئې ددغه نوی سبک دستایني په باب اوهغه تیرزحمتونه اودبریالي توب رازونه چی دښاغلي فراهی صاحب په برخه سوی وه. دهغوی په باب چي دټولني یوعینی وا قیعتونه وه او هر چاه ته په زړه پوري وه.دښاغلي فراهي صاحب دخان محمد ایوب خان دخورجین دنا چاپ سوي کتاب خبري دخان محمدایوب خان دمجلس څخه اوریدلی وې او دهغه کتاب په باب ئې په زړه پوري خاطرات وویل.داوخت دخورجین کتاب لا نه ؤ خپورسوی خو څه وخته وروسته نوموړی کتاب دخدای بخښلي محمد ایوب خان دزوی د جعفرخان اڅکزی دخواڅخه خپورکړل سو.ښاغلي عبدالغفارفراهي صاحب په اورجینیا کي په یوه داسي ښکلی اودنعمتونوڅخه په ډک رستورانت کی دعوت کړم ، چي ډیره ښکلې فضأ او دخدای نعمتونه په کښي اوډل سوي وه.اودهمدغه ارامی فضأ په محیط کي مو ډیري خبري دافغانستان دحالاتو په باب سره بیان کړې ، دغه وخت زه فکر کوم چي دطالبانو دوره نوې دامریکا ئیانواوناټوداشغالګرو قوتونو دخوا څخه دشمالي تلوالی په مرسته دمنځه تللی وه او نوی دحامد کرزی حکومت را منځته سوی وو. ځکه چی دخبرو ساحه پراخه وه. نو همدغسي ددغه لوړاو سیاسي مبارز دشخصیت او شناخت پربنسټ ، چی په هر ځای کې ژوند تیرکړی دی هم هلته ئې ځانته خپل محبوب ملګري هم موندلی دي.اودخپل نوم اونښان خاونداوسیدلی دی.په یوبل مجلس کی چی هم په اورجینیا کي مي دښاغلي عبدالغفارفراهی سره په نصیب سوی دی ، هغه دیوه درندسیاسی شخصیت ښاغلي یوسفي صاحب په میلمستیا کي تر سره سوی دی. زموږ دګروپ چي ښاغلی قاهر قادم ، زمری محقق ،شیرغورځنګ هم را سره وه دښاغلي یوسفي صاحب په بلنه موبیا دمجلس چانس ترلاسه کړ.اوهلته مو هم برسیره پردې چي دهیواد درا تلونکو ستونزو پرمختلیفو برخو خبري سره درلودلې، دښا غلي عبدالغفارفراهي صاحب پرنوي لیکل سوي کتاب باندی هم تبصیرې او خبری وکړې.زه په داسی حال کی چی دښاغلي عبدالغفارفراهي دژوند دټولو برخواو دده دعلمی او سیاسي ژوند څخه ستاینه کوم.او دهیوا دیوه لویه سرمایه او پانګه ئې ګڼم . وښاغلی فراهي صاحب ته دنوراوږد ژوند دعا کوم. ښاغلی فراهي صاحب موږته ډیردرانه کتابونه اواثارراسوغات کړی دي چی دهیواد دسیاسي تاریخ او ټولنپيژندني په علم کي بې ساري کتابونه دي چی دنمونې په تو ګه ئې دغه دوه کتابه دعکسونوسره به په دغه لنډه پيژندنه کي خپاره سی .اوتا سوته به ئې دروړاندی کړم. داچی فراهي صاحب یو دقد روړسترمبارزافغان دی.اوزموږ سره اوس ژوندی دی اوپه اورجینیا کي استوګنه کوي.زما ویادیده نو می دغه څوکرښي دده په وباب کي ولیکلې. هغه دوه کتابه ئې عبارت دي: زما ژوند اوخاطرې ـ افغانستان ددیمو کراسۍ په کلونو کښي.دښاغلي فراهی صاحب یاددې تل وي.
لیکوال: ننګیالی بڅرکی