شهیدان
[14.Oct.2020 - 09:40]راشه قصه درته د قام د شهيدانو وکړم.
ترڅو چي خاوره وي ځوانان به قربانۍ ورکوي.
دشهيد وينه د قام ژوند دئ.
د خاوري د تمامیت او د خپلواکۍ دپاره سر شیندنه د ويښو وګړو خوی دئ.
د نړۍ په تاريخ کې هغه وژل سوي خلک شهيدان بلل کيږي چې د يو مرام دپاره خپل سرونه نظرانه کړي. د نورو قامونو په څېر پښتانۀ هم د يادو شهيدانو اوږده لړۍ د خپل وطن او خاوري سره د ميني لري، او په پرله پسې قامي او سياسي مبارزه کې د سر شيندني تاريخ لري.
د شلمې پېړۍ په پېل کې د 1919 د فرنګي په خلاف د استقلال شهيدان.
1930 کې د قصه خوانۍ شهيدان.
1941 کې د ګروک وزيرستان شهيدان.
1948 کې د توبه اڅکزی د پښتونستان شهيدان.
1948 کې د بابړې شهیدان
1971 کې د مزدور کسان د مردان و صوابۍ شهيدان.
1973 کې د خان شهيد عبدالصمد خان اڅکزي شهادت .
1985 د لاړکانې د رېلوې اسټيشن شهیدان
1983 د ضيائی مارشلا شهيدان.
1986 د کراچی پښتانه شهيدان
1988 د باچا خان د جنازې شهيدان
1991 د کوټي د پښتونخوا شهيدان.
نائن الېون يا د يولسم سپتمبر راوسته په پښتونخوا وطن کې ړنده مرګونې بلا لنګه شوه .
د پښتون اباد د شهيدانو څخه بيا د پېښور او وزير ستان تر شهيدانو پوري هره ورځ د ځوانانو شهيدانو لړ ليک پوره کتاب غواړي.
چي په هغه کي نوم وتي پښتانه هم په زيات شمېر شهيدان شوي دي، ليک اوږدوالی کوي .
نو په ياد لړ ليک کې د اووم او يولسم اکتوبر 1983 او 1991 شهيدانو چي د خپل وطن او خاوري ناموس يې وساته ، خپلي تاندي ځوانۍ او انقلابي سرونه او تور ببر ببر بریتونه چي د ننګ او غيرت علامت لري . د وطن خاوري او اولس ته ډالۍ کړه . د قام د شهيدانو هغه تاريخي تسلسل يې ژوندی وساتی، دا يې د وخت زور واک ته ښکاره کړه چي به حثيت يو انسان هيڅ کله د انسان باداري او استعماريت نه منم. ځان ته يې هغه لار چې زر کرته د غلامۍ او د محکوميت تر ژوند ښه ده، خوښه کړه، لکه د غيرت او عزت مرګ .
شهيد ژوندی دئ.
ژوندي بايد د شهيد ورځ په دې موخه ولمانځي چې ستا ارمانونه پوره کوو، او ستا په رنګه به هري قربانۍ ته د مخ په قطار کې درېږو ، څه چې شهيد د خپل قام او وطن دپاره غوښته هم هغه هغه به قام ته راوړو . ستا د ويني قرض د قام قرض دئ او ستا د انتقام دپاره دښمن ته په ياده ورځ يادونه کوو چي ..
ايښی مي يې پرايښی مي نه يې
د اووم او يولسم اکتوبر شهيدانو ته عقيدت سره ګلونه وړاندي کوم .
: فضل اشنا