سېاسي پوهنه
[14.Oct.2020 - 09:58]سېاسي پوهنه
لیک: ډاکتر کبیر ستوری
سېاسي پوهنه : يوه لرغونې او پخوانۍ پوهنه ده. دغه نوم د يوناني كلمې پولېس (Polis) څخه راوتلى دى، چې د ښاري هېواد(City-State) مانا وركوي كوم، چې پخوا په يونان كې و. يوناني فيلسوف ارستو (Aristo)، چې د 322 څخه تر 384 ق . م (قبل الميلاد) كلونو كې تېر شوى دى يو كتاب وليكه. ددغه كتاب نوم سياست، يعنې پولټيك (Politics) و، كوم چې د يونان د ښاري هېواد City-State،چې د پوليس (Polis) په نامه يادېده بنسټي څېړنه وه.
د همدې ځاى نه دا نظر راوتلى دى، چې سياسي پوهنه د هېواد (State) پوهنه ده او د هېواد سره سر و كار لري؛ خو دلته دا ويل هم پكار دي، چې په نړۍ كې د نورو څيزونو په شان هېواد (State) هم په ټول وخت كې په يوه بڼه (شكل) كې نه دى پاتې شوى او وخت په وخت يې خپله بڼه بدله كړې ده.
د انساني ټولنې د کړکېښ/ پېښلیک (تاريخ) په لومړنيو پړاوونو كې هېواد (State) نه و؛ خو كله چې انساني ټولنې وده وكړه او زياته منظمه بڼه يې ونيوله؛ نو هېواد (State) منځته راغى. ځينې ليكوالان داسې فكر كوي، چې د انساني کړکېښ/ پېښلیک (تاريخ) په لومړنيو پړاوونو كې خصوصي ملكيت نه و او هر شى ګډ او شريك و؛ خو بيا وروسته خصوصي ملكيت منځته راغى او خصوصي ملكيت د منځته راتګ سره سم استثمار/زبېښاک (استحصال) هم منځته راغى او انساني ټولنه په دوو ډلو (طبقو) يانې استثمار كوونكيو (استحصال كوونكيو) او استثمار كېدونكيو (استحصال كېدونكيو) باندې ووېشله شوه او هېواد (State) بيا د استثمار كوونكيو د واک (حاكميت) د يوې وسيلې په توګه (حيث) منځته راغى.
دا ليكوالان په دې عقيده دي، چې ټولنه د ودې او پرمختګ په لور روانه ده، چې په اخرني پړاو كې به د توليد (پيداوارو) په وسايلو قبضه، يعنې خصوصي ملكيت د منځه لاړ شي او بېرته به ټولنيز او ګډ شكل غوره كړي.
دا به استثمار (استحصال) او په دې توګه استثمار كوونكې (استحصال كوونكې) ډله د منځه يوسي او بې ډلو (طبقو) ټولنه به منځته راشي.
څنګه، چې هېواد (State) د استثمار كوونكې (استحصال كوونكې) ډلې د حاكميت يوه وسیله وه؛ نو چې استثمار/زبېښاک (استحصال) او استثمار كوونكي (استحصال كوونكي) ختم شو؛ نو د هېواد (State) د موجوديت ضرورت نه پاتې كېږي او دا به هم د منځه ځي.
http://www.kabirstori.com/index.php?page=Leekaney&c=Leekaney_Poheneezy&id=68
مات شه د باګرام د بهرامانو اورنګی قلم۔
کوم چې په پښتو ژبه خبرې د پردو ليکئ
~ اجمل خټک