(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

زغمونه

[14.Oct.2020 - 10:01]

زغمونه 

د وحشت او دهشت اسمان د سوات پۀ سم او غر راخور وۀ ـ داسې حالات وو ـ چې خلک د خپل سېوري نه هم بوږنېدل ـ طالبان لکه د زمکې خدایان کوڅه پۀ کوڅه خواره وو ـ او فوځ د غرونو پۀ سر څوکۍ نیولې وې ـ ژوند د سلګو او زغمونو یوه نه ختمېدونکي سلسله وه ـ د ازمېښت نوي نوي اسمانونه به هره ورځ د رالوېدو پۀ انتظار وو ـ

 

بجلي به پۀ میاشتو میاشتو ورکه وه ـ د بجلۍ اکثر تارونه پۀ ډزو لګېدلي وو ـ او د لالټېن یا د ټارچ رڼا لګول خپل مرګ پۀ بیه اخستل وو ـ د کال ۲۰۰۸ د فرورۍ څلورمه نېټه وه ـ د شپې خواو شا لس بجې وې ـ نرے نرے باران ورېدۀ ـ چې ناڅاپه د کور ور وډبېدۀ ـ ما او زما ورور يوځائے ور طرف ته منډه کړه ـ ما وې "څوک ئې " وې " طالبان یو ـ سوال ځواب کوو ـ ور لرې کړه" ـ 

 

زما سره د ور نۀ لر کولو هېڅ اختیار نۀ وۀ ـ د ور لر کولو سره یو لوئے تربوزک وهلے کنډک کور ته راننوت ـ ماله او زما ورور له ئې سترګې او لاسونه وتړل ـ او پۀ زور ئې روان کړو ـ ما ورته وې "څۀ چل دے ؟ پۀ څۀ تهمت ککړ یو ؟ او چرته مو بیائې ؟ " د یو سوال ځواب هم مېلاو نۀ شۀ ـ مونږ ئې روان کړو ـ او د کلي د انتظارګاه ( ګټ جمات) پۀ یخو سیمټو ئې کښېنولو ـ 

 

ما ترې بیا تپوس اوکړۀ ـ ځواب راغے " چې ستا ورور جمیل پۀ پولسو کښې دے ـ هغه جاسوس دے ـ پۀ هغه پسې ګرځو ـ هغه مو پۀ لاس رانۀ غے ـ اوس ستاسو دا کور پۀ بم الو ځوو " ـ ما وې ـ "هغه خو دلته نۀ اوسي ـ او دا خو د هغه نۀ زمونږه کور دے ـ او پۀ کور کښې زنانه او واړه دي ـ زما پلار فالج وهلے او ....." هغه زما پۀ خوله لاس کېښود ـ وې ئې "چپ ـ دا زمونږ مسئله نۀ دهـ

 

مونږ غلي ناست وو ـ یوه یوه لمحه د اذیت لکه قیامت تېرېده ـ زمونږ پۀ کور کښې ته خانه وه ـ چې پۀ هغې کښې زما دوه ځامنو به سبق هم وې ـ او اودۀ کېدل به هم ـ هغې ته یوه پټه لار کوځه شوې وه ـ مشر ځوے مې پۀ یوولسم کښې وۀ ـ او کشر پۀ شپږم کښې ـ د لاسو پښو مزدوري وه ـ بل څۀ درک نۀ وۀ ـ د غریبۍ دغه یو کور وۀ چې زمونږ پلار جوړ کړے وۀ ـ نور هېڅ هم نۀ وو ـ  

 

د یو یو تن څهره به مې مخې مخې ته کېده ـ چې څوک څوک به ئې حلال کړي وي ؟ څوک به څنګه وژني؟ د سختې نه مرګ نشته ـ کنه زۀ به پۀ دغه وخت مړ وومه ـ پۀ دې فکرونو او وسوسو کښې د ګنټې نۀ زیات وخت تېر شۀ ـ زړۀ مې بندېدۀ ـ ما وې چې ګنې ځنکدن مې دے ـ ناڅاپه مې چغه کړه ـ " ما وژنئ ولې نۀ ـ څه له مو ساتلے یم ـ" له ډېره زغمه مې چغې کړې ـ ځواب راغے " لږ انتظار اوکړه " ـ 

 

دوه ګنټې تېرې شوې ـ پۀ دې کښې ناڅاپه د یوې زوراورې چاودنې اواز راغے ـ زۀ سلګو نیولے ووم ـ د خپلې ټولې کورنۍ غم اخستے ووم ـ ما وې " یا الله دا دومره لوئے امتحان د څۀ دے " ـ پۀ دې کښې ئې نور ملګري راغلۀ ـ وې ئې " کار اوشۀ ـ" زما او زما د ورور سترګې ئې پرانستې ـ او وې ئې "ځئ ـ" مونږ پۀ سره منډه کور ته روان شو ـ خو د لسو منټو لار پۀ مونږ لکه د لسو پېړو تېرېده ـ 

 

د باران شېبې ښۀ تېزې شوې ـ لکه چې زمونږ پۀ غم ئې اوښکې تویولې ـ چې کور ته ورسېدو ـ یوه دوړه وه او د بارودو بوئي وۀ  ـ د کور چت پۀ زمکه پروت وۀ ـ د چم ګاونډ خلک راغونډ وو ـ ماله ئې تسلي راکوله ـ وې ئې "زنانه ترې مونږ خپلو کورونو ته بوولي دي ـ او ستا پلار له ئې لاس تړلي وو ـ پۀ منت مې ترې راخلاص کړۀ" ـ مونږ ورته وې ـ چې " دا خو سپین ګیرے دے او فالج هم وهلے دے " ـ

 

ما وې "زما بچي پۀ لاندې ته خانه کښې وو ـ هغه څۀ شو؟ " خلکو وې چې د هغې مونږ ته پته نشته ـ د دې خبرې سره خلکو دغې لوېدلې کور طرف ته منډه کړه ـ او هغو ته ئې چغې وهلې ـ هغه د ته خانې یو ګوټ ته لکه د ترهېدلو هوسو د لوګو ډک د خپل مرګ پۀ انتظار ناست وو ـ چې خپل بچي مې ژوندي اولیدل ـ نو د کور د مسمارۍ غم مې هېر شۀ ـ 

 

(نوټ: دا زما د کلي وال او کلاس فېلو ښاغلي نثار قیصه ده ـ او هغه ځوے ئې ډاکټر مراد جمال دے ـ الله دې ورله لوئې ژوند ورکړي ـ)

-
بېرته شاته