اروپا کانفرانس
[27.Oct.2020 - 22:37]پــــــــــــــــه اروپـــــا کي د افــــغـــانـــانــو د جـــرګي څلورم نړيوال ديجيتال کنفرانس :
ليکنه : اميرګران/ 27.10.2020
د روان ميلادي کال د اکتوبر د مياشتي په ۲۵ تمه نيټه د يکشنبي په ورځ د نوموړي جرګي په نوښت په اروپا کي ميــښت افغاني ډايــسـپورا چي د مختلفو ګوندونو ، مدني او حقوقي بنسټونو ، فرهنگي ، ټولنيزو او بشري حقونو فعالانو او مسؤلينو د آغلو او ښاغلو په ګډون د کنفرانس په کار کي ګډون درلود ، د پاکستان د بنسټ پالني او تروريزم مرکز او د افغانستان د بي ثباتۍ اصلي عامل تر عنوان لاندي آنــــلاين نړيوال کنفرانس د zoom په مټ ترتيب کړي وو ،
د يادولو وړ ده چي د ډيورند د تحميلي کرښي هاخوا د پښتونخوا او PTM سياسي رهبرانو ښاغلو افراسياب خټک ، ډاکتر سيدعلم مسيد ، ايډوکيت فضل خان هم په کنفرانس کي برخه اخيستي وه ،
د کنفرانس کار ، په اروپا کي د افغانانو د جرګي د رئيس او د دغي جرګي د نوښتګر ښاغلي ډاکټر اصغرخيل منګل په افتتاحيه او اساسي وينا پيل شو ، هغه په خپله اساسي وينا کي د څو لسيزو په اوږدو کي د افغانستان د بحران ، سولي او جګړي او هم زموږ د هيواد په کورنيو چارو کي د پاکستان د پوځي استبلشمنټ او استخباراتي کړيو بي شرمانه او پر له پسي مداخلو ته په تفصيل سره اشاره وکړه ، همدا ډول نوموړي هغه توطئي او دسيسي هم په تفصيل سره يادي کړي کومي چي د امريکا- طالب - پاکستان پوځ ، د مثلث د ۲۹، فبروري ۲۰۲۰ د قطر د موافقتنامي په امضاء کولو د افغانستان ملي ګټو او ځمکنۍ بشپړتيا ته متوجه دي ، په اساسي وينا کي د ډيورنډ د تحميلي کرښي په اوږدو کي د پاکستاني ديکتاتور پوځ او استخبارتي شبکو پراکسي جګړي ، په جبر او زور د خلکو غيرسکنه کول ، بازارونه ، کورونه ړنګول ، ځوانان وژل او جبرآ تښتول او هم په افغانستان کي د نيابتي جګړي شدت ، انتحاري حملو او د کړکيچ پيچلي ابعاد په تفصيل سره تشريح او توضيح کړل ، اساسي وينا د سيمي د چارو د بشري حقونو د مدافع او سياست پوه ښاغلي افراسياب خټک او ټولو ګډون والو او بيانيه ورکوونکو لخوا د ستايلو تر څنګ د بشپړ تائيد وړ وګرځيده ، وروسته بيا د جرګي مرستيالي محترمي فيضيه هوسا هيواددوست د پورتني ټاپيک په اړوند ګټوري خبري وکړي ، د مقالو لوستلو په جريان کي په اروپا کي د افغاني حقوق دانانو د اتحادئي د مشر محترم سادات صاحب له وينا وروسته ما ته هم په څلورم نوبت کي د وينا کولو بلنه راکړه شوه او ما خپله لنډه وينا په لاندي ډول واوروله :
.... په سيمه کي له تاداوه پاکستان د مذهبي ايديولوژۍ پر اساس په يوه ناتعريف شوي بنسټ د انګريز د امپريل ښکيلاک پنځونه وه ، په ۱۹۳۳م کال چودري رحمت علي د لومړي ځل لپاره د " اوس يا هيڅکله نه " په مجله کي د پاکستان نوم ياد کړ ، د هند په نيمه وچه کي د انکريزي استعمار ضد مبارزو په جريان کي د مسلمانانو اکثريت د هند د نيمي وچي ويش د مذهبي ايديولوژۍ له مخي رداوه ، له هغي جملي څخه د خدائي خدمتګارانو د غورځنګ مشر خان عبدالغفارخان ( باچاخان ) ، د هند د نيشنل کانګريس مشر مولانا ابوالکلام ازاد ( ۱۹۳۹ـ۱۹۴۶ ) دواړه افغانان او په لسګونو زره نورو مبارزينو د پاکستان د مصنوعي جوړښت مخالفت کاوه ولي انګريزي ښکيلاکي ځواکونو په سيمه کي د اوږدمهاله جيوپوليټيکو او اقتصادي ګټو د خوندي کولو لپاره لومړي د يو - پي ، بنګال ، دکن حيدراباد ، پنجاب او اسماعليه فرقي ځني کړۍ او نوابان تحريک او هم ئي د ال انډيا مسلم ليګ ګوند را ايجاد کړ دوي لومړي خپلي مبارزي له هندوانو سره د جدائي ( Separation ) په شعارونو پيل او ورو ورو ئي د مسلمانانو لپاره د يوه ځانګړي هيواد په غوښتنه ټينګار کاوه ، څرنګه چي د دويمي نړيوالي جګړي په کلونو کي انګريزانو ته په اروپائي او هم په اسيائي جبهو کي سخت تلفات اوښتي ول ، او د ددي په څنګ کي د خدائي خدمتګارانو او هند نيشنل کانګريس ګوندونو د ( Quit India ) ياني له هند څخه ووځي د کاميابه مبارزو په پايله کي انګريزي استعمار مجبورآ د سيمي د پارټيشن او د خپلو ځواکونو د اخراج پلان نيولي وو له دي امله ئي د محمدعلي جناح په مشري د مسلم ګوند ته د پاکستان په نامه د نوي هيواد د جوړولو گرين سيګنال ورکړي وو ، کوم چي مولانا ابوالکلام ازاد به ويل چي ( يو هيواد د مذهب په اساس نه جوړيږي ، که جوړيداي نو ولي ۲۱ عربي هيوادونه يو هيواد نه دي ، ازاد وړاندوينه وکړه چي ډير ژر به دا هيواد وپاشل شي ) چي موږ وليدل ۲۱ کاله وروسته د بنګالي ازادي غوښتونکو مبارزينو ( مکتي بهاني ) د قربانيو او اتلوليو په نتيجه کي په اصطلاح شرقي پاکستان ړنګ او د بنګله ديش هيواد جوړ شو ، ...
له پورتنۍ لنډي مقدمي وروسته د کنفرانس د ټاپيک په اړوند بايد ووايم چي تروريزم د پاکستان د پوځي ـ ملکي حاکم اومسلط استبلشمنټ د سياسي ـ اقتصادي اهدافو د مخ ته بيولو لپاره عايداتي منبع ده او دا څو لسيزي له تروريزم او د تروريستانو له سپانسرشيپ څخه د مالي ، اقتصادي ګټو او سيمه ايزو ستراتيژيکو ګټو د حاصلولو پاليسي تعقيب کړي او اوس هم ادامه ورکوي ، ما په خپله وينا کي ځني هغو غميزو ته هم اشاره وکړه کوم چي له امو تر اباسينه په افغانانو / پښتنو د انګريزي ښکيلاکي قواوو او بيا وروسته له پارټيشن څخه د هغوي د ګوډاګي پاکستاني حکومتونو لخوا په ظالمانه توګه عملي شوي چي د ځينو غميزو ياداوري په لاندي ډول کيږي :
۱ـ د بابړي غميزه په ۱۹۴۸ کال د مسلم ليګي حکومت لخوا چي په چارسده کي د خدائي خدمتګارانو په سوله ايزي مظاهري حمله وشوه او ۷۰۰ بي ګناه نارينه او ښځينه پکي شهيدان شول .
۲ـ د کيسه خواني پيښور غميزه ، ۱۹۳۰ د انګريزانو لخوا ، ۳۰۰ کسان پکي شهيدان شول .
۳ـ په ټــــکر کي د خدائي خدمتګارانو په سوله ايزه مظاهره وسله وال بريد چي لسګونه خلک پکي شهيدان شول .
۴ـ د اوډي ګرام سوات غميزه ، په لسګونو شهيدان .
۵ـ د خيسور وزيريستان غميزه د انګريزانو په حمله کي لسګونه شهيدان .
۶ـ په ۱۹۳۰ کال د بنو سپين تنګي حادثه جي د انګريزانو لخوا وشوه .
۷ ـ د لياقت باغ حادثه په ۱۹۷۳ کال د نيشنل عوامي پارټي په سوله ايز لاريون حمله .
۸ ــ د مــــــــــــــغـــولــــګـۍ غميزه :
دا حادثه د افغانانو د تاريخ يوه توره ورځ ده چي په ۱۹۴۹کال د محمد ظاهرشاه د پاچائي په وخت د لومړي ځل لپاره د پاکستاني هوائي ځواکونو د دريو چيلتر جنګي الوتکو د فيرونو په نتيجه کي رامنځ ته شوه ، په دغه وخت کي د خوست تنظيميه رئيس تورنجنرال نصرالله خان وزيري او د سرحدي ځواکونو قوماندان فرقه مشر نيک محمد خان منګل وو ، د پکتيا قومي ـ ملي لښکر چي د پکتيا ټولو قومونو پکي برخه لرله تصميم نيولي وو چي د ډيورند د تحميلي کرښي هاخوا په وزيريستان کي د ملي مبارز ميرزاعلي خان چي د ايپي د فقير په نامه مشهور وو ملاتړ وکړي ، او له کرښي واوړي ، ملي لښکر ډولونه وهل ، اتڼونه ئي کول او هم بوړي توپک ئي په هوا کي فير کول ، د کرښي هاغاړه پاکستان هم دوه غونډه ځاي په ځاي کړي ول ، په دريمه ورځ کوم وخت چي ملي لښکر له کرښي تيريدو د پاکستاني چيلتر جنګي الوتکو فيرونه پري وکړل چي د رسمي راپورونو له مخي څلويښت ولي د غير رسمي راپورونو په اساس د سلو په شاوخوا کي خلک شهيدان او په سلګونو زخميان شول ،
دا د انګريزي استعمار د لاس پوڅي او puppet پاکستان لومړۍ حمله وه او بيا په ۱۹۷۳ او له هغه راوروسته په ۱۹۷۸تر اوسه پوري د پاکستان د پوځي قواوو او استخباراتي کړيو مداخلي او نيابتي جګړي دوام لري چي په لکونو بي ګناه افغانان ( ښځينه ، نارينه او اطفال ) تلفات لري ، پاکستان په افغانستان کي ضعيفه او لاس پوڅي حکومت غواړي ، د هيواد حساس او مهم جيوستراتيژيک موقعيت امتياز او صلاحيت په خپل اختيار کي غواړي ، د ستراتيژيک عمق دوکتورين تطبيقول غواړي .....
افغانان که د ملي ګټو ، ځمکنۍ بشپړتيا ، ملي حاکميت او ملي ارزښتونو د دفاع لپاره راپورته نه شي او ملي پاڅون ته امادګي ونه لري ، هيواد په خطر کي ده او زبرځواکونو زموږ د هيواد په خرڅلاو او برخليک باندي د راولپنډۍ د ستردرستيز له قرارګاه ( GHQ ) سره معامله کړي ، ...
همداډول ما د پاکستان په خړ لست کي بيا پاتي کيدل ، د ډيورنډپه تحميلي کرښه د دروازو ، اغزن تار او بازارونو د جوړولو په پاليسۍ او ځيني نوري څرګندوني هم وکړي چي وروسته به د ټولنيزو رسنيو له لاري نشر ته وسپارلي شي ،
د يادولو وړ ده جي د کنفرانس په کار کي پيږندل شوي سياسي مبارز افراسياب خټک هم د افغانستان د ملي او تاريخي ارزښتونو په دفاع کي ګټوري خبري وکړي چي زما او ټولو ګډون کونکو خوشي شوي ، ډيجيتل کنفرانس وروسته له پنځو ساعتو د شپي په ۲۱ بجي موفقانه پاي ته ورسيد ، اميرګران .