(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

کائنات

[31.Oct.2020 - 15:04]

کاینات

اوومه برخه

د خپل محور په شاوخوا د ځمکې حرکت او د هغه اثرات

لیک: اجمل ستانکزی

ځمکه د خپل محور شاوخوا په څلرویشتو ساعتو کې یو ځل څرخیږي. دغه حرکت په ځمکه شپه او ورځ جوړوي. پدې مانا چې د څرخیدو په وخت کې یې چې کومې خواته لمر وي هغه خوا ورځ او مقابله خوا کې یې شپه وي. د ځمکې شپه او ورځ یوازې تر ځمکې محدود دي

د ځمکې د همدې محوري حرکت په وجه مونږ ته داسې ښکاري چې لمر له شرقه راخیژي او غرب کې ډوبیږي. خو په حقیقت کې لمر پخپل ځای ولاړ دی او ځمکه د خپل محور په شاوخوا څرخیږي

د سپوږمۍ د جاذبې په وجه د ځمکې د محوري حرکت سرعت ورو ورو کمیږي. مثلاً سل کاله مخکې ورځ د اوس د ورځې په نسبت ۱.۷ ملي ثانیې (ملي ثانیه د ثانیې زرمه برخه ده) لنډه وه. یا دوه سوه میلیونه کاله مخکې ورځ تر ۲۳ ساعته هم کمه وه

همدارنګه د ځمکې د همدې حرکت په وجه د ځمکې مقناطیسي ساحه فعاله ده. کله چې ځمکه د خپل محور شاوخوا څرخیږي نو د ځمکې دننه چې کومه اوسپنه او مرکبات یې دي هغه لکه د یو غټ مقناطیس په شان کار کوي او داسې ښکاري چې ځمکه دې یوه لویه ډاینمو وي او دغه مقناطیسي ساحه دې تولیدوي چې د ځمکې شاوخوا تر لسګونو زرو کیلومترو پورې رسیږي. د ځمکې دغه مقناطیسي ساحه مونږ له چارج لرونکو ذراتو (مضره وړانګو) څخه ساتي. دغه ذرات د هر ډول برقي آلاتو (هغه آلات چې سرکټونه لري چې تقریباً ټول الکترونیکي وسایل پکې راځي) د شارت کیدو یا له مینځه تلو سبب کیږي. همدارنګه دغه ذرات د انسان ډي این اې ته هم ضرر رسوي چې د سرطان یا کینسر سبب کیږي

دغه ذرات په دوامداره توګه له لمر او نورو ستورو څخه خارجیږي چې د ځمکې مقناطیسي ساحه یې لکه یو لوی سپر دفع کوي او نه یې پریږدي چې ځمکې ته راشي. خو کله کله په لمر کې د توپانونو په وجه په یو وار ډیر زیات دغه ډول ذرات ترینه خارج شي. که ځمکه ددغسې توپان مخې ته راشي نو انسانان د شته تکنالوژي په مټ ترینه څو ورځې یا څو ساعته مخکې خبریږي چې هیوادونه بیا ځینې احتیاطي تدابیر نیسي تر څو خپل حساس او قیمتي ساحات و ساتي. که څه هم د ځمکې مقناطیسې ساحه دغه توپانونه تر ډیره دفع کوي خو بیا هم کله کله ځینې قوي یې ځمکې ته هم رارسیږي. د ځمکې د مقناطیسي ساحې پواسطه د لمري توپانونو دفع په شمالي او جنوبي نیمه کره کې (قطبونو ته نژدې) د ښکلیو رڼاګانو سبب کیږي (ارورا بوریالیس او ارورا استرالیس بلل کیږي). 

تاسو کولای شئ د ځمکې مقناطیسي ساحه د قطب نما (پوسلې) پواسطه ووینئ. د مقناطیسي ساحې شمال د ځمکې د شمال قطب ته نژدې او جنوب یې د ځمکې د جنوب قطب خوا ته نژدې دی. ددغې ساحې شدت کله کمیږي او کله ډیریږي او کله هم سرچپه کیږي پدې مانا چې شمال یې د ځمکې د جنوبي قطب خوا ته او جنوب یې د ځمکې د شمالي قطب خوا ته اوړي. چې د دغو اوړیدو په وخت کې د ځمکې مقناطیسي ساحه ډیره ضعیفه او یا هم بیخي نه وي. په دغسې حالت کې به ځمکه له خطر سره مخ وي

مونږ نه پوهیږو چې دا اوړیدل به څه وخت وي او د اوړیدو دا پروسه به څومره وخت دوام وکړي. ځینې پوهان وايي چې دا کار کیدای شي ژر وشي (ژر په مانا د له راتلونکو سلو کلو نه تر څو زره کلو پورې). شواهد ښيي چې په تیرو څو میلونو کلونو کې هر دوه لکه نه تر درې لکه کاله پورې د ځمکې د مقناطیسې ساحې قطبونه اوړیدلي

که د ځمکې مقناطیسي ساحه نه وای نو کیدای شي په ځمکې هیڅ ژوند نه وای. مریخ مقناطیسي ساحه اوس نلري. خو ساینسپوهان وايي چې یو خت یې درلوده. البته اوس کوچنۍ ځايي مقناطیسي ساحې لري خو لکه ځمکه یوه لویه مقناطیسي ساحه چې له ټول مریخ نه دفاع وکړي نلري. همدا د مقناطیسي ساحې نه شتون دی چې لمري توپانو یې ډیری اتموسفیر ترینه وړی او اوس یې اتموسفیر د ځمکې په نسبت یوازې یوه سلنه ډک یا ټینګ دی

لاندې تصویر کې تاسې د ځمکې مقناطیسي ساحه لیدلای شئ چې لکه یو سپر ځمکه له مضرو وړانګو ساتي. تصویر له

https://carnegiescience.edu/news/how-does-earth-sustain-its-magnetic-field

-
بېرته شاته