(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ایمن اوداس

[31.Oct.2020 - 15:06]

ماتې څانګې

لیک : اجمل اټک یوسپزی

شمیم ایمن اوداس

دغه ځوانیمرګه دردمنده شاعره د لوی پښتون قام د محکومې پښتونخوا د مردان د تخت بیي په ښکلې او ادب پاله خاوره او کلي کې زېږېدلې وه او زده کړې یې په مردان او پېښور کې کړې وې که څه هم شمیم د یوې پښتنې کورنۍ لور وه او د سندرو هنر ته راتلل یې ناشوني و خو دا چې هغې پخپله په خپلې یوې مرکې کې ویلي دي چې زما د وړوکتوبه د سندرو د هنر سره لېونۍ مینه وه او کله کله به مې په خوب کې سندرې ویلې او ځان به مې په ټلویزیون او کانسرټونو کې لیده تر لوې مقابلې ' جینجال او مبارزې وروسته ایله په دې بریالۍ شوم چې سندره ووایم او په همدې لړ کې مې د مشهور استاد ' استاد نذیر ګل شاګردي وکړه او یو څه مې زده کړل.

استاد نذیر ګل چې نن سبا په پښتونخوا کې د سلګونو پښتنو د موسیقۍ د زده کړې لوی او مشهور استاد دی د ایمن اوداس تر وژل کېدو وروسته یې د ارواښادې د هنري وړتیا په هکله وویل چې په ایمن اوداس کې یو فوق العاده هنري وړتیا وه او په غږ کې یې دومره پوخوالی ' درد او سوز و چې د پښتو غزلې ته یې بالکل یو رنګ ' نوی طرز او خوند ورکولای شو خو افسوس چې مرګ او تقدیر دغه لویه هنري پانګه له پښتنو ډېر ژر واخیستهاستاد نذیر ګل زیاتوي چې د ایمن اوداس په غږ کې دومره خوږ درد او سوز و چې د اردو ژبې د وتلیو غزلبولو فریده خانم او اقبال بانو سره د پرتلې وړ وه

د شمیمې ژوند هم لکه د نورو ډېرو پښتنو ګلوکارو مېرمنو په څېر د ذاتي کړاوونو او جینجالونو ډک و ' که څه هم د شمیمې ایمن اوداس د ژوند او په کور دننه ستونزو نه ډېر څوک خبر نه دي او نه یې کورنۍ ددغې ځوانیمرګې د ورپېښو ننګونو او چیلنجونو په هکله څه ویلي دي خو تر کومه چې ځایي خلک او خبریالان خبر دي نو د نوموړې ژوند د ذاتي تاوتریخوالي او کړکېچونو نه ډک و تر دې چې ان خپل ژوند یې هم په کې بایلود.

داسې ویل کیږي چې د خاوند سره تر جینجالونو وروسته سره بیل شول ( طلاقاو څه وخت وروسته یې بیا د کورنۍ د ځینو غړو په سلا په خپله خوښه د بل کوم کس سره واده وکړ او ویل کیږي چې د وروڼو یې خوښه نه وه نو همدا لامل شو چې بالاخره یې یوه ورځ  ( اپریل / ۲۷/ ۲۰۰۹دوه وروڼه کور ته ورغلل خو شمیم چې دا وخت د خپل هنر په مټ د شهرت هسک ته رسېدلې وه او په ټوله نړۍ کې پښتنو پېژندله او غږ یې هر چېرې انګازې کولې د شمیمې پر ځای په خپل هنري نوم " ایمن اوداس " مشهوره شوې وه او له کوره بېرون په شیدو اخیستو پسې وتلې وه کله چې کور ته راننوتله نو دوو وروڼو یې (اسماعیل او عالمګیروویشته او په لاس کې یې د سپینو شېدو لوښی پر ځمکه پرېوت او سپینې پۍ د ایمن اوداس له سرو وینو سره ورګډې شوې او د تل دپاره یې سترګې پټې شوې

د ایمن اوداس په ژوند او کورني چاپېرچل کې چې هر څه وو خو یو شی چې د ایمن اوداس د دردېدلي زړه له کړیکو او څړیکو د الفاظو او د ادب په جامه کې راوتي او موږ یې محسوسه وو هغه د یوې ورکې مینې یو لوی درد او ارمان دی چې دغې ځوانیمرګې له ځان سره ګور ته یوړ.

ایمن د ژوند دردونو شاعره کړې او د خپلو ټپونو ملهم یې په پښتون ماحول کې یوازې او یوازې په خپلو الفاظو کې لټول او همدغه د زړه د درد غږ یې دومره راسا و چې په منډه او یودم په ټولو پښتنو کې کور په کور مشهوره شوه ' ایمن اوداس په خپل لنډ هنري ژوند کې د ګوتو په شمېر سندرې وویلې لومړی سندریز غږ یې هم د خپلې شاعرۍ غږ و چې د شعر د پوخوالي او درد له مخې سمدواره د پښتنو په هوا او فضا کې بدرګه شو او د زړه الفاظ یې د خلکو د سینو او خولو الفاظ هم شول:

نیمګړې مینه

زما د مینې نه توبه ده بیا به نه کوم مینه

د جانان مینه عجیبه ده بیا به نه کوم مینه

په زنده ګۍ کې مې یو ځل کړې وه مینه خلکه

خبر زه نه وم چې لمبه ده بیا به نه کړم مینه

خبره نه وم چې جانان د ټول جهان جانان دی

راسره کړې یې دوکه ده بیا به نه کوم مینه

ما ورته ژوند و ټول بخښلی اشنا پوهه نه شو

زما ترې دغه یو ګیله ده بیا به نه کوم مینه

ایمن اوداس وایي دوکه نه شئ د چا په وعدو

د ښکلو مینه عجیبه ده بیا به نه کوم مینه

ددې سندرې مطلعې لکه د یوه متل بڼه غوره کړه او کله کله یې خلک په عامه توګه د متل په څېر وایي او د غزلې نور بیتونه په ډېرو اورېدو او د کلام د ساده والي او روانوالي له امله کابو د هر پښتون په ذهن او خولو کې کېناستل.

دویمه سندره یې چې هغه هم د ارواښادې خپل شعر او د سوي زړه په سرو وینو لړل شوي سره توري او الفاظ وو هم  ولس ومنل او د هر چا شول :

ازغو کې اوسم

لکه د ګل په شان ازغو اوسم

جانانه ستا په وسوسو کې اوسم

زما د مینې دنیا ورانه شوله

مړه شوم اشنا خو په ژوندو کې اوسم

زه بې وفا نه یم چې تا به هېر کړم

زه په امید ستا د راتلو کې اوسم

ته چې هر څه کوې اختیار دې خپل دی

ایمن اوداس ستا په کوڅو کې اوسم.

ارواښادې د خپلې شاعرۍ تر څنګ د ځینو نورو شاعرانو شعرونه هم سندرې کړې او همدا ډول د پښتو ادب د فلکلور خواږه یې هم په خپل ولس ولورول او لکه پوهېده چې یو سېلاب به یې په مخه کوي نو ځکه یې د پښتو ادب د فلکلور دغه سروکی غوره کړ:

نرۍ نرۍ اوبه راځي ما ډوبه وينه

لالیه لاس مې نیسه

جانانه مینه درنه غواړم 

ما ته دا ستا د غمه نه راځي خوبونه 

لالیه لاس مې نیسه.

شمیمه دېرش کلنه وه چې ووژل شوه او د پښتو موسیقۍ استادان وایي چې ددغې مېرمنې غږ یو دروند سُریلهمیلوډیک حیرانونکی او افسانوي غږ و چې بیا به په کلونو کلونو کې په پښتنو کې پیدا نه شي.

#د پښتو ادب ماتې څانګې

اټک یوسفزی

-
بېرته شاته