(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ړورزالی پښتون

[31.Oct.2020 - 15:26]

 

توريالی پښتون غازي عمرا خان 

لیکوال: ​ډاکټر لطیف یاد

 

غازی عمرا خان چې د افغان نپولین (ناپیلیون) په نامه هم شهرت لري د امان خان زوی او د فيض طلب خان لمسی و چې د باجوړ د ترکلاني ټبر د عيسی خيلو د ښاخ د مستي خيلو د څانګې نه و. نوموړی په (۱۸۶۰ زیږدیز) کال کې د پښتونخوا په جندول کې زیږیدلی دی. لومړنۍ زده کړې یې په خپل کور کې د قاضي عبدالجلیل نه وکړې او قرآن شریف یې د حافظ عبدالمنان نه زده کړ. د غازي عمرا خان نیکه فیض طلب خان د جندول واکمن و او د شپږ زرو تنو یو لښکر یې درلود او د امبیله په جګړه کې د انګریزانو سره په نره جنګیدلی و. د فیض طلب خان تر مړینې وروسته یې زوی امان خان د جندول واکمن او ستر خان و.

 

د فیض طلب تر مړینې وروسته غازی عمرا خان د خپلو ورونو له خوا فرار او تبعید شو. لومړی د اتمان خیلو د قبیلې مشر لالي خان ته ورغی او وروسته بیا د پچهیګرام خان غلام محمد خان ورته پناه ورکړه. په ۱۸۸۰ زیږدیز کال کې غازي عمرا خان د حج دفریضې د ادا کولو لپاره مکې معظمې ته لاړ او کله چې بیرته راستون شو نو د جندول حالات خراب ول. وروسته بیا ده د جندول د خانۍ چارې په خپل واک کې واخیستلې او د خلکو په خوښه د جندول د سیمې خان او واکمن وټاکل شو.

 

غازي عمراخان له پیله د انګریزانو سره په زړه کې دښمني درلودله، نو ځکه د انګریزانو هم چندانې نه خوښیده او دی يې د خپل ځان لپاره یو ستر خطر ګاڼه. همدا وجه وه چې ده د ورځو په تیریدلو سره د پیرنګیانو پر خلاف خپل پوځي ځواکونه پیاوړي کول. د غازي عمراخان او پیرنګیانو تر مینځ ډیرې جګړې شوي دي. یو ځل د ۱۸۹۵ زیږدیز کال د اپریل د میاشتې په ۱۱ نیټه کله چې انګریزانو غوښتل پر جندول برید وکړي نو دوی خپل پوځونه او لښکرې سیدو ته راوستلې څو د پنجکوړه پر سیند پورې وځي او د غازی عمراخان پر لښکرو برید وکړي، خو پښتانه شاه زلمیان د عمراخان پر مشرۍ پر انګریزانو مرګوني ګوزارونه وکړل او د دوی ۲۳ تنه سرتیري او درې ستر پوځي افسران یې  ووژل.

 

د خواشینۍ خبره دا ده چې انګریزانو د غازي عمرا خان پر خلاف ځينې پښتنو مشرانو ته د خان بهادر لقبونه ورکړل او په  نغدو روپیو او خلعتونو یې ونازول څو د غازي عمرا خان پر خلاف د انګریزانو ملګرتیا وکړي. انګریزانو د همدې کار لپاره ځینې روحانیوي هم وګومارل چې د غازی عمرا خان پر خلاف په جوماتونو کې پروپیګینډې وکړي چې په دغو روحانیونو کې موکراني ملا او ځینې نور هم شامل ول. له بلې خوا د غازي عمرا خان ځینې جاه طلبه او په ځواک او قدرت مین خپلوان او دوستانو هم غازي عمرا خان ته ستونزې رامینځ ته کړې .

 

وروسته بیا انګریزانو پر جندول برید وکړ او د غازي عمرا خان کلایې چې مونډا نومیدله محاصره کړه او د غازي عمراخان ۳۰۰ تنه ملګري پکې د انګریزانو د توپونو په ګولیو شهیدان شول.

 

غازي عمرا خان ته بله چاره پاتې نه شوه او په ۱۸۹۵ زیږدیزکال کې افغانستان ته لاړ. په هغه وخت کې د افغانستان واکمن امیر عبدالرحمن خان و. امیر عبدالرحمن خان د غازي عمراخان تو د هر کلی وکړ او ده ته یې کور او محافظتی ګارډ (ساتونکي) ورکړل خو عمراخان ته یې ددې اجازه ورنکړه چې د انګریزانو پر خلاف جنګي تیاری ونیسي ځکه امیر عبدالرحمن خان نه غوښتل چې انګریزان دې له ده نه خپه شي. امیر عبدالرحمن خان غازي عمراخان ته د سردار بهادر لقب هم ورکړ. غازی عمراخان په ۴۴ کلنۍ کې په کابل کې وفات شو او پخپله امیر عبدالرحمن خان د ده د جنازې په مراسمو کې ګډون وکړ او د ده جنازه په درناوي سره خاورو ته وسپارله شوهد ده مزار د کابل د چهاردهي په سیمه کې پروت دی او د افغانستان حکومت د غازي عمراخان د درناوي لپاره د کابل په واصل اباد کې یو ښوونځي (سکول) هم جوړ کړی دی چې د غازی عمرا خان د های سکول په نامه سره یادیږي. همداراز د کونړ ولایت په مرکز اسعد آباد کې هم د غازي عمرا خان په نامه یوه لیسه (های سکول) شته .

 

د غازي عمراخان سپیڅلې اروا دې ښاده او د ده یاد دې تل تازه وي .

-
بېرته شاته