خلق او
[31.Oct.2020 - 15:42]د خلک ډېموکراټیګ ګوند او پرچم ګروپ
، کله چې د افغانستان اساسي قانون ومنل ( پاس) شو،د خلق سیاسي خوځښت ښکارې ته راووت. دې خوځښت د خلق په نوم یو اخبار راوویست،چې د امتیاز خاوند یې نورمحمد تره کی ؤ، خلق اخبار له اوومې ګڼې وروسته دحکومت له خوا بند شو .
په 1344 ل کال کښې دګوند د عمومي منشي(جنرل سېکرټري) د ټاکلو لپاره په کابل کښې کنګره راوبلله شوه، د نورمحمد تره کي په مقابل کښې ببرک کارمل ځان نوماند (کاندېد) کړ. د مرکزي کمیټئ د اوو کسانو د غړو څخه څلور کسانو ببرک کارمل ته او دریو کسانو نورمحمد تره کی ته رایه (ووټ) ورکړه، مسئله دومره ترینګلې (جدې) شوه چې ببرک کارمل ځان ته د پرچم په نوم سیاسي ګروپ جوړکړ او د پرچم په نامه ئې اخبار راوویست، چې د امتیاز خاوند ئې سلیمان لایق ؤ.
ببرک کارمل یو حکومتي / سرکاري سړی مرکزي کمیتې ته داخل کړی و،چې ددغه کس په سر د کارمل او تره کي تر منځ مخالفت پیداشوی ؤ، چې دګوند دعمومي منشي لپاره دمرکزي کمیټۍ ټاکنې (انتخابات) ددوۍ د بیلوالي (جدائې) لپاره بهانه شول. نورمحمد تره کی د خلق د سیاسي خوځښت مشر پاتې شو او کارمل د پرچم ګروپ جوړ کړ..
.سرچېنه پښتونخوا