د ځیني عربي نومونو
[23.Dec.2020 - 15:11]د ځيني عربي نومونو پښتو ژباړه:
الف : نارينه نومونه
• اسحاق ـ زړېدل، وچېدل
• اسد - زمری
• اياز ـ د شپې شمال
• بلال ـ جوار، مايع چې ستونی لمدوي
• تميم ـ عربي ټبر
• جعفر ـ لويه وياله، نهر
• حيدر ـ لنډی
• حسام ـ تېره توره
• صدام ـ نيم سری، سردرد
• عبيد ـ غلام ګوټی
• عتيق ـ ازاد شوی غلام
• عثمان ـ دغرڅه بچی، ځینو د مار بچی هم ژباړلی
• عماد ـ اړم
• هارون ـ څوکيدار
• هاشم ـ ټوټې کول، ماتول
• ابو هریره ـ د پيشو پلار
• ابوبکر - د جونګي (اوښ بچی) پلار
• ويس ـ دروېزه
• يعقوب ـ زرک
👸ب : ښځينه نومونه
• اسيه ـ غمګينه
• حميرا ـ سوروېښتۍ
• راحله ـ کوچۍ
• سميره ـ چې د شپې کېسه وايي
• سمينه ـ غټه څربه
• زبيده ـ پېروی، رش
• زينب ـ ښايسته ونه
• شکيلا ـ سره سپينه
• شميم ـ خوشبويه
• شيما ـ خالداره
• صفيه ـ د خرما ډکه ونه،ټاکلې انډېواله
• عبيده ـ غلام ګوټې
• فاطمه ـ ښځه چې ماشوم يې له تې پريکړی وي
• کلثوم ـ غټمخې
• هايده ـ توبه ګاره