(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)
Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
حقیقی مینه
تـــــېره شوي چې په چـــــاوي عاشـــــــــقي
وې خبر دوي په اصـــــلي خوند د دوستي
درتـــه تـــېـــر بـه کـړم مثال د دې خـــبرې
چـــې ســــنـــد کــړې دا خــبر دلـتـه دستي
ادم خــــان چې ؤ مــــــین په درخو بانــدې
عــــشـــــق بوله د دنیا ښــکــــــلا وهستي
یــــونــــیم قرن نن نه وړاندې یو زمان کې
د جــــیمــزډار قول نقلومه بېکـــــاسـتــي
قـــــطـــب خــــان د راڼـــیــزو د ده په خور
ؤ مین په نـــــــــــازو باندې په راستـــــي
ؤ بـــلـــــو دې ادم خـــان د کـــور غـــــلام
قـــــطـــــب خــــــان یې کړ د مینې تومت
ادم خــان لا خـــبــر نـــه ؤ لـــه دې حــــاله
بــلـوګي قــطــب خان مړ کـــــړ سم دستي
د دې حال نــــه چې خبر شـو ادم خــــــان
د بـــلــو په مــرګ ئـې ونــه کړه سـستي
بــلــو ئـې مړ کړ په بدل د قــطــب خان کې
هــم خــفــه شـــو دی د مــینــې په نیسـتي
هسې ښکلي عــاشــــقان دنیا نه تېر شول
څوک په مینه کې کامـیاب او څــوک ستي
عــشق پښتو نه مقــــدم شـو« اهتمــامه»!
پـــاکــه مینه چـــې وې داســــي حــقــیقــي
( کــابـــل ، ۱۳۶۹/۳/۴ هــ ، ش )
بېرته شاته |