د شمشاد TV بنسټ ایښودونکی الحاج فضل کریم « فضل » بیرته هیواد ته ستون شو
[02.Dec.2007 - 23:08] جرمنی/کولن د هیواد پیاوړی سړیتوب (شخصیت) ،دپښتون ولس ، ژبـی او کولتور ریښتینی خدمتګار او د شمشاد تلویزیون بنسټ ایښودونکی ښاغلی الحاج فضل کریم « فضل » د ۲۰۰۷ ع کال د نوامبر د میاشتی په ۳۰ نېټه په هغه غونډه کې چی د کولن سره نژدی د هورت په ښار کې دده په ویاړ جوړه شوی وه ګډون وکړ او ګڼ شمیر هیوادوالو پکی برخه اخستی وه. په غونډه کی د ګډونوالو له خوا د هیواد او سیمی په روانو حالاتو، دپښتو ژبـی او کولتور د ودی او پرمختګ په لارو چارو د نظریو بدلون او هر اړخیزی خبری اتری وشوی. ښاغلی الحاج فضل کریم « فضل » د خپلی ارزښتناکی وینا په ترڅ کی وویل: زه خپلی پښتنی مینی او خلوص تر تاسو رارسولی یم، او پدی ویاړم چی پښتو کونکو، پښتو پالونکو او پښتو روزونکو هیوادوالو په منځ کی یم.





