دهېواد سیلوګانې
[13.Jul.2021 - 10:29]دهیواد د سیلوګانو شالید !
لیک: محمد نواب ویساند
وړمه ورځ مې په فسبوک کې د کابل د سیلو د کمپلکس انځور تر سترګو شو . د یوې لمړنۍ اړتیا په توګه د ډوډۍ ارزښت ته په کتو مې غوره وګنله ، چې د هیواد دسیلو ګانو اړوند څانګو ( الواتور ، ژرندو ، ډوډۍ پخلنځیو ) شالید اوهم د ناخالص محصولاتوله مخې د خوراکي صنایع په جوړښت کې دسیلوګانو ، د ټولې صنایع په جوړښت کې د خوراکي صنایع او په پای کې د ملي اقتصاد په اډانه کې د ټولې صنایع سلنه تاسو سره شریک کړم . د ۱۳۶۳ ل کال شمېرو پربنسټ د ملي اقتصاد په جوړښت کې دناخالصومحصولاتو له مخې د هیواد صنایع ۲۱،۵۹ سلنه جوړوله او د ټولې صنایع په جوړښت کې د خوراکي صنایع ونډه ۱۸،۶۵ سلنې ته رسیدله ، خود خوراکي صنایع په جوړښت کې د سیلوګانو ونډه یواځې ۱۳،۵ سلنه کېدله . د سیلوګانو کمپلکس د درې اساسي برخو ( الواتورــ ژرندو او د ډوډۍ پخولو څانګو ) څخه متشکل وي .
ـــ په شپېتمو لمریزو کلونو کې په ټول هیواد کې د ۲۵۱،۸ زړه ټنه غلودانود ساتلو ظرفیت شتون درلود ، چې یواځې ۵۱،۸ په سلو کې غلې دانې ( غنم ) د سیلوګانو اړوند عصري الواتورو او هم په هرات ولایت کې ساتل کېدلې .
ـــ د اوړو تولیدونکو پنځه لویوفابریکو د وخت د سپکو اوخوراکي صنایع وزارت په چوکاټ کې کار کاوه ، چې دوه ژرندې د کابل سیلو کمبینات اړوند ، په مزارشریف ، قندهار اوپلخمري کې یوې یوې د اوړو فابریکو فعالیت درلود . په ټولیز ډول دغه فابریکو په یوه شپه اوورځ کې ۶۴۰ ټنه اوړه تولیدولای شول .
ـــ د کابل ښار د سیلو کومبینات په ۱۳۳۳ــ ۱۳۳۶ ل کلونو کې د پخواني شوروي اتحاد په تخنیکي ــ اقتصادي مرسته جوړ شو، د هیواد په کچه یو د ډیرو عصري فابریکو څخه شمېرل کېدل ، چې په ورپسې کلونوکې یې د ریکونسترکشن په ترڅ کې د تولیداتوکچه لا پراختیا وموندله . د ډوډۍ او قنادي موادو د تولیدولو ظرفیت یې په یوه شپه او ورځ کې ۷۲ ټنه ته ورسید . پدغه فابریکه کې چې څه دپاسه ۲۰ــ۲۴ ډوله ډوډۍ او کولچې تولیدېدلې ، د ۵۰ زره ټنه په ظرفیت الواتور او په ۲۴ ساعتونو کې د ۴۰۰ ټنه په ظرفیت د اوړو د تولیدلو دوه عصري ژرندې یې هم درلودلې .
ددې تر څنګ ، پدې فابریکه کې په یوه شپه اوورځ کې د ۱ ــ ۱،۵ ټنه د مالګې تصفیه او چاڼ ، دروژې ( خمیره)، د اوړوګډولو، د لمدو اوړو بېلولو او د ډوډۍ پخولو ،سړولو اولیږدولو څانګې درلودلې .
د کومبینات په دننه کې د نیمکاره او پخو موادو د لېږد لپاره د کراچیو لوی پارک او همدا ډول د ترمیم او ولډنګ او داسې نورو څانګو هم شتون درلود .
د نوموړې فابرېکې د ۷۰ ــ ۸۰ په سلو کې تولیدات وسله وال پوځ ، دولتي ادارو ، ښوونځیو ، روغتونونواو د داسې نورو ادارو او پلورنځیو ته ورکول کېدل .
په ۱۳۶۳ ل کال کې د مزارشریف د ښار د سیلو فابریکه ، چې د ۲۵ ټنه ډوډۍ پخولو ورځني ظرفیت یې درلود په کار پیل وکړ . ددې فابرېکې اړوند ژرندې ورځنی تولیدي ظرفیت ۶۰ ټنه ا وړه و . د ۱۳۴۴ ــ ۱۳۶۴ ل کال د کابل سیلو کمپلکس کې او په دوو ورستیو کلونو کې د د بلخ د سیلو په فابریکه کې په ټولیز ډول په منځنۍ توګه ۸۸،۸ فیصده ډوډۍ د عادي ا وړو او ۷،۶ فیصده سپینه ډوډۍ ، ۳،۶ فیصده نور ډول ډول قنادي محصولات ( کلچې ، روت ، کیک اوداسې نور) د لمړۍ درجې اوړو څخه ترلاسه کېدل .
خوله بده مرغه نوموړې فابرېکې په تېره بیا د کابل ښار د سیلو کمبینات ، چې د اقتصادي پلوه یې خورا زیات ارزښت درلود د کورني جګړو له امله زیانمن او له کاره وغورځول شو . که چېرې دا او دې ته ورته نورې فابرېکې له سره ورغول شي . هم به مو د صنایع سکتور وده موندلي وي ، هم به مو د اومو موادو تولیدونکي لپاره مارکېټ برابر شوی وي او هم به د وزګارتیا د کچې ټیټولو او د نرخونو د کنټرولو سره ستره مرسته شوي وای .
د ډوډۍ د لګښت څومره والی د هیوادونو د اقتصادي پرمختیا پورې نېغ په نېغه تړلی دی ، په پرمختللي هیوادونو کې دنورو خوراکي توکو د تنوع له امله د ډوډۍ لګښت کم دی . خو په ټوله کې د ډوډۍ لګښت د ۳۰۰ ــ ۳۵۰ ــ ۵۰۰ او آن تر ۶۰۰ ګرام پورې په هره ورځ کې د سړي سر لګښت جوړوي . په افغانستان کې د اقتصاد د ټيټې کچې له امله ډوډۍ د وګړو اصلي خوراک ګڼل کیږی ، خو په خواشینۍ سره اوس مهال ډېرو هیوادوالو ته په مړه ګېډه و چه ډوډۍ هم نه رسیږي . د یوې سرچینې په حواله ، یو سړی د ژوند په اوږدو کې په منځنۍ توګه ۷۰۰۰ کیلوګرام ډوډۍ مصرفوي .
ددې لپاره چې کروندګرو ته د غلو دانو ډاډمن بازار پیداشوی وي ، اړینه ده ، دولتي ، مختلط یا خصوصي سکټور په اتو لویو ښارونو کې د اوس لپاره د حد اقل یو پر پنځمه برخه د هیوادوالو او رسمي ادارو د ډوډۍ اړتیاوې د فابریکوي صنایع په کاراچولو سره تآمین کړي .په دې کار سره به دنورو ښېګڼو تر څنګ د ونو او بوټو د پرېکولو د مخنیوي له لارې د چاپيریال ساتنې سره هم مرسته شوي وي .