(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

معلم

[02.Oct.2021 - 10:15]

راسئ خپل ليکوال وپېژ نواودرناوی یې وکړومعلم صاحب عبدالقیوم يادوم  

دغښتلی قلم اوملی احساس  يو سرکښ ليکوال ژوندليک

د پښتو ادب ستوري الفت صاحب د دې ښکلې شعر په لورېينې سره زموږ د دې درانه ښوونکی ،فرهنگي شخصيت  اوليکوال  ښاغلي عبدالقیوم لنډه پېژنده پيلوم  .

د وطن د شرف سپريم نه وېرېږم

که د تورو ګذارونه دم په دم خورم

دا خوږي ، غوړي کولي دې وي د نورو

د وطن د فاع کښې زه ګولۍ د بم خورم

چې په سر مې د وطن خدمت منلی

څه پروا ده که خپل سر لکه قلم خورم

داستاد ژوندليک په رښتيانۍ بڼه دژوند يوداستان اوکيسه ده چې زموږ دځوان نسل لپاره یې لوستل ددوي دراتلونکی لپاره يوه لوي لارښودگرځېدلاي سي اوپه لوستلوسره یې زده کوی چې ددوي ليکوالو دژوندکومي خوږې اوترخې تېري کړي ترڅودغه مقام ته رسېدلی چې اوس یې ټول احترام اودرناوي کوي

 ديادولو وړیې بولم چې نوموړي ليکوال په لوي کندهارکي  په معلم صاحب قيوم  مشهوردی ،هغه   ليکي :

 نوم مي عبدالقیوم د پلارنوم مي عبدالحلیم د نیکه نوم مي عبدالحکیم ،ورنیکه مي امېرمحمد چي سلسله تر غازي صاحب خان تره کي تر پلاره رسېږي.دزوکړي دقیقه نیټه خو مي ماته نه ده را معلومه ، په ښوونځی کي د شامل کېدو له حسابه او بیا د تذکرې له بابته داسي ده چي په سنه ۱۳۲۸هـ ش کال کي د کندهار ولایت اړوند د پنجوایي ولسوالی په مرکزد کاکړو په کلي کي زېږېدلی يم . د لېري نیکونو داوسېدو مینه مي دغزني ولایت د اوبند ولسوالي ده، د امیر عبدالرحمن خان په پاچهي کي مو مشران امیر عبدالرحمن خان په دې جرم را ووژل چي نیکه مو(غازي صاحب خان) د افغان او انگلس په دوهمه جگړه کي د انگرېزي اشغالگر په وړاندي د خپل ولس مشري کول او په جگړه کي یې انگرېزانو ته سخته ماته ورکړه

نوڅه وخت چي امېر عبدالرحمن خان انگرېزانو د افغانستان پاچا کړه، عبدالرحمن خان  د دې کار په بدل کي د انگرېزانو په خوښه په هیواد کي ټولي هغه کورنۍ و وژلې چي له انگرېزانو سره جنگېدلي وې . د صاحب خان د مړاني او انگرېزانو سره د جنگ بیان د : میر غلام محمد غبار، صدیق فرهنگ، علامه مجددي،تاج التواریخ، پاچهانو څه کول دمحمد نادر ایوبي تاریخ ، سراج التواریخ،دمحمد ولي ځلمي صاحب تاریخ، دبلخ مجلې اوزما په دوهم کتاب"محبس او قفس" کي لوستلاي سئ. ور نیکه امیر محمد مي لا ماشوم وه چي د وخت حکومت کندهار ته را تبعید کړئ. په خورا سختۍ او نیستۍ کي یې شپې تېرولې نو روښانه ده چي زه په یوه غریبه تبعید سوې کورنۍ کي زوکړئ یم

 د غریبو کورنیو په رنځونو او دردونو ښه پوهېږم . د سوکړک(سوړسک، نان هوسي) اوربشني او غلمیني ډوډۍ په مزه او توپېر پوهېږم، د بل د کور د(ترویا شولمبو) کدر راته معلوم دئ. په مځکو کي د هرډول کار کولو او د حیواناتو د روزني په چاروکي مي د ځان جوړه نه لیده. په دوبي او ژمي کي له یوه کمېس او پرتوک اغوستلو، لڅو پښو گرځېدلو سره بلد یم. د ملک، خان او سرکار له چلونو، خیانتونو او ظلمونو سره پوره اشنایي لرم . مفلیسه او بې خرڅه سوی یم، چاته مي لاس نه دی  غزولۍ،رشوت مي نه دی اخېستۍ

تر نهم ټولگۍ  پوري شمس الدین کاکړ ښوونځي ته تلم او راتلم . زه په نهم ټولگي کي وم چي دوه کسان  له (۱۲) ټولگي فارغ سوي ښوونځي ته د ښوونکو په صفت راغلل. اوتر هغه مخکي مو یو ښوونکۍ لاره چي لسم ټولگي یې لوستې و و . نور ټول ښوونکي مو د شپږم ټولگۍ فارغ اویا د کلي ملاصاحبان وه .

څه وخت چي له نهم ټولگي څخه  فارغ سوم ، د لسم ټولگي لپاره په کندهار ښارکي دارالمعلیمین ته شامل سوم . په دغو کلونو کي چي زه غریب کلیوال خو نه ساده هلک ښار ته راغلم، د دارالمعلین په لیلیه کي ځاي راکړل سوو، په لیلیه کي د خوب بستره، چپرکټ، برق، د نل اوبه، سهار له خوږو چایو سره د تناره غلمینه ډوډۍ، غرمه ورجي غوښي، ماښام پخه ترکاري ښوروا، تر دي لا ښه داده چي وچه  نور مي هر ورځ غلمینه ډوډۍ خوړه، څونه ښه، جنت خو دا دئ. لویه ستونزه چي ما لرل هغه دا چي یوه رقعه  مي هم په پښتو نسواي لیکلاي، پښتو کتاب مي نسواي لوستلاي، په ریاضي، فزیک، کیمیا او دري خو پوهېدل راته ډېره درنه خبره وه.

   په هر صورت کله چي زه په متوسط کي وم زما د ژوند شرایط، د ښوونکو کښته تعلمي سویه، د درسي موادو نه شتون دې ټولو زموږ  زده کونکو په خلاف  لاسونه سره یو کړي وو، د لته په لسم ټولگۍ کي له یو شمېر داسي سیالانو سره په ټولگۍ کي کښېنستم چي که یې ډېر بیچاره گان تر ما ښه نه وه، خو یو شمیر نوربیا له ما نه ډېر ښه وه، له دې امله زه هر ورځ په ټولگۍ کي له ډېره شرمه نه مځکه چول چي په ننوزم او نه اسمان ته د ختولاره را معلومه چي سترگي نهامي کړم . لنډه یې دا چي د څلورنیم میاشتني امتحان ورکولو وروسته چي د نتېجي پارچه را کړه سول، په (شپږو) مضمونو کي پاته(ناکامه) وم .  

په سبا یې لس ورځي رخصیتي وه، کامیاب شاگردان په خوښي د رخصتۍ تیرولو لپاره خپلو کورونو ته تلل، زه  د امتحان تر نتیجې اخېستلو مخکي په میاشت کي دوه ځل کورته تلم، خیرن کالي مي د مینځلو لپاره کورته وړل او په ضمن کي به پلار د جیب خرڅ لپاره خداي اوهست څو روپۍ را کولې . خو داځل چي لس ورځي رخصتي ده له شرمه او خفگان څخه کورته نه ولاړم . له هغې ورځي مي کوښښ را شروع کی  چي  څو د کال په پاي یوولسم ټولگۍ ته په مشکله سره کامیاب سوم .

دا هغه کلونه دي چي په افغانستان کي یې خلگ د دموکراسۍ لسیزه بولي، د کندهار په دارالمعلمین کي شامل ځوانان نږدې هر یوه یې د سیاست لمنه خپله کړې وه، د هري ټولگي اول نمره، دوهم، دریم تر پنځم شپږم پوري ټول د خلق د دموکراتیک گوند غړي سوي یا علاقمند وهنو ما چي به له هر همصنفي څخه په درسونو کي د دمرستي غوښتنه کول، هغوي په ورینه ټند زما غوښتنه منل. نو د هغوی څخه به مي د دوی د نوټ اخیستلو کتابچې اخېستلې او خپل نوټونه  به مي پوره کول، وروسته به مي زده کول. کله چي زه زده کونکۍ وم په ښوونځیو کي درسي کتابو لږ یا هیڅ نه وه، ښوونکو په خپل زیار نوټ تهیه کاوه بیا یې شاگردانو ته لوستۍ شاگردانو به  د ښوونکي له ویلو څخه نوټونه اخېستل، ما په لیکلو کي مشکل لاره د ښوونکو د نوت ور کولو پر وخت به پس پاته ووم.

نوچي نور شاگردان درخصتۍ تیرولو لپاره کورنو ته تلل زموږ د صنف اول نمره  محمد ظاهر د هلمند د ولایت وو، چي ډېر لایق، ښه خط یې لاره، دښو اخلاقو څښتن هم کورته تلۍ. له هغه څخه مي و غوښتل چي خپل د نوټ اخیستلوکتابچي ماته پرېږدي، څو زه خپل نوټونه پوره کړم . نوموړي په مینه خپل د المارۍ کیلۍ راکړي، دي ولاړۍ. په هر صورت د نوموړي د نوټونو په مرسته خپل نوټونه پوره کوم . په دریمه شپه ناوخت مي په المارۍ کي پر یوه خړ بیکاره  کاغذ باندي  لیکل سوي نوټ لاسته راغۍ. هغه مي را واخیست، پرلیکلي وه " دبزگر لور" پر ځاي پروت وم دغه لیکنه مي په دغه شپه ټوله ولوستل، هیڅ مي ځان نسواي ځیني خلاصولای لوستلو یې نه ستړۍ کولم . فکر مي کاوه چي دا به هم د ښوونځی په لوړو صنفونو یا مستعجل صنفونوکي لوستل کېږي،ماته یې لوستلوخوند راکی.

څه وخت چي شاگردان له رخصتیو تېرولو وروسته را تلل ما خپل نوټونه پوره کړي وه، و محمد ظاهرته مي وویل چي د «بزگر لور» په نوم یو نوټ وه دا دي چېري پیدا کړۍ وو، محمد ظاهر راته وویل بل چا خو به نه وي درڅخه لېدلۍ؟ ما ویل نه، نور یې خبره ونه کړه، یوه هفته وروسته یې دغسي یوبله نوټ راکړۍ د «موچي» په نوم، دا تر هغه بل هم خوندور او زورور وو، په داسي کلیوالي ژبه لیکل سوئ وه چي سم مي سر په خلاصیدئ . خیر د کال تر پایه یې درې، څلور د غسي نوټونه را کړه، ما و لوستل او بیرته مي ورکړه . دغو لیکنو زما سره دا مرسته وکړل چي د کتاب لوستلو سره مي علاقه پیداسول . د دغه کال په وروستیو کي د څلور تنو کلیوالوسره  یې یوځاي  کړم په گوندي (حوزه) کي کښېنستم . موږ پنځو واړه داسي کلیوال وه چي نصوار، سگریټ، چلم او چرس مونه څکول، دلته مو د هر ډول ظلم، خیانت، رشوت او اخلاقي فسادونو په وړاندي د مقابلې او مبارزي کولو پرېکړه وکړه . معني داچي د خلق د دموکراتیک گوند عضویت منلو ته تیار سوو .

     نور تر ما په زده کړو کي ښه وه، زه لا د خپل ځان په وېر اخته وم چي باید ډېر ووایم او د کال په پاي کي ځان کامیاب کړم، که خدای مه کړه ناکام سوم، دا درې میاشتي رخصتي به چېري تیروم لیلیه خو بندېږي.ځکه فیصله مي دا وه که ناکامه سوم کورته نه ځم، ما ته خو په کورکي مینه مړه وه، لویه بدبختي راپېښه وه، کله چي زه په پنځم ټولگۍ کي وم د مور له نعمت او دوعاو بې برخي سوئ وم . الله دي ماشومان نه بې موره کوي، نو په کور کي ډېره د چا خوا نه را به دېدل، د ناکامي په صورت کي مي کورته ورتگ مرگ وو. دخداي په فضل سره په کلني ازموینه کي په خورا ټیټه نمره بریالي و گڼل سوم.

    کلي ته ولاړم ډېر ژر د خټو مزدوري پېداکړه، خوښ سوم چي د نوي کال لپاره څه جیب خرڅ گټم، داچي پوره لس میاشتي مي سخت کار نه وو کړئ لاسونه او پښې مي نازک سوي وه، د کار په اوله ورځ مي لاسونه تر شل ځایه ډېر تڼاکي سول، مگر چاره څه وه، سبا بیا کارته ولاړم، په دغه شان مي کار کاوه څو بیرته ښوونځي شروع کېده. په دوهم کال تر اول کال څه پدې ښه ووم، چي لږ له سبق سرمي غوږونه اشنا سوي وه، په جیب کي مي څو روپۍ لرلې، صحح او غلط نوټ مي نیولاي سوای. د زده کونکو سره مي په لږ په خبره سر خلاصیدئ. څو داکال په خېرد خداي فضل سم تېر سوو .

پدغه شان کله چي دولسم ټولگۍ ته راغلم، د ښوونځي تر درس لوستلو مي گوندي مسئولیتونه ډېر وه، دځوانانورا خپلول او گوندي حوزو ته د څه ویلو لپاره تیاري مطالعې ته اړتیاوه، دا مي کول . د کال په پاي چي د امتحان نتیجي اعلان سوې، گورم چي نوم مي په هغه لیست کي ځوړند دئ چي  د لوړو زده کړو لپاره عالي دارالمعلمین ته د شمولیت معیار وو . خوښ سوم بیا په درې میاشتني مزدوري پسي ووتم  چي د نوي کال لپاره څه جیب خرڅ پیداکړم

    په  دېارلسم لگي کي، د ښوونځی فضا په سیاسي لحاظ ډېره پېچلې وه،  نسبت دارالمعلمین ته،  ځکه له ولایاتو څخه د بیلو سویو، بیلو ژبو، بیلو سیاسي فکرو ځوانان او په هر صنف کښي یو پر درې برخي انجوني هم را سره یو ځاي سوې . سیاسي بیل ، بیل نظر لرونکي  له ولایاتو څخه  را غلل، په هر معنی موږ غښتلي و، په انجو کي مو هم د گوند غړي لرلې. ښه گرم بحثونه، مجلسون، کنفرانسو، ډرامې او کنسرټونه دا ټول زموږ په ابتکار سره جوړېدل ، په ښکاره دوخت دولت او ټولو سیاسي طرفونو په مشترکه توگه زموږ خلاف  مبارزه کول .

   په څولسم ټولگي کي یم چي د هغه وخت په اسلامي نهضت یا اخوان المسلمین پوري تړولو(پنځو نفرو) یوه ورځ راته لاره نیولي وه، موږ دو نفره دوي پنځه نفره وه ، تر منځ مو جکړه وسوه، زه او په مقابل لوري کي یو کس په چړو ټپیان سوو، مقابل لوري مي حکومتي ملاتړ لاره، او د یوې متوسطي کورنۍ غړۍ و، زه بې واسطې، غریب بندي سوم، محکمه سوم او له زده کړو پاته. تر یو کال زندان تېرولو وروسته مي بېرته خپلو درسونو ته ادامه ورکړل، څو په سنه ۱۳۵۲هـ ش کي له عالي دارالمعلمین څخه فارغ سوم او د ښوونکي په دنده و گومارل سوم .

 لمړۍ د ښوونکي دنده مي په حاجي جمال لېسه کي وه، نور زه له حکومت په خاصه ښووني او روزني له مدېریت څخه پټ نه وم، ټول پوهېدل چي زه خلقي یم او په هره ځاي او ښوونځي کي د خپل گوند د غښتلتوب لپاره جذب کوم . د حاجي جمال کرز په لېسه کي مي د ښوونکو او زده کونکو جلأ جلأ گوندي کمیټې جوړي کړې . یو نیم کال وروسته یې له هغي لېسې څخه  د مېروس نیکه لېسې ته تبدیل کړم، دوې هفتي مي لا په مېرویس لېسه کي تېري نه وې چي احمدشا بابا لېسې ته یې تبدیل کړم، هلته مي یوه ورځ هم درس ورنه کړئ چي شاه حسین هوتکي منځنۍ ښوونځي ته یې تبدیل کړمزما لپاره دا ښوونځی ښه ځای وو، احمدشا بابا لېسې، زرغوني لېسې،میخانیکي لېسې، البیروني لېسې ته مي لاس سرسېدئ .تر ۱۳۵۷هـ ش کال پوري هلته پاته سوم

    کله چي په ۱۳۵۷هـ ش سنه کي د ثور د میاشتي پر(۷) نیټه د حکومت واگي له ناچارئ  د خلگ د دموکراتیگ گوند په غاړه کي ور و لوېدې، نو جوزا په میاشت کي زه کابل ته تبدیل سوم، د کابل په حربي ښوونځي کي د ښوونکي دنده راکړل سوه . په خپله وظیفه کي خوښ وم، خو تر څلور میاشتنیو ازموینو اخیستو وروسته خپل دولت د مخالف په نامه بندي، له وظیفي څخه لیري کړم، پدې نوم  چي په صنف کي مي داسي خبري کړېدي چي معنی یې د ښاغلي حفظ الله امین تخریب وو. بس له وظیفي لیري سوم، د کور د خرڅ او د کور د کراي پېسي نه لرم .

    ښاغلي حفیظ الله امین ته ورغلم، خبري مي ورسره وکړي، په مخامخ مجلس کي را سره ډېر صمیمي وو، اما زما او زما سره د یوبل ملکري چي دواړه بیکاره سوي وو د مقرری په هکله یې هیڅ خبره ونه کړه .

    دوي میاشتي وروسته د فواید عامي وزیر پرکندهار باندي مکتوب راکړه، دکندهارد فواید عامي مدېر یې ټاکلۍ وم دې چوکۍ ته بل چا زړه نه ښه کاوه ځکه د وزارت په پلان کي د نوی کال د شروع سره سم د فواید عامي مدیرتونه لغوه سوي وه، د دغه کال تر وروستیو یې د خپلو حسابونو د تصفیې کارونه پاکول ، زه کندهار ته راغلم هیڅ داسي مسلکي پر سونل او بودیجه نسته . یوازي د څو ښوونځیو کاکل کاري، او دوزارت زراعت لپاره د څو تعمیرونو باندي کارد قرادادي لخوا کېدئ. زه ډېر په گوندي چارو بوخت وم، په گوندي چارو کي هم ستونزي خورا ډېري وي، حق ویونکي کمزوري وه. د حکومت دارۍ نشې ځوانان مغرور کړي وه، زه پدې متهم یم چي د ښاغلي حفظ الله مخالف یم، حال داچي په ټول هیواد کي د حفیظ الله امین او ملگرو واک یې حاکم دئ. شپې مي ښي نه تېرېږي تر څارني لاندي یم، څو د مخالفتو په وجه له کندهاره وشړل سوم او دگوند ازمایشي تعرفه راکړل سوه

   نور مي د ټیک ځاي ورک سوو، ډېر یاران د حفظ الله امین د ملگرو له ډاره را څخه گوښه گرځي . په دغه (۱۳۵۷) هـ ش کال کي لیري تر بدخشانه ورسېدم، هلته د مځکو دویش مدېرسوم . له هیڅ گوندي سره اړیکي نه ساتم گوښه گیرسوم، درې میاشتي مي تېر نه وي چي یوه دوست خبر کړم، قیومه  وژل کیږي یا بندي کېږي، په سبا یې کابل ته راغلم د رزاعت او مځکو د اصلاح وزیرته ورغلم، بیان مي ورته وکړه، هغه مرسته را سره وکړه، بلخ ولایت ته یې  په هغه شان وظیفه ولیږلم . کله چي بلخ ته ورسېدم د بلخ والي مي یو وخت استاد و، هغه سمدستي پوه کړم ،قیومه زه  اوته ښه سره پېژنو څه وکړم چي هیڅ مرسته نسم در سره کولاي کوښښ وکړه چي هیڅ خبره دي تر خوله ونه وزي، دا ددې ځاي واکمن د کندهار تر واکمنو هم خطر ناک خلگ دي وژني دي ، په بلخ ولایت کي مي گوښه په ډار شپې تېرولې.

      هلته په بلخ ولایت کي وم چي ښاغلۍ نورمحمد تره کي  د حفظ الله امین په امرو وژل سوو . حفظ الله امین رئیس جمهور سو، تر څو چي د حفظ الله امین پښې ټنگېدلې وخت یې پوره سوه، شوروي پر افغانستان تیري وکړه، حفظ الله امین یې وواژه، ببرک کار مل یې راوست  د واک پر گدۍ یې کښېنوۍ . زه هم معتبر سوم  اول دوې میاشتي د بلخ گوندي مسئول بیا هلته دگوندي کمېټې مرستیال یې کړم  . د مرستیالي میاشت مي پوره کړه، د کار په جریان کي دا راته معلومه سول چي شورويان هغه شورويان نه دئ چي موږ یې صفتونه اورېدلي وه ، د شوروي رښتوني غلام ببرک کارمل وو، دا ټوله لوبه د دې لپاره  را جوړه وه چي ببرک کارمل واکدار کړي.نو مي په ارام فکرله  هغې گوندي  وظیفې څخه خپله استعفا ورکړه. په بلخ کي شتو پرچمیانو له خدایه دا غوښتل چي زه  لیري سم، سمدستي له مرکز خبر راکړه سو چي استعفا دي و منل سول کابل ته راسه .

   دوې شپې وروسته کابل ته راغلم، د وخت د گوند او دولت پنځو تنو لوړپوړو( نوراحمد نور، ډاکتر نجیب الله، د ببرک کارمل ورور محمود بریالي، ډاکتر صالح محمد زېري او غلام دستگیر پنجشري) خپلي گډي غونډي ته وروبللم . او له وظیفي څخه  یې د استعفأ پوښتنه  راڅخه وکړه . ما خپل جوابونه ور کړه، دوي راڅخه و پوښتل نو څه کوي؟ زما جواب هغه وو، ښوونکي وم، ښوونکي کیږم . ډېر نصیحتونه، تشویقي خبري یې راته وکړي، نتیجه داسوه چي ته اوس ولاړ سه کندهار ته دوستان دي وگوره استراحت وکړه موږ تصمیم نسو.

    زه خپل د میني کور کندهار ته راغلم نژدې یوه میاشت پر کور بیکاره کښینستم، څو یوه ورځ یو دوه نفره کورته راغله له ځانو سره یې گوندي د فتر ته یووړم . هلته نور ملگري تیار ناست وه، د ولایتي گوندي کمیټې منشي او مرستیال مبارکي راته وویل چي د سیاسي بیرو له دارالانشا څخه ستا د مقررۍ شفر راغلۍ دئ، ته د ښار د گوندي کمیټې منشي تعین سوئ یې . دا نو ۱۳۵۸هـ ش کال د ثور د میاشتي شروع ده. لامي دفتر د ناستي ځاي سم برابر کړئ  نه وو، چي  بیا خبرونه را ورسېدل پرچميان په کندهار کي ستا له مقررئ سره خوښ نه دي، له کابله یې ستا د تبدلۍ کوښښ وکړه مگر ناکام سوه، اوس هغوی غواړي  تا په فزیک توگه نابود او له منځه یوسي(ترور دي کي). پدي شکل درې نیمي میاشتي مي د دوي له دسیسوځان خوندي کړه . په ورورسته کي پوهیدم چي خبره سپین ستر گي ته رسېږي، کابل ته ولاړم، هلته مي د گوند له مسئولینو( نور احمد نور او ډاکتر صالح محمد زېري) سره خبره شریکه کړه شواهد مي  ور وښول، کله چي یې اسناد ولیدل، نور احمد نور په قهر راته وویل" ملگرې قیوم سربلند به داسي غول نه خوري چي ستا دترورکولو تلاښ وکړي".

  کله چي بیرته کندهار ته راغلم  زما د تگ او هلته لیدنو په جریان(سربلند) خبر وو، درې شپې وروسته یعني د ۱۲۵۸هـ ش کال د سنبلې د میاشتي پرشلمه نیټه د شپې دوی راباندي مسلحانه حمله وسول، زخمي یې کړم، حمله کوونکي مي ژوندي و نیول ( سربلند) ته مي و سپارل . ددې پېښي پور جریان په استبداد نوم کتاب کي لوستلاي سئ.

    د زخمونو تر جوړېدو وروسته بندي، کابل ته ولېږدول سوم هلته محکوم په اعدام (۷) کاله بیله دې چي  پدې پوره اوه کاله او څو میاشتيو کي دي یوځل له خپلي کورنۍ سره  د لېدو اجازه را کړي کوټه قلف و ساتلم. حکومتو نه هر څه کولاي سي، زما د محکومیت واقعي اسناد یې نه لرل، په درواغو یې یو کس راباندي عاریض کړ، چي  ادعا وکړي او ووایي زما زوي یې را  وژلۍ دئ . هغه چي د دوي زه له نن ورځي څخه (۳۰) کاله مخکي  پر اعدامول هغه اوس هم ژوندي دئ،  د خبري پوره جریان په «استبداد» کتاب کي لوستلاي سۍ

له محبس یا زندان څخه درا وتلو یا خلاصیدلو غمگین داستان دئ چي په استبداد کتاب کي یې ولولۍ، له زندانه تر راوتلو وروسته مي  نورپه حکومت کي له کار کولو سره مینه او علاقه نه وه، اما  ما غوندي بې پیسو، غریب سړي نو چاره څه وه؟ نه اشرارکیدای سواي، چي ښوونکي او افسران ووژنم، نه لاري ،پلونه او ښوونځی سوځلای سم، نه جاسوسي منلای سم، نه پاکستان او نه ایران ته مي د تلو یا وطن پرېښودوسره علاقه وه. له وچي ناچاري پاته وم، په هیواد کي که اوسېږې  نو عسکري باید وکې، زه هم عسکر او بیا افسر سوم . څو میاشتي لا تېري نه وي چي حکومت بیا د مخالف په نوم زنداني کړم . د بندي گېري بیان او کابل ولایت څخه د فرار جریان په استبداد کي و گورۍ.

چي له زندانه و تښېدم فرار سوم، په هودخیلو کي، ده سبز، شمالي، پغمان، میدان شهر خبره و پاکستان ته ولاړه، په پاکستان کي د ژوند کولو، سیاست پاللو، لیدنو او کتنو بیان هم ډېر اوږد داستان لري . ځکه له حکمتیار سره لیدني، د ای،اس، ای، له کرنیل امام سره لیدني، د رحیم مندوخیل، بسم الله کاکړ، ډاکتر عنایت الله، حاجي سراج الدین«تادین»، مولوي سرفراز، ملاملنگ، سرکاتب، حاجي اسدالله او په لسهاو نوروسره لیدني، کندهار،زابل او هلمند ته سفرونه او له قوماندانانو سره شپې دا هم یو لوي بیان دئ. په استبداد کتاب کي یې لوستلای سئ.

 بیرته افغانستان ته را تگ، کندهار او بیا کابل کي، له رباني، احمدشا مسعود، مارشال فهیم، عبدالله عبدالله او نورو سره لیدني، له محمود حبیبي، عبدالشکور رشاد، محمد ابراهیم عطائي، وکیل نورمحمد خان او نور ډېرو سره لیدني، غونډي گډ کارونه او فعالیتونه، بیا  زما افسري، ټکسي واني، چوکیداري او دو کانداري په استبداد کي وکورۍ.

  طلبان، زما شناخت له دوی سره، دوستي او بیا دښمني،  ما ملا محمد عمر، ملا ربانی، عبدالصمد خاکسار، د کابل ښاروال عبدالمجید او ډېر نور له نژدې پېژندل، بیا یې زه بندي کړم، نژدې یو کال بیله کومي پښتني، کوم جرمي سند یا د چا له لخوا ادعا څخه زنداني ووم. څوله زندانه  فرار،او د فرار پر وخت دوه ځایه د کلاشنکوف په مرمیو ووېشتل سوم، د هغو دوستانویې کور اباد چي ویې ساتلم، و یې نازولم، تداوي یې را وکړل او تر سرحد یې واړولم. دU.N.H.C.R.  دفترته ورسېدم مهاجر سوم او متحده ایالاتو ته یې را وستم . دا ټول بیان په استبداد کي ښه ترا لیکل سوی دی . کله چي امریکا ته را ورسېدم  ددې ځاي ژوند خپل مشکلات لرل، په ژبه نه پوهېدم، مسلکي کاریگر نه وم، پیسې مي نه لرلې، تر اتلسو کلونو د جگ عمر لرونکي مهاجر چي ژبه یې زده نه وي مشکله ده زده کړي وکړي، کارته و درېدم، ټول ستړي کارونه، دا وضعه مي تر یوه حده په خپل دوهم کتاب« محبس او قفس» کي بیان کړېده، ځکه د کتاب نو محبس او قفس دئ.

په ۱۲۵۳هـ کال کي  مي واده وکړ ی د څلور او لادونه  دوه زامن او دوې لوړني لرم . الحمد الله ټول د ښو او لوړو زده کړو د(P.H.D ) لرونکي دي . زما هر دوست او ملګري ته دي الله(ج) زما په شان پر مور او پلار مهربان لادونه ورکړي

اوس د امریکا په ویرجینیا ایالت کي د خپلي کورنۍ سره اوسېږم کومه  دنده نلرم ، له  شخصي ژونده  راضي یم .

  د کتاب لوستلو مینه راسره پاته وه، تر دا اوس ټپرېږ م چي لاس مي رسي شي  لولم، په کمپیو ټرنو کي پاڼي گورم، یوه نیمه لیکنه کمپیوټري پاڼو ته لېږم. په فېس بوک گوتي وهم . تر دې دمه  مي څلور لیکني چآپ سوي دي لکه:

۱: استبداد.

۲: محبس او قفس.

 ۳: د کندهار غښتلي

۴: نوې کېسې  «لونگ او بنگ».

۵: "په افغانستان کي د اجتماعي او سیاسي نهضتونو بهیر". پدې کتاب کي له (۱۵ پېړۍڅخه تر نن ورځي پوري) پر متشکلو سیاسي او اجتماعي حرکتونو بحث سوۍ دئ.

 ۶:  "  زموږ غښتلي".

 

 افغانانو ته په احترام، لیکل به مي د لیک دود پر اصولو جوړ نه وي، خو له حقیقت څخه لېري به یوه جمله پکښي نه وی. لکه دا خبري، سره له دې چي په ټول هیواد کي هیڅ شخصي ملکیت حتي کورهم نه لرم، له حکومتو څخه یې ښه خاطره نه لرم، ډیر وختونونه مي ژوند په غریبۍ، زندانونو، زخمونو، فرارۍ، تېښته او مهاجرت کي ژوند کړۍ دی، خو افغانستان او افغانان  تر ځان راته گران دي، هر څه چي کوم د دوي د ساتني او خوښۍ لپاره به یې کوممعلم عبدالقیوم

-
بېرته شاته