(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دلمر څلورمه ګڼه

[02.Nov.2021 - 14:29]

دلمر څلورمه ګڼه

 د لمر مجلې په څلورمه ګڼه کې چې تازه له چاپه راوتلی ده د یو شمېر پېژندل شویوُ، مخکښو او نوښتګرو لیکوالو، اغېزمنې، ګټورې څېړنې او با ارزښته لیکنې د ژوند په بېلابېلو برخو کې انځور شوې دي . په دې با ارزښته او ګټوره مجله کې زما یوه لیکنه د خدای بخښلي امان الله سېلاب ساپي د علمي، ادبي او فرهنګي شخصیت په تړاو هم نشر شوې ده.

شهید امان الله سېلاب ساپی چې زموږ د هیواد يو غزلبول تلژوندی سندريز، خوږ ژبی او نوښتګر شاعروُ، د خپل اوچت، سپیڅلي او ځواکمن قلم، علمي ، هنري او ادبي ارزښتمنو او ګټورو اثارو له لارې یې د شعر او شاعري بیرغ اوچت ساتلې و‌و.

دا لیکنه تاسو درنو مینه والو ته ډالۍ کوم هیله من یم چې  د دغې لیکنې په لوستلو ستاسو وطني، ادبي او ملي تنده پرې خړوبه شي.

په درنښت او مینه : انجنیرعبدالقادرمسعود

 

شهید امان الله سېلاب ساپی يو تلژوندی سندريز شاعر :

زموږ په تاریخي، لرغوني او ادب پاله هیواد افغانستان کې د پښتو ادب په تاریخ کې د هیواد زیاترو پوهانو، عالمانو، لیکوالو، فرهنګپالو، ادیبانو او شاعرانو، د خپل اوچت سپېڅلي او ځواکمن قلم، لوړې پوهې، ژورو خیالونو، اندونو او فکرونو، او د خپلو ګټورو او اغېزمنو اثارو له لارې د علم، کلتور، هنر، ادب او فرهنګ رنګینه نړۍ، ښېرازه، روښانه، غوړیدلې او ځلانده ساتلی ده

د دغو نومیالیو، درنو او پتمنو سټو د ویاړ وړ نومونه، ځلانده کارنامې او د پام  وړ او ارزښتناک اثار زموږ  په  جګړه ځپلي هیواد کې د تل لپاره ژوندي پاتې دي، معاصرو او  راتلونکو نسلونو ته د یوې علمي، کلتوري او فرهنګي زیرمې، ادبي او معنوي پانګې په توګه، لویه او بډایه  شتمني ده.

 خدای بخښلی امان الله سېلاب(ساپی) زموږ د هیواد پېژندل شوی غزلبول، خوږ ژبی او نوښتګر شاعر، د علم  او ادب  رښتینی، دروند او ستر خدمتګار وء . د ده نوم د پښتو شاعرۍ او ادبیاتو په تاریخ کې د یو هېواد پال، دروند، دردمند او با احساسه شاعر په توګه نه هیریدونکی او نه ورکېدونکی دی . دی د یو عالي ادبي، ملي او علمي شخصیت څښتن وء ، او د خپل اوچت، سپیڅلي او ځواکمن قلم، علمي ، هنري او ادبي ارزښتمنو او ګټورو اثارو له لارې یې د شعر او شاعري بیرغ اوچت ساتلې و‌ء

خدای بخښلی امان الله سېلاب ساپی د خدای بخښلي وکیل صاحب شهید مرزا نصرالله خان ساپي زوی او د مرحوم مفتي عبدالغفور خان لمسی دی، چې پر (۱۳۱۲) لمریز کال کې د ننګرهار ولایت د کامې ولسوالۍ په (غازي کلي) کې زیږدلی دی.

پر (۱۳۲۵) لمریز کال کې یې لمړنۍ زده کړې د کامې د اخوند کلي په ښونځي کې سر ته رسولې دي

خدای بخښلي سیلاب صاحب پر (۱۳۳۱) لمریز کال کې د کابل د قاضیانو مدرسې په دوهم ټولګي کې خپلو زده کړو ته دوام ورکړ او بیا له دریم ټولګي نه د کابل عربي دارالعلوم نهم ټولګي ته ولاړ، او هلته یې پر(۱۳۳۶) لمریز کال کې خپلې زده کړې په عالي کچه پای ته ورسولی. ده شپږ کاله د بېلابېلو علمي او ادبي آثارو په لوستلو ځان بوخت کړی وه . که چیرې د ده شعرونه او نثرونه په غور او ځیرکتیا سره وڅیړل شي نو دا څرګندیږي چې دی د مروجو علومو لکه د فقهي اصول، تفسیر، حدیث، صرف، نحو، بدیع، بیان، عروض، قافیه، منطق، حکمت او داسی نورو علومو سره بلد وه، او خپل بنسټیز معلومات یې په دی تړاو بشپړ کړې وء . ده له زده کړې وروسته د هیواد په بېلابېلو دولتي ادارو کې په کار پیل وکړ.

دی د عدلیې وزارت، د ترانسپورت ریاست، د قبایلو مستقل ریاست او په رادیو افغانستان کې په دندې بوخت وه .

خدای بخښلي سېلاب صاحب په رادیو کې په هنري او ادبي پروګرامونو او په تېره بیا د پښتونستان په پروګرامونو کې ګټوره او اغېزمنه برخه درلوده. کله چې ده په رادیو افغانستان کې دنده درلوده د نامتو او لویوو علمي ، ادبي او فرهنګي سټو سره پېژندګلوي ومونده، د ده خدايي استعداد په دې کلونو کې څپې ووهلې او د ژور وطني او ملي اند و فکر، لوړخیال، پوهې، علمي او ادبي هوښیارتیا څښتن شو. په رادیو افغانستان کې د سېلاب صاحب هنري او ادبي دنده د هغه د ادبي او فرهنګي څیرې د پیژندګلوې او شهرت لپاره نه یوازی په کابل کې بلکې د هیواد په نورو سیمو کې او په بهرنیو ادبي او فرهنګي ټولنو کې زیاته مرسته وکړه.

د خدای بخښلي سېلاب صاحب  په علمي او ادبي آثارو، شعر او شاعرۍ کې د ټولنیز ژوند بېلابېل اړخونه، هنري ښکلا، علمي، کلتوري، ادبي او فرهنګي ، حماسي او ملي تفکر، اخلاقي او انساني پیغامونه له ورایه ښکاري. که چېرې زموږ اوسني او راتلونکي نسلونه د سېلاب صاحب ارزښتمن اثار په غور سره ولولي دوی کولای شي د خپل ژوند په بېلابېلو اړخونو کې ترینه ګټور او اغېزمن لوست او ورم (پند) ترلاسه کړي .

 د سېلاب صاحب د خوږو او زړه وړونکو بېلابېلو شعرونو او ترانو تر څنګ، د غزلیز او رومانتیک اړخ یو ځانګړې ځلا لري او دغزلو ځنی بیتونه یې لوستونکي او اوریدونکي په شوراو مستي راولي او په ذهن  او زړه کې یې ښکلا او مینه راپاروي. په دې برخه کې د ده شاعرانه، رښتینی، ملي درد او ټولنیز احساس او موسیقیت له ورایه ښکاري. د ده ترانې د ډیرو وتلیو، نامتو او تکړه هنرمندانو او سندرغاړو په خوږو آوازونو کې خپریدلې او خپرېږي

سېلاب صاحب په خپله رومانتیکه غزلیزه شاعرۍ کې خپل خیال او فکر په ډېره ساده ، روانه او شاعرانه ژبه داسې بیانوي :

د مينې نندارو ته نندارو سره راځه 

د عشق ميخانې ته په نخرو سره راځه

سرې شونډې سرې منګولې سور دې ټيك دى په تندي

راځه په شرنګ وپرنګ له سپينو سرو سره راځه

وړې وړې سلګۍ مې ورانوي هر دم خولګۍ

ريباره كه راځې له پريرو سره راځه

***

خدای بخښلی سېلاب صاحب هغه ادبپوه، فرهنګپال، روڼاندی او ژمن شاعر وء چې له علم، ادب، شعر او هنر سره یې ژوره مینه او خواخوږي درلوده . په نظم او نثر کې د شاعرانه او هنري تخیل، نوښتګر اند و فکر، او د لوړې پوهې خاوند وء. ده په شعر او شاعري کې یو څپاند او سرشاره استعداد درلود.

سیلاب صاحب ته خدای پاک یو روښانه فکر، درک، احساس او شاعرانه استعداد ور په برخه کړې وء. د ده په شعرونو کې د ملي، ټولنیز، اخلاقي، عشقي، تصوفي او تنقیدي اړخ نه را نیولې تر رومانتیکه غزلیزه شاعرۍ پورې ډیر پاک، سپیڅلی او ملي احساس نغښتی دی. دی د خپل وطن او د کړیدلي ولس د دردونو او غمونو سره دردمن او غمجن وء. ده د خپلی ژبې د پرمختګ او پراختیا لپاره او د خپل هیواد د آزادې،  خپلواکۍ او سمسورتیا په لاره کې ځان لکه پتنګ سوځلې وء .

دی په خپل یو شعر کې د وطن سره مینه او د آزادۍ او خپلواکۍ د ښکلي نعمت پیغام داسی بیانوي :

ای ګرانه وطنه ته می ګل زه دې بورا یمه

ستا په محبت کې تورې ډال ته په خندا یمه

ای ګرانه وطنه سر او مال به تا نه جار کړمه

مال به صدقه کړمه سر به تا ځنې نثار کړمه

ورک به کړم غماز له تا، دامان به دې ګلزار کړمه

تا به په ګاڼو د آزادۍ همیش سینګار کړمه

***

سیلاب صاحب د خپلو بېلابېلو شعرونو ترڅنګ د پښتونستان او پښتونولۍ په باب خپل پښتني، وطني او ملي احساس او جذبات په ډیرو ښکلو انځورونو کې بیانوي :

پښتونستانه پښتانه به دې پالینه

دا ستا په پاکه مینه  

له سرو ماله تېر دي

زمونږ حیات زمونږ آبرو یې + عزت د ټولو پښتنو یې

بل مو د پلار نیکه زانګو یې 

دا لرو بر به دې په سرو وينو ساتینه

دا ستا په پاکه مینه

له سرو ماله تېر دي

ته مو تسل ته مو آرام یې + ته مو د ژوند عالي مقام یې

*** 

او بیا په خپل یو شعر کې د آزادۍ لوست او په خپل هېواد کې د یو خپلواک ژوند او د پردیوو واکدارانو د حکمونو نه منلو چیغه او کړیکه داسی پورته کوي :

زه ستا د غیږې خوندورې شیبې

قسم دی کله هیرولې شمه  

وطنه ستا دا دنګې هسکې څوکې

کله پردو ته پر یښودلی شمه

ستا په لمن کې د پردو حکمونه

وطنه زه کله زغملی شمه  

که می پرې مال عیال شي واړه تباه

پردي واکدار کله منلی شمه

***

د سیلاب صاحب په شعرونو کې د ځوانانو ویښول، پوهول، د هیواد سمسورتیا او پراختیا او د هوسا او آزاد ژوند هڅول نغښتی دي. دا د ده آرمان وه، چې وطني او ملي فکر او د آزادۍ مفکوره او د خاورې پت او عزت د خپلو هیواد والو په تېره بیا د ځوانانو په ذهنونو کې را وپاروي .

زه د ازادۍ د لويې لارې قهرمان يمه

زه زلمى افغان يمه، زه زلمى افغان يمه

څو وارې وتلى زه له دغه امتحان يمه

زه زلمى افغان يمه، زه زلمى افغان يمه

ما د ازادۍ په ډيوه كړي غورځنګونه دي

ما د وطن مينه كې زغملي كړاوونه دي

تل مې تنبولي د زورګيرو قوتونه دي

ډك مې د غيرت له كارنامو نه تاريخونه دي

تل د استعمار لپاره تندر د اسمان يمه

زه زلمى افغان يمه، زه زلمى افغان يـمه

*** 

د سېلاب صاحب د ملي ترانو اوریدل او لوستل د هربا درده او  با احساسه انسان په ذهن  او زړه کې وطني، ملي، افغاني او په  تیره بیا پښتني احساسات، عواطف، سپیڅلې مینه، ښکلا، او د سوز څخه  ډکې  ولولې  راپاروي

شعر او موسیقي د هر تمدن، کلتور او ثقافت په ماڼۍ کې بنسټیزې ستنې دي، او یو له بل سره تړاو لري او یو دبل بشپړوونکي دي. کله چې سره یوځای شي نو د بشپړ هنري اوج تمثیل کولای شي. هنرمند او سندرغاړی د ټنګ ټکور او موسیقۍ په مرسته د شعر او شاعر رښتیني، ملي او وطني، اخلاقي او انساني پېغامونه د ساز په څپو او د موسیقۍ په طرزونو کې  خپلو هیوادوالو او مینه والو ته رسوي.

خدای بخښلي استاد اولمیر زموږ د هیواد نامتو او پیژندل شوي هنرمند  په خپل خوندور آواز کې د ارواښاد سیلاب صاحب ډېر شعرونه  د موسیقۍ په پردو کې غږولي ديد ده  په خوږ غږ کې د سېلاب صاحب  یو خوندور شعر :

((ستا د سترګو بلا واخلم بیا د سترګې ولې سرې دي + پام چې وار دې خطا نشي ما منلې غرغرې دي . )) نړېوال شهرت تر لاسه کړې دی .

 استاد اولمیر کله چې  په خپل خوږ او زړه وړونکي  غږ کې  دا غزل چې نامتو او پېژندل شوي  استاد محمد عمر ور سره رباب غږاوه  په خپل وخت کې د رادیو په څپو کې خپور کړ، د اوریدونکو  او د موسیقۍ د مینه والو پهذهن او زړونو کې یې داسې زوږ ، شور او مستي راوپاروله  چې اوسمهال هم دا غزل نه هېریدونکی دی او خپل تلپاتی ارزښت لري .  

د خدای بخښلي استاد اولمیر په خوندور غږ کې  د سېلاب صاحب دا سندرې هم په ډېر ښکلي طرز او ښایسته کمپوز کې جوړې شوې دي. لکه

سوز دمینې مې قلم راپارويولولې مې دم په دم راپاروي

***

 د سیند په غاړهشوه را په غاړه

په ناز یې ووی + بس دی مه ژاړه

***

نن بیا زړه سوز د مینې پارولی غوندې دیقلم یې په سرو سترګو ژړولی غوندې دی 

***

چیرته ته وای هلته زه وای  + د زړه سره ماته ګرانه

***

مینه ګوګل کې نڅېدل غواړيخیال په زلفو زنګېدل غواړي

***

دچا په څڼو په اوربل خوښه دهزما شرینه په محل خوښه ده

***

بیا چې په ګوګل کې په ژړا

***

او داسی نور شعرونه او سندرې ...

سیلاب صاحب یو خوږ ژبې او با احساسه شاعر وء. د ده شعرونه او سندرې او خواږې ترانې چې د هنري ارزښتونو خیال یې هم ساتلې دی د هیواد د تکړه هنرمندانو او سندرغاړو له خوا د رادیو افغانستان په څپو کې او د هیوادوالو په ودوونو او ښادیو او محفلونو کې په ډیر عالي کچه خپاره او خپریږي.

میرمن پروین ، استاد صادق فطرت ناشناس ، میرمن ژیلا،  میرمن رخشانه، میرمن قمرګل،  استاد حفیظ الله خیال،  استاد ایوب، استاد طلا محمد،  بریالې ولي ،  میرمن آزاده، استاد مهوش، لیلا، افسانه، ناهید، پشتون قمر، نغمه او داسی نورو هنرمندانو، چې د دوی ثبت شوي آوازونه د رادیو افغانستان د موسیقۍ په آرشیف کې موجود دي د خدای بخښلي سېلاب صاحب  شعرونه چې په کې زیاتره برخه یې  د هیواد ملي ترانې،  او د موسیقې خوندور شعرونه دي، په ډیرو  ښکلو کمپوزونو او طرزونو کې ویلي دي .

په رښتیا سره، چې د ټنګ ټکور او موسیقی هنر د ډیرو ولسي شاعرانو شعرونه ژوندي ساتلي دي. د سیلاب صاحب خواږه شعرونه او ښکلې ترانې او سندرې کله چې د موسیقې په پردو کې راشي نو ځانته یو ځانګړې خوند لري، او مینه وال یې خوښوي او ترینه خوند وړي .

سیلاب صاحب ادبي نثرونو ته هم پاملرنه کړې ده. خواږه او سلیس نثرونه یې لیکلي دي.لنډې کیسې یې هم کښلې دي، او یو شمیر یې له نورو ژبو څخه ژباړلي دي .

د سیلاب صاحب شعري ټولګه وروسته له ده له مړینې څخه په کابل کې د لیکوالو انجمن له خوا چاپ شوه، د ده نورې شعري ټولګې چې چاپ شوې دي د ( خیبر آواز ) او د ( اوښکو امیل ) نومیږي . د سېلاب صاحب زوی ښاغلي الله نور سیلاب چې یو فرهنګپال، خواخوږی او با استعداده ادبي څیره ده د سېلاب صاحب دوې نوې شعري ټولګې یې لکه ((ستا د سترګو بلا واخلم )) او ((کنډولی)) هم چاپ کړې دي

سیلاب صاحب د لوی زغم پاک او سپیڅلي احساس خاوند، خوا خوږې، پاک او ریښتینې انسان وء . ده له  لوی خدای سره، له انسانیت او انساني کرامت سره سپیڅلې او ژوره مینه درلوده. دی یو میلمه پال او په پښتو او پښتونولي کې ډېر کلک او ټینګ انسان وء. دی د خپل وخت یو ځوان شاعر وء، شاعري یې ځوانه وه، احساس یې ځوان وء، ده کولای شوی نور هم د پښتو د ادبیاتو د پراختیا او ودې لپاره ډیر ستر قدمونه اوچت کړي وای.

سیلاب صاحب هغه دروند، پتمن، رښتینی او پاک مسلمان، زړه سواندی او بې کبره انسان وء، چې له لرو برو پښتنو، پښتو ژبې، او پښتونولې سره له خپل هیواد او  هیواد والو سره، له خپلواکۍ او آزادۍ سره یې ژوره او ځانګړې مینه درلوده . ده د پردو غلامي نه منله، یو آزاده او خپلواکه ژوند ته معتقد و. همدا وجه وه چې دی پر (۱۳۵۷) لمریز کال کې د وخت د حاکمانو له خوا ونیول شو او د دهمزنګ په محبس کې بندي شو، او وروسته د ځینو وحشي قاتلانو له خوا په شهادت ورسید. دی نه یوازی چې شهید او ځوانیمرګ شو، بلکې د ده شاعري یې هم ځوانیمرګه کړه، او دی له دی نړۍ څخه ارمانجن ولاړو، او د هیواد ادبي او فرهنګي ټولنه یې د یوه څپاند او تکړه شاعر او له ادبي او فرهنګي نعمتونو نه بی برخې کړه

د ده مړینه زموږ د هیواد د شعر و شاعرۍ او ادبیاتو په تاریخ کې یوه لویه ضایعه وه، چې د ادب او فرهنګ مینه وال به یې هیڅکله هیر نه کړي.

خو زه باور لرم، چې زموږ د پښتو ادبیاتو په غیږ کې به د ده نوم تل پاتې وي او تاریخ به تل په داسې پیاوړو، غښتلو، میړنیو سټو ویاړي. دی به د تل لپاره په خپلو با ارزښته لیکنو، ملي ترانو او اغېزمنو اثارو کې ژوندې پاتې وي، او د ادب او فرهنګ مینه وال  به د ده د ښکلو، خوږو او اغېزمنو شعرونو او نثرونو په لوستلو او اورېدلو خپلې ادبي  تندې خړوبوي .

د سیلاب صاحب اروا ښاده او ویاړلی یاد یې تلپاتی غواړم . د ده خوندور او زړه وړونکي  ولسي  شعرونه  او ملي ترانې ده تل تر تله ژوندۍ او تاندې وي .  

په ډېر درنښت او ادبي مینه : انجنیر عبدالقادر مسعود

-
بېرته شاته