یوکس
[02.Nov.2021 - 14:54]سمسور وطن / يو کس يوه ونۀ
چيري چې وني وي ، هلته ژوند وي. ونې وژغورۍ مځکه وژغورۍ.
دا هغه شعار دي، چې وخت په وخت په نړۍ کې د سمسورتيا دپاره پورته سوي دي.
نړۍ ټوله په دغه خبره قانع ده،او پرله پسې ورته کار کوي،چې ونه ژوند دئ، داسې ډېري بېلګې لرو، چې په نړۍ کې يې د ونو لګول يو ډېر لوړ پيام جوړ کړی دئ.
لومړی ځل پۀ 1957 کې پۀ چين کې The great green wall پۀ نوم يوه د ونو لګولو پروژه پېل سوۀ، چې د چين پر 5مه برخه يې ځنګل را منځ کړ.
پۀ جاپان کې يو کس او د هغه کوروداني د پنځويشت کلنۍ پروژې پۀ ترڅ کې بشپړ شين ځنګل په وچۀ سيمه کې را منځ ته کړ، چې د هغې سيمې د اورښت زياتوالی لس چنده سو .
پۀ افغانستان کې ناکامورا په ننګرهار کې په يوه داسې سيمه کې وني ولګولې، چې ژوي يې د لوږي او تندي مړۀ کېدل، خو اوس هلته ځنګلونۀ او پارکونۀ شتون لري.
د نړيوال کښت کرهڼي پوهنتون د Green world په نوم يوۀ پروژه بشپړه کړه، چې شا و خوا 20 ميليونه يا دوه سوه لکه وني يې ولګولې .
په 2015 او 2016 کې په خيبر پښتونخوا کې د Billion tree tsunami په نوم پروژه کي 450 ملين ( څلور سوه پنځوس لکه ) وني ولګولې ..
په 2019 کې په لاهور د Afforestation Lahore په نوم يوه پروژه کې يو بلين ونې ولګولې .
نور هم ډيري بېلګي د ياد کار په هکله لرو .
دا کار د وخت د حکومت دئ ، چي د زراعت کرهڼيز او ځنګل او ځنګلي حيات رياست يې هم په دغه موخۀ جوړ کړی دی، چي وطن ټول په يوه نظر زرغون وساتې، خو چيري چې حکومت د نورو ونو لګولو په مقابل کې لګول سوي وني باسې، او قدرتي شنۀ او روغ ځنګلونه وهي او له منځه يې وړي ، نو بيا به دا کار يو سياسي سسټم کوي، چي خپل وطن وژغوري. چيري چې ریاست نه وي هلته به سیاست وي.
داسې د سوېلي پښتونخوا په ژوب ولسوالۍ کې ځوان کهول د ونو لګولو دپاره د سمسور وطن (چي دا نوم حتمي نه دئ.) په نوم يو اجتماعي پروژه پېل کړېده، چې ژوب او ژوب ته نيږدې سيمي سمسوري کړي.د ونو لګول شاليد لري.
لومړی: د اورښت زياتوالی او د سېلابونو مخه نيسي.
دويم: د ژو ژغورنه ده. او د نورو ژوو زياتوالی رامنځ ته کوي.
دريم: د تودوښې کموالی او د اکسيجن زياتوالی رامنځ ته کوي چي د سالنډۍ د وينې فشار ناروغي له منځه وړي .
څلرم: د ژوب بهاندي اوبه پر کار اچول دي. او مځکه د ماتولو يا ښوېدولو څخه ژغوري. پنځم:د مرغانو ژغورل او خپل سيميز ناياب مرغان د ورکېدلو څخه ژغوري .
شپږم : د ژوب د چېښولو په اوبو او په کښت کرهڼه کې زياتوالی را منځ ته کوي.
اووم : د يخنۍ او تودوښې کموالی او زیاتوالی برابر ساتي.
اتم : فکري همږغي را منځ ته کوي ،د سيميز يوالي ضمانت جوړوي.
نهم : د سیلانیانو زياتوالی ، سيميز اقتصاد او بازارونه ته وده ورکوي .
داسې نوري ډېري فايدې لري، چې د کښت کرهڼي پوهان يې ښه وضاحت کولای سي . د سوهېلو پښتونخوا ټول ځوان قشير ته ږغ کوو چې د ژوب د ځوان کهول دغه ګام دي وستايې اود هر قسم کومک دپاره دي ځيګرونه وډبوي. دا قامي اشر دی، او دا اشر به د سوهيلي پښتونخوا نورو سيمو ته غزوو. موږ ورسره په فکري ملګرتيا مل يو، تشويق او په اجتماعي بڼه يې خپرول کولای سو ،او دا ږغ بايد دمره بدرګه کړو چې د ټولني ټول وګړي خپله برخه په کې واخلي .
د ژوب په دغه «سمسور وطن پروژه» کې د ټولني هر وګړی بايد بشپړه ونډۀ واخلي. دا د وطن د ښايسته کولو پروژۀ ده ، په کار ده هر وګړی خپل اند ورسره شريک کړي تر څو دغه کار لوړ معيار پيدا کړي. ژوب او ورسره نوري سيمي زرغونې شي .
ټول سياسي ګوندونۀ، ادبي ټولني ، مدني فعالان، قبايلي مشران ، ژورنالسټان، حکومتي کارکوونکې، په ياد کار کې بشپړه کومک وکړي، تر څو ژوب سمسور شي . چې ورستۀ به دغه پروژه د پښتونخوا وطن نورو سيمو تۀ هم وغزوو، پر ټولنيز رسنۍ دي د سوېلې پښتونخوا د نورو سيمو ځوانان هم تياری ونيسې، چې د ژوب ورستۀ بۀ نوري سيمي هم د يادي سمسوري پروژې برخه کړو.ويښ او استعداد لرونکي وګړي د وطن پر هر کونج نظر ساتي ، او خپل وطن سالم، ودان او پر مخ تللی ساتي ..
سمسور وطن د ويښتيا علامت دئ.
(اشنا)