د لودم
[16.Dec.2021 - 19:12]امیرجان شهید، سيدالروف چه په پيچ بابا مشهور، دکورباع ملک عبدالقادر کاکا. بل مشر عبدالوودود اخندزاده صيب، شهيد سکندرخان، علام فاروق
دلودم قاضيان
ډاکتر شیرولي شیر
پخوا د دی ولسوالۍ قومي جوړښت په څلورو برخو و ، چی د رنګاخیلو ، میرجانخیلو ، ناني خیلو او شاربي خیلو په نامه یادیدل
حفیظ الله سکندري لیکي: قومونه څلور خو تقسیم په دری برخو چه یوه برخه درنګاخیلو او میرجانخیلو شریکه او دوه برخی دنانیخیلو او شاربیخیلو وی او اوس هم دی
بله خو شينګام هم څلور کندي دي چه يو ميره خيل. ساوخيل ګرکامي او دوشاخيلي دي. پاتي دي نه چه دوټه پور مکتب چه په شينګام کي موقيعت لري دشينګام دخلکو جايداد دي. ښه به دا وي هر هعه چه څوک تاريخ ليکي بايد معلومات ولري. لوي غازي
نوم هم د یادولو وړ دی طبعاً هره لیکنه هرهاړخیزه نه وي او نه هم د ټولو لوستونکوغوښتنې پوره کولی شي بیا هم په لوستلو ارزي
ستوری صیب بیا سلامونه.::ما دجمدر صیب سره په فیسبوک کی دارنوۍ دغذا دغازیانو او شهیدانو لېست ولید چه په هغی کی دملک میرعالم په ځای ملک عالم لیکل شوی اودامیرجان شهید نوم صحیح و چه دغه دواړه زمونږ نیکونهدی او هم مو افتخارات دی مطلبدادی کهدغه اسناد چیری تاسو سره وی اواصلاح شی نوډیر منندوی به مویو. په ډیردرنښت سره.
Khushal Mirjankhel دوټه پور ولسوالي تاريخ دي مکمل نه دي ليکلي نيمګړتياوي لري يو دهغو نه دلودم قاضيان دي چه دي چه يو عالم و بل دسيمتام دکلي مسهور ملک سپين ګيري ملک و. چه دجرګو او مرکو سالار و زه به خپل پلار نه يادوم دهغه دسترخوان ټولو خلکو ته مغلوم و دجرګو او مرکو سړي و. بل خان ماما چه ددسترخوان خاوند و سمه چه وټه پور څلو کندي دي خو چه دروسانو سره په مخامح جګړه کي شهيد شو هغه غلام نبي نوميده چه زما تره و او سپين ګيري بابا زوي و. بل په هره دره کي مشهور ملکان شته چه دواړه مشران و او يو تاريخ لري. اميد چه دوټه پور ولسوالي تاريخ زما ماما جمدر صيب وليکي.
حوشحال ميرجان خيل صيب اول سلامونه درته وايم زه ما هدف ته نه وي او نه مي کوم څه داسي ليکلي بلکي هعه ليکنه چه هر چا کړي وه ما تاييد کړي ده خو څه نيمګړتياوي چه په کي وي ما هعه ليکلي او واقيعت مي ليکلي دهيچا توهين مي نه دي کړي اوټول دمنطقي مشرانو ته احترام لرم. زما خپلوان اومشران دي يو څه چه زما نه پاتي شوي هعه دقمچي دکلي سيدخبيب پاچا صيب چه دسيد فقير فاميل دي هم مطرح حلک دي او نور هم شته که دجمدرصيب ته ما اشاره کړي هعه مشر دي نو بيا دي شيرمحد لالا چه يو واستاذ هم دي او مخترم فاميل پوري اړه لري او يا دي بل څوک وليکي او ډاکتر صيب که ته کشر ياست نو دمشزانو نه پوښتنه وکړه لمر په دوو ګوتو نه پټيږي. ما يو معلومات اضافه کړي و. داسي کوم څه ما نه دي ليکلي چه ته په قهر ياست واقيعت واقيعت دي.بيا هم سلامونه درته وايم.
...............
دکونړ ولایت مرکز چغه سرای (اسعداباد)
په ۱۹۶۴ م کال کې د کونړونو نوم په کونړ بدل شو.
د چغه سرای نوم د چغان غونډۍ نه اخيستل شوی چې دلته پخوا د پښتنو له خوا د کافرو په مقابل کې قوي چوڼۍ وه. چغه سرای سیمه کښې د پېج او اسمار سیندونه یوځای شویدي. تر نولسمې پېړۍ پورې چغه سرای یوه لرې پرته (اطرافي) سیمه وه او بازار پکې نه و.
په ۱۶مه پېړۍ کې دا ځای د چغه سرای په نوم یاد شوی او بابر پاچا د بابر نامې په ۲۱۲ مخ کې هم د چغه سرای یادونه کړې ده. د چغه سرای نوم د سیدجمال الدین افغان له امله
په اسعداباد هم یادیده چې په ۱۹۷۸ کال کې په رسمی ډول وپیژندل شو. د علامه سید جمال الدین افغان ټاټوبى کونړ و او د ده پلار سیدصفدر د کوز کونړ د صدر ګټ په کلی کې اوسېده چې د کونړ د سیند په سوېلي غاړه کې دا سیمه اوس هم د صدر ګټ په نامه یادېږي او د برکاشکوټ په سیمه کې د یوې غونډې پر سر پرته ده.
په ۱۸۹۱ م کال کې امیر عبدالرحمن سپه سالار غلام حیدرخان څرخي ته چې د انګلیسانو سره په دویمې جګړي کې فعاله برخه درلوده، دنده وسپارله چې کافرستان ونیسي ځکه هغوى د امیر عبدالرحمن خان حکومت ته مالیه نه ورکوله. کله چې په ۱۸۹۶ م کال کې کافرستان یا اوسنى نورستان د سپه سالار غلام حیدرخان څرخي له خوا ونیول شو؛ نو د چغه سرای سیمې ارزښت (اهمیت) زیات شو او د کونړ ولایت مرکز د پشد نه دلته انتقال شو. د دې نه دمخه پشد د کونړ مرکز و او سید محمود پاچا (پاچا) د کونړ حکمران و، چې د امیر عبدالرحمن خان له وېرې يې کونړ پرېښود او باجوړ سیمې ته وتښتېد.
په همدغه کال د سالار باغ او د سالار ویاله چې د چغه سرای نه د نرنګ ولسوالۍ ته اوبه ورکوي د سپه سالار غلام حیدرخان څرخي د پوځیانو په واسطه جوړه شوه. په همدغو کلونو کې د جلال آباد نه چغه سرای ته سړک هم د کونړ پر خلکو باندې په بيګاري توګه جوړ شو. د چغه سرای د بازار لومړنى تهداب په ۱۹۴۷ م کال کې کېښودل شو چې تقریباً ۴۰ دوکانونه جوړ شول.
په ۱۹۶۷م کال کې د سالار باغ د حجارۍ او نجارۍ فابریکه د فرانسویانو په مرسته جوړه شوه ترڅو د کونړ او نورستان د پرېمانو لرګو نه ښه استفاده وشي او د سیمې په انکشاف کې رول ولوبوي. په ۱۹۷۴ م کال کې یعنې د سردار محمد داؤد خان د جمهوري ریاست په دوره کې د چغه سرای ښار ته وسعت ورکړل شو، چې تقریبا ۱۸۶ دوکانونو ته د بازار وسعت ورسېد او هم د کونړ په سیند باندې د تېشې له سیمي سره یو پول جوړ شو چې دا سیمه یې د سرکاڼو له ولسوالۍ سره ونښلوله. د څوکۍ د ولسوالۍ د ګټو کلا سره نږدې د کاغذ د فابریکې د جوړلو د ودانیو کار هم پيل شو؛ خو د ثور د کودتاه له امله دا کار سرته ونه رسېد. د کونړ د سیند پر غاړه په همدغه کال په لکونو روسي ولې یا Eucalyptus ونې کېښودل شوې.
د داؤد خان توجه د کونړ ولایت ته زیاته وه ځکه دې ولایت له پاکستان سره سراتیژیکي ارزښت (اهمیت) لرلو. د اسمار له ولسوالۍ سره د سور طاق د سیمې سروې هم په همدغه کال وشوه چې هلته یو لوی د برېښنا بند د کونړ د اسمار په سیند باندې جوړ کړي. د دې خبرې
یادونه په کار ده چې په ۲۰۰۴م کال کې د چغه سرای بازار ته د کونړ د والي اسدالله وفا له خوا نور هم وسعت ورکړل شو او په اوس په زرګونو دوکانونه په چغه سرای کې شته دي. په ۱۹۸۳م کال د کرالی بند د پيچ په سیند باندې د حکومت له خوا جوړ شو، چې ۳۵۰ کیلو واټه برېښنا يې تولیدوله خو دې بند د ۷۰۰ کیلو واټه پورې ظرفیت درلود.
د چغه سرای ښار اوس څلور ناحيې لري: ۱. دم کلي ۲. کرهاله ۳. کوز کورونو ناحیه چې د تېشه سیمې د نیمايي پورې برخه په کې شامله ده او ۴. نوآباد او ډنډونه. که څه هم دا څلورمه ناحیه رسمي بڼه نه لري خو دوی یې د څلورمې ناحيې په نامه یادوي. چغه سرای قومي جوړښت په دوه برخو وېشل شوى دى.
۱ - کرهاله
۲ - دمکلی
بیا هر کلی په کندیو وېشل شوی دی.
د کرهالې کلی په څلورو کنديو وېشل شوی دی:
1. قاضیان (دوی د باجوړ د سیمې د بابوقرې نه دلته راغلي او مېشت شوي دي چې اصلاً سالارزي دي)
2. هندوراجي چې د اندوراج له درې نه دلته راغلي او دلته مېشت شوي دي او د ماموندو په قبيله پورې اړه لري.
3. صحراخېل چې د اسمار درې د ساو خوړ نه دلته راغلي او مېشت شوي دي چې مشواڼي دي.
4. فتحوخېل ویل کېږي چې د خاص کونړ نه دلته راغلي او مېشت شوي دي.
د دم کلي بیا درې کندې دي:
1. راجاخېل چې په قوم مومند دي.
2. خور کندی (مختلفې قبيلې په دې کندې کې اوسېږي).
3. دورکاخېل چې دوی هم ماموند دي.
نورې قبيلې لکه سالارزي، ملاخېل او ساپي هم د دم کلي په ساحه کې اوس اوسېږي. د تقسیماتو په حساب دوه حصې سهم دم کلی اخلي او یوه حصه سهم د تېشې، نواباد او ډنډونو سیمې ته ورکوي.
د کرهالې پخواني مشران او ملکان:
ملک غلام حیدرخان، حاجي جان محمد، ملک سردار، میرزا حضرت جان، ښاروال شیرمحمد خان، ملک عطاوالله خان، ملک سید غفور، ملک محمدسلام، سور فقیر.
د کرهالې د کلي اوسني مشران او ملکان:
حاجي شاه محمود، ډګروال شاه محمود، حاجي یوسف، حاجي عبدالهادي، حاجي شیراغا، حاجي محمدامین، حاجي محمد عارف، ملک شاه محمد، حاجي حمیدالله حاجي نادرخان ، محمدنادر سرشار او رفیع الله حیدري.
د دم کلي پخواني مشران او ملکان:
قاضي مجاهدین، حاجي نظام الدین، وکیل صدیق، حاجي محمدجلال، حاجي غازي خان، حاجي نورمحمد، قاضي غلام عثمان، قاضي محي الدین، قاضي جبار، ملک سیدولي او حاجي غلام خان.
د دم کلي اوسني مشران و ملکان:
حاجي حضرت غلام جماعتي، حاجي فیض محمد، حاجي محمدخان، ډګروال حاجي عبدالقدوس، ډګروال بهاول خان، معین الدین خان او حاجي مهتاب خان.
د تېشي د سیمې پخواني مشران او ملکان:
د استقلال د څلورمې جبهه قوماندان غازي میرزمانخان، د میرزمانخان ورور جنرال خانمحمدخان، شیرمحمد خان، یارمحمدخان چې د میر زمانخان زامن وو، مسافرخان او نادرخان چې د جنرال خان محمدخان زامن وو ، پیر محمدخان، سلطان جان او مغل خان.
د تېشې اوسني مشران او ملکان:
حاجي لیث، حاجي داؤدخان، حاجي غازي، حاجي محمد غوث، حسېن جان، زلمی، ډګروال عطالله، محمداصف او خالدخان.
د ډنډونو په سیمه کې محمد هاشم زماني د میرزمانخان زوى او هم سید ملک د دغې سیمې مهم مشران وو.
هندوان هم پخوا د چغه سرای په ښار کې اوسېدل؛ د جنګونو له امله ټول جلال آباد ته کډه شول؛ خو اوس بیا یو دوه کوره بېرته راغلي دي.
په ۱۳۲۴ هجري شمسي کال کې یانې د ساپو د پاڅون په وخت کې شینوارو او د شلټن ماموندو په کرهاله حمله وکړه؛ خو
دوی مقاومت وکړ او تقریباً ۱۲۰ کسه د دواړو قبيلو ووژل شول بیا وروسته ساپو په کرهاله حمله وکړه او دا کلي یې وسېځه.
............
(سرچېنه: دکونړ ولایت سېاسي او قومي جوړښت ۱۰۴مخ)
د کرالي (کرهالي) د کلي قتل عام (حمل ۳۱ مه نېټه کال ۱۳۵۸ هجري شمسي)
د ۱۳۵۷م کال د ثور له کودتا نه وروسته د پېج درې او نورستان خلک د حکومت پر ضد راپاڅېدل او مجاهدینو پېج دره تر وټه پور پورې ټوله نیولې وه. په دې وخت کې مولوي حسین چې وروسته يې په مولوي جمیل الرحمن شهرت پیدا کړ د وټه پور په سیمه کې مرکز جوړ کړ او د مجاهدینو عملیات او فشار د چغه سرای په ښار زیات و او حملې به یې کولې. د کونړ والي شهنواز شیوانى و. د ۱۳۵۸ کال د حمل په میاشت کې والي د دم کلي او کرالې نه درې کسه سپین ږیري، ښاروال شیرمحمد، مولوي رحمت الله او ملک شیخ محمد وټه پور ته ولېږل چې مولوي جمیل الرحمن سره خبرې وکړي او په چغه سرای عملیات بند کړي. دغو مشرانو په عوض د دې چې د حکومت پیغام ورسوي، مولوي جمیل الرحمن ته یې وویل چې د کابل حکومت مسلمان نه دی او کمونستان دي؛ نو تاسې خپل جهاد ته دوام ورکړئ او موږ هم ستاسې ملاتړي یو. د دغو درې مشرانو ملک شیخ محمد بېرته چغه سرای ته رانغى او له مجاهدینو سره یو ځای شو.
کله چې ښاروال شیرمحمد او مولوي رحمت الله بېرته چغه سرای ته راستاته شول، د حکومت استخباراتي کسانو حکومت ته د دوی د خبرو راپور ورکړى و. والي د دواړو مشرانو د نیولو امر ورکړی و، چې مولوي رحمت خان یې د حمل په ۲۲مه نېټه او ښاروال شیرمحمد او د هغه زوى ډګروال شاه محمود یې د حمل په ۲۳مه نېټه ونیول. مولوي رحمت خان يې جلال آباد ته انتقال کړ چې بیا یې هلته وواژه.
د ۱۳۵۸ کال حمل په دېرشمه د شپې له خوا مجاهدین کرالې ته ننوتلي وو او په حکومتي پوستو یې سخته حمله وکړه. د حاجي محمد روزي له قوله که په همدغه شپه د شیګل خلکو لکه څنګه چې په پلان کې وه جنګ کړی وای؛ نو چغه سرای مجاهدینو نیوه. ویل کېږي چې په دغه جګړه کې د حکومت طرفدارو کسانو ته ډېر سخت تاوان رسېدلى و. ویل کېږي چې د کمانډو د قواو د قوماندان صادق علم یار ورور یا د تره زوى وژل هم په دغه شپه شوي و. د صادق علم یار بل ورور عبدالحق علم یار، ۶۹ غونډ قوماندان و. په دغه حمله کې ۲۲ کسه مجاهدین هم وژل شوي وو، نو د کرهالې خلکو د مجاهدینو مړي هغوى ته د شپې انتقال کړي وو.
دې جګړې د کابل د کمونست رژیم د محلي چارواکو لکه صدیق عالم یار او والي سخته غصه
راوپاروله او امر یې وکړ، چې د کرهالې ټول نارینه ونیسي. په سبا یعنې د حمل په
۳۱مه نېټه،
سهار لس بجې حکومت ټانکونو او توپونو ته امر وکړ، چې د ملک سید غفور او ښاروال شیرمحمد کورونه وولي او وران يې کړي او یو تعداد کسان یې د کرهالې په پټو کې وویشتل. همدا رنګه یو شمېر نور ځوانان، سپين ږيري او مشران یې د کرهالې له پله سره نږدې راټول کړل او ټول یې وویشتل او نیم ژوبله یې د بلدوزرنو په واسطه تر خاورو لاندې کړل. دا پېښه یو لوی بشري جنایت و، چې ۱۲۶۰ کسه یې د یوې سیمې په یوه ورځ ووژل او په یوه ځاى یې تر خاورو لاندې کړل. صدیق عالم یار دا مهال په هالینډ کې ژوند کوي؛ خو د کرهالې د کلي محمدنادر سرشار چې په ناروې کې اوسېږي او د هغه پلار محمدسلام هم د کرهالې په پېښه کې وژل شوي و، په نوموړي د هالینډ حکومت ته عارض شوى او صدیق عالم یار د هالینډ حکومت بندي کړی دی. د دغې پېښې تحقیقات اوس هم جریان لري.
له دې پېښې نه وروسته د کرهالې د کلي ښځې او ماشومان باجوړ ته مهاجر شول او په باجوړ کې د کرالې د کونډو په نامه کمپ ورته جوړ شو.
(سرچېنه: دکونړ ولایت سېاسي او قومي جوړښت)
...................
د کونړ ولایت د وټه پور ولسوالي
د وټه پور ولسوالي د کونړ ولایت مرکز چغه سرای (اسداباد) په شمال کې د پېج درې په خوله کې پرته ده. په وټه پور ولسوالۍ کښې ماموند، نورستاني، دیګان، اخونزادګان او ساپي اوسېږي.
د ۱۹۷۸ کال نه دمخه دلته د ساپو قبيلې مېشت نه وې، خو وروسته د پېج درې د ساپو یو شمېر کورنۍ د جهاد او هجرت په کلونو کې د وټه پور په سیمه کې مېشت شول. د جهاد په وخت کې د مولوي جمیل الرحمن ګوند په دغه سیمه کې نفوذ درلود، چې د دې سیمې ولس ساپی نه وو او غوښتل یې چې دوی باید جلا تشکیلات ولري؛ نو دوی ته یې د وټه پور په نامه ولسوالۍ جوړه کړه، چې وروسته دکابل حکومت هم دا ولسوالۍ د رسمي ولسوالي په توګه وپېژندله. د یادونې وړ ده، چې د دغې ولسوالي په جوړېدو کې د مرحوم مولوي محمدهاشم منیب او مولوي رحمت خان رول ډېر مهم و. د دې ولسوالۍ لومړی ولسوال مسافر نومېده.
مولوي محمدهاشم منیب چې د کونړ ولایت یو جید عالم و، د حکمتیار له اسلامي حزب سره یې تړاو درلود،چې د کونړ د عالمانو د شورا او هم د صلح
د شورا مشر و، چې په ۶ د اپریل ۲۰۱۲ م کال په یوه ځانمرګي بريد کې له خپل زوی سره په داسې حال کې یو ځای شهید کړى شو، چې د جمعې تر لمانځه نه وروسته کورته په لاره و.
پخوا د وټه پور ګټه او تاوان دوه برخې و. یوه برخه به د سمې د خلکو وه او یوه برخه به د څانګار درې، کورباغ او څپرې وه. اما د تېرو پنځلس کلونو راپدې خوا د دې ولسوالۍ ګټه او تاوان دکلیو د پراختېا وزارت د
پراختېایي (انکشافي) شوراګانو پر اساس تقسمېږي،
چې ټولې ۵۲ پراختېایي شوراګانې په دغې ولسوالۍ کې شته دي. پخوا د دغې ولسوالۍ قومي جوړښت په څلوور برخو و، چې د رنګاخېلو، میرجان خېلو، ناني خېلو او شاربي خېلو په نامه یادېدل.
د وټه ولسوالي ۱۱۷ لوي او واړه کلي لري چې مهم کلي یې د وټه پور لوی کلى، شنیګام، سیمتام، قمچۍ، کټار کلا، څانګار، کرمول ډاګ، لودم او غونډۍ دي. د وټه ولسوالي هم په تېرو دری لسیزو کې د جنګونو په لومړى کرښه کې وه، چې د دې ولسوالي کليو او بانډو د جنګونو له امله ډېر زېات تاوان لیدلی دی او د وټه پور ډېر پخواني اوسېدونکي نورو سیمو او یا د هېواد نه بهر کډوال شوي دي. د وټه پور زیاتې کورنۍ د اسټرالیا په ملبورن ښار او د جرمني په کولن ښار کې ژوند کوي.
د وټه پور په ولسوالي کې د هېواد په کچه او هم د سیمې په کچه مهم شخصیتونه تېر شوي دي لکه: وکیل محاکم خان د ډاکتر عبدالقیوم پلار چې د مهاجرت په وخت کې یې په روغتېایي چارو کې زیات خدمت کړی و. د معارف پخوانی وزیر(استاد، لیکوال او ادیب مرحوم عبدالرسول امین) د امین صاحب پلار محمدامین خان، پوهاند ډاکتر محمدقاسم جمدر او د هغه پلار جمدرخان، اکبرخان چې د دهېواد تکړه ویاند تاج محمد اکبر پلار و، حاجي فضل الرحمن، حاجې ګل محمدخان چې د غازي میرزمان زوى و، سناتور مولوي قابل، وکیل غلام حسن، ملک میرعالم خان او داسې نور.
دا چې د وټه پور سیمه د پېج درې په خوله کې واقع ده او د کونړ له مرکز اسدآباد سره نږدې سیمه ده، د جهاد په وخت کې (۱۹۷۸ نه تر ۱۹۸۸م) دلته د مجاهدینو مهم کلک او مهم سنګرونه وو او د مجاهدینو اکثرو تنظیمونو دلته قوي جبهې درلودې.
- د مولوي جمیل الرحمن د جماعةالدعوه تنظیم چې د سلفیانو په نامه یادېده، د کونړ په سطحه يې عمومي مشر حاجي محمد روزي وؤ چې حاجي محمداشرف یې معاون و. په دغه سیمه کې مولوي رحمت خان، رسول محمد هم د سلفیانو د تنظیم قوماندانان وو.
- د اسلامي حزب قوماندانان مولوي انعام او انجینر امین نومېدل.
- د ملي اسلامي محاذ قوماندان قدیر و.
د پېرونۍ په ډاګ کې د مجاهدینو او روسي قواو تر منځ ډېرې سختې جګړې شوي دي. د کابل رژیم او روسانو ډېر پوځي قطعات په دغه سیمه کې له منځه تللي دي.
د بارکنډۍ په سیمه کې د حافظ جي بابا په نامه زیارت شته او همدا رنګه په مناګي کې د ګل بابا په نوم زیارتونه مشهور دي. د دې زیارتونو تاریخ چاته سم معلوم نه دی.
(سرچېنه: د کونړ ولایت قومي اوسياسي جوړښت142مخ)
Ahmad Shah Amin
ښه معلومات دې خوډيرې نیمګړتیاوې لري چې یوه بیلګه یې زمادمشرکاکامرحوم حاجي جمدرخان دخپل وخت ترټولوپياوړی شخص اودوخت خان تیرشویدی چې په ټوله منطقه اووټه پوریې ډيروخت مشري کړې ده نه یادیدل .
Nasir Stori
حاجي صیب ښې چارې
که یوځل یې بېا ولولئ، (( محمدقاسم جمدر او د هغه پلار جمدرخان))
دمشر کاکا صیب ېادونه پکښې شوېده.
که چیرې تاسې سره نور کره مالومات وي ، نو هیله ده چې شرېک یې کړئ
Ahmad Shah Amin
Nasir Stori Esapzai نصیرجانه سلامونه، مالیکنه دقیقه ولوستله، دمشرحاجي صېب جمدرخان یادونه په کې سرسري شوې ده ولې داسې چې دهغه دشخصېت سره برابره وي نه ده شوې
Said Rahim Yousofi
دڅلورمې جبهې د غازیانو اوشهیدانو په لړ کې د ارنوۍ په جګړه کې د امیرجان شهید نوم هم د یادولو وړ دی طبعاً هره لیکنه هره اړخیزه نه وي او نه هم د ټولو لوستونکوغوښتنې پوره کولی شي بیا هم په لوستلو ارزي
Shir Mohammad
ستوری صیب بیا سلامونه.::ما دجمدر صیب سره په فیسبوک کی دارنوۍ دغذا دغازیانو او شهیدانو لېست ولید چه په هغی کی دملک میرعالم په ځای ملک عالم لیکل شوی اودامیرجان شهید نوم صحیح و چه دغه دواړه زمونږ نیکونهدی او هم مو افتخارات دی مطلبدادی کهدغه اسناد چیری تاسو سره وی اواصلاح شی نوډیر منندوی به مویو. په ډیردرنښت سره.
Gran Burhani
ستوري صیب ! د کنړ د جغرافيي ابعادو او په هغه کې د میشتو قومونو د څرنګوالې او د مخورو شخصیتونو يادونه او یا په ټوله کې( کنړ پیژندنه) ډیر قیمتي ارزښت لري ، چې لوستونکې ترې برخمن کیږي ، پدې هکله ستا هڅې بې قیمته نه دې کور وداني درته وایم خو په څنګ کې ورسره وړاندیز کوم ، ددې د پاره چې لیکنه کره او هر اړخیزه شې غوره ده چې د سیمې او منطقې د لوستو وګړو څخه چې د اړوندې سیمې په باره کې معلومات ولري وپوښتل شي ، د بیلګې په ډول د وټه پور ولسوالۍ اړوند لیکنه تر ډیر حده نیمګړتیاوې لرې ، پوهیږم چې هر اړخیزه معلوماتو راټولول ناشوني دي ، خو په هر حال بیا هم هڅې د ستایلو دې ، خیر او برکت ولري
Ihsanullah Hasan
معلومات لږ دقیق کړه قومونه څلور خو تقسیم په دری برخو چه یوه برخه درنګاخیلو او میرجانخیلو شریکه او دوه برخی دنانیخیلو او شاربیخیلو وی او اوس هم دی
Shir Mohammad
ستوری صیب:مونږ همدا اوس دخپل نیکه دلاس صفیری ټوپک چه زمونږ نیکه مرحوم ملک غازی میرعالم خان پری په ارنوۍ کی غذا کړی ده په لاس کی لرو.
Khushal Mirjankhel
حاجي صیب واقیعت دادې چه لیکنه اوتحقیق کې لږه نیمګړتیاوجودلري دادرسره منم چه کره معلومات اوڅیړنه پدې وخت کې ناشونې ده داهم غټه لاسته راوړنه ده !مننه درڅخه کوو
خودوټه پورولسوالۍ دمشرانودجملې څخه یومهم بااستعداده ،دجرګومرکو،مهربانه ددسترخوان خاوند،دجایداداوخبرې سړې چه حاجي غازي ملک میرعالم خان نومیده چه ټوله دره یې دنوم سره اشناده دمیرجانخیلودقوم مشرووپه دغه لیکنه کې یې نوم نه ښکاري نوموړي دظاهرشاه په وخت کې دوه دورې وکالت هم کړیدې دارنوۍ په غزاکې هم شریک شوې وونوموړې زمونږ نیکه وو اودټولې منطقې لپاره یوخیرخواه شخصیت تیرشویدې
Shafiq Sikandari
دوټه پور ولسوالي تاريخ دي مکمل نه دي ليکلي نيمګړتياوي لري يو دهغو نه دلودم قاضيان دي چه سيدالروف چه په پيچ بابا مشهور دي چه يو عالم و بل دسيمتام دکلي مسهور ملک سپين ګيري ملک و. چه دجرګو او مرکو سالار و زه به خپل پلار شهيد سکندرخان نه يادوم دهغه دسترخوان ټولو خلکو ته مغلوم و دجرګو او مرکو سړي و. بل خان علام فاروق ماما چه ددسترخوان خاوند و سمه چه وټه پور څلو کندي دي خو بله خو شينګام هم څلور کندي دي چه يو ميره خيل. ساوخيل ګرکامي او دوشاخيلي دي. پاتي دي نه چه دوټه پور مکتب چه په شينګام کي موقيعت لري دشينګام دخلکو جايداد دي. ښه به دا وي هر هعه چه څوک تاريخ ليکي بايد معلومات ولري. لوي غازي چه دروسانو سره په مخامح جګړه کي شهيد شو هغه غلام نبي نوميده چه زما تره و او سپين ګيري بابا زوي و. بل په هره دره کي مشهور ملکان شته دکورباع ملک عبدالقادر کاکا. بل مشر عبدالوودود اخندزاده صيب چه دواړه مشران و او يو تاريخ لري. اميد چه دوټه پور ولسوالي تاريخ زما ماما جمدر صيب وليکي.
.................
د شیګل ولسوالي
د شیګل ولسوالي د اسمار د سیند په شمالي غاړه د چغه سرای شمال ختیځ ته پرته ده. د شېګل ولسوالۍ مرکز د کربوړۍ په سیمه کې دی. د شیګل نوم د نورستاني ژبې نه اخيستل شوى دی چې په نورستاني ژبه کې شی شپږ ته وایي او ګل خوړ ته وایي؛ نو د شیګل نوم معنی شپږ خوړ دی. د شیګل سیمه غرنۍ سیمه ده او اکثره خلک یې شینواري دي. نورې قبيلې لکه سالارزي، ګوجر، مشواڼي او سیدان هم د شیګل په سیمه کې اوسېږي. په شینکوړک کې سید شمس الدین مجروح کورنۍ هم اوسېږي. د شیګل سیمه پخوا د اسمار په ولسوالۍ پورې تړلې وه؛
خوکله چې د ۱۹۸۷ کال نه راپدې خوا جنګونه زیات شول؛
نو د اسمار ولسوالي په پنځه
ولسوالیو ووېشل شوه: اسمار، شیګل، غازي اباد، دانګام او دناړۍ ولسوالي. په دې نږدې وختونو کې د شلطن سيمه چې اکثره ولس یې ماموند دي او د اسمار سیند په سهیلي غاړه پرته ده، ځانته ولسوالۍ شوه؛ نو په دې ډول د پخواني اسمار ولسوالي د اوسني تشکيل له مخې شپږ ولسوالۍ دي.
د شینوارو قبيله د سپین غره له سیمې نه لومړى د باجوړ سره کمر سیمې ته چې د شیخ بابا په نامه هم یادېږي راغلې او هلته مېشته شوې ده. دقیقه نېټه یې نه ده معلومه خو وروسته د دغې سیمې شینواري د شیګل سیمې ته راغلي دي او دا سیمه یې له ځايي کافرو نه نیولې او دلته مېشت شوي دي. د شیګل شینواري په څلورو پښو وېشل شویدي: عبدالرحیم خېل، شبل خېل، سلېمانخیل او هلالزي. پخوا به ګټه او تاوان د شیګل په درېوو برخو تقسیمېده چې دوه برخې به د شینوارو او یوه برخه به په دغې سیمې کې د نورو مېشتو خلکو وه.
شیګل يوه دره ده چې بيا دا لاندې کوچنۍ درې لري او هره دره په څو نورو درو او کليو تقسیم شوې ده:
1. د مادش دره (سالارزي، مشواڼي او کمانګر دلته مېشت دي). د دې درې کلي ګډولی، پمیلام، لامګل، برګډوګل، لرګډوګل، درکړو، چمدین او سونګل دي. د درې په اخر سر کې ګوجر اوسېږي.
2. چوڼسو دره (مشواڼي او سالارزي دلته مېشت دي). د دې درې کلي ننګټا، ډب، هویرا، سوه تختو خوړ، لویه بانډه او اګوک دي.
3. سملام دره ( مشواڼي او سالارزي دلته مېشت دي)
4. شینګس خوړ (شینواري دلته مېشت دي). د دی سیمې نور کلي دا دي: څاګی، شینکوړک، لاوحسین (زیات مشواڼي دي)، اوغز تنګي، ټالونه (په دې کلي کې مشواڼي هم شته دي) کڼاسیر، شنګرشاه، سوراڼو، امانکوټ، کربوړۍ (د ولسوالۍ مرکز همدلته دی)، کنډورو کلي، ډاګي سیر، ملاعلم کلی، موړې کلي، موڼی (څلور جوماته کلی دی)، شونټاله، لونډې کلا، اتو کلي، هلالزو کلی (دا کلي درې جوماته دي)، چاقوړۍ، شينګرګل (دوه جوماته کلي دي) غنی کڅ، للمه کڅ، ایساره ګټه، لچی. د حاجي فاروق له قوله، شیګل ولسوالۍ کې ۸۰ کلي د شینوارو او ۷۷ کلي د نورو قومونو دي.
د شيګل سیمه چې پخوا د کافرو وه، دا سیمه د شینوارو له خوا د کافرو نه نیول شوې ده؛ نو د دغې سیمې نومونه اوس هم د هماغو کافرو په نومونو پاتې دي لکه درګړو پخوا ښځه کافره وه او دا سیمه د هغې په نامه اوس هم یادېږي. چمدین او ننګټا سړي و او الام ګلو ښځه وه او داسې نور کلي اوس هم د نورستانو په نومونو یادېږي.
د افغانستان ګوجر ټول ۲۷ خېله دي چې له دې نه دیارلس خېلونه په کونړ کې اوسېږي. اوه يې په شیګل کې، درې یې په ناړۍ ولسوالۍ کې او درې نور یې په نورو ولسوالیو کې استوګن دي. د کونړ د ګوجرو خېلونه په لاندې ډول دي:
چواڼخېل، ډوی خېل، چیچي، کاڼه خېل، بوکړاخېل، پسواڼ خېل، کټاخېل، بډانخېل، بلیسر، رواړخېل، دیدړ، کسانه او میلوخېل.
د ګوجرو پخواني مشران ملک بادام، بهاول خان، ملک شیرافضل، ملک خانجان، حاجي محمدجان، مولوي انور، ریپولا حاجي، حاجي عرب خان، حاجي نورمحمد خان، حاجي خانګل، حاجي میاګل، ملک غونډکی او صدبر ملک وو.
لچی د شیګل مرکزي کلى دی، چې د اسلامي حزب مشهور قوماندان کشمیرخان( اصلي نوم یې فضل الرحمن دی) د همدې کلي دی. د اسلامي حزب یو بل قوماندان وحید الله سباوون چې د جهاد په وخت کې د کشمیرخان مرستیال و هغه د شونټالي د کلي دى. د جهاد په وخت کې شیګل د حکمتیار د اسلامي حزب د مجاهدینو ډېره قوي قرارګاه وه. په ۱۳۵۸هجري شمسي کال کې د حکمتیار د اسلامي حزب د آزادی پيام په نوم رادیو هم د شګل نه خپروني کولې. د کابل کمونیست رژیم او روسي قواو څو ځلې هڅې وکړې چې دا سیمه ونیسي خو دا سیمه یې ونه نیولى شوه. دې درې د کرزي تر دورې پورې سرک هم نه درلود. شیګل د چغه سرای او اسمار د عسکري قشلې په منځ کې پروت دی او حکومت لپاره يې ستراتیژیکي اهمیت درلود
(سرچېنه: دکونړ ولایت سېاسي او قومي جوړښت ۱۵۱مخ).