(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

لمرېز کال

[05.Jan.2022 - 10:17]

لېږدېز لمري (هجري شمسي) او سپوږمېز (قمري) کال

اسلامي مياشتې د سپوږمۍ ( قمر) د نوي کېدو سره سمون خوري چې يوه مياشت يې د ۲۹ يا د ۳۰ ورځو وي. د کاليزې يا د کلينډر پېل يې د اسلام د پېغمبر حضرت محمد (ص) د مکې څخه مدينې ته د هجرت سره سمون خوري. ځکه د هجري کال په نوم يادېږي. حضرت محمد (ص) په ۶۲۲ میلادي کال کې د جون په ۱۷ نيټه له خپل کور ووت، خو درې ورځې په غارثور کې پټ و، بیا په ۲۱ جون له مکې ووتو او د څو ورځو د مزل څخه وروسته، په ۲ جولاي قبا ته ورسيدو. مدينې ته د جولاي په ۱۶ نيټه وردننه شو. د هجرت له پيښې ۱۶ کاله وروسته، په ۶۳۸ م کې د دوېیم خليفه حضرت عمر (رضی) له خوا هغه کال د اسلامي کلينډر يا د جنترۍ لومړی کال وټاکل شو.

د لمر له مدارڅخه د ځمکې د څرخېدو موده ۱۲ میاشتې ې ۳۶۶ ورځې وي. په عربي ژبې کې لمر ته شمس او کال ته يې ځکه شمسي وايي. خو د دې د مياشتو نومونه لرغوني يونان، روم او د عربو د جنترۍ نه اخيستل شوي دي.

هغه لرغونې کاليزه چې په يونان، روم او عربي نړۍ ستور پېژندوونکو کاروه، په اسمان کې د لمرد سفر سره يې تړاو لري. لمر په هره مياشت کې د اسمان يو برج کې داخلېدو او د دې ۱۲ برجونو په لرغونو ژبو کې خپل خپل نومونه او نښې دي، د بېلګې په توګه عربي کېاسد، سانسکرت کېسيمهالاتيني کېليود پښتو زمری وي. دغه کاليزه شمسي نومېده او د دې لپاره چې هجري کال ورسره يو ځای کړي نو د جون پر ځای دا په ۶۲۲ م کې د مارچ د ۱۹ څخه پېل شوه چې سپرلی لومړۍ ورځ وه. هجري شمسي کال، دا مهال د افغانستان، ایران او د منځنۍ اسیا د ځینو هېوادونه رسمي او منل شوې کالیزه ده.

په افغانستان کې د هجري شمسي او قمري کاليزه د ۱۹۵۷ م څخه رواج شوه. دلته ولس تر اوسه د مياشتو لپاره عربي نومونه کارول خو اوس د دوی پښتو بڼه هم رواج شوې ده. همدغسې د هجري شمسي لپاره لېږديزلمريز توري کارېږي.

د هجري شمسي کال د میاشتو پښتو او عربي نومونه:

۱ـ حملوری- د ۲۱ مارچ-۲۰ اپرېل

۲- غوایی- ثور- د ۲۱ اپریل-۲۰مۍ

۳- غبرګولی- جوزا۲۱مۍ-۲۰ جون

۴- چنګاښ- سرطان- ۲۱جون-۲۰ جولاي

۵- زمری- اسد- ۲۱جولاۍ-۲۰ اګست

۶- وږی- سنبله- ۲۱ اګست-۲۰ستمبر

۷- تلهمیزان۲۱ ستمبر-۲۰ اکتوبر

۸- لړمعقرب۲۱ اکتوبر-۲۰ نومبر

۹-لیندۍقوس- ۲۱نومبر-۲۰ دسمبر

۱۰-مرغومیجدی- ۲۱ډسمبر-۲۰جنوري

۱۱- سلواغهدلوه۲۱جنورۍ -۲۰ فروري

۱۲- کب- حوت- ۲۱ فبرورۍ-۲۰ مارچ

د هجري شمسي کال د معلومولو لاره دا ده چې د اوسني ميلادي کال ۲۰۱۵ څخه ۶۲۱ منفي کړئ. نو اوسنی هجري شمسي کال ۱۳۹۴ کېږي خو دا کال به د مارچ په مياشت کې پېل شي نو ځکه تر هغې به ۱۳۹۳ ګڼلې شي.

هجري قمري کال هم له مکې نه مدینې ته د حضرت محمد ص له هجرت کولو څخه مروج شوی دی. په عربي کې سپوږمۍ ته قمر وايي. د ځمکې له کرې څخه د سپوږمۍ له څرخېدو څخه قمري یا سپوږمیز کال زیږي، د سپوږمۍ له لیدلو سره سم د دغه کال میاشت پیلیږي او دسپوږمۍ په ورکېدو او یا د بلې سپوږمۍ په لیدو سره میاشت ختمیږي.

هجري قمري کال ۱۲ میاشتې او ۳۵۵/۳۵۴ ورځې لري. دا د ۶۲۲ م د جولاۍ د ۱۶ نه پېل شو چې د اسلامي مياشتې محرم لومړۍ نېټه وه. هجري قمري (سپوږمۍ) کال، دا کال هم ۱۲ میاشتې خو ۳۵۵/۳۵۴ ورځې لري چې هر کال د سپوږمۍ لس يا نهه ورځې پکې کمې شي. په دې حساب اوسنی هجري قمري کال ۱۴۳۶ دی.

د هجري قمري مياشتو نومونه اسلامي دي چي په پښتو کې يې خلک پخپلو نومونو يادوي.

 

محرم- اشورهد امامانو- د حسن حسين مياشت.

صفر- صفره، چوري.

ربيع الاول- لومړۍ خور- باره وفات.

ربيع الثاني- دويمه خور.

جمادي الاولدريمه خور.

جمادي الثاني- څلورمه خور.

رجب- زبرگه يا د خداې تعالی مياشت.

شعبان- شوقدر- شبقدر- برات.

رمضان- روژه.

شوال- کوچنې اختر.

ذوالقعد- مياني- منځ يا خالي مياشت.

ذوالحج- لوی اختر.

 

د خپريدو نيټه

۱۲ جنوري ۲۰۱۵ م

صفيه حليم

.................   

 

ﻧﺴﻮﺍﺭ( Schnupftabak)

نسوار د پښتنو سېمو ته انګریزانو راوړي دي او پښتانه یې د نسوارو په نشه روږدي کړي دي

نسوار په بېلابېلو بڼو او نومونو په هند  ايران، مرکزي اسیا، روس، لاتېيني امريکا، اروپا او عربي  هېوادونو کښې کارېږي.

 

په اټکلي توګه په بره پښتونخوا ( افغانستان) کښې نژدې پېنځه مېلونه وګړي او په کوزه پښتونخوا كښې نژدې لس میلونه وګړي نسوارېان دي.

که یو وګړی د ورځې ﯾﻮﻩ ﺧﻟﺘﻪ ﻧﺴﻮﺍﺭ ﻭﺍﭼﻮﯼ او یوه خلته په لس افغانۍ ( شل کلدارې) وي، نو د ېوې ورځې یوسل پنځوس میلونه افغانۍ ( درې سوه میلونه کالدارې) کېږي. که ډالرو ته یې واړو، نو د ورځې نژدې یونېم میلون ډالر زمونږ 

وګړي د نسوارو لګښت لري.  

***************************

میرمن صفیه حلېم لیکي: په ۱۴۹۳ م کې کولمبس د خپلو ملو سره د پرتگال نه د لاطينې امريکې ساحل ورسيدو نو وې ليدل چې هلته خلکو مېده شوې تماکو (تمبکو) د نشې لپاره کارولو. دا ټکيدلې نسوار به د هډوکي نه جوړ ټيوبونو کې ساتل کيدو چې خوند يې خراب نشي. يو مسيحي پادري د نسوارو فارموله د ځانه سره راوړه او څو کاله وروستو د هسپانيې يو تجار د اشبېليه په ښار کې د دې جوړول او پلورل پېل کړل.

په يورپ کې ډېر ژر نسوار په شته منو خلکو کې يو فېشن شو. هغه وخت بې وزلو خلکو به شراب ( بير) څښل او نوابانو به ځان له دوي لوړ ښودلو لپاره نسوار کول. د اروپا هر شته من سړي خپل د نسوارو ډبلې ځان سره گرځوو چې د سپينو، سرو زرو يا د قيمتي ډبرو نه جوړ و.

د اوولسمې پېړۍ په نيماي کې د نسوارو دود، د فرانسې نه انگلستان او سکاټلېنډ، جاپان، چين او افريقه ته هم ورکډه شو. په ۱۶۶۵ م کې کله چې د لندن په ښار کې د طاعون وبا گډه شوه نو خلکو به نسوار خوړل چې د دې مرض نه ځان ووساتي او هم هغه وخت د دې غوښتنه زياته شوه. د هغه وخت پوپ په کليساو کې په نسوارو بنديز ولگوو. هغه گواښ وکړو چې که چا نسوار وکړو نو د مسيحيت نه به يې ووباسي.

په ۱۶۴۳ م کې د روس زار مايکل د تماکو په خرڅلاو بندېز ولگوو او فرمان يې جاري کړو چې که چا نسواروکړو نو پوزه به يې پرېکوي او که چا بيا هم ترې لاس وانخيستو او د مرگ سزا به ورله ورکوي.

د فرانسې باچا ديارلسم لويي د نسوارو شوقي و خو د ۱۵ لويي د خپل واک پر وخت په دې بندېز ولگوو. د اتلسمې پېړۍ په سر کې د انگلستان د شاهي ټبر مېرمنو هم نسوار کول او د درېم جارج ملکې شارلټ ته به يې نسواري شارلټ ويل. اوس هم د ونډسر په ماڼۍ کې د هغې د نسوارو د ډبلو او نورو توکو يوه زېرمه ايښې ده. هغه وخت د لوړ طبقې خلکو به ځان د نورو بې وزلو نه توپير کولو لپاره چې سيگرټ به يې څکول، نسوار کول.

د نسوارو اصل فارموله د تماکو ټکيدلې پاڼې دي چې د لاطيني امريکې خلکو به د يو خوشبوي لرونکي لرگي ( روزووډ) سره مېده کول. د هغې لرگي خوشبوي به دې پوډرو ته خپل خوند ورکړو.

نسوار دوه ډوله وي چې د پوزې نسوار د پوډر په دول وي او يوه چونډۍ د ساه سره پوزه کې راکاږي. په يورپ کې هم دغه نسوار مشهور دي.

بل د خوړلو (ژوولو) نسوار چې لږ نم ژن او د خټې په ډول، د ژبې لاندې يا د غاښونو او د شونډو په منځ کې ږدي او وروستو يې وتوکي.

نسوارپه ۵ مينټو کې دننه خپل اثر کوي چې شونډه او ژبه ورسره لږ وسوځي. خود خيشکو د نسواروپه اړه يو متل دې چې وروستو کې زور کوي.

په دوديزه توگه نسوار د تماکو د تنکيو پاڼو نه جوړېږي چې په لمر يې وچ کړي او بيا څه موده په هوا کې ځوړند ساتل کېږي. دا پاڼې بيا په لاس مېده کېږي، د چونې يا د صنوبر اوبه او نيل هم پکې ورگډوي چې رنگ يې ښه شي. دا خام نسوار بيا لوې هټۍ وال اخلي او د خرڅولو لپاره پکې خوشبوي گډ کړي. د هر ملک او د سيمې خلک خپل ځانگړي خوشبوي او د خوند نسوارغواړي.

د پښتنو په نسوارو کې د لاچي اوبه ، مېنتهول ( د پودينې خوند) او يا د گلابو اوبه ورگډوي. ځينو نورو ځايونو کې ايرې، د کونځلو تېل او يا سليخ گډ کړي. د اروپا په نسوارو کې د کافي، چاکلېټ، شات، ونيلا، چېري ، نارنج، دار چينې گلاب او پودينه ورگډوي. د جرمني دوديزه نسوار شملزر او برازيل نومېږي چې د سوونو کالو نه جوړېږي او اوس هم خلک يې خوښوي. د نړۍ د نسوارو ځينې ادارې خپل وېبپاڼې هم لري او په پرمخ تللو ملکونو کې د دې کاروونکو خپل کلبونه جوړ کړي دي.

د نسوارو په گټو کې څو دا وې چې پکي کاربن مونو اوکسايډ، او نايټروجن نه وي چې د سيگرټ کې گډ وي. دا سږو ته هم تاوان نه رسوي.

خو نسوار د سيگرټو په شان نيکوټين لري چې د روغتيا لپاره مضر وي او غاښونه خرابوي. نسوار يو ټولنيز بد عادت دې چې د توکلو او د نورو د خوا گرځېدو سبب گرځي.

 
-
بېرته شاته