(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)
Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
د مرحوم ډاکتر کبیر جان ستوری په یاد
وو مــیـن په پــښـتـنوالـه سـتر پـښـتون په پـښتنو کې
خدای بخښلی کــبـیر ستایم ځلاند سـتوری پرګنو کې
د کونړ د سیند اوبو باندې ئې ژوند وو خړوب شوی
معـتـقد وو پـه یـووالــي چـاپـیـریـال د تـربـګـنـو کې
په ډګـر د حق غوښتنې کې سالار د خپل کاروان وو
پـښـتـون خـواه وو ، مـبارز وو، ووبلـد په زولنو کې
د ازاد قـلـم خـاونــد وو د ازاد احــسـاس جـهـان کـې
انـګـازې د ازاد خـیال ئې نه ځایـږی په پـنجـرو کې
اتـفـاق د پــښــتـنـو ئـې د فـانـي ژونــدون ارمـان وو
کاشکې سرئې دا ارمان شي د ژوندو په کارنامو کې
چـې ښـیـراز پـرې پـښـتـانـه شي د متین دغه دعا ده
خـدایـه ! نـور هـېسې پیدا کړی د افغان په میړنوکې
بېرته شاته |