ډیموکراسي
[18.Mar.2022 - 19:58]ډموکراسي څه ته وایي
ډموکراسي یعنې څه؟
ډیموکراسي لاتینې کلمه ده، چې له دوه برخو جوړه ده. Demos خلک او Cratie حکومت ته وایي. چې ټوله مانا یې د خلکو حکومت د خلکو لپاره مانا ترې اخستل کېږي. د دې نظام جوړونکی پخپله انسان دی. ټول واک د انسان دی، ددې حکومت عقیده د دین بیلوالی له سیاست څخه دی. له دینه په دې عقیده کې انکار نه کېږي خو د دین رول په دولت او د ژوند په ډېرو برخو کې کمېږي.
او دین له سیاسته بېلېږي. خو اسلامي شریعت ددې به خلاف دي او غواړي چې دین به د ژوند په هره برخه کې پلي کېږي، او یوه شیبه به هم نه ورنه بېلېږي.دا په داسې حال کې ده چې د اسلام دین ددې په خلاف دی او اسلامي عقیده غواړي چې د ټولو خلکو ژوند دې په اسلامي شریعت برابر وي. یوه شېبه یې هم باید له شریعته خالي نه وي. خو ډیموکراسي د اسلام احکامو له منځه وړل غواړي او دین له ژونده ویستل غواړي. د ښه او بدو پېژندونکی خالق ذات دی نه د هغه مخلوق( کوم چې عقل یې تر یوه بریده او محدود دی). دا دین دی چې ژوند ته یې ښکلا وربښلې ده او دژوند ټولې خواوې پرې روانې دی. د ډموکراسۍ خو ډېرې ماناوې کېږي خو کوم چې په ادبیاتو او فلسفه کې ورته پېژندنه ده، هغوی یې د خلکو دولت د خلکو لپاره را پېژني. چې د ډېرو خلکو رایې د یوې مسئلې په باره کې پوښتل کېږي. یانې اخرې خبره او پرېکړه به د ملت وي، او له هغې لویه او ښه خبره نشته، ملت چې کوم څه ځانته د قانون په نوم ټاکي، هغه به یې حکومت په خلکو پلی کوي. او هغه څه چې خلکو وټاکل نو د پلي کولو وړ دي، او بل قانون ته پکې اړتیا نه لیدل کېږي. په هغه څوک د ګوتنیونې حق نه لري. ډموکراسي د خلکو حکومت دی په خلکو باندې، او په درې برخو وېشل شوی دی:
مقننه( قانون جوړونکې) قوه، چې د هغې دنده د قانون جوړول دي. چې د هغې په جوړولو کې ښې هلې ځلې وکړي، چې ورته پارلمان یا ولسې جرګه او ولسې شورا وایي.
اجرائیه قوه: چې د قانون پلي کول یې دنده ده، او په ډول ډول نومونو لکه ددولت اداره، د وزیرانو شورا، او کابینې یادېږي.
قضائیه قوه: ددې دنده د ستونزو او ربړو پرېکړه ده او د قانون څخه په کاراخستنه د خلکو شخړې حلول دي.
ډموکراسي وخت په وخت بدلون موندلی، او بدلونونه پکې راغلي دي، او په بدل شوي شکل مخ په وړاندې تللې ده. که جمهوري ریاست ته وګورو، ټول واک د ولسمشر په لاس کې وي، چې په خپله خلک یې ټاکي، او ولسمشر بیا وزیران ټاکي،
بل ډول یې د پارلمان د رایې د کمښت او زیاتوالي په وخت کې وزیر ټاکل کېږي، په دې وخت کې ولسمشر دیوه کتنپلاوي او منځګړي رول لوبوي. او نور شکلونه یې هم شته خو ټول په یوه نوم د یوه مقصد لپاره کار کوي،او ډموکراسي یې نوم ورته غوره کړی دی. د خلکو حکومت دی چې خلکو جوړ کړی او یواځنې قانون دی چې خلک یې جوړ او پلی کوي.
دلته مونږ دا ثابتول غواړو چې ډموکراسي له اسلام سره په ټکر کې ده او د اسلام ضد عمل والا خلک یې خوښوي، او هیڅ اړیکه یې له اسلام او مسلمانانو سره نشته، او څوک چې د اسلامي ډموکراسي غږ پورته کوي نو ځان په تکلیفوي. او هغه متل چې ترکستان ته روان دي.( دا لاره ترکستان ته تللې ده). مانا داچې حج ته نه یې روان ترکستان ته روان یې.
.........
ستاسو ګران ورور اسماعیل شاه زیارمل
.........................
اجازه راکړئ،ځني نظامي رتبې او نظامي لغاتونه درسره شریک کړم:
[ورور مو (ذکي)
Private عسکر
Private first class سرباز
Corporal برید مل
Sergeant ډلګۍ مشر
Staff Sergeant برید مل
First Sergeant د بلوک برید مل
Sergeant Major د کنډک برید مل
Lieutenant دوهم بریدمن
First lieutenant لومړی بریدمن، لومړی څارن
Captain تورن
Major جګړن
Major General پاسوال، تورن جنرال
Lieutenant Colonel ډګرمن
Colonel ډګروال، سمونوال
Brigadier General برید جنرال
Major General تورن جنرال، پاسوال
Lieutenant General ډګر جنرال
Lt General لوی پاسوال، ډکر جنرال
General ستر جنرال
Brigadier General مل پاسوال، برید جنرال
General of the Army مارشال
Personnel Officer د پیژند آمر
Intel Officer د کشف آمر
Operations Officer د اپراسیون آمر
Logistic Officer د لوژستیک آمر
E. Officer د پلان آمر
Com Officer د مخابري آمر
Executive Officer د ارکان ریًس
First lieutenant لومړی څارن
Second Lieutenant دوهم څارن
Major څمون وال
Lieutenant څمون مل
Colonel څمون وال
General مل پاسوال
Squad ډلگۍ ( 10 نفر تشکیل شده)
Platoon بلوک(30نفر تکشیل))
Company تولی (100 نفر تشکیل)
Battalion کندک( 500 نفر تشکیل)
Regiment غند، کنډک
Detachment قطعه
Brigade لواء(3 کندکه لري)
Division فرقــــــــــــــــه
Corps قول اردو (3 لواء لري)
Headquarter قرار گاه
Non Commissioned off خورد ضابط
Field Marshal مارشـال (ځکمني) ستر درستیز
General of Army سترجنرال
Lt.General دگر جنرال
Maj. General تورن جنرال
Brigadier General برید جنرال
Colonel دگروال
Lt.Colonel دگرمن
First Lieutenant لومری بریدمن
Second Lieutenant دوهم بریدمن
NCO بریدمل
Sergeant بریدمل
Sergeant Major بریدمل کندک یا سرپرکمشر
Master Sergeant بریدمل پیژند
Sergeant First Class بریدمل اوپراسیون
Staff sergeant برید مل بلوک
Parachute فراشــــــــوت
Bullet or Round مرمی یا گلــــــــــــوله
1 Squad دلګیٌ
2 Platoon بلوک
3 Company ټولی
4 Battalion کنډک
5 Brigade غونډ
6 Regiment لیوا
7 Division فرقه
8 Corp
Afghan Highway Police د لویو لارو پولیس
Afghan Border Police افغان سرحدي پولیس
Afghan Local Uniformed Police محلي پولیس
Criminal investigation police د جنایی تحقیقاتو پولیس
Afghan National Civil Order Police د نظم عامی ملي پولیس
AfghanistanSpecial Narcotics Force د مخدرو موادو مخصوه قوه
Counter Narcotics Police of Afghan د مخدره موادو پر ضد د مبارزي پولیس
Afghan National Auxiliary Police کمکی پولیس
حبیب الله ذکي