د پ ټ اېم
[18.Mar.2022 - 20:01]
۱۹اپریل ۲۰۲۰ د اتوار پۀ ورځ د مرکزي کمېټۍ (سى سى) غونډه د سکائپ لۀ لارې ؤشوه.
غونډه کښې انور شيراني ،وړانګه لوني،ډاکټر سيد عالم محسود ،زبير شاه آغا ،فضل خان ايډوکيټ ، ثنا اعجاز ، سعيد انور داوړ ،شيرین يار يوسفزی ا،حسين آغا ايډووکيټ ، رحيم شاه افريدي ايډووکيټ، ملک رياض اف سوات ' حاجي عبدالسليم مندوخیل ، حيات شينواري ، صابر بلال ، علی حسن ، اوشرف الدين موسیٰ خیل شرکت ؤکړو. دغه رنګ ۲/۳ اکثريت حاضر وُو او درې ملګرو د نېټ د مسئلې لۀ وجې شرکت ؤنۀ کړے شو.
غونډه کښې د پى ټى اېم آئين،او د مرکزې کور کمېټۍ تګ لار په موضوعاتو بحث ؤشو او متفقه فېصلې ؤشوې .
1) پى ټى اېم غېر پارلېماني پرامنه مزاحمتې تحريک دے. د مشر منظور پشتين له خوا دې لړ کې حاليه بيان او د مرکزي کمېټۍ حتمي فېصله بايد چې د هرچا شکونه لرې کړي. دا د تحريک بنيادي اساس دے. په دغه
کې بدلون ممکن نه دے.
2) د کرونا په پيش نظر د پي ټی ایم سرګرميانو او د خړکمر د سانحې په لړ کښې د شهيدانو تلين پۀ حواله چې مشر منظور پشتين کم وائس مېسېج کړے دے هم هغه د مرکزي ادارې موقف دے. سېنټرل کمېټي يو ځل بيا دا ياد ګېرنه کوي؛ چې د دې تحريک صرف "يو مشر" دے باېد چې دې لړ کښې هېڅوک د کنفيوژن ښکار نۀ شي.
3) د تحريک آئين- د 14 جولایي نه 17 جولائي تفصيلي غونډه کښې آئين جوړ شوے وُ. دغه آئين مشر منظور پشتين په خپل لاس لېکلے وُ. د ضلعو او غربي نړۍ ملګرو تجاويز راغلي دي. څه تجاويز پاتې دي . مرکزي کمېټي به هغه تجاويزو باندې غور کوي. بېا به د سی سی اجلاس او مشر ته د حتمې منظورۍ دپاره پېش کېږي . دغه کار به د روژې په مياشت کښې سر ته رسؤل وي. دغه آئين کې به د ادارو د معياد ، اختيار، تقسيمِ کار، او شفافيت تفصيلي ذکر وې.
4( د جنوبي پښتونخوا د کوئلې د وسيلې او د رياست د جبر پۀ حواله کمېټه جوړه شوه . دغه کمېټه به يوه هفته کښې مرکزې ادارې ته راپور پېش کوى. مرکزي اداره به بيا د دغه مسئلې په حواله قام خبروي.
5)غونډه کښې د کرونا وبا په حقله هم کمېټه جوړه شوه. دغه کمېټه به د وبا او د رياست او د اولس په حواله تفصېل مرکزي ادارې ته پېش کوي . بېا به مرکزي اداره قام اعتماد کښې اخلي .
6) کرونا وبا خطرناکه ده خو پښتون قام جبر او د رياستي سازش ستونزو ته مخ دے. مرکزي اداره به پۀ هر امتحان کښې د قام سره اوږه په اوږه ولاړه وي کۀ پۀ دې کښې هر څومره خطر ولې نۀ وې.
سی سی د تحريک ملګرو ته خواست کوي چې بايد ملګرې هره ضلع کښې د سکائپ، زوم د جديد ټيکنالوجۍ لۀ لارې خپلې غونډې او رابطي جارې ؤساتي.
شعبه اطلاعات و نشر و اشاعت
پښتون ژغورنې غورځنګ (پى ټى اېم) مرکزي کمېټي
20.April.2020
…