کرکې ختمې کړئ
[11.Apr.2022 - 12:00]
که چې د افغانستان او پاکستان ترمنځه اړيکې خرابيږي، نو د دواړو غاړو پښتانه يو بل ته ګواښ کوي او د يو بل سپکاوې کوي. ددې وجه د پښتنو تقسيم دې، جغرافيه ده. تاسو چرته وليدل چې پارسيوان او پنجابي يو بل ته ګواښ کړې وي?
هغوي درباندې خکومت کوي او تاسو لکه د چرګانو جنګوي.
ستاسو مجبورۍ ښکاره دي که تاسو خپل منځ کې غلې پاتې شوئ نو دا به مو غټه توره وي.
د لرپښتنو د پاکستان نصاب وئيلې دې
او د بر پښتنو د افغانستان نصاب وئيلې دې. همداسې په اقتصادي کچه دلر خلک محکومه پاتې شوې دې او هر شي لپاره لاهور او کراچۍ ته منډه وهي.
همداسې د ننګرهار ،کونړ ،خوست ، پکتيا اوکندهار خلک کابل، مزار او هرات ته تجارتونو له ځي، کارونو له ځي، تعليم له ځي، نو په اقتصادي کچه هم دواړه اړخه د غيرو پښتنو موتاذ دي.
د لر پښتانه پنجابي سره اردو کې خبرې کوي د بر پښتانه تاجک سره فارسي وايي
څوک په اکثريت کې مخکوم څوک په اقليت کې.
نو اول خو دا ليونتوب د سره ښکته کړۍ فکر وکړئ، چې کومه لوبه درسره شوې او کيږي دلته. خو لا نه د تذکرو اعلان شوې دې، نه څوک په ډيورنډ بغير د ويزې تګ کولې شي نه پارليمان کې چوکۍ لري نه اساسي قانون کې يو جمله شتې، نه پالسي شتې. نو هوا کې لګيا يايي.
د اولسونو ترمنځه پيوستون اقتصاد، فرهنګ او تګ راتګ ته اسانتياوې پيدا کړئ، خلک رانژدې کړئ، کرکې ختمې کړئ او د پنجابي په لوبه ځان پوهه کړۍ.
ايمل ګدون