(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)
Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
امريکا الوتکو ته !
زما د خټو ګټو جوړه کلا
ستا د اواز له زوره پرېوتله
ستا د بمو له بمبار تښتي خلک
د غېږ ماشومه له مور پرېوتله
ته چې راځې نو ماشومان زمونږه
په ژړا سر دپلار تر څنګه کېني
د ځواني مرګ زلمي ها بوره مورکۍ
ددېوال سيوري ته ملنګه کېني
وکړي بمبار شور و غوغا چې شي په منډه درشو
په لپو لپو کړو راټولې د افغانانو غوښې
ژوند هم مو ډېر وکړ په ډېرو ملکو وګرځېدو
خو موږ ونه ليدې يو ځاى د انسانانو غوښې
America Alotoko Ta
Zeerak Fahim from Jalal Abad Afghanistan
[email protected] بېرته شاته |