غلام څه ته
[12.Apr.2022 - 16:08]غلام څه ته وايي؟
..................
هغه سړى، ښځه، قوم يا ملت غلام بللى شي چي د ده ژبه، کلتور، تاريخ، خاوره، اقتصاد، تعليم، کورنۍ او بهرنۍ تګلاره يې د بل چا په لاس کي وي او دى پکښي هيڅ بدلون نشي راوستلاى.
د غلامانو درې قسمونه يا ډولونه دي،
١: ناخبره غلام : دا. هغه بدمرغه انسان يا قام دى چې د خپلې غلامۍ نه ناخبره دى او خپل بې مزې او بدمرغه ژوند د خداى لطرفه د ګناهونو سزا ګڼي او د آزادۍ لپاره مبارزه نه کوي بلکې نفلونه او عبادتونه کوي.
٢: انقلابي غلام :دا هغه ننګيــــالى غلام دى چې د خپل اولس د غلامۍ نه خبر وي، دى بادار هم پېژني او د خپلې د غلامۍ وجوهات هم ورته مالوم وي، دى د آزادۍ لپاره هم په خپله مبارزه کوي او هم نور خلګ آزادۍ ته لمسوي او د خپل وطن سياسي تاريخ لولي، د خپل وطن په پولو (Geographya )او اقتصاد ځان پوهه کوي او دغه خبري نورو سره هم شريکوي.
٣: خاين او بد فطرته غلام : دا غلام سره له دې چي د خپل قام غلامۍ ويني ګوري، هر څه نه خبر وي او پوهېږي هم خو دا بدخصلته غلام د بادار ستاينې کوي او د بادار د اوږد ژوند سوال کوي. انقلابي غلام باندې تورونه لګوي. دى د بادار ساتلى کوټه سپى وي چې بادار خبر وي او که نه وي خبر دى د قام د خلګو پسې غاپي او د خپل قام ساده خلګ د بادار غلامۍ ته راکاږي. دا انتهايي کمينه، سپک خويه او بدخصلته غلام دى.د انقلابي غلام او بادار د مرضۍ رشته وي بلکې انقلابي غلام موقع ګوري چې د غلامۍ زنځير د آقا مخ ته راخلاص کړي او ځان آزاد کړي خو بدخصلته غلام دغه زنځير ښکلوي، ګلونه پکښې لګوي او فخر پرې کوي.
ارواښاد شيرعلي باچا