نوې ادېره
[06.May.2022 - 17:11]نوې ادېره (وړاندېز)
لیک: نصیر ستوری
بهر مېشتي ډیره کی ( اکثریت) پښتانه خپل مړي د پلار نیکه ټاټوبي کښې خاورو ته سپاری، ځکه چې پښتانه په بل هېواد کښې خپل مړی ښخول بد ګڼي، سره ددې چې د مړي په وړلو کښې ډېرې ستونزې وي او ډېر لګښت پرې هم راځي.
پخوابه د نړې نورو قومونو لکه د پښتنو په شان هم خپل مړي خپل هیواد کښې ښخول، خو اوس یې دا رواج له منځه تللی دی.
په اروپا ، امریکا او نورو بهرنیو هیوادونو کښې میشت مسلمانان خپلې خپلې ادېري لري. د قبر لپاره پدغه ادېرو کښې د لس ېا پنځلس کالونو لپاره ځای اخلي او مړي پکښې ښخوي. که د چا د قبر د ځمکې د اخستلو وس نه وي، نو دولتي اړونده چارواکي ورسره د پیسو مرسته کوي.
لس ېا پنځلس کاله پس به بېا دقبر دځای لپاره نورې پېسې ورکوي او که ور یې نه کړي، نو حکومت یې جسد په خپل لګښت راوکاږي ، سوزوي یې او دا قبر د بل مړي لپاره کاروي.
په عربي هېوادونو کښې د مړو ښخولو چارې اولګښت د ښاروالۍ او روغتېا وزارت په غاړه دي. د زړو ادیرو نه دیوالونه راتاووي او مړي ښخول پکښې نه پرېږدي. د څو کالونو نه وروسته دغه زړې ادېرې اواروي ، ودانۍ پرې جوړوي.
نوې ادېرې یې په لسګونو کیلومټره له ښار نه لرې جوړې کړي دي ، څنګ په څنګ پکې قبرونه جوړ شوي وي، ترڅو ډېر مړي پکې ځای شي.
په پښتونخوا ( داحمدشاه بابا افغانستان) کښې د دوه درې سوه کالو رااېسې دسړک او لارو په سر ، ښارونو ، کلیواو بانډو په منځ کښې ګډې وډې او بې ترتېبه ادېرې هم هغه شان پرتې دي. په دغه ادېرو کښې ډېرو ته د خپل خپلوانو قبرونه هم نه وي مالوم.
وړاندېز:
ښاروالۍ او اړونده ادارې دې د مړو د ښخولو چارې او لګښت په خپله غاړه واخلي، په زړو او پخوانیو ادېرو کښې دې د مړو ښخول بند کړي، له ښارونو او کلیو بهر دې په پوره لرې واټن کښې نوې ادېرې جوړی کړي، تر څو په راتلونکي کښې د ادېرو په برخه کښې ولس ستونزې ونه لري.
(نصیر ستوری Nasir Stori)