د کډوالۍ
[06.May.2022 - 17:14]دکډوالۍ ورځ/ شمالي وزیرستان
لیک: ګوهر وزیر
د حېرانۍ خبره ده ، څويمه ورځ ده چې دشمالي وزيرستان د هغو خلقو نه د دوي د ستونځو په اړه تپوسونه کوم . څوک چې داوخت د فوځي عملياتو لا امله بنو ته راګډوال شوي ،
هرڅوک داخبره کوي چې دومره دومره مالي نقصان يې شوی ، دومره ځناور يې درلودل هغه يې د خداي په هيله پرېښودل، په لاره د راتلو په مهال د سختو ستونځو سره مخ شوو ، دلته اوس کورونه نه مېله وېږي ، بهرته په مځکوکښې زياتره خلق د شنه چت لاندې شپې ورځې اړوي ، ماشومان يې بيماران دي ځکه چې وزيرستان د بنو په پرتله يخ دی ، مخې ته روژه را روانه ده ، دوي په دومره وړوکيو کورونو کښې بلد نه دي ، د ماشومانو تعليمونه يې خراب شول ، د سامانونو نه ډک کورونه يې پاتې شوي ، د ميرعلي او ميرام شاه په بازارونو کښې يې د کروړونو روپو کاروبارونه درلودل ، کورونه حجرې او جماتونه يې د بمبار په ضد کښې راغلي ، اوس ورته ګاډي هم نه مېله وېږي چې د سيمې نه خپل ماشومان او زنانه راوباسي ، زياتره خلق پياده را روان دي د ګاډو د کرايې وس نه لري ،
دغسې بلا ستونځې بيانوي
خو تراوسه پورې يو هم دا راته وه نه وائيل چې دا ولې وشول ، دچا دلاسه وشول ، او په راتلونکيو وختونو کښې دوي نور د کوم رنګ خطراتو سره مخ کېدونکی دي ،
نو دادې خلقو د ذهنونو او خيالاتو په رڼا کښې د خپلو هغو ملګريو دادې سوچ او نظر سره د سخت اختلاف اعلان کوم څوک چې دا خبرې کوي چې د سرنګ په هغه سرکښې رڼا ښکاري ، زه هغوي ته وايم چې د سرنګ په هغه سرکښې د رڼا هيڅ اثر په نظر نه راځي ، ګني دوي دې بيا لږ ورته په ژور نظر وګوري ،
ګوهر وزیر Gawhar Wazir
20.06.2014