(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ارېا پوهنه

[18.May.2022 - 14:59]

اريا پوهنه  او  تاريخپوهنه 

ژباره : خاطرمانېروال

هندوستان ته د ا رياو راتګ

که څوک د بنګلور، حيدراباد، چنۍ يا کوچي په ډک بازار کې دا اعلان وکړي چې کانادا، تيلګو، تامل او ملايم ژبې اته  زره کاله پخوا د مغربي اسيا نه راغلې دي  نو څوک به جواب درنه کړي  ۔  که څوک دا خبره وکړي چې هندوستان ته ځنې ژبې څلور زره کاله پخوا د استرايليا نه راغلې دي  نو د هندوستان خلک پري غوږ نه  ږروي ۔ که د هندوستان خلکو ته څوک دا اوواي چې ستاسو ځنې ژبې د مشرقي اسيا نه  راغلې دي نو بيا به هم څوک توجه در نه کړي ۔ څوک که هندوستان کې هر ځاے او هر چرته دا خبره وکړي چې د هندوستان خلک د نن نه پنځه شپېته  (65)  زره کلونه  پخوا د افريکا نه راغلي وو نو ټول خلک به درته ګوري او په خله به څه نه واي ۔   خو که چا دا خبره وکړه چې ابتداي  سنسکرت ژبه هندوستان ته ارياو راوړې وه  نو راشه که يې ګورې ټول خلک به اسمان په سر واخلي او په بدو ردو سر شي  ۔ داسې ولې ده او دا خلک د ارياو د خبرې  نه دومره يره  ولې کوي او وجوهات يې څه دي ؟   ‘ دې ليک کې د دغه سوالونو جاج اخستل  شوے دے :

د هندوستان سملاسي خلک(Right wing people)  د دې خبرې مخالفت ځکه کوي چې د هغوۍ په  خيال  سنسنکرت ژبه ، ويدي سرودونه او ارياي خلک درې واړه سره تړلي دي‘   درې واړه يو  بنياد لري او درې واړه  هندوستان  کې پېدا شوي دي ۔  هغوۍ نه دا مني چې ارين د بهر نه راغلي خلک دي او نه دا مني چې د هندوستان کلتور د کومو بهراني وسيلو نه اغېزمنه شوے  دے ۔ 

خو دا ډېر هېښنده او بې بنياده خيال دے کوم چې د هندوستان ځنې خلکو خپلو دماغو کې اېښودے دے  او څه جواز ورته هم  نه لري  ۔ ارين ، سنسکرت  ژبه او ويدي کلتور درې واړه د هندوستان سره  يوشان والے نه ښاي ولې چې دا  هندي کلتور د ارياو د مهاجرت په وجه مينځته راغلي وو کوم چې مونږ نن هندوستان کې وينو۔  د هندوستان تاريخ کې د ارياو د  مهاجرت ډېر ستر اهميت  دے خو د هندوستان  کلتور يواځې ارياي مهاجرت نه  دے متاثره کړے  په دي باندې د نورو نسلونو کلتورونو هم اغېزه کړې ده ۔  په دې وجه که څوک پوښتنه وکړي چې هندو اروپاي ژبې هندوستان ته کله راغلې دي نو دا داسې

سوال دے چې مونږ دا اووايو چې مونږ کله خپل کلتور درامد کړے وو؟ بيا د نورو کلتورونو نه کرکه کول به هم د سوال لاندي راځي ۔

د هندوستان د ځنې خلکو دا سوچ چې اريا، سنسکرت  ژبه او ويدي کلتور درې واړه د هندوستان خپل دي نو دا خبره سمه نه ده او په دوې وجوهاتو بې بنياده او د خندني وړ ده ۔  لومړۍ خبره دا  ده چې  هندي کلتور د ارياو، سنسکرت او ويدي کلتور سره څه سمون نه خوري ۔  مونږ خبر يو چې ارياو د هندوستان په تهذيب   ډېر مهم او ژور اثرات  غورزولي  دي کوم چې مونږ نن وينو خو د دې نه سربېره د هندوستان تهذيب نورو وسيلو هم اغېزمنه کړے دے ۔  دويمه خبره دا ده که دا اووايو چې هندو اروپاي ژبې د تاريخ په يو ځانګړي وخت هندوستان ته وارد شوي دي نو د دې مانا دا نه ده چې ګنې ويدي سرودونه او سنسکرت  ژبه رکېبۍ  کې تيار راوړل  شوي وو او يا  دا د اولې ورځې نه هم داسې وو څنګه چې نن دي  ۔ غالب امکان دا کېدے شي چې ارياي کلتور د هغه خلکو سره د مېل ملاپ ، ناستې پاستې او ورکړه راکړه نتيجه کې مينځته راغلے وي چا چې دلته هندو اروپاي ژبې راوړې وې او څوک چې دلته د مخکې نه په پورا توګه اباد شوي وو۔ ( دلته هغه خلکو ته ا شاره شوې ده کوم چې د زغرب (ايران ) څخه هندوستان ته د ارين نه مخکې

راغلي وو) ۔ 

نو  بيا هندوستان ته د ارياو د را تګ ځانګړے شهادت څه کېدے شي  ؟ 

زمونږ لاسو کې هندوستان ته د ارياو د راتګ ثبوت  ‘‘ ژبه ‘‘ ده ۔  د ثبوت دپاره‘‘ اس ‘‘ هم وړاندې کولے شو ولې چې دا ځناور ارياي کلتور سره ډېر ځانګړے تړون لري او هر ځاے د د ې نسل د خلکو سره يو ځاے  ياد شوے دے  ۔ ( د هړپه لرغونو نړاندو (Indus valley civilization) کې نه د دې ځناور پاتې شونې موندل شوې دي او نه يې  په دغه هنر کې کوم انځور ليدل شوے دے ولې چې دغه تهذيب د ويدي کلتور نه پخوا وجود کې راغلے وو

نن د هندوستان ډېرښته خلک هندو اروپاي ژبو سره غږېږي لکه هندي ، ګجراتي ، بنګالي ، مرهټي او پنجابي ۔ هم دغسې د دنيا څلوېښت سلنه خلک لکه اسپانوي ، جرمني ، انګريزي ، روسي ، فرانسي ، پرتګېزي  او ايرني  په هندو اروپاي ژبو خبرې کوي  ۔ هندوستان د هندو اروپاي ژبو وئيلو واله ختيځ

ته يوزينے وريسته پروت هيواد دے ۔ 

د دې سوال پورته کېدل لازمي دي چې هندوستان کې غالبه ابادي په هندو اروپاي ژبو ولې خبرې کوي ؟ د دې سوال  جواب دا کېدے شي چې هندوستان ته دغه ژبې د بهر نه راغلې دي او يا دغه ژبې د هندوستان  نه بهر دنيا ته خپرې شوې دي ۔ دلته مسله دا ده چې ژبپوهنه د ژبو يو بل سره تړون مالومولے شې خو د هغې سمت نشي مالومولے چې کومه ژبه د کوم لوري نه کوم لوري ته غځېدلې ده  ۔ خو اوس دا مسله هواره  کړے شوے ده او ساينسپوهانو دا کار د ډي اين اے په وسيله  تر سره  کړے دے او کوي يې  ۔  دويۍ د زرهاو کلونو زاړه هډوکي لټوي  د هغې ډي اين اے  ارزونه کوي او دا مالوموي چې  کومه ابادي څومره زاړه ده او د کوم ځايه يې کوم پلو

ته خوځېدلې ده ۔

روان کال کې ساينسپوهانو د ډي اين اے په مټ مالومه کړه چې د هړپه تهذيب زمانه کې د مرکزي اسيا کوم جين نه ليدل کېږي ۔ مانا دا شوه چې  2100  قبل مسيح (زم) کې ارين هندوستان ته نه  وو راغلي  خو د دې نه پس بيا د ارياو موجودګي ليدل کېږي ۔ دا خبره ده چې ساينسپوها نو ته خاص د هړپه کنډرونو نه کوم هډوکي په لاس نه دي راغلي او دا څېړنه يې په هغه هډوکو کړې ده کوم چې د هړپه تهذيب چاپېرون کې موندل شوي وو۔ د دغه ارزونې نه مالومه شوې ده  چې دغه هډوکې 3100 او 2200 قبل مسيح سره تړاو لري او دا چې د ارياو کومې نخښې پکې نه ليدل کېږي ۔ د سوات ناوې  (Swat Valley) نه چې کوم هډوکي په لاس راغلي دي  د هغې شننه ښاي چې دغه انسان 1200 قبل مسيح کې موجود وو او دغه انسان د مرکزي اسيا له نسله وو ۔ ياده دې وي چې د سوات ناوه د هړپه د تهذيب برخه پاتې شوې ده ۔ 

د دې حقيقت نه مخ اړول ممکن نه دي چې د 2100 او 1200 قبل مسيح (زم) ترمينځه زمانه کې  جنوبي اسيا د مرکزي اسيا د کاروانونو سره مخامخ شوې وي څوک چې تر اوسه پورې د هندوستان ابادۍ کې موجود دي ۔ د ډي اين اے څېړنې په غوڅه توګه ښاي چې ارياي خلک هندوستان  ته راغلي وو خو ارين يوازې جنوبي اسيا ته نه وو راغلي دا خلک د هندوستان د راتلو نه  زر کاله پخوا اروپا ته  هم تللي وو کوم چې د ډي اين اے د شننو نه جوته شوې ده ۔ د يو ځاے نه دوو مهاجرتونو دوو سمتونو ته يوه ژبه د ځان سره يوړله کومه چې نن د هندو اروپاي ژبو په نوم سره ياديږي ۔ 

دا خبره اوس سپينه  شوې ده چې د نورو په شان ارياو هم هندوستان ته مهاجرت کړے وو ۔ دې خبره کې د يرې يا فکرمندۍ  څه نشته ولې چې هر دور کې د دنيا انسانانو د يو لوري نه بل لوري ته مهاجرتونه کړي دي او د يو انسان مهاجرت د بل انسان په ابادۍ او کلتور اغېزه کړې ده ۔  

[email protected]

Tony Joseph is the author of the book Early Indians: The Story of Our Ancestors and Where We Came From, published by Juggernaut this month. (This book has been published in 2019) .

-
بېرته شاته