(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

جمدر خان

[18.May.2022 - 15:34]

حاجي جمدرخان د نورمحمدخان مشر زوې  او د حاجي امید یار خان لمسی دی ( دا نوم د منطقی د عامه خلکو په لهجه امید وار یاد شوی). حاجي امید یار خان د منطقی د پیژندل شویو مشرانو د جملی څخه وه. د حاجي امید یار خان میرمن د کټارقلعه د کلي د ملک کامران خان خور وه چه دوه زامن یی د نورمحمدخان او محمدعمرخان په نومونو او یوه لور یی درلوده  چه د رنګاخیلو په قوم پوری مربوط د سلارزي بابا میرمن وه (د مرحوم الحاج سلطان مور وه)، همدارنګه د حاجي ګلروزخان میرمن چه د لوې خان غازي میرزمانخان مور وه هم د ملک کامران خان خور وه (د روایاتو له مخی، حاجي ګلروزخان او حاجي امیدیار خان دواړه نژدی دوستان او سانډوګان وه). نورمحمد خان او لوې خان غازي میرزمان خان سکه د ترور زامن وه او د نورمحمدخان میرمن چه نوم یی بي بي زولهجه وه د لوې خان مشره خور وه. د امید یار خان پلار الله یار خان نومیده چه پنځه زامن یی درلودل

غازي جمدرخان په قوم رنګاخیل دی، د روایاتو له مخی د رنګاخیلو او میرجانخیلو قومونو پلرونه چه د رنګا او میرجان په نومونو وه د وټه پور منطقی ته د باجوړ د سیمی د بړوزو د کلي څخه راغلي وه، د یوه بل روایت له مخی چه د دویو سلسله د غور څخه  راغلي او دوې د امیرفولاد اولاده ده چه د سلطان غیاث الدین د پاچاهۍ په وخت کې د پیښور سیمی ته کوچ شوي وه او وروسته د مغلو د حکومت په دوران کې د باجوړ په علاقه کی میشت شوي وه. د وخت په تیریدو سره د یادی شوی سلسلی د جملی څخه رنګا بابا او میرجان بابا د باجوړ څخه د وټه پور منطقی ته و کوچیدل او دایمي هستوګنه یی دغلته غوره کړه چه د دویو اولاده د رنګاخیلو او میرجانخیلو په قوم و نومول شوې. د رنګاخیلو یوه بله شاخه د کنړ ولایت په شلطن او دونایی کی هم میشت دي. د امیر عبدالرحمن د حکومت په دوره کی د ډیورند د خط دی خوا ته میشتو پښتنو ته د سیاسي اهدافو د تر لاسه کولو په خاطر د سپهه سالار غلام نبي خان له خوا شناختي پاڼی د تاجکو په نوم توزیع شوی وی، حتی د غازي امان الله په وخت کی په فرمانونو کی د منطقی مشرانو ته د تاجکو د قوم خطاب شوی وه. د همدی وجهی نه ځینو اشخاصو دا ادعا کړی وه چه ګواکی رنګاخیل او میرجانخیل تاجکان دي چه په کنړونو کی میشت وه، خو دا خبره صحیح نه ده او رنګاخیل د پښتنو یو کوچنی ټبر دی

 

نورمحمد خان په ځوانۍ کی وفات شوی وه چه دری زامن یی درلودل، حاجي جمدرخان مشر وه، ور پسی حاجي اکبرخان وه او کشر ځوي یی محمدامین خان نومیده. د نورمحمدخان مړینه د حبیب الله خان د حکومت په اخیرو کی وه، چه په دغه وخت کی غازي جمدرخان نوی ځوان وه او دوه کشران ورونه یی د عمر نه کم سنه وه. کشر ورور یی محمد امین خان چه د عمره کم سنه وه د خپلی کونډی مور سره وه، غازي جمدر خان او حاجي اکبرخان د خپل ماما لوی خان غازي میرزمان خان په هدایت د غازي خان محمدخان، چه د لوی خان کشر ورور، سره یو ځای د نواباد په جومات کی خصوصي زده کړی شروع کړی وی. حاجي جمدرخان د یو څه وخت څخه وروسته بیرته کور ته راغی چه د کور سرپرستي یې شروع کړه او هم یی تجارت ته مخه کړه. نورمحمد بابا او محمدعمربابا ته د خپل پلارحاجي امیدیار بابا څخه ډیره ځمکه په میراث کی پاتی شوی وه، نورمحمد بابا د وفات نه وروسته د ځمکو سرپرستي هم حاجي جمدرخان ته پاتی وه. جمدرخان بابا خپل تجارت ته ډیر زر وده ور کړه او د حاجي فتح په نوم چه د جلال اباد وه، حاجي تورجان، او د لعلپوری د اکبرخان خان سره په شراکت کی د هندوستان تجارت هم شروع کړ. په تجارت کی حاجي جمدرخان د ځمکو څخه علاوه نوره شتمني هم پیدا کړه. کله چه حاجي اکبرخان بابا خپل تعلیمات تر پایه ورسول نو په دی وخت ځوان شوی هم وه ډیر با استعداده میرزا هم وه، د ټولو خلکو او وټه پور د قومونو په دعا د منطقی لوی ملک و ټاکل شو چه د نهو کلیو او د کوهستان ملکی یی کوله او د خلکو حکومتي چاری یی پر مخ بیولی. دا د غازی امان الله خان د سلطنت دوران وه، او غازي جمدرخان بابا به د شلو کالو په عمر وه چه د استقلال جګره شروع شوه. دلوی خان غازي میرزمان خان تر قیادت لاندی، غازي جمدرخان د خپل قوم او د وټه پور د خلکو مشری په غاړه واخسته او د نورو غازیانو په ملتیا د اسمار په لور د استقلال اخستلو د جبهې میدان ته روان شول. د دی غزا ټول تشریحات د مولوي صاحب عبدالخالق اخلاص په کتاب کی چه د استقلال آمانیه جبهه چهارم تر عنوان لاندی د بیهقي د کتابتون له خوا په ۲۰۰۸ ع کال کی چاپ شوی، درج او په زرینو کرښو لیکل شوي دي. غازي جمدرخان د خپل ماما غازي خان محمد خان سره یو ځای د لوی خان تر قوماندی لاندی د انګریزی ځواکونو پر مورچلو ماتونکی حملی تر سره کړې. د یاد کتاب په ۱۵۱ صفحه کې د دی غزا په باره کې داسی راغلي دي:

 چه واقف په دغه حال میرزمان خان شو

 ډیر خفه او پریشان هغه زمان شو

 ډیر ساعت وه په دا فکر کې حېران

 بیا یې و باله خپل ورور خان محمد خان

 چه اګاه خان محمد خان په دا فرمان شو

 بل همراه یې خوارزاده خان جمدر خان شو

 دم در حاله د سحر په وخت روان شو

 ور سره په شمار څلور سوه سپاهیان شول

 

د منطقې مشران لکه غازي محمد عمرخان، الحاج غازي کامل خان،غازي سلارزې بابا، الحاج غازي میرعلم خان، غازي حسن جان، غازي غلام حسین، غازي ګلنام، او نور قومي مشران چه پوره لست یی په یاد شوي کتاب کی نشر شوی اود وټه پور د منطقی وه هم د استقلال په جنګ کی د خپلو افرادو سره یو ځای د غازي جمدرخان بابا سره څنک پر څنګ د دشمن مقابله په میړانه او سرښندنی تر سره کړی ده. د لوې خان غازي میرزمان خان په امر دغازیانو دوه ګروپونه چه یو یی د غازي خان محمدخان په مشری وه د سیند چپه خوا او بل ګروپ یی د غازي جمدرخان په مشرۍ د سیند په ښۍ خوا د انګیزانو پر قواوو په نمبربټ، ارنوۍ، او دوکلام کی په شهامت حملی تر سره کړی. په نتیجه کی سره له دی چه د دشمن  تعداد څو برابره د غازیانو په مقابل کی زیات وه خو د انګریزانو قواوو شکست وکړ، تهاڼی یی وسوځول شوی او یو تعداد انګریزان چه ژوندي نیول شوی وه اسمار ته انتقال کړل شو. اخلاص صاحب د کتاب یو څو زرینی کرښې په خپل قلم داسی بیان کړي وې:

 خیر خواهان د انګریزانو خوار و زار شوه

 ځینې مړه شوه، ځینې بند کې ګرفتار شوه

 په شماره باندې یوسل پنځوس نفره

 ګرفتار کړه عالجاه له ښه هنره

 وه تورزن لکه زمری میرزمان خان هم

 بل بهادر و شجاعت خان محمد خان هم

 عالیجاه والاهمت هم جمدرخان وه

 د جنګ ځای نه دوی راوستي ډېر بندیان وه

 هم چوڼۍ د ارنوه وسوه په اور باندې

 انګریزان ټول قایل شوه اسلام زور باندې

 

غازي جمدرخان د خپل ماما لوی خان غازي میرزمان تر مشرۍ لاندی نه یواځی د استقلال په څلورمه جبهه کی د یوه وتلي مشر په توګه غزا کړی وه، بلکه تر دی د مخه د مهمندو د ډیرۍ په غزا کی چه د سرې غزا په نوم هم یاده شوې د خپل تره غازي محمدعمرخان بابا او غازي کامل بابا په ملتیا د لوی خان په مشرۍ فعاله ونډه تر سره کړې وه.

دغازي امان الله خان د سلطنت نه د مخه د ځمکو مالیه په خلکو ډیره زیاته وه چه اکثریت خلکو یی د ورکولو توان نه درلود. غازي میرزمان خان بابا و کولاۍ شو چه د امان الله خان د سلطنت په شروع کی دغه مالیه د حکومت لخوا پر خلکو دوه چنده را کمه کړي او د اوسیدونکو په ژوند کی اسانتیا را منځ ته کړيد استقلال د څلورمې جبهې د بریالیتوب په ویاړ امان الله خان لوی غازي میرزمان خان ته د فرقه مشرۍ، غازي خان محمد خان ته د لوامشرۍ او غازي جمدرخان ته یی د غنډمشرۍ عسکري رتبی ورکړې، همدارنګه، حکومت ټول غازیان او د شهیدانو کورنۍ په رتبو او نورو مرستو و ستایل. غازي جمدرخان د پیرونۍ ځمکی د حکومت څخه د لوی خان په مرسته د ډیرو کمو پیسو په مقابل کی تر لاسه کړه او د خپلی مور په غوښتنه یی د وټه پور په څلورو کندو باندی تقسیم کړه. په هغه وخت کی د وټه پور په سیمه کی زراعتي ځمکی د اوبو د نشتوالي له کبله پوره حاصل خیزه نه وی. د الحاج امیدیارخان په ژوندون یوه د اوبو لګولو ویاله د خونانو د غونډۍ سره د غره په غاړه تیره شوی وه چه شینګام او سیمتام ته به یی اوبه ور کولې خو ټولی ځمکی به یی نه خړوبولې، د غازي جمدرخان په ابتکار او د قومو په مرسته د مناګي د ساحې څخه یوه لویه ویاله جوړه کړه چه تر وټه پور او بیا وروسته تر پیرونۍ پورې ځمکې یې خړوبولې. د دی ویالی مسیر د میرزمان خان بابا پر ځمکو په سیمتام کې تیریده چه دا وساطت غازي جمدرخان و کړ او لوي خان دغه ځمکې بلاعوضه د سیمی د خلکو د ښیګڼی لپاره وقف کړې

غازي جمدرخان د خپلی میړانی او عدل له کبله په حکومت او قومونو کی پوره اعتبار او رسوخیت تر لاسه کړ. د غازي امان الله خان د جلال اباد په اوله جرګه کی د سیمی د استازي په توګه انتخاب او اشتراک یې کړې وه. غازي جمدرخان بابا او ورونو یی په دغه وخت کی چه اقتصادی وضعیت یې هم د ځمکو او هم د تجارت د لاری ډیرښه وه او هم د خپل ماما لوي خان میرزمان خان شفقت او مرحمت ور سره وه، د خوړ په غاړه لویه قلعه جوړه کړه او خلکو ته د خدمت او شایستګۍ پر بنسټ د سیمې خان هم انتخاب شو. حاجي اکبرخان بابا چه ډیر ښه میرزا او فاضل شخصیت وه د سیمې لوی ملک وه چه ټول د حکومت کارونه به یی تر سره کول، او محمدامین خان بابا ته د ځمکو سرپرستي او د کور چاری په غاړه شوې. غازي جمدرخان بابا تصمیم و نیوه چه یوه بله قلعه د خپلو ورونو سره شریکه جوړه کړي نو د کلي خلکو ور ته د شامیرکوټ غونډۍ په مشرۍ کی ور کړه اودوهمه قلعه یی د لویو برجونو سره د غونډۍ په سر اباده کړه

 

غازي جمدرخان د خپلۍ خانۍ په دوران کی تل کابل ته تګ او راتګ درلود او ده ته د وخت حکومت د کابل په ښار کی د دوو مسلحو امنیتي نوکرانو اجازه ور کړی وه، په کابل کی به د خپل ماما د لوي خان په ځای کی او یا به د قبایلو په ریاست کی میلمه وه. لوي خان غازي میرزمان خان بابا به د مشورو د ضرورت په وخت کی د حاجي جمدرخان بابا نظر غوښته، نو کله چه په جنوبي کی د ګوډ ملا په لمسونه او مشرۍ د غازي امان الله خان په ضد د خلکو بغاوت شروع شو، او غازي امان الله خان د دی بغاوت د له منځه وړلو په خاطر د لوي خان غازي میرزمان خان څخه د مرستې غوښتنه وکړه، نوغازي جمدر خان بابا د وټه پور او د پیچ درې د سیمو څخه د خپلو دوستانو لکه ملک سلطان محمدخان، ملک عبدالقادیرخان او نورو په مرسته قومي قوتونه جوړ کړل او خپل کشر ورور محمدامین خان یی د وټه پور د جنګیالیو په مشرتابه د لوي خان تر قوماندی لاندی د نورو قواوو سره منظم کړل. کنړي سرتیرو د لوي خان په قومانده په ډیر شهامت سره دغه بغاوت مات کړ او د سیمې مشران یی کابل ته راوستل تر څو پاچا ته بعیت ور کړي. په دی جنګ کی د لښکرو مشران په خاصو رتبو او میډالونو د پاچا لخوا ستایل شوي وو، چه محمدامین خان بابا ته د غازي امان الله خان له خوا د کرنیل رتبه ور کړل شوی وه. همدارنګه الحاج محمداکبرخان د جمدرخان ورور چه يو ډیر فاضل شخصیت وه د غازي خان محمدخان سره یو ځاې په قطغن کی د امان الله خان په پاچاهۍ کې حکمراني کړی ده او هم یی د کنړ په اسمار کی حکومت کړی دی

د غازي میرزمان خان د شهادت نه وروسته یو تعداد فرصت طلبه اشخاصو کوښښونه و کړل چه دسیسی جوړې کړي او د ماماګانو او خوریانو تر منځ درزونه را پیدا کړي او هم په حکومت کی د جمدرخان بابا رسوخیت ته صدمه ورسوي، چه دوی و کولاې شول په یوه دسیسه کې مؤفقه شي او جمدرخان بابا یی د خپل تره غازي محمدعمرخان او ورور حاجي اکبرخان په شمول په اته میاشتو بند محکوم کړي. د بند د خلاصیدو څخه وروسته دا درې واړه ورونه بیل شول خو د خانۍ موقف یې بیا هم غازي جمدرخان بابا ته پریښودد صافیانو جنګ چه په صافي کال هم یاد شوې، حاجي جمدرخان د حکومت په طرفدارۍ په چوڼۍ کی پاتې شو، خو سره له دی د صدراعظم هاشم خان لخوا په دی خاطر چه د غازي میرزمان خان خوری او زوم وه او ددی غازي د کورنۍ سره یی سخت ضدیت درلود، د کابل په وزارت داخله کی یې په نامه د باش باندی د دوو کالو لپاره بندي کړ. حاجي جمدر خان خپل ورور حاجي اکبرخان ته دومره ګران وه چه ده هم ورسره دوه کاله د بند په کوټه کی تیر کړل. د خلاصون څخه وروسته حکومت د غازي میرزمان خان ټوله کورنۍ په ناحقه بندیان کړل او د صافیانو مشران او غازي جمدرخان یی د خپلو دوو ورونو سره هرات ته فرار کړل. په ابتدا کی حکومت دری واړه ورونه د خپلو کورنیو سره په یوه زندان کی میشت کړل، خو د جمدرخان بابا یو دوست چه ولسوال وه خبر شو او خپل یو کور یی چه د هرات په دروازه ملک کې یې موقعیت درلود د دویوپه اختیار کی ور کړ. حکومت یوځل بیا ټوله کورنۍ د هرات څخه مزار ته، بیا یی اقچی ته او وروسته یی په خرابه او دشتي سیمه کی چه د اقچې مربوط وه میشت کړل.

غازي جمدرخان بابا همدلته د سانسیس او فیض اباد په علاقه دارۍ کی د فراریت او جلاوطنۍ په غمجنو شپو او ورځو کی په حق ورسید او خپل ورور حاجي اکبرخان ته یی وصیت کړی وه چه زما هډوکي به وټه پور ته وړېغازي جمدرخان بابا په سانسیس کی د شاه جهان په قلعه کی خاورو ته سپارل شوی وه او بیا ورورسته یې هډوکي د ده د ځوې پوهاند ډاکتر قاسم جمدر له خوا وټه پور ته را انتقال شول او د مولایانو په غونډۍ کی په خپل جائیداد کی خاورو ته سپارل شوی دی. (لیکنه او مالومات:شیرشاه جمدر)

 

ېادوونه: د ارنوۍ پہ غزا کې د لیکوال نہ یو نوم هېر شوی دی هغہ امیر جان بابا شہید دی چې پہ خټہ میرجانخیل دی او پہ همدې غزا کې د دوہ وو نورو ورونو سرہ هر یو الحاج میر علم خان بابا (وکیل) او حسن جان بابا سرہ یو ځای غزا کولہ د شہادت جام یې نوش کړ اللہ ج دې بہتر جنتونہ ورکړي. ( منګل سخي)

-
بېرته شاته