برتانیه کې د پښتو
[27.May.2022 - 13:04]دبریتانیې په کتابتونونو
کې دپښتوخطي نسخو نوملړ
لیک : ډاکتر لطیف یاد
دا دهغه کتاب نوم دي چې په (۱۹۶۵ زیږدیز) کال دبرټیش میوزیم لخوا چاپ شوی دی اولېکوالان یې ( James Fuller Blumhardt) او (D.N MAckenzie) دي .
دا کتاب په اصل کې دپښتو خطي نسخو هغه فهرست دی چې په برېتا نیې اودبریتانې پورې داړونده ټاپوګانو (جزایرو) په کتابتونونو کې خوندي دي .
دبریتا نیې ددغو کتابتونونو نومونه چې پکې پښتوخطي نسخې شته دي دادي :
دبودلیان کتابتون، دبر یټیش میوزیم،دکیمبریج پوهنتون، انډیاآفیس،دجان ریلینډز کتابتون، دختېزو اوافریکایي مطالعاتو دښوونځي په کتابتون کې او د ټرینيټي کالج دوبلین په کتابتو ن کې .
په دغو پښتو خطي نسخو کې چې دبریتانیې په کتابتونونو کې شته او شمېریې ( ۱۷۰ ) ته رسیږي (۶۹) یې دانډیا آفیس په کتابتون کې ، (۶۰ ) یې دجان ریلینډزپه کتابتون کې، (۱۰ ) یې دختېزو اوافریکایي مطالعاتو دښوونځي په کتابتون کې، (۸) یې دکیمبریج پوهنتون په کتابتون کې ، (۵) یې دبودلیان په کتابتون کې ،(۲) یې دټرینیټي کالج دوبلین په کتابتون کې او پاتې یې ددې کتاب تر لېکلو دمخه فهرست شوي دي .
ددغو پښتوخطي نسخو نومونه دادي :
دیني نسخې :
مخزن الاسلام ،کتاب بابوجان ، فواید السیرت ،دفتح شاه کلیات ، رشید البیان ، جنت الفردوس، نافع المسلمین ، حفظ الادب ، دپښتو دنوي عهدبایبل (انجیل).
تاریخي کتابونه :
تاریخ مرصع ،شا هنامه ، تواریخ حافظ رحمت خاني .
ژبپوهنه :
آمد نامه افغاني ،فارسي -پښتو لغات، کتاب خیالات زمان،ریاض المحبت،عجایب اللغت ، غنچه روح ، انګریزي -پښتو دیکشینري .
دېوانونه :
دارزاني دېوان، دمخلص دیوان ، دمیزادېوان،دکریمداد دېوان ، دخوشحال خان دېوان،دهجري دېوان، دعبدالقادر خان دېوان،درحمان بابادېوان،دحمید بابادېوان، دکاظم خان شیدادیوان، دکامګار دېوان،دمحبت دېوان، دافریدي دېوان،داکبر دېوان،دامیرخان دېوان،دمعاذالله دیوان ،دابوالقاسم دیوان،دیوان ګلچین ،چمن بې نظېر، فضل نامه،
پښتو کیسې :
یوسف اوزلیخا،آدم خان او درخانۍ ، ددلۍ او شهۍ کېسه ، نیرنګ عشق ،دشاه او ګداکېسه ، معراجنامه،دسیف الملوک کېسه،کیسه جمجمه، تولد نامه ،جنګنامه امامان ، معجزات ، قصیدّ ه برده ،نورنامه ،دبهرام او ګل اندامې کېسه ، دامیر حمزه داستان، عذرا او وامق ، غل او قاضي ،دفتح خان کېسه ، مناجات ، وفاتنامه ، دجمجمې کېسه ، علم خانه دا نش،ګلدسته، ګلستان، کتاب الزقوم ، روضات الامثال.
(ډاکټر لطیف یاد )