(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

کردستاني پیر

[27.May.2022 - 13:11]

شامي پير او کردستانې پير پرتله کړئ !

 

شامي پير او کردستاني پير کښې ېو څو مشترکات دي دوانړه په ترکي کښې پاتي شوي شامي پير هم جرمني نه راغلې وو او کردستاني پير هم اوس په جرمني کښې دې شامي پير هم د دين په جامه کښې خلک ګمراه کړي وو او کردستاني هم  شامي پير هم د وزيرستان نه په واپسې خپله ګيره کهل کړې وه او کردستاني هم !

 

څو مياشتې وړاندې په ستمبر کښې د علي کردستاني په نامه ېو سړې د مولانا فضل الرحمن ېو کرب پتي سنېټر طلحه محمود په بدرګه  اسلام اباد ته رالې وائل موزداي ړانده کانړه په چپ جوړوي د پاکستان لوئي سياست مدار هم ورسره ميلاوېدل ځکه د پاکستان د سياست او د خپل غرض لپاره د اسلام د سپېځلي او مظلوم دين ټچ هرچا له بيخي لازم شوې په هغه وخت هم ځنې خلکو دا کس رد کولو خو د چا په غوږ نه لګېده اوس ئې چې دا سوټې مخ ګوري نو کفاره دې ورکي.

ددغه سړي پېښور ته هم د راتلو ډنډوره وه په زرګونو پښتانه د ېو کور مخې ته په انتظار ناست وو .

اسلام آباد ته هم په زرګونو پښتانه ورغلي وو د پېښور ډېر مولان امامان می هم په ويډيو کښې ليدل چې په زرګونو پښتنو مقتديانو سره د کردستاني دم له ورغلي وو .

پښتانه اقتصادي فقر بدامنې او جهالت نفسياتي رنځوران کړي د دين دنېا نه د بې علمې په وجه په ړوند تقليد کښې پراته دي په دين مئينان دي خو په دين ځان نه پوهه کوي د اسلام په جامه کښې چې ورته هرڅوک راشي نو مني ړومبېاو تفتیش ئې روستو کوي ځکه  د هرچا  په لمن پسې ځان غوټه کوي وائي که دا مو چرته بنده بېړۍ پورې باسي  .

د کردستاني په اړه د عربو سترو علماء فتوا ورکړې وه چې دا سړې د دين په نامه ګڼ کپ دې ځائې په ځائې پې کیسونه هم شوي.

زما باور دې که دا کردستاني پير بله ورځ بېا ګيره غټه کړي چوغه ئې واچوله او بيا راشي نو د هرچا نه ډېر پښتانه به ورته هم په زرګونو شمېر کښې  ولاړ وي .

زما په خيال کردستاني پير هيڅ ناشنا نه دي کړي ځکه ډېر خلک د دنېا لپاره د دين په نامه خپله سودا خرڅوي کردستانې هم ېو سوداګر دې د هغه سودا چې کم ځائې ښه خرڅېږي هلته به خپله سودا رسوي دا په سورت توبه کښې د قرآن پرېکړه هم ده

یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْۤا اِنَّ كَثِیْرًا مِّنَ الْاَحْبَارِ وَ الرُّهْبَانِ لَیَاْكُلُوْنَ اَمْوَالَ النَّاسِ بِالْبَاطِلِ وَ یَصُدُّوْنَ عَنْ سَبِیْلِ اللّٰهِؕ 

ژباړه

اې ايماندارو ډېر د مولانو پيرانو نه  د خلکو مالونه په ناروا خوري او د خدائې د دين ئې هم ايساروي .

څه ېو پېړۍ وړاندې د فقير اېپي د بدنامولو او د افغانستان او جرمني د اړيکو خراپولو لپاره پيرنګېانو د جرمني نه ېو فلسطينې پير روستې وو چې په تاريخ کښې په ،شامي پير ېاد دې د شامي پیر خپل نوم محمد سعدي او د پلار ئې عطاءالله ګیلاني نوم وو اوس هم په افغانستان کښې چې کم د پير ګيلاني چې کمه کورنۍ ده نو لاسونه ئې د پښتنو په وينو سره دي ځان  د شېخ عبد القادر ګیلاني له ټبر  نه شماري. د شامي پير ېو تره حسېن ګیلاني په بیت المقدس کښې د فلسطين مفتی اعظم وو چې په 1951 کښې پاکستان وزيرستان ته د فقير اېپي په ضد د تبليغاتو لپاره په کراېه روستې وو  . د ده بل تره محمد صالح ګېلاني د غازي امان الله خان د ښځې ملکه ثریا د ترور سره واده کړې وو او د غازي امان الله خان سره ئې نزدې اړيکې هم وې پير شامي هم د غازي امان الله خان په وخت کښې کابل ته راغلې وو . محمد سعدي په  1901 کښې په دمشق شام کښې زېږېدلې او هم هلته ئې سبق وویلو ځکه په شامي پير ېادول شو په 1925 کښې د ترکي شهريت ترلاسه کړو   په 1929  کښې جرمني ته لاړو او هلته په زراعتو کښې ئې لوړې زدګړې تر سره کړې. هم هلته د جرمني د ېو پولیس افسر د لور سره ئې واده هم وکړو.

د مارچ  1938  په سر کښې سعدي ګیلاني د پيرنګېانو په صلا او مرسته هندوستان ته ورسېدو  پيرنګېانو ئې تود هر کلې وکړو تر دغه وخته ئې ګيره خرېله څه وخت په هند کښې تم شو چې ګيره ئې ښه ببره شوه نو د پښتنو په لور ئې راروان کړو.

هینټیګ د ده د سفر لپاره  ټولې لارې برابرې کړې وې. د پېسو وړل لوېه ستونره وه ځکه قبائلو کاغذي نوټ نه منل. هغوئې د ټانک نواب ته د مرستې ووئل چې په سیمه کښې شته من کس وو او انګریزانو نه ئې ډېر امتیازات اخیستل. سعدي ګیلاني د هند نه کاڼیګرم ته لاړو چې په په شپاړسمه  پېړۍ کښې د پیرروښان استوګن ځائې وو په وزیرستان کښې ډېر درناوښت ورته ميلاؤ شو په ړومبې کښې به ئې ځائې په ځائې قبائلي دشمنې ختمولې او خلکو ته به ئې وعظ نصيتتونه کول په دېرشم جون 1938 کښې ترې د پيرنګي د پوليسو ېو ډپټي سپرنډنټ بشير احمد چې وزیرستان ته ورسره تلې وو راستون شو هغه خبر ورکړو چې په لږ وخت کښې شامي پير ېونيم سل مرګوني دشمنې ختمې کړې چې پدې په سيمه کښې ډېر مشهور شو او په زرګونو پښتانه تې راتاؤ ديشامي پير ځان له ېو لوېه مانړې جوړه کړې وه غټ ملکان او مولان ئې مریدان شو په لنګر کښې به خاص مېلمنو له ګډان پخول شو د ټانک ، سپینکې رغزئې ، او شکې ،پورې به ګرځېدو په دېارلسم د جون 1938 کښې شامي پير ېو غټه جرګه راوغوښته چې څه درې زره خلکو پکښې ګډون کولو ځکه چې اوس پې خلکو باور کولو په جرګه کښې ئې د ظاهر شاه په ضد خلکو ته د بغاوت غږ اوکړو او دا ئې اووئل چې د افغانستان رشتينې باچا امان الله خان دې ېو لوئي لښکر چې څه شپږ زره خلک پکښې وو د افغانستان په لور روان شو  فقير اېپي او  مولا فضل دين ددغه هرڅه نه ځان لرې ساتو.

پيرنګېانو چې د افغانستان د سخت دريځ نه خبر شو نو سمدستي خپل خلک شامي پير ته ولېږل د پينځه زره پونډونو لوظ ئې ورسره اوکړو او په الوتکه کښې بغداد وړل ئې ورسره اومنل په شامي پير ئې زور راوړو چې هغه لښکر چې افغانستان ته روان دې واپس کوي به .

شامي پير پدې تړون خوشاله شو ځکه چې چا روستې وو هغې واپس کوو خپله چوغه ئې هم هلته اوغورځوله او د خپل خاص کس محمد علي اسحاق سره ئې په دېرشم د جون 1938  ګيرې اوخرولې پيرنګېانو تې انځورونه ويستل او په سيمه کښې ورله خواره کړل چې د خلکو نه خپلو کورونو ته د ستنېدو غوښتنه وه .

عام خلک چې ددې لوبې نه خبر شو نو حق حېران وو ولي خان ليکي چې داد پيرنګېانو ېوه دسيسه وه غوښتل ئې چې افغانان جرمنیان د خپل هېواد نه اوباسي او فشار پې راولي ځکه ولي خان وائي چې د هند د امورو وزير بېا اوئيل چې د شامي پير پشان اېپي فقير هم په پېسو واخلې خو ورته اوويلې شو چې فقير اېپي په پېسو نه اخیستل کېږي.

اولف کېرو وائي چې د شامي پير په اړه دا ېره پېدا شوې وه چې هسې نه دې په رشتيا غازي امان الله خان راستون نه کړي ځکه داسې ګمان وو چې د جرمني سفارت ورسره اړیکه نیولې وه په کال 1941 کښې هم د جرمني ايجنټانو د شامي پير سره ليدل کتل کړې وو چې افغانستان ته ستون شي او د غازي د لپاره بغاوت جوړ کړي   .

 

مولانا خانزېب Maulana Khanzeb , Bajauar - Pakhtunkhwa

-
بېرته شاته