(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)
دښځو وزارت نوي پروګرامونه اعلان کړ
[05.Jan.2008 - 13:18] 05.01.2008 کابل: د افغانستان د ښځو دچارو وزارت په هيواد کې د ميرمنو په وړاندې د زورزياتي د مخنيوي لپاره د دوو نويو پروګرامونو د پيل اعلان وکړ.
دغه پرواګرامونه په کورنۍ کې د ژوند د لارو چارو، د کار د ويش او د ماشومانو د روزنې لارې چارې په ګوته کوي. هڅه داده چې خلکو ته د ښځو په وړاندې د زورزياتي د مخنيوي په برخه کې د قانوني چلند په اړه پوهاوى ورکړل شي.
افغان حکومت وايي په ټولنه کې ددغو پرواګرامونو د پلي کولو لپاره به د ديني علماو اغېز وکاروي. ياد شوي پروګرامونه چې د څو نړيوالو مرستندويه ټولنو په مټ د افغان حکومت له خوا پيل کېږي په بيلابيلو ولايتونو کې به د رسنيو، د جوماتونو د ملايانو او د تبليغاتي پاڼو په مرسته تر سره شي.
دغه پروګرامونه د(( نېکمرغه کورنۍ، نېکبخته ټولنه)) او ((له ښځو سره د چلند په برخه کې د قانون د ونډې)) په نومونو يادېږي .
د ښځود چارو دوزارت چارواکي وايي دغه پروګرامونه به د لارښودو کتابونو، تبليغاتي پاڼو، راډيويي ډرامو، ټلويزيوني پيغامونو او د قضايي ټولنو په مرسته تر سره شي.
د ښځو چارو وزيرې حسن بانو غضنفر وويل:
(خوشاله يم چې نن ددغو پروګرامونو په پيلولو سره د ښځو په وړاندې د زورزياتى په مخنيوي کې يو بل مثبت ګام اخلو.
هيله لرم چې ياد شوي پروګرامونه به د خلکو د پوهاوي په برخه کې د پام وړ رول ولوبوي او موږ به خپل اصلي هدف ته چې په افغانستان کې د ښځو په وړاندې د زورزياتى مخنيوى دى ورسوي).
د طالبانو له ماتې وروسته د افغانستان قوانينو ښځو ته په ټولنيزو، اقتصادي او سياسي چارو کې د برابرو حقونو ورکړه تضمين کړه او دې کار ښځو ته دا لاره اواره کړه چې په يادو شويو برخو کې فعاليتونه پيل کړي.
خوله دې سره سره د ښځو له حقونو څخه د دفاع ټولنې وايي چې ددې هيواد په ډېرى سيمو کې ميرمنې او ددوى ماشومان په ډېرېدونکي ډول له زورزياتي سره مخامخ دي (بـی بـی سـی). - د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته |