دپیر روښان
[14.Jun.2022 - 09:05]دروښاني غورځنګ ستر لاروی او دپیر روښان زوی جلال الدین
ما تاسو ته دپیر روښان په مبحث کې داخبره روښانه کړله چې دپیر روښان تر مړینې وروسته دده زوی جلال الدین چې مغولي اکبر ورته جلاله ویل او دمغولي دورې مورخینو لکه ابو الفضل علامي ، خافی خان او عبدالقادر بدایوني هم دده نوم جلاله لیکلی دی دروښاني غورځنګ مشال روښانه وساته او دهند دمغولي دولت دمظالمو پر خلاف یوه ګړۍ هم غلی کښینناست . کله چې پیر روښان وفات شو نو جلا ل الدین څوارلس کلن و . دی په هماغه وړکتوب کې یو ځیرک او پوه انسان و.کله چې مغولي واکمن جلا ل الدین محمد اکبر په ۹۸۹ لیږدیز /هجري کال له کابله هند ته راغی نودی د پښتونخوا او افغانستان په پښتني قبایلو کې دیو مدبر مشر په توګه پیزندل کیده .اکبر پاچا ده ته بلنه ورکړه چې دده دربار ته ورشی او ورسره وګوري ، خو جلا ل الدین دمغولی واکمن اکبر په سیاسي دوکو او چلونو پوه و نو ځکه یې دهغه دربار ته دورتګ نه ډډه وکړه او دتیراه غرونو ته یې چې دپیر روښان دمبارزو یو ستر سنګر و پناه یووړله.څرنګه چې په دغه وخت کې د پښتونخوا خلک دپیښور دمغولي حاکم حامد بخاري دظمونو نه په تنګ شوي وو نو دپیر روښان دزوی جلا ل الدین پر شاو خوا راټول شول. په دغه وخت کې دپښتنو دپلي ( پیاده ) سرتیرو شمیر شلو زرو تنو او دسپرو پوځ پنخه زرو تنو ته رسیده .
د هند مغولي واکمن چې په پښتو نخوا کې دجلال الدین دومره ستر شان او پرتم ولید نو په ویره کې شو او دجلال الدین دځپلو او ټکولو لپاره یې په ۹۹۴ لیږدیز/هجری کال کې کنور مان سینګ او خواجه شمس الدین خافي یې د ډیرو سرتیرو سره دپښتونخواسیمې ته ولیږل.څرنګه چې دمومندو ،غوریاخیلو ،یوسفزیو او نورو پښتنو قبیلو دپیر روښان دزوی جلا ل الدین سر سخته ملاتړي وو نو مغولي لښکرو ته دخیبر په دره کې دومره بریالیتوب تر لاسه نه شو او اکبر مجبورشو چې چې دزین خان کوکه په مشرۍ یو بل ستر لښکر دهغه دماتې ورکولو لپاره ورواستوي .دغو جګړو یو کال نور هم دوام وکړ او په ۹۹۵ لیږدیز /هجري کال اکبر پاچا نوي پو ځیان ولیږل چې یو شمیر یې دبنګښو له خوا او مان سینګ دبګرام ( پيښور ) له خوا دجلال الدین پر پو ځونو برید وکړ او جلا ل الدین هم په نره سره دخپلو پنځلس زره پلیو ( پیدل ) او زرو تنو سپرو پو ځیانو سره پر مغولي دښمن برید وکړ چې په دغو جګړو کې دپیر روښان دزوی جلا ل الدین یو نیم زر تنه ووژل شول او مغولي پو ځ ته هم بیساري زیانونه ورواوښتل.
جلال الدین دمغولو سره تر دې جګړې وروسته وکولای شول چې داشنغر خوانه خپل دنفوذ ساحه وغزوی او میړنی یو سفزي یې هم دځان ملګري کړل چې په ۹۹۶ لیږدیز/هجري کال یې په سوات او باجوړ کې دیو سفزیو په مرسته داکبر پر پو ځیانو یې مرګوني ګوزارونه وکړل او بیرته تیراه ته ستون شو. مغولی واکمن اکبر چې نور دجلا ل الدین ددې پوځي کړو وړو نه په تنګ شوی و نو داځل یې یو بل لښکر دصادق خان پر مشرۍ دتیره خواته ولیږه ، خږ له بده مرغه صادق خان داپریدیو او اورکزو پر قبایلو بریالیتوب تر لاسه کړاو دجلال الدین دلښکرو یو ستر مشر ملا ابراهیم یې ونیوه او جلا ل الدین دوزیر ستان کاڼیګروم ته ستون شو. خو یو سفزیو پښتنو دمغولی اکبر پر خلاف جګړو ته دوام ورکړ.تر څلورو کلونو وروسته یعنې د۱۰۰۰لیږدیز/هجري کال کې مغولي پاچا اکبر یو ځل بیا دجعغر بیګ ، آصف خان او قاسم خان کابلي په مشرۍ یو ستر لښکردجلا ل الدین دځپلو لپار ه ولیږه او تر ډیرو جکړو وروسته دجلا ل الدین دکورنۍ ډیر ستر مبارزین دمغولو لاسته ورغلل او هم یې په پښتنو قبایلو کې یو شمیر خلکو ته رشوتونه ورکړل تر څو روښاني غورځنګ او دهغه مشر جلا ل ا لدین وځپي چې په دغو خاینینو کې یو هم ملک حمزه اکوزی و چې دسرکاوي په سیمه کې یې دجلا ل الدین سره دمغولو په پلوۍ جګړې وکړې خو جلال الدین هغه ته په نره سره ماتې ورکړه.همداراز دلازاک دقبیلې یو شمیر خلکو هم دتوربیلې په سیمه کې دجلا ل ا لدین نامتو ورونه عمر او خیرالدین ووژل او بل ورور یې نورالدین دمومندو له لاسه شهید شو، خو خپله جلا الدین بیرته دتیراه سیمې ته لاړ.
جلا ل الدین په ۱۰۰۱ لیږدیز/هجري کال کې نوي ځواکونه سنبال کړل ، خو مغولی شهنشاه اکبر هم دا ځل دزین خان کوکه ، شیخ فیضي او وروسته دراجا بیربل او سعید خان په مشرۍ دمغولو پر پو ځیانو سخت ګوزارونه وکړل چې په دغو جګړو کې یو سفزیو هم دجلال الدین مرسته کوله . دوی زین خان کوکه ته ماتې ورکړه او هغه اټک ته وتښتید حو بیربل پکې ووژل شو. کله چې داکبری پوځ دتباهۍ دغه خبر مغول پاچا اکبر ته ورسید نو هغه بیادقاسم خان کابلي په مرسته نوي پو ځونه ولیږل او ده وکولای شول چې دکابل او پيښور تر مینځ دلویې لارې ساتنه وکړي .
په ۱۰۰۴ لیږدیز /هجري کال دپیر روښان زوی جلا ل الدین یو ځل بیا دشهنشاه اکبر پو ځونو باندې بریدونه وکړل او دوی ته یې زیات زیانونه ورورسول، داځل اکبر پاچا قلیج خان دهغه دټکولو لپاره ورولیږه خو جلا ل الدین ده ته هم ماتې ورکړه او هغه دکابل خواته شا تګ ته مجبور کړل شو.
په دغه وخت کې جلا ل الدین دومره پیاوړی شو چې دپیښور ، خیبر درې ، ننګرهار و لوګر،پکتیا او دغزني تر سیمو پورې دخپلو ملي مبارزو ساحه او سیمه پراخه کړي .ده په ۱۰۰۷ لیږدیز/هجري کال غزني دتورې په زور ونیوه او تر دوه کلونو پورې یې داسیمه په لاس کې وه، خو په ۱۰۰۹ لیږدیز /هجري کال کې دمغولی شهنشاه اکبر پو ځونو پر غزني برید وکړ او جلال الدین دشادمان نومي له خوا چې دمغولو یو تن سرتیری و ټپي شو او درباط غره ته لاړ خو دډهلي دمغولي دربار یو حاکم شریف خان اتکه خپل یو تن افسر مراد بیګ دجلا ل الدین دنیولو لپاره درباط غره ته ولیږه او په دې تو ګه هغه وکولا ی شول چې هلته ځان ورسوي او هغه جلا ل الدین ونیوه او دده سریې پرې او هند ته یې دمغولي شهنشاه اکبر دربار ته ورواستاوه . په دې توګه د پیر روښان وروسته دمغولو پر خلاف دغه ستر مبارز هم له دې فاني نړۍ نه سترګې پټې کړې ، خو دغه مبارزه غلې نه شوه او دده زوم احداد او دده لور بی بی الا یي دروښاني غورځنګ مشال روښانه وساته . اروادې ښاده وي !
ډاکتر لطیف یاد Dr. Latif Talibi yad