(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دغني خان

[15.Jun.2022 - 16:35]

 

غني خان شعرونه

......

وایه وایه ملا جانه

ژوند تپوس دي که جواب

ژوند وصال دي که جنون دي

که ارام که اضطراب

ژوند امام دي که ګلفام

که ممبر وي که محراب

که یو مست غوندي جهان کښ

رنګین خوب دي دا سراب

که لمحه دا نور ګټل دی

دا دي تور تاریک جهانه

ژوند تپوس دي که جواب دي 

وایا وایا ملا جانه

ژوند فرغون دي او غرور دي 

که جنون دي او سرور دي

دا نمرود دا زرو تخت دي 

که رنګین مرګ دا منصور دي

دا حسین مسکي مسکي دي

که یذید مست په غرور دي

دا بهار دي که ګلاب دي لږ پټ شوي دا خزانه

 ژوند تپوس دي که جواب دي وایا وایا ملا جانه

ژوند یو مست دا میو جام دي

که یو مات دا غم کچکول

لیوني مخ دا خیام دي

که اوښيار مخ دا بهلول

یو رنګین باغ دا ګلونو

که دا اور دا ازغو شپول

که یو تیښته یو فرار دي

تښتیدل دی له خپل ځانه

ژوند تپوس وي که جواب دي

وایا وایا ملا جانه

ژوند یو خیشت دي چه خوریږی

که جمال چه خاوري کیږی

دا ساز خپل مرګ ته کړی ساندي

که یو اور دي چه بلیږی

دا دي تلو مقام دمه شته

که دا سا نه سا تښتیږی

منګوټی که دا ارټ دی

څه ‌‌‌‌‌‌ډکیږی څه تشیږی

که یو نور دي چه خوریږی

نا خبره دا خپل شانه

ژوند تپوس دي که جواب دي 

وایه وایه ملا جانه

 

#TheLegendGreatGhaniKhan

---------

 

ډوډۍ غړپ ملا، جنتي ملا        

    حلوا  قب  ملا،  ولايتي  ملا

په پيسو قربان اوستي ملا               

 د پولاؤ په شوق خوري پيتي ملا

 

دا بې عشقه ، بې جوشه او مړ آذان        

دا چلي د ماغ او ارزان ضمير

د دې سپين د ستار د توهين يې ته      

په دې کور د خدای کښې د بت سفير

ماته وايي چې ځه چې جنت ته ځو        

ستا جنت ستا د لوږی ارمان دی

ستا جنت د خوراک او د ښځو ډک        

ستا جنت نيم پيرس نيم تهران دی

ستا جنت کښی درياب دشوروا روان        

پيمانې د فيرنۍ نه بر پوري دي

ستا جنت کښې جنون او تالاش نشته    

ستا جنت کښې څربي حورې دي

ستا جنت کښې نه سوز نه ارمان شته دی    

غټې خېټې ، لمدې، سپورې شونډې دي

ستا جنت کښې غوښتل او بيلل نشته            

    واړه حورې، رضا او بربنډې دي

 

ستا جنت د جنون بې خبره ژوند        

ستا جنت يو اوښيار شان تصوير د ځان

ستا جنت د شهوت او د تندې ډک        

ستا جنت ستا د لوږی د تاؤ  مکان

 

ډوډۍ غړپ ملا، جنتي ملا        

    حلوا  قب  ملا،  ولايتي  ملا

راشه واوره ته،  چې  جنت څه دی؟        

د غني جنت ، د غي ملا

 

ته په جنت کښې مزې  د دنيا لټی        

د حورو سترګو کښې  د ډمو خندا لټی

ته په آسمان کښې وږمه د ډيران لټی    

او په تيارو کې سپوږمۍ له مکان لټی

 

ليونی نه شوې ته خمار او مستي نه پيژنې    

مستانه  نه شوې  دلربا پرستي نه پيژنې

تا د دنيا دپاره مينه د جانان ورکړه    

مجنون په بيعه ، بيخودي د جانان ورکړه

لاس دې که اوږود بادشاهي لاړه فقير شولې

يا زما خان وې يا د کُنډو رنډو پير شولې

ټوله خيټه شوې مستي او جانان نه پيژنې ټوله ږيره ږيره شوې مردي او ميدان نه پيژنې

 

زما اميره!تالی څټ او ټکری خور شوې زما    

زما سرداره ! ته مريي وظيفه خور شوې زما 

#TheLegendGreatGhaniKhan

------

اے د ليونيانو نيکۀ مونځ ښۀ کۀ مستی ښه ده؟

حسن جوړيدل ښۀ دی،کۀ حسن پرستی ښه ده؟

 

وی ښه ده مستی ښه ده،خو زړۀ پاک لکه آئينه غواړی

دا درياب هضمول د سمندر غوندې سينه غواړې

 

حسن جوړيدل د بنده عشق د کمال دے

تور د غم درياب کښې سور خمار د وصال دے

 

او اے زما بچيه!د جانان ئې مينه لا ښه ده

نوم ئې ښکلے لا ښۀ دے،جلوه ئې رنګينه لا ښه ده

 

اے د ليونيانو نيکۀ مار ښۀ دے کۀ ملا ښۀ دے

تن مې ډک لۀ زهرو کۀ زړۀ ډک مې د بلا ښۀ دے

 

اے زما بچيه!وې ډيران لره انګار ښۀ دے

مږې له پيشو ښه ده،چيندخې له ښامار ښۀ دے

 

تا له ليونتوب ښۀ دے،مستی ښه ده،صحرا ښه ده

چا له طاعون ښۀ دے،چا له سيورے د مولا ښۀ دے

 

دا د دنيا رنګ دے،دا دنيا رنګينه لا ښه ده

زيړه ښه ده،توره ښه ده،تکه سپينه لا ښه ده

 

اے د ليونيانو نيکۀ حسن کۀ بلا ښه ده؟

برخه د مجنون ښه ده؟کۀ برخه د ليلی ښه ده؟

 

وې اے زما بچيه! يار ژړلو له صحرا ښه ده

تخت د رقيب ښۀ نۀ دے،شهيد د کربلا ښۀ دے

 

واک چې ئې د بل وی دې نر نه زنانه ښه ده

او اے زما بچيه وزيرۍ نه جيلخانه ښه ده

 

يخه نرمه لا ښه او تيزه ګرمه لا ښه ده

تاؤ د مخ د يار لوپټه سره رنګينه لا ښه ده

زيړه ښه ده،توره ښه ده،تکه سپينه لا ښه ده

نو اے زما بچيه! حسن ښۀ دے هم وفا ښه ده

برخه د مجنون ښه ده،هم برخه د ليلی ښه ده

ښه ده فقيرې نيکۀ کۀ ښه ډيره دنيا ښه ده

ګل د صنوبر ښۀ کۀ قلا د محبوبا ښه ده

وې اے زما بچيه! سور عقاب له د غرۀ سر ښۀ دے

ګل دے صنوبر له ښۀ او ګل له صنوبر ښۀ دے

جام له قلارے او سمندر له طوفان خوند کوی

سترګو له مستی خوند کړی او زړۀ له آرمان خوند کوی

نو اے زما بچيه!فقيری ښه ده کۀ دنيا ښه ده

تخت د سليمان ښۀ دے،جونګړه د عيسی ښه ده

مشره ليونيه وزيری کۀ جيلخانه ښه ده

ښۀ مې خپل لروکے دے کۀ قرض توپخانه ښه دے

اے د زما بچيه! يار ژړلو له صحرا ښه ده

تخت د رقيب ښۀ نۀ دے،ټکورے د ليلی ښۀ دے

#TheLegendGreatGhaniKhan

---------

 

عجبه فلسفه 

 

١

زړه مې واچوه په تال کې

د جومات کوڅې له لاړم

د مُلا په ښپو مې کېښود

ما وې دا مې صدقه ده

دا چې څومره زه پوهيږم

په 'طهَ' او په 'يَاسين'

دا چې څومره ښکته تلى شي

په سجده زما جبين

دا چې څومره اخلي نور

دا زما خاکي وجود

دا چې څومره زما ژبه

شې څکلى انګبين 

 

ملا مخ زما نه واړو

وې دا څه دي ستا تالي کې

نه پلاو دى نه پيرنې ده

نه حلوا نه فالوده ده

وې يې شرع ظاهر ګوري 

 

او ظاهره ته فاسق يې

دا د رب سره د مينې

تا راخستې څه کيسه ده

ويره ويره د قهار نه

د ايمان اصلي حصه ده

د جنون او د جانان ستا

څه مهمله فلسفه ده

زړه دې کېږده په سينه کې

دلته رنګ او لباس راوړه

ستا شراب دلته حرام دي

شربت راوړه ګلاس راوړه

ما خپل تال ډک د خوبونو

د قاضې دربار له يوړو

وړوکى لال مې را اوچت کړو

تار خانې او مار له يوړو

ما وې اې د ښو او بدو

اې د تورو سپينو خانه

دا ډالۍ زما قبوله

په نامه کړه د جانانه 

 

قاضي کېناسته په تخت خپل

په سپين سر يې دستار کېښود

په يو لاس يې توپه کېښوه

په بل لاس يې حصار کېښود

تله يې پورته د منطق کړه

يو خوا دى  يو خوا مې تال وو

يو خوا شور وو کمزورۍ وې

بل خوا ژمى وو، کمال وو

يو خوا عقل وو، دليل وو

ورک بې خوده غوندې خيال وو

ما وې اې د انصاف ربه!

دا د ورکو منزل ګوره

ما وې اې د تول اميره!

دا بې توله تلل ګوره

قاضي سترګې کړلې پټې

شونډې بندې، مخ پرېشانه

وې افسوس زما نه ورک دى

دا چې ته غواړې زما نه

زه خو زور يم د انسان 

 

ما دي سپين او تور راخستي

د مستۍ د ګلستانه

زه تور وينم او سپين وينم

بس زما دغه کيسه ده

دغه تول زما اميد دى

دا تلل مې فلسفه ده 

 

٢ 

 

فلسفي د ملک ولاړ وو

وه چاپېره يې عالم

د خود سپين مشال په لاس کې

جودا کول يې زيات او کم

فکر تېز، نظر باريک

دليلونه يې کلک مېخونه

د منطق په پاټکو پاټکو

وو روان په بره سم

ما وې اې د هوش او عقل

د رڼا بله مشاله

يو بې خوده لېونى دى

هر يو ساز يې دى ماتم 

 

ستا د پوهې د درياب نه

يوه قطره د رڼا غواړي

څه سبب د خندا غواړي

څه مطلب غوړاي د غم

فلسفي کړې سترګې پورته

خوله موسکۍ سترګې روښانه

خړې خړې د غم لړې

پکې راغلې ناګهانه

وې اې زما غمګينه زويه!

خايسته وجود لري نه سيورى

د ده نور به هله ګورې

چې په پټو سترګو ګورې

علم سپين روښان مشال دى

خو پرې نشې ليدى ستوري

د نور سترګې دې په زړه کړه

د نورونو دنيا ګورې

سمندر د خايست څوک ګېر کړي

د منطق په کوزڼۍ کې

د غم باد دى چا نېولى 

 

تول د تلې او دړۍ کې

دې د خود په ميخانه کې

ستا د څښلو شراب نشته

چې د مينې ساز پرې واورې

دلته هغه رباب نشته

ستا نظر جودا نظر دى

ستا جهان جودا جهان دى

تا کې وينه د مجنون ده

ستا نصيب کې بيابان

ستا مستي وهي ټالونه

په خندا د بوډۍ ټال کې

د هلال په نري خط کې

وايي شونډې د جانان

لېونيه، لېونيه!

دا ټول عقل زما واخله

خو بدل کې راله راکړه

يوه قطره د خپل ارمان

ستا د اوښکو نه قربان شم

ستا دردونو ته پسخېږم 

 

چې په دواړو کې خُمار دى

د خوبونو د جانان

تا چې مخ د دنيا واړوو

دنيا چغې کړې پاګل دى

تا تاوان کې ګټه وکړه

موږ په ګټه کې تاوان

چې ژوندون د خايست تالا شي

غم تش غم شي د دلبر

څومره مست يې هر قدم شي

هر نظر څومره روښان

راوړه، راوړه، زړه دې راوړه

چې يې زه په زړګي ښکل کړم

هر ارمان يې خماري دى

مسته يې هره وسوسه ده

راکه، راکه چې ژوندى شم

وې د مرګه وېره مرګ دى

ژوند ارمان دى او جانان دى

که اميد که تلوسه ده

وايه وايه څومره مسته

د دلبر د شان کيسه ده 

 

د جنون او د جانان دا

څه عجبه فلسفه 

 

٣ 

 

ما خپل زړه لاس کې راغونډ که

تورې شپې او غم له يوړو

د ماښام تياره کې ورک که

د سبا شبنم له يوړو

اوس يو زه يم يو ارمان دى

د جانان د شان کيسه ده

وړوکى ګل او لوى خزان دى

يو اميد يو تلوسه ده

ما مرګي ته شروع کړې

د ژوندون د خايست کيسه ده

د جنون او د جانان دا

څه عجبه فلسفه ده 

 

بهګنوتر(هزاره

 

#غني  خان

کتاب : لټون

مخ يا صفحه (345 نه تر 352)

#TheLegendGreatGhaniKhan

----------

 

 

 

 

باچا خان بابا چې کله په جیل کی وه او غنی خان په انګلستان کی سبق ویلو بابا یې ترینه ګیله وکړه چې خطونه درلیږم جواب یې نه رالیږې 

نو غنی بابا په ځواب کښې ورته د نظم ليکلې وو.

 

ستا خطونه  ټول زما سر ته پراته دي

زه يې لولم هره شپه دوبار دوباره

 

کله خاندم کله ژاړم لېونې يم

اې زما په بند کې پروت غريبه پلاره

 

نه، ته نه يې غريب ته ډېر لوی اوچت يې

مصيبت دې ستا عزت ته عزت داره

 

خدائې به رحم وه په تا باندې لږ کړې

بل ښه زوی به ئې وه کتلې ستا د پاره

 

چې په تا کې کوم ګوهر دې ما کې نشته

ستا نيکي زما بدۍ دواړه بې شماره

 

ته سالار يې د کاروان په نېغه لار ځې

زه کوږ  ځغلم  لکه  اوښه  بې  مهاره

 

ستا د زړه فوارې ډکې دي د مينې

زما زړه وچ کوهې، نه لري يو داره

 

وهم منډې تا پسې خو ته هم لرې

وينم ستا ايله ايله د پښو غباره

 

پروا نشته که په منډه منډه مړ شم

فقط ستا او د خپل قام د نوم د پاره

#BachaKhanWeek2022 

#BachaKhanBaba

#TheLegendGreatGhaniKhan

-----------

 

اې په اسلام مٸينه!

اې سياسي مومنه

 

نن چې اسلام ستايې

ستايه دې څوک پرون

دا هغه مخ ده تپوس

خو نوي شنه پرونه

دا د عقاب پنجې

د ښاپيرک درونه

نن د جنت وعدې

پروني دوزخونه

چاربيته هغه زړه

خو نوي دي سرونه 

 

اې په اسلام شيدا!

اې سياسي مومنه

 

سترګې دې برګې بهر

برګ دې ايمان دننه

پرون يې ځان نه ګاټه

نن دى اسلام ګټي

په خرڅ د ننګ د پښتون

خپل ننګ او نام ګټي

زما په وينو چا له

ايران او شام ګټي

او د شرابو تاجر

ساقي او جام ګټي 

 

اې په اسلام شيدا!

اې سياسي مومنه

 

څه به وايې رب ته خپل

چې يې د ګور دننه

تا د پښتون سترګو ته

د تيارې جال جوړ کړو

او د جناح د خره

دى خردجال جوړ کړو

غلاف کعبې له دې

د 'وائيټ هال' جوړ کړو

ما له لندن کې تا

نوى هلال جوړ کړو

او د بلا نه دې

ما ته بلال جوړ کړو 

 

اې په اسلام شيدا!

اې سياسي مومنه

 

ګلاب نيوى نه شي

چيرې د زور ونه

او د رقيب نوکر

نن ما له يار ګټي

زاغ نن بلبل کټي

خزان ګلزار کټي

ښاپيرک جنګ له ورځي

د شهباز پلار ګټي

نن به بورا له ګونګټ

د ګلو هار ګټي

او د کافر نوکر

کړي د اسلام پالنه 

 

اې د کڼو وطنه!

اې د ړندو وطنه

 

وګوره شرمخ ته

کوي د شپون اواز

نن چې بانګونه کوي

څه يې کړو پرون اواز

د نفرت کړيکو کې

د مينې سوز او ساز

پرون عمل د يزيد

او نن نامه د اياز

لږ خو پرې سوچ وکړه

زما ساده پښتونه

 

اصلي مومن کړه بيل

له سياسي مومنه

 

څوک د عيسیٰ په شان

مستي د دار اخلي

څوک د نمرود کاله کې

د موسیٰ لار اخلي

څوک د رقيب په محل

نوم د دلدار اخلي

څوک ټول جهان غورځوي

سترګې د يار اخلي

غماز لږ وپېژنه

اياز لږ وپېژنه 

 

اې د کڼو وطنه!

اې د ړندو وطنه!

 

کتاب : لټون

مخ يا صفحه (443 نه تر 446)

#TheLegendGreatGhaniKhan

----------

 

ترانه 

 

خوږ دى ما ته ملک زما، خوږ تر کل جهان

زه به ځم په جنګ د قام، زه چې شمه ځوان

وينه ده توده زما رګونو کې د ننګ

سر که مې د قام غواړي زه به يې نه کړمه په څنګ

زور دى ما ليدلى هم د توپ هم د تفنګ

زور مې د غيرت دى د همه زورونو خان

زه به ځم په جنګ د قام، زه چې شمه ځوان

سر څه د سپي سر وي چې فدا نه ي په قام

نر څه ښځونى وي چې شيدا نه شي په قام

نوم ناموس يې څه وي چې يې نوم وي د غلام

دا نوم به بدل کړم يا به کړم بدل جهان

زه به ځم په جنګ د قام، زه چې شمه ځوان

زه پښتون بابا د خپلو وينو پيدا کړى

زه پښتې مور په غيرتي پيو لوى کړى

موږ په پلار نيکه دي د مردۍ کارونه کړي

زه به غلام نه شم که غلام شي ټول جهان

زه به ځم په جنګ د قام، زه چې شمه ځوان

زه به په وجود کې يمه کوټلى وزير اس

کوم به د کاروان خبردارى لکه جرس

يم به د ظلم سترګو کې تل د سترګو حس

زه به لکه باز يم د نرتوب مرد ميدان

زه به ځم په جنګ د قام، زه چې شمه ځوان

زه به لوى زړګى لکه شېرشاه د بنګالى لرم

مټ به ابدالي لرم همت به روهيلى لرم

سر به ښتکه نه کړم که زرګونه کشالې لرم

ربه ښکته مه کړې چا ته سر ته د افغان

زه به ځم په جنګ د قام، زه چې شمه ځوان 

 

#غني  خان

لټون : مخ يا صفحه (643_644)

د غني کليات : مخ ګڼه (587_588)

#TheLegendGreatGhaniKhan

Abdullah Khan

----------

 

ګډه شه ګډه شه

 

د حرکت شاعري او د لیدلو قران

د ناپوهۍ   منطق او د کڼو اذان

دا د هډوکو ژبه او دا د مینې تورات

دلته ادم سړے دے نۀ ئې مذهب نۀ ئې ذات

دلته کښې هر ایات د خود او حُسن ایات

دلته ګویا منصور،  دلته ګونګے سقراط

تال سره یو ځائے شه  د ژوند تصویر جوړ کا

د دې تیارو نه ماله بدر منیر جوړ کا

یا مې پۀ بډه کا یا مې پۀ بډه شه

ګډه شه ګډه شه، ګډه شه ګډه شه

ـ

یو مصنوعي فضا خو د ژوندون رڼا

د فرمائش خندا خو د ګلونو غنچه

دې غم زپلو ته د خوشحالو پلوشه

د خزان مړاوو ته د بهارونو کیسه

ګډه شه ګډه شه،  اور شه لمبه شه

خزان دے شپې تورې دي سپینه شغله شه

ساز د غمونو دشمن د دلربا رېبار

کۀ چل کۀ دام دے خو کړي کیسې د بهار

ګډه شه ګډه شه نخرې رایادې کړه

ـ

او دنیاګۍ د عقل ټولې بربادې کړه

رڼا شه حسن شه تیارې دې تورې

اے د امېد لوُرې د رڼا مورې

لکه د ګلو څانګه خوره وره ئې

وینم چې خورې مې ادم خوره ئې

هن واخله وو مې خوره دا څۀ ته ګورې

خاورې ایرې مې کړه د ژوندون اور ئې

کله چې ستړې شې پریوځه بیا ډډه شه

ګډه شه ګډه شه،  ګډه شه ګډه شه

(غني خان بابا)

#thelegendgreatghanikhan

----------

-
بېرته شاته