(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

بغدادي پیر

[25.Jun.2022 - 07:51]

ارواښاد نصیر احمد احمدي، په بغدادي پیر کتاب کې لیکي:

 

بغدادي پیر وایي:

د جاسوسۍ وسایل مو، د غار تیارې برخې ته یوړل، بیا مو سل متره سیم تر خاورو لاندې کړ، د سیم په دواړو خواوو پورې، یوه یوه کوچنۍ دستګاه تړل شوې وه. یوه دستګاه مو په غار کې، د اٻښودل شویو کتابونو شاته پرٻښوده او بله مو لاندې چینې ته نږدې، د لویو ډبرو په منځ کې پټه کړه.

په لومړی ورځ مو څوک ونه لیدل؛ خو دوھم سھار مو د زنګولې آواز واورٻد، قدم شاه په منډه دباندې ووت، له سیرلي سره راغی، دتک تور سیرلي سپینه ټنډه ښکلې  ښکارٻدله. قدم شاه د سیرلي کباب ته خوشاله ؤ؛ خو ما ورته وویل، چې حوصله وکه، دا کوچنی سٻرلی به لوی پسونه درته راولي.

زنګوله مې ترې خلاصه کړه، تار مې ور پورې وتاړه، د سمڅې په تیاره برخه کې مې پورته را وځړوله. د تار بله څوکه مې تر کتابونو راوړه. دې تار د خاورو رنګ درلود، تر وٻښته نری و، له ځمکې سره نه ښکارېده.

قدم شاه ته مې وکتل، سترګې یې رډې راختلې وې... ومې ویل:

_د سېرلي خوله ور وتړه، لیرې یې پټ کړه.

سېرلي نارې کړې، قدم شاه خولې ته جورابه ور واغوسته. تر ښکرو یې ونیو، د  باندې ووت.

ښه شٻبه تٻره شوه، بٻرته راغی؛ خو کٻناستلو ته مې پرې نه ښود، ورته ومې ویل، چې له چینې سره کٻنه.

شنې غټې پٻیلې مرۍ مې غاړې ته واچولې، دستګاه مې روښانه کړه، پوره یو پاو وخت مې غوږونه څک نیولي وو؛ خو د مرغانو له نریو نارو پرته مې بل څه وانه ورٻدل. یودم د دستګاه له واړه لاوډسپٻکره، د ډبرو د رغړٻدو غږ را ووت. بیا مې یو نری وار خطا آواز واورٻد:

_ته څوک یې، دلته څه کوې؟!.

د دستګاه غږ مې تر پایه پورې تٻز کړ.

د قدم شاه ناره مې واورٻده:

_ د خدای بنده.

بیا له لاوډ سپيکره د قدم شاه یوه لٻونۍ، بې مانا چیغه را ووته.

لو لو لو لو لو لا....

لاوډ سپیکر ته مې غوږ ور نږدې کړ، په نري وارخطا غږ یې وویل:

_ سیرلی مې ورک دی، تا نه دی لیدلی؟!.

قدم شاه د اوښ غوندې وغړمبٻد، بیا یې وویل:

ـ پورته ور وخٻژه! بغدادي پیر ته پټې مالومې دي.

چوپه چوپتیا شوه، له لاوډ سپٻکره یواځې د مرغانو غږ را ووت، دستګاه مې بنده کړه، د غار خولې ته مې وکتل، لومړی یوه خړه خیرنه خولۍ را پورته شوه، بیا مې د یوه نھه _ لس کلن ماشوم چاودی سپٻره مخ ولید.

ماشوم د غار په خوله کې ودرٻد، وارخطا ښکارٻده.

مخې ته د پرانیستې کتاب پاڼې مې سره وروستې، ومې خندل:

_راځه، راځه! دنیایې کارونو ته زړه مه خوره! تور سٻرلی به خدای پیدا کړي.

د ماشوم سترګې رډې راوختې، په خواره خوله یې وویل:

_ته له کومه پوه شوې، چې زما سیرلی ورک دی، ھغه ھم تور سٻرلی؟!.

ومې خندل:

_که بغدادی پیر په غیبو نه پوھٻدای، نو نوم به یې بغدادي پیر نه ؤ.

ماشوم را نږدې شو؛ خو چاودې لاسونه یې لا لړزٻدل.

ومې ویل:

_راځه بچیه! دلته نږدې راته کٻنه.

ماشوم په خاورو کې پلتۍ ووھله.

سترګې مې پټې کړې، ھیڅ مې ھم نه ویل؛ خو شونډې مې خوځولې..... بیا مې هماغسې په پټو سترګو څو ځله یوه خبره تکرار کړه:

_تور سېرلی، سپین یې تندی، تور سٻرلی سپین یې تندی، تور.....

یو دم مې ماشوم ته وکتل، سترګې یې رډې راختلې وې. د کتاب د ایښودلو په پلمه مې دستګاه روښانه کړه، بٻرته مې سترګې پټې کړې، ومې ویل:

_تور سٻرلیه وینم دې، وینم دې! بې ځایه زورونه مه وھه. له دې دوو تٻږو دې یواځې بغدادي پیر را ایستلی شي.

غلی شوم، بیا مې څو نامفھومه توري، تر خولې را ووتل، وروسته مې په ټیټ غږ وویل:

_راشه! راشه، بغدادي پیر دې غواړي. افرین، افرین....

یو دم مې تندی تریو کړ:

_نه! لاره مه کږوه!

ومې خندل:

_افرین، ھمدا نرۍ لاره را واخله.

ماشوم ته مې وکتل، سترګې یې له حیرانۍ ډکې وې، ومې خندل:

_مخ دې سم ونیسه، سېرلی پیدا شو، بس، د چینې چپ لاس ته، دوه ، درې سوه ګامه لیرې په دوو تیږو کې بند ؤ.

ماشوم په بٻړه ودرٻد. تر لمنې مې ونیو، ومې خندل:

_کٻنه! زحمت مه باسه! تیږې مې لیرې کړې، بغدادي پیر دومره کرامات لري، چې سٻرلی په خپلو پښو دلته راولي.

وخت ووت، چیغه مې کړه!

_راشه نو، مه ناوخته کوه!

ماشوم ته مې وکتل، وٻرې اخیستی و. ورته ومې ویل چې سترګې پټې کړه.

غړۍ مې اوږده کړه، قدم شاه په احتیاط پورته را وخوت، سېرلی یې د غار په خوله کې پرٻښود او خپله بٻرته لاندې کښته شو. سېرلی ماشوم ته ورغی، د ھغه پر غوږ یې خپلې تودې شونډې ولګولې. ماشوم په بٻړه ور وکتل، چیغه یې کړه، یوې خوا ته

ړنګ شو.

ورغلم، بې سده ماشوم مې له خاورو را پورته کړ، دستګاه ته مې خوله ور ټیټه کړه، له قدم شاه مې د چینې سړې اوبه را وغوښتې، د ماشوم غاړې ته مې لاس ور ووړ، غاړه یې توده وه، نری رګ یې پورته پورته غورځٻده....

د قدم شاه غږ مې واورٻد:

_دومره کراماتو ته ھم ضرورت نه ؤ، چې سېرلی په خپلو پښو راولې.

قدم شاه مې بٻرته لاندې ولېږه. د ماشوم پر مخ مې سړې اوبه واچولې، سترګې یې رڼې کړې. د سېرلي په لیدو یې رنګ بٻرته ځای ته راغی. ولاړ شو، سېرلی یې تر ښکر ونیو، تر یو څه ځایه، ځانګې وانګې ته، وروسته یې پښې پر ځمکه سمې لګٻدې.

قدم شا راغی، ومې ویل:

_ څه فکر کوې؛ کوچیان به راشي؟!.

په خندا یې راته وویل، چې دومره کرامات بې څه نه دي، راځي! راځي، ضرور راځي.

 

ډلې ډلې خلک راغلل او د بغدادي پیر په کراماتو یې عقیده پخه کړه. ډېر وخت نه ؤ تېر شوی، چې بغدادي پیر همدا خلک، په خپل غازي امان الله خان پسې راپاڅول.

 

نن یو ځل بیا، د غازي په خاوره، بغدادي پیر پښه کېښوده؛ خو په دې توپیر، چې پخواني بغدادي پیر، چاته ناموسي ښکنځلې نه کولې او نننی پیر، د خلکو په مخ کې، د هغوی ناموسونه ښکنځي؛ خو د یوویشتمې پېړۍ افغانان بیا دومره بې غیرته شوي، چې ورته وایي: حق وایې پیره، حق دی ده.

#مست کلندر پیره,قربان دی د جګیره

اووم ساته د دی پیره,د ظالمه د خنزیره..بریی حق مولا وحق

-
بېرته شاته